له ډېرې مودې را په دې خوا زما په چپ پوښتورګي کې کاڼي را پيدا شوي وو او د هغه د درملنې لپاره د هندوستان هېواد (سر ګنګارام روغتون) ته ولاړم، لومړني معاینات چې کله بشپړ شول نو ډاکټر د دوه میاشتو لپاره دارو او درمل راکړل وېل ته دا استعمالوه او که چېرې امکانات دې لرل نو دوه میاشتې وروسته یو ځل بیا راشه چې د کاڼي حالت وګورو.
سهار د ناشتې لپاره بهر ووتم او د چای دوکان ته ولاړم چې هلته یو تبلیغی هم ناست وو، زما خواته راغئ او له سلام وروسته یې خپل ځان یې را معرفي کړ.
له معرفت وروسته مې چې کله د خپل روغتیايي حالت په اړه مالومات ورکړل نو راته وايي دا دوه میاشتې چې دلته په ګېسټ هاوس یا هوټل کې تېروې نو ولې زموږ سره د الله او د هغه د رسول په لاره کې تبلیغ ته نه ځې؟
ما وېل ستاسې په تبلیغ کې خو یواځې همغه شپږ نمبرې وي او نور خو داسې نوي څه پکښې نشته چې درسره ولاړ شم نو زه به هلته څه وکړم؟
وېل نه خان صاب دا ستاسې د ملک په څېر تبليغ نه دی بلکې دلته زموږ سره تکړه تکړه عالمان او شېخ الحديثان په تبليغ کې وخت تېروي او دوی موږ ته پرته له کلام الله او حديث شریف نور څه نه بیانوي.
بیا یې راته ویل چې ته زموږ سره د سې روزې لپاره ولاړ شه او که چېرې خوند یې در نکړ نو بیا بېرته راشه.
زه هم د سې روزې په نیت ورسره ولاړم خو کله مې چې د شېخ الحديث مبارک احاديث واورېدل او د خپلو هېوادوالو نظرونه مې د لومړنیو دریو ورځو د خاطراتو په اړه په فېسبوک کې ولوستل نو زه یې دې ته اړ ايستلم چې د الله او د هغه د رسول په لاره کې چېله پوره کړم.
دا کتاب هم د هغه ټولو خاطراتو ټولګه ده چې د چېلې په دوران کې ورسره مخ شوم، په دې هيله چې دغه کتاب تاسې ته ګټور تمام شي او که چېرې د کتاب په اړه مو پوښتنې لرلې نو تاسې کولای شئ چې د فېسبوک او یا هم د وېبپاڼې له لارې راسره په اړيکه کې شئ.
ډیر ښه0%
ډیر ښه0%
ښه0%
عادلانه0%
غریب0%
No results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.