ښايي تاسې به ډېری اوقات اورېدلي وي چې اسلامي دیني علماء یا په بله اصطلاح مذهبي سوداګر وایي چې محمد د مختلفو قبایلو سره یوازې د دې په خاطر زیاتې ښځې کړې وې ترڅو نور قبایل د دین په قبلولو او خپرولو کې له سردار کونين سره مرسته وکړي.
مګر موږ چې څومره هم په دې اړه تاريخي مدارک مطالعه کړل تاریخ بیا په دې اړه بل څه ثابتوي چې غواړو ستاسې سره یې شريک کړو:
محمد له نبوت څخه وروسته په مکه کې په سیاسي او عقیدوي لحاظ ډېرکمزوری وو؛ ځکه بیخي کم خلک د ده په دين وو یا په بله معنا بيخي کمو خلکو د محمد دين قبول کړی وو نو په همدې وخت کې د دې اړتیا وه چې محمد له مختلفو قبایلو څخه ځان ته ښځې کړې وای ترڅو یې په سیاسي او عقیدوي لحاظه قوت پیدا کړی وی.
مګر د دې ضرورت په خلاف محمد فقط له خدیجې، عایشې او د ځیني روایاتو پر بنیاد له سودې سره په مکه کې واده وکړ، نور ټول ودونه یې په مدینه کې هغه وخت وکړل چې مسلمانانو ښه قوت پیدا کړی وو، غنیمتونه یې ترلاسه کړي وو او دې ته هېڅ اړتیا نه وه چې محمد د واده په اساس له نورو قبایلو سره اړیکې ټینګې کړي، بلکه مسلمانانو د تورې په زور هرڅه کولای شول.
اوس غواړو راشو بشپړ وضاحت ته:
📌 خدیجه خو یې هسې هم له نبوت نه مخکې په نکاح کړې وه، عایشه د ابوبکر لور او حفصه د عمر لور یې هم د هغوی د پلرونو له اسلام راوړلو څخه وروسته وکړې، یعنې که دا یې د دې په خاطر کړې وي چې له قریشو سره یې رابطه د ابوبکر او عمر په خېښۍ کلکه شي نو هغه کار خو عمر او ابوبکر پرته له خېښۍ څخه هم ورته کاوه ځکه دواړو د محمد دین قبول کړی وو.
📌 وروسته له هغه نه یې جوریه بنت حارث او صفیة له بني قریظه څخه په داسې شکل راوستې او ځان ته یې نکاح کړې چې د هغوی مېړونه او د بني قریظه د قبیلې نور ډیر کسان یې هم ووژل نو دا دواړه هم د هغه ښو روابطو جوړولو په اساس ونشوې بلکه دجنګ او زور خبره وه.
📌 وروسته له هغه یې حبیبه بنت ابي سفیان هم په داسې حالت کې وکړه چې د دې دوستۍ په واسطه د ابي سفیان دښمني نوره هم له محمد ص سره کلکه شوه او حتا د سفیان لور حبیبه د خپل پلار له لاسه هجرت ته اړ شوه او هجرت یې وکړ نو په دې دوستۍ کې هم د کومې قبیلې سره د ښو روابطو جوړولو کوم حکمت نه وو.
📌 وروسته له هغه نه یې هنده بنت امیه هم د خپل رضاعي ورور طلاقه شوې په نکاح کړه، چې په دې کې هم له کومې قبیلې سره د رابطې راز او حکمت نه وو موجود.
📌 وروسته له هغه یې زینب بنت جحش په نکاح کړه چې هغه د هغه چا ښځه وه چې هغه شخص محمد په زوی توب نیولی وو، نو دا هم د کومې قبیلې سره د روابطو جوړولو په هکله نه وه بلکې دې کار له غیرمسلمو سره نوره هم دښمني زیاته کړه ځکه هغوی د داسې چا ښځه نه په نکاح کوله چې هغه به یې په زوی توب نیولی وو.
📌همدا رنګه د میمونې او اسماء بنت النعمان په کولو کې هم د نورو قبایلو سره د رابطې جوړولو په هکله کوم حکمت او راز نه وو موجود.
حتا تر دې چې د عایشې په ازدواج مفسرین او د سیرت کتابونه هېڅ سم وضاحت نه کوي ځکه هغوی هم تعجب کوي چې څنګه یو ۵۴ کلن سړی له شپږ کلنې ماشومې سره نکاح کوي او په ۹ کلنۍ کې ورسره کور والی کوي؟
هيله ده چې اوس د محمد د ډېرو ودونو وجه درته روښانه شوي وي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.