په اسلام کې د نابالغه جینکو واده

محمد او عایشه

د اسلام د پیغمبر محمد واده له عايشې سره په کم عمرۍ کې وشو، خپله عایشه وايي چې کله ما سره محمد نکاح کوله زه د شپږو کلو وم او واده مې په ۹ نهه کلنۍ کې زما پلار ابوبکر ورسره وکړ، دلته دا خبره ملحوظ ده چې ام المومنين دا وینا په بخاري کې موجوده هم ده او د ام المومنین خپله فتوا هم پکې موجوده ده.

📖 حدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها ـ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم تَزَوَّجَهَا وَهْىَ بِنْتُ سِتِّ سِنِينَ، وَأُدْخِلَتْ عَلَيْهِ وَهْىَ بِنْتُ تِسْعٍ، وَمَكَثَتْ عِنْدَهُ تِسْعًا‏.

📕 ژباړه: محمد له عایشې سره په ۶ کلنۍ واده وکړ او په ۹ کلنۍ یې ورسره قرابت وکړ او له پيغمبر سره یې ۹ کاله وخت تېر کړ.

  • 📌 صحيح بخاري دارالسلام حديث: ۵۱۳۳ کتاب ۶۷: حديث ۶۹
  • 📖 حدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ خَالِدٍ، قَالَ حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ، قَالَ حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ مَيْمُونِ بْنِ مِهْرَانَ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّهَا كَانَتْ تَغْسِلُ الْمَنِيَّ مِنْ ثَوْبِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، ثُمَّ أَرَاهُ فِيهِ بُقْعَةً أَوْ بُقَعًا‏.‏

    📕 ژباړه: عایشه وايي ما به د پیغمبر له جامو څخه مني (سپرم) مينځل خو بیا به یې هم پر جامو یو یا زیات داغونه پاتې کېدل

  • 📌 صحيح بخاري دارالسلام حديث: ۲۳۲ کتاب ۴: حديث ۹۹
  • دا خبره امام ترمذي هم خپل کتاب ترمذي ته نقل کړې ده او وايي چې:

    کله چې جينۍ ۹ نهه کلنۍ ته ورسېږي نو هغه عورته شوه.

    ابواب النکاح جلد ۱ پاڼې نمبر ۲۱۱

    او بله خبره دا چې محمد خپله لور ام کلثوم هم په وړوکوالي کې خپل وراره علي ته په نکاح کړه.

    تاسې خو اصحابو کرامو او نورو ته ډېر قدر لرئ نو راشئ چې نن یې هغه څېره درته ښکاره کړو کومه چې له تاسو څخه ملایان پټوي او تاسو ته یې سره له ثبوته وړاندې کوو او که دروغ شول کلیمه طیبه وایو:

    ۱ – علی هم خپله وړه لور ام کلثوم عمر فاروق چې دویم خلیفه وو هغه ته په وړوکوالي کې واده کړه.

    (السنن الکبری، للبیهقي نمبر ۱۳۷۱)

    ۲ – عبدالله بن عمرو له خپل پلار عمر بن عاص څخه ۱۲ کاله کشر وو.

    (المعارف لابن قتیبه پاڼه ۲۷۶)

    ۳ – ابو عاصم النبیل فرمایلې دي چې زما مور د هجرت په ۱۱۰م کال او زه په ۱۲۲ م کال پیدا شوی یم.

    (سیر اعلام النبلاء جلد ۷ رقم ۱۶۲۷)

    ۴ – امام شافعي څخه روایت ده چې ما یو وخت مدینه کې یوه ۲۱ کلنه ښځه وليدله چې هغه نیا وه.

    (تهذیب تاریخ دمشق الکبیر جلد ۱ پاڼه ۴۴۰ طبع بیروت)

    ۵ – د زبیر د لور نکاح له قدامه بن مظعون سره هغه وخت وشوه کوم وخت چې یې لور پیدا شوه.

    (المرقات المفاتیح جلد ۶ پاڼه ۲۰۶)

    ۶ – عبدالله بن صالح وايي چې زموږ په همسايه کور کې یوه ماشومه په نهه کلنۍ کې حامله شوې وه او په دې روایت کې داسې هم لیکلي چې یو سړي عبدالله بن صالح ته ويلي وو چې زما هم لور په لس کلنۍ کې حامله شوې وه.

    (کامل لابن عدی جلد ۵ رقم ۱۰۱۵)

    ۷ – له یو څخه زیاتو صحابوو له کم عمره جینکو سره ودونه کړي دي.

    (ترکماني البیهقي جلد اول پاڼې له ۷۶ تر ۷۹)

    هيله ده چې خپل ماغزه پکار واچوئ او د عربو د کلتور لپاره خپل هېواد او کورنۍ تباه نه کړئ.

    • وروستۍ ليکنې