حضرت صالح څرنګه اوښه له غټې تيږې څخه را ايستلې؟

یوه ورور چې نه غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو په وجه افشا شي پوښتنه کړې وايي په ننګرهار پوهنتون کې زموږ استاد د حضرت صالح (ع) د معجزې داستان بیانولو ویل یې:

(د حضرت صالح د قام لپاره د هغه حضرت معجزه یوه اوښه وه چې له غټې تيږې را ووتله او ډیرې زیاتې شودې به یې ورکولې)

ما وېل استاده! اوښه څرنګه له تيږې څخه راوتلې؟

وايي په دې پوښتنه استاد ښه بې آبه کړم او راته ویې ویل چې احمقه ستا عقيده خرابه شوې او راته ویل یې نو ته راته دا ووایه چې څرنګه حضرت ادم (ع) له خټو څخه جوړ شوی؟

ما وېل زه نه پوهېږم استاده ځکه خو مې ستا نه دا پوښتنه وکړه، وايي سړي راته ویل لکه چې تا هم په فېسبوک د هغه بې دينه، ملحد او مرتد صديق پوښتنې لوستې چې داسې پوښتنې کوې، بس له همدې خبرې سره سړی ووت او اوس په صنف کې هر وخت بد بد راته ګوري.

لنډه تبصره: داسې احمقان استادان چې په پوهنتونونو کې لرو نو خاورې به شاګردان څه زده کړي؟ چې په یوه پوښتنه خلک بې آبه کوي، او بل دا چې ته بیا د دې احمق ټاپو ته ګوره چې پر ما یې لګولي. افسوس د داسې استادان پر حال!

* یادونه: قبر د حضرت صالح (ع) دی.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

اړوند مطلب

لمر لوېدا

قرآن او ساینس: د لمر اړوند د محمد دروغ (دویمه برخه)

قرآن: لمر د غروب (لوېديځ) په وخت کې په یوه څاه/چینه کې ډوبېږي. لومړۍ برخه: …

یوه تبصره

  1. عبدالرحمن

    غټ جاهل يې الله عزوجل هـر څه باندي قـادر دي انسان خټي نه پيدا کړو همدارنګه اوښ يې ګتي پيدا کړو ده صالح عليه السلام معجزه وه رب کـريـم هـر څه باندي قادر کولي شي آو داده غيبو علم دي پدي به صرف مونږ ايمان لرو اما ته چي دا اعتراض کوي کيچرته درباندي حجت قاٸم شوے بيا هم نه آوړي بيا مرتد يې آو واجب القتل يې خنزيره

خپل آند راسره شريک کړئ