قرآن او ساینس: د لمر اړوند د محمد دروغ (دویمه برخه)

لمر لوېدا

قرآن: لمر د غروب (لوېديځ) په وخت کې په یوه څاه/چینه کې ډوبېږي.

لومړۍ برخه: د لمر د لوېدلو حالت قران په داسې حال کې چې د ذوالقرنین د کيسې یوه عجیبه ادعا کوي چې د ساینسي حقیقتونو خلاف ده.

🔯 حَتّٰىٓ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِى عَيْنٍ حَمِئَةٍ (۸۶)

📕 د قیام الدین کشاف نوې ژباړه: ان تر دې پورې چې كله هغه د لمر پرېواته تر حده ورسېدی، نو لمر يې په تورو اوبو کښې ډوبېدونكى وليدی.

سورة الكهف

د اردو ژبې درې ډوله ژباړې:

📝 د احمد رضا خان ژباړه: “حتی کله چې د غروب ځای ته ورسید، د تورو خټو په څاه کې ډوب وموندل شو”

📝 د احمد علي ژباړه: “کله چې د غروب ځای ته ورسید، دا وموندل شو چې په یوه ګرمه څاه کې ډوب وو”

📝 د جالندهري ژباړه: “حتی کله چې د غروب ځای ته ورسید، وموندل شو چې دا د خټو په سیند کې ډوب شو.”

انګليسي ژباړه:

📝 Literal Translation (link): Until when he reached the sun’s sunset/west, he found it departing/declining (setting) in (at a) water well/spring mixed with black (foul) mud.

له نن څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې، د اسلام لخوا د وړاندې شوي تیورۍ سره سم، لمر یو کوچنی شی و او ګڼل کېده چې په څاه / سیند / چینه کې ډوبېده. د اسلام بله تيوري دا وه چې ځمکه ګرده او کروي شکله نه وه بلکې پلېټ او هواره وه.

د ابن کثیر الدمشقي په وینا، هلته اوبه ځکه ګرمې وې چې د هوارې او پلېټ ډوله ځمکې لویدیز اړخ د لمر لوېدو مقام ته نږدې و. ابن کثیر په خپله تبصره کې د آیة ۱۸:۸۶ په تفسیر کې لیکي:

📝 دوه یادونې مشهورې دي چې لمر په تورو خټو کې غائب کیږي او بله یادونه دا ده چې لمر د تودو اوبو په چینه کې غروب کوي. دا دواړه یادونې مشهورې دي او دواړه صحیح دي حتی که یو څوک د یو چا یادونه وکړي د هغې په معنی کې هیڅ توپیر نه راځي ځکه چې د ځمکې له لویدیځې خوا څخه اوبه لمر ته د نږدې کیدو له امله ګرمې دي او د دې اوبو خټه د ځمکې د تور رنګ له امله ورته ډول رنګ لري.

په اسلام کې د لمر د غروب تصور:

یادونه: نن بهانې او پلمه جوړوونکي مسلمانان هڅه کوي او تاثر ورکوي چې دا د اوبو بحر و، بلکه دا بلکل غلط دی. قران صفا صفا د څاه / سیند / چینې کلمه کارولې ده. یعنی ذوالقرنین اوبه لیدلې کوم چې خالي نه وې، مګر د هغه سترګې یې پوښلي او احاطه کړې دي، کوم چې د ذوالقرنین په وینا د څاه / سیند / چینو سره برابر و.

صحیح حدیث:

نه یوازې ذوالقرنین، بلکې محمد هم په ورته توګه شهادت ورکړی دی. او محمد پخپله لویدیز ته نه دی تللی، بلکه الله ورته په مستقیم ډول هغه ته وحې کړې او د الله د دغې وحی سره سم د یو څاه / سیند / چینې په ډول دی په کوم کې چې لمر لوېږي (غروب کوي).

📖 حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، وَعُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ بْنِ مَيْسَرَةَ، – الْمَعْنَى – قَالاَ حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، عَنْ سُفْيَانَ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنِ الْحَكَمِ بْنِ عُتَيْبَةَ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ التَّيْمِيِّ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ كُنْتُ رَدِيفَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَهُوَ عَلَى حِمَارٍ وَالشَّمْسُ عِنْدَ غُرُوبِهَا فَقَالَ ‏”‏هَلْ تَدْرِي أَيْنَ تَغْرُبُ هَذِهِ‏”‏.‏ قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ فَإِنَّهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنِ حَامِيَةٍ‏.

📕 ژباړه: ابوذر وايي: زه د خداي د محمد تر شا ناست وم کله چې هغه په ​​خر سپور و او لمر غروب کاوه. هغه زما څخه وپوښتل: “ایا تۀ پوهیږې چې لمر چېرته ځي؟” ما ځواب ورکړ: “یوازې الله او د هغه رسول ښه پوهېږي.” پدې اړه محمد وویل: “لمر د تودو اوبو په یوه څاه / سیند / چینه کې ډوبېږي.

سنن ابو داؤد، کتاب الحروف و القراءاتحكم: صحيح الإسناد   (الألباني)

  • 📌 لومړی ماخذ: سنن ابي داود کتاب ۳۲ حديث ۳۴
  • 📌 دویم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۳۱ کتاب حديث ۳۹۹۱
  • 📌 درېیم ماخذ: سنن ابي داود حديث ۴۰۰۲

د لومړیو پیړیو د جاهله مسلمانانو نظر دا هم و چې په څاه کې د ډوبېدو وروسته به دغه څاه ختیځ ته وغورځول شوه:

تفسیر درِ منثور

📝 وأخرج سعيد بن منصور عن أبي العالية قال: بلغني أن الشمس تغرب في عين، تقذفها العين إلى المشرق.

📕 ژباړه: امام سعید بن منصور له ابو العالیه څخه روایت کوي چې هغه وویل: ما خبر ترلاسه کړ چې لمر په یوه څاه کې ډوبېږي او بیا همدا څاه ختیځ ته غورځول کېږي.

تفسیر درِ منثور آیة ۱۸:۸۶

د لمر د وضعیت په اړه نور عجیب او غريب احادیث شتون لري چې د ساینس خلاف دي
سربېره پر دې، محمد ویلي دي چې د لمر درې مقامه دي:

  • لومړی د لمر د راختلو مقام
  • د لمر لویدو مقام
  • او د لمر “درېدلو” مقام دی.

لمر د عرش لاندې رسېږي او هلته سجدې کوي.😂

په لومړۍ برخه کې د صحیح البخاري حدیث وړاندې شوی او دلته د صحیح مسلم، کتاب الایمان څخه حدیث درته وړاندې کوو:

📖 حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ أَيُّوبَ، وَإِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، جَمِيعًا عَنِ ابْنِ عُلَيَّةَ، – قَالَ ابْنُ أَيُّوبَ حَدَّثَنَا ابْنُ عُلَيَّةَ، – حَدَّثَنَا يُونُسُ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ يَزِيدَ التَّيْمِيِّ، – سَمِعَهُ فِيمَا، أَعْلَمُ – عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي ذَرٍّ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ يَوْمًا ‏”‏ أَتَدْرُونَ أَيْنَ تَذْهَبُ هَذِهِ الشَّمْسُ ‏”‏ ‏.‏ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ إِنَّ هَذِهِ تَجْرِي حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا تَحْتَ الْعَرْشِ فَتَخِرُّ سَاجِدَةً وَلاَ تَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُقَالَ لَهَا ارْتَفِعِي ارْجِعِي مِنْ حَيْثُ جِئْتِ فَتَرْجِعُ فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَطْلِعِهَا ثُمَّ تَجْرِي حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا تَحْتَ الْعَرْشِ فَتَخِرُّ سَاجِدَةً وَلاَ تَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُقَالَ لَهَا ارْتَفِعِي ارْجِعِي مِنْ حَيْثُ جِئْتِ فَتَرْجِعُ فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَطْلِعِهَا ثُمَّ تَجْرِي لاَ يَسْتَنْكِرُ النَّاسُ مِنْهَا شَيْئًا حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا ذَاكَ تَحْتَ الْعَرْشِ فَيُقَالُ لَهَا ارْتَفِعِي أَصْبِحِي طَالِعَةً مِنْ مَغْرِبِكِ فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَغْرِبِهَا ‏”‏ ‏.‏ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ أَتَدْرُونَ مَتَى ذَاكُمْ ذَاكَ حِينَ لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا.

📕 ژباړه: د ابوذر په روایت کې روایت دی چې رسول الله وفرمایل: ایا تاسو پوهیږئ چې دا لمر چیرته ځي؟ رسول الله وفرمایل: هغه تر هغه وخته پورې حرکت کوي چې د عرش لاندې خپل د استوګنې ځای ته راشي او سجده وکړي او تر هغه وخته پورې په سجده کې وي تر څو چې د هغه د پورته کيدو حکم وشي او له کوم ځای څخه چې راغلی وي بېرته هغه ځای ته د تلو اجازه ورکړل شي، بیا د سهار د وتلو له ځای څخه راپورته شي، بیا تر هغه وخته پورې حرکت کوي چې د عرش لاندې د هغه د استوګنې ځای ته ورسیږي، او بیا تر هغه پورې سجده کوي تر څو چې د هغه د پورته کيدو حکم وشي او له کوم ځای څخه چې راغلی وي بېرته هغه ځای ته د تلو اجازه ورکړل شي، بیا په سهار کې هغه د خپل د راوتلو له ځای څخه راپورته کیږي، بیا هغه ورته ډول ځي او حرکت کوي، نو یو وخت به راشي چې خلک به د هغه په ​​ګرځنده رفتار کې هیڅ توپیر ونه ګوري. هغه به تر هغه وخته پورې احساس ونکړي چې د عرش لاندې د هغه د هستوګنې ځای ته ورشي او بیا به په اخیر کې هغه ته وویل شي چې پورته شي او له لویدیځ څخه راوخېژه، نو هغه وخت به هغه له لویدیز څخه راپورته شي.

صحیح مسلم، کتاب الایمان

  • 📌 لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۱ حديث ۳۰۶
  • 📌 دویم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۱ کتاب حديث ۲۹۷
  • 📌 درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۱۵۹ الف

یعنې د محمد د تيورۍ اړوند لمر لوېږي، د عرش لاندې ځي او ودرېږي، بیا سجده کوي او بیا سفر کوي کله چې ورته اجازه ورکړل شي، بیا راپورته کېږي، او کله چې حرکت کوي، نو د عرش لاندې ځي او ودرېږي. ترهغې پورې انتظار کوي چې هغه ته د بیا تګ اجازه ورکړل شي.

په یو بل حدیث کې یو بل تضاد چې محمد وايي لمر د غروب وروسته د الله په اور کې ښکته کېږي:

تفسیر طبري

📖 حدثنا مـحمد بن الـمثنى، قال: ثنا يزيد بن هارون، قال: أخبرنا العوّام، قال: ثنـي مولـى لعبد الله بن عمرو، عن عبد الله، قال: نظر رسول الله صلى الله عليه وسلم إلـى الشمس حين غابت، فقال: ” فِـي نارِ اللَّهِ الـحامِيَةِ، فِـي نارِ اللَّهِ الـحامِيَةِ، لَوْلا ما يَزَعُها مِنْ أمْرِ اللَّهِ لأَحْرَقَتْ ما عَلـى الأرْض”

📕 ژباړه: له پورتنیو صحابوو څخه روایت دی چې کله محمد د لمر پرېوتل ولیدل، ویې ویل چې د غروب وروسته لمر د الله اور ته ورځي، او که خدای هغه ونه دروي، نو لمر به د نړۍ هر څه سوځولي او ویجاړ کړي وای.

تفسیر طبري، آیة ۱۸:۸۶

ساینس ثابته کړه چې لمر په حقیقت کې نه غروب کوي او نه راخېږي، او نه د لمر لوېدلو وروسته د خدای په واسطه اور ته په ښکته کېدو سره خپل شدت ډیروي، بلکه د ځمکې شدت د تل لپاره په ورته ډول نورماله پاتې کیږي. او د لمر غروب او په اور کې ښکته کېدل په الله او کوم خدای پورې هيڅ تړاو نه لري.

د صحیح البخاري د یو بل حدیث له مخې لمر د شیطان د ښکرونو له مېنځ څخه راپورته کېږي:

📖 عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «لاَ تَحَرَّوْا بِصَلاَتِكُمْ طُلُوعَ الشَّمْسِ وَلاَ غُرُوبَهَا فَإِنَّهَا تَطْلُعُ بِقَرْنَىْ شَيْطَانٍ»

📕 ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: د لمر خاته او لمر لوېدو پر مهال تاسې د لمانځه ادا کولو اراده مه کوئ ځکه چې د شیطان د دوه ښکرو تر منځ را خېژي.

كتاب صلاة المسافرين وقصرها

  • 📌 لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۶ حديث ۳۵۳
  • 📌 دویم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۴ کتاب حديث ۱۸۰۷
  • 📌 درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۸۲۸

📖 أَخْبَرَنَا عَمْرُو بْنُ مَنْصُورٍ، قَالَ أَنْبَأَنَا آدَمُ بْنُ أَبِي إِيَاسٍ، قَالَ حَدَّثَنَا اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ، قَالَ حَدَّثَنَا مُعَاوِيَةُ بْنُ صَالِحٍ، قَالَ أَخْبَرَنِي أَبُو يَحْيَى، سُلَيْمُ بْنُ عَامِرٍ وَضَمْرَةُ بْنُ حَبِيبٍ وَأَبُو طَلْحَةَ نُعَيْمُ بْنُ زِيَادٍ قَالُوا سَمِعْنَا أَبَا أُمَامَةَ الْبَاهِلِيَّ، يَقُولُ سَمِعْتُ عَمْرَو بْنَ عَبَسَةَ، يَقُولُ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَلْ مِنْ سَاعَةٍ أَقْرَبُ مِنَ الأُخْرَى أَوْ هَلْ مِنْ سَاعَةٍ يُبْتَغَى ذِكْرُهَا قَالَ ‏ “‏ نَعَمْ إِنَّ أَقْرَبَ مَا يَكُونُ الرَّبُّ عَزَّ وَجَلَّ مِنَ الْعَبْدِ جَوْفُ اللَّيْلِ الآخِرِ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَكُونَ مِمَّنْ يَذْكُرُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ فِي تِلْكَ السَّاعَةِ فَكُنْ فَإِنَّ الصَّلاَةَ مَحْضُورَةٌ مَشْهُودَةٌ إِلَى طُلُوعِ الشَّمْسِ فَإِنَّهَا تَطْلُعُ بَيْنَ قَرْنَىِ الشَّيْطَانِ وَهِيَ سَاعَةُ صَلاَةِ الْكُفَّارِ فَدَعِ الصَّلاَةَ حَتَّى تَرْتَفِعَ قِيدَ رُمْحٍ وَيَذْهَبَ شُعَاعُهَا ثُمَّ الصَّلاَةُ مَحْضُورَةٌ مَشْهُودَةٌ حَتَّى تَعْتَدِلَ الشَّمْسُ اعْتِدَالَ الرُّمْحِ بِنِصْفِ النَّهَارِ فَإِنَّهَا سَاعَةٌ تُفْتَحُ فِيهَا أَبْوَابُ جَهَنَّمَ وَتُسْجَرُ فَدَعِ الصَّلاَةَ حَتَّى يَفِيءَ الْفَىْءُ ثُمَّ الصَّلاَةُ مَحْضُورَةٌ مَشْهُودَةٌ حَتَّى تَغِيبَ الشَّمْسُ فَإِنَّهَا تَغِيبُ بَيْنَ قَرْنَىْ شَيْطَانٍ وَهِيَ صَلاَةُ الْكُفَّارِ”‏.

📕 ژباړه: د الله رسول محمد فرمایي: د سهار لمونځ ادا کړئ او بیا له لمانځه څخه ډډه وکړئ تر هغه چې لمر راخېږي او راجګ شي، ځکه چې کله لمر د شیطان له ښکرونو څخه راښکته کیږي کافران یې مخکې سجدې کوي نو هغه وخت تاسو لمونځ ادا کړئ، ځکه چې فرښتې به مو په هغه وخت کې د لمانځه شاهدي ورکوي او دوی به حاضري وي تر هغه چې سیوري د نېزې سره مساوي شي بیا یې لمونځ بند کړئ ځکه چې پدې وخت کې دوزخ غلبلې وهي او بیا هغه وخت عبادت وکړئ کله چې سیوری راشي ځکه چې پدې وخت کې د دعا فرښتې شاهدي ورکوي او دوی به الله ته وړاندې شي تر هغه چې تاسو د عصر لمونځ ادا کړئ او بیا تر لمر لوېدو پورې له لمانځه څخه ځان وساتئ ځکه چې پدې وخت کې لمر د شیطان ښکرونو ته ځان رسوي او په دې وخت کې کافران سجدې او عبادات کوي.

سنن نسايي کتاب المواقيت

  • 📌 لومړی ماخذ: سنن نسايي کتاب ۶ حديث ۵۷۹
  • 📌 دویم ماخذ: انګليسي سنن نسايي ۱ ټوک ۶ کتاب حديث ۵۷۳

که موږ د عصري علومو په رڼا کې دا عجیب حدیث ته وګورو، نو د شیطان ښکرونه ټوله نړۍ په یوه دایره کې پوښي، ځکه چې د ځمکې د گردش له امله د لمر پورتنۍ څنډه هر وخت او هرځل په ځمکه کې ښکاري.

  • او بل شیطان کومه ده چې شتون لري؟
  • چا شیطان لیدلی او د هغه ښکرونه کوم ډول او کوم رنګ لري؟
  • په ځمکه کې چیرته کافران د شیطان ښکرونو ته سجدې کوي؟

دا بېهوده خبره او حدیث هيڅ منطق نه شي منلی. په ورته ډول، د دې دود له مخې، دوزخ هر وخت غلبلې وهي ځکه چې په ځمکه کې سیوري تل د یو ځای سره برابر وي. او همداسې د شیطان د ښکرونو تر مینځ د لمر ترتیب.

دا دود د هغه وخت له شرایطو سره سم رامینځته شوی ځکه چې د هغه وخت په ناپوهۍ او جهالت کې تیوري او نظر دا وه چې ځمکه پلېټ ده، او یوازې لمر یو ځل له ختیځ څخه راخېږي او یو ځل طلوع کوي او په لویدیځ کې یوازې یو ځل ښکته کېږي او یو ځل غروب کوي.

د مسلمانانو د دلایلو تحلیل:

د ذاکر نایک عذر: دا د الله ګناه نه بلکه د ذوالقرنین خطا وه 😂

عربي کلمه چې دلته کارول شوې “واجد” ده چې مانا یې لري “ذوالقرنین داسې احساس کاوه”. او هغه څوک چې په عربي پوهیږي پوهیږي، که تاسو قاموس وګورئ، نو پدې معنی ده چې “دا ورته احساس وشو”.

نو دلته خو د ذاکر ناسم له خبرو دا مالومېږي چې قران د الله خپل بیان ندی، بلکه الله یوازې هغه څه ویلي دي چې ذوالقرنین احساسولو یا لیدلي و.

د بېلګې په توګه، که زه بېلګه ورکړم چې په ټولګي کې یو زده کونکي وویل: “دوه او دوه پنځه کېږي” او ته راته ووایې: “بوو! ته غلط یې دوه او دوه پنځه چېرې کېږي.” مګر په حقیقت کې، ما غلط ونه ویل، بلکه ما یوازې دومره وویل کوم چې په ټولګي کې یو زده کونکی وویل چې دوه او دوه پنځه کېږي.”

نو زه خو غلط نه یم، بلکه هغه زده کونکی غلط دی. د دوی دغه بهانه او عذر ډیر فاسق دی. که ذوالقرنین غلطي کړې وای، نو الله باید د ذوالقرنین غلطۍ اصلاح کړې وای او د غلط مثال د څرګندولو پرځای یې په قران کې صحیح شی نازل کړی وای.

د الله د دې غلطۍ له امله ، په تیرو ۱۴۰۰ کلونو کې، دا نه ده معلومه چې څومره کسانو د ذوالقرنین په بیان باور کولو ته دوام ورکړی. دلته تاسو مسلمانان او محمد پخپله د دې غلطۍ قربانيان یاست.

پورته د سنن ابو داود صحیح روایت دی، چېرته چې محمد هماغه غلط شیان تکراروي چې ذوالقرنین ویلي، دا دی چې لمر په یوه څاه / سیند / چینه کې د ګرمو اوبو په خټو کې ډوبېږي.

د ذوالقرنین پرخلاف، محمد حتی غرب ته نه و تللی، او یوازینی دلیل چې هغه کولی شي خپلو ملګرو ته دا ووایي “د الله وحې” ده او په ښکاره ډول د الله د وحې خبره کوي چې داد د خدای مستقیمه وحې ده چې وايي لمر د ګرمو اوبو په خټو کې ډوبېږي.

له همدې امله ذوالقرنین ته “وجد” وشو مګر محمد “وجد” نه درلود بلکه “وحي” وشوه.

اوس تاسو څنګه کولی شئ د محمد دا وحيې د ذوالقرنین د وجد په توګه غلطه ثابته کړئ؟

د ذاکر نائیک ادعا چې دلته “وجد” یوازې د “احساس” په معنی کې کارول کیږي هم خورا بې اساسه ده. په قاموس کې تاسو کولی شئ د دې کلمې معنی وګورئ چېرته چې د هغې معنی find out ورکړل شوې.

د “وجد” د کلمې او د هغې مشتق الفاظ په قرآن کې ۹۹ ځله کارول شوې ده، او په دې ۹۹ ځایونو کې یو ځل نه د هغې معنی “احساس شوې” ده، مګر په ټولو ۹۹ ځلو کې یې معنی لري چې “وموندل/ترلاسه کول” (انګلیسي Find Out) ده.

د قران ۹۹ آیتونه وګورئ، چیرې چې د وجد کلمه کارول شوې او حتی یو ځل یې هم معنی د “احساس کول” نه ده وړاندې بلکه هر ځل یې معنی “موندل Find” ده.

د آیت ۱۸:۸۶ متن پخپله د دې شاهد دی چې دلته د “احساس” کومه پوښتنه شتون نلري، نو ټولو ژباړونکو دا د “احساس” په توګه نه ده ژباړلې لکه څنګه چې یې ذاکر نایک یادونه کوي، مګر هر یو ژباړونکي یې یوازې په ژباړه کې معنی د “وموندل/ترلاسه کول” کارولې ده.

دویم عذر: پدې آیة کې د “مغرب” کلمه ځای/مکان نه بلکه د “وخت” معنی لري او دا د دوی یوه بله بهانه ده چې د مسلمانانو لخوا ورکړل شوې ده.

عربي کلمه چې دلته کارول کیږي “مغرب” ده. دا کلمه نه یوازې د ځای لپاره، بلکې د “وخت” لپاره هم کارول کیږي. نو که چې موږ ووایو چې “غروب شمس” دا د وخت معنی لري. نو که موږ په دې آیة کې “مغرب” وژباړو د “مغرب د وخت” معنی ورکړو، نو دا ستونزه یوڅه حل کېږي.

  • لومړۍ خبره دا حتی که د لمر وخت هم پدې آیت کې واخیستل شي، دا ستونزه نه حل کېږي چې لمر په څاه / چینه کې ډوبېږي .
  • دویمه خبره د سنن ابو داود له صحیح حدیث وروسته، د بهانې کولو هیڅ ځای نشته چې حتی محمد صلعم هم ورته خبره کوي چې ذوالقرنین ویلي دي چې لمر په ګرمو اوبو / چینو کې ډوبېږي.
  • درېيمه خبره د دې آیت له شرایطو څخه روښانه ده چې موږ د لمر د وخت په اړه خبرې نه کوو ، مګر د هغه ځای په اړه خبرې کوو چې چیرې لمر ډوبېږي. دا د مسلمانانو څخه یو نوی عذر او بهانه ده چې د ۱۴۰۰ کلونو وروسته نن ترتیب شوې او هیڅ کوم دقیق دلیل یې نه دی ورکړل شوی. د قران چې څومره “ژباړونکي” تېر شوي او څومره “مفسرين” تېر شوي دي، ټولو یې د هغه ځای په توګه تشریح کړي چیرې چې لمر غروب کوي او ډوبېږي.

د اوومې میلادي هجري قمری د ځینو مفسرینو شخصي نظرونه د عذر په توګه وړاندې کول
د اوومې میلادي هجري پېړۍ د ځینو مفسرینو شخصي نظرونه (القرطب ، الرازي او ابن کثیر) د نن ورځې د مسلمانانو لخوا د ثبوت په توګه کارول کیږي. د دې نظریاتو په اړه په یادونه ولرئ:

  • لومړی خو د نظر د څښتنانو شخصي نظرونه چې له ۷۰۰ کالو وروسته راغلي ثبوتونه نه دي، بلکه ثبوت یې باید مستقیماً له قرآن او حدیث څخه وي.
  • دویم: د محمد شخصي نظرونه یعني وحې چې (د سنن ابوداود له صحیح حدیثونو) سره په مستقیم ډول په ټکر کې دي کوم چې محمد په مستقیم ډول نازل کړي او خلکو ته یې د الله له لوري د پيغام په توګه وړاندې کړي دي.
  • درېیم: ابن کثیر او دا نور مفسرين یوازې په دې شک دي چې لمر په ځمکه کې په یوه څاه / چینه کې ډوبېږي. ابن کثیر او نور مفسرين پخپله قانع نه دي چې ځمکه ګرده ده، بلکه ځمکه یې پلېټ ده، او د دوی په وینا ذوالقرنین د ځمکې وروستۍ لویدیځې څنډې ته رسیدلي.
  • څلورم: د مسلمانو اوسني پوهان چې نظریات یې د څو سوه کاله پخوانیو درې پیړیو له علماو (صحابه، تابعین او تبه تابعینو) سره په ټکر کې دي. د صحابوو، تابعینو او د تبه تابعینو باور دا و چې لمر یو کوچنی شی دی او د ځمکې په یوه څنډه کې دی چې په موجوده څاه / چینه کې ډوبیږي.😁

دا ټکر ولې؟

د دې دلیل دا دی چې په لومړۍ پیړۍ کې عربي ټولنه ناپوهه او فکر یې کاوه چې ځمکه پلېټ او همواره ده، مګر برعکس، په یونان او هند کې، د ځمکې د اندازې او د لمر اندازه، او دقیق لید د مسیح له راتګ څخه هم څو پیړۍ دمخه معرفي شوي و. په دې توګه، د محمد د وفات نه سمدلاسه وروسته، اسلامي امپراتورۍ په ختیځ کې د افریقا، په لویدیز کې افریقا او په شمال کې اروپا ته پراخه شوه، او په دویمه پیړۍ کې خلیفه هارون رشید په منظم ډول د یونان او نورو هیوادونو کتابونه وژباړل. هغه په ​​عربی ژبه کار پیل کړ چې وروسته مسلمانانو ته څرګنده شوه چې ځمکه ګرده او کروي شکله ده او لمر د ځمکې په پرتله څو چنده لوی دی. د حوالې لپاره لاندې وګورئ:

Reference:
Toomer, G. J., Ptolemy and his Greek predecessors, In Astronomy Before the Telescope, Ed. Christopher Walker, p.86, London: British Museum Press, 1996

See also what Hoskin and Gingerich have to say:

In 762 [Muhammad’s] successors in the Middle East founded a new capital, Baghdad, by the river Tigris at the point of nearest approach of the Euphrates, and within reach of the Christian physicians of Jundishapur. Members of the Baghdad court called on them for advice, and these encounters opened the eyes of prominent Muslims to the existence of a legacy of intellectual treasures from Antiquity – most of which were preserved in manuscripts lying in distant libraries and written in a foreign tongue. Harun al-Rashid (caliph from 786) and his successors sent agents to the Byzantine empire to buy Greek manuscripts, and early in the ninth century a translation centre, the House of Wisdom, was established in Baghdad by the Caliph al-Ma’mun . […] Long before translations began, a rich tradition of folk astronomy already existed in the Arabian peninsula. This merged with the view of the heavens in Islamic commentaries and treatises, to create a simple cosmology based on the actual appearances of the sky and unsupported by any underlying theory.

Hoskin, Michael and Gingerich, Owen, “Islamic Astronomy” in The Cambridge Concise History of Astronomy, Ed. M. Hoskin, p.50-52, Cambridge: Cambridge University Press, 1999

له همدې امله، راتلونکیو مفسرینو (چې نن ورځ مسلمانان پلمه وړاندې کوي) پوهیدل چې لمر د ځمکې څخه څو چنده لوی دی. مګر دوی لاهم د ځمکې د اندازې په اړه شک لري ځکه چې قرآن د ځمکې پلېټ شکل لیکلی دی.

القرطبي لیکلي:

📝 هغه ځای چیرې چې لمر طلوع کوي او ډوبېږي پدې معنی ندي چې ذوالقرنېن لمر په فزیکي ډول لمس کړی. لمر د ځمکې شاوخوا حرکت نه کوي بلکه د ځمکې په شاوخوا اسمان کې خپل حرکت کوي او دا هيڅ امکن نه لري چې لمر دي په کوم څاه یا تورو ګرمو خټو کې ډوب شي، ځکه چې لمر له ځمکې څخه ډیر لوی دی. بلکه، دا پدې مانا ده چې ذوالقرنېن د ځمکې په ختیځ او لویدیز کونجونو کې د انسان نفوس ته رسیدلی، او هغه څه چې هلته یې موندلي، د هغه په ​​وینا لمر په یوه خړه څاه / چینه کې ډوب و، لکه څنګه چې موږ د ځمکې سطحې ته وګورو لکه لمر چې د غروب په وخت کې پر ځمکه ننوځي یا ډوبېږي.

(حواله: القرطبي ، متوفی ۶۷۱ هجري)

یادونه: د القرطبي پلمه او عذر چې د ذوالقرنین شخصي مشاهده د منلو وړ نده. د دې دلیل دا دی چې الله په مستقیمه توګه محمد ته ښکاره وحې کړې او بیا محمد (کوم چې هیڅکله لویدیځ ته نه دی تللی) ورته وویل چې ذوالقرنین ویلي دي چې لمر د ګرمو اوبو په څاه / چینه کې ډوبېږي. دا د محمد مشاهده یا احساس نه دی، بلکه دا یوه مستقیمه وحیې ده چې د حدیث په بڼه د محمد لخوا صحابي ابوذر ته روایت شوی دی.

دا هم په یاد ولرئ چې القرطبي پدې قانع وو چې ځمکه پلېټ وه. د قرطبي تفسیر آیت ۷۹:۳۰ وګورئ چیرې چې هغه د ځمکې د فرش تشریح ورکوي لکه: ({ وَٱلأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا } أي بسطها)

او الرازي بیا داسي لیکلي:

📝 کله چې ذوالقرنین د ځمکې غربي څنډې ته ورسید او هیڅ انساني نفوس نه و، هغه لمر ولید چې د تورو اوبو په څاه / چینه کې ډوب شو. مګر دا ریښتیا ندي. حتی هغه څوک چې په بحر کې سفر کوي هغوی هم لمر د بحر په اوبو د غروب په حالت کې ګوري پداسې حال کې چې دوی ساحل نشي لیدلی او په حقیقت کې لمر د ساحل شاته یو څه ډوب ويني.

(حواله: الرازي ، متوفی ۶۰۶ هجري)

یوځل بیا ، دا یوازې د ذوالقرنین لید / احساس نه دی، بلکه قران دې ته ورته د وجود او شتون په توګه ورته اشاره کړې چې ذوالقرنین لمر په تورو اوبو کې ډوب ولیدی. او بیا په عین ډول ورته مسله د محمد صلعم لخوا د ابوذر په وړاندې د یو حقیقت په توګه پیژندل شوې.

ابن کثیر دا لیکلي دي:

📝 د لمر غروب ته رسیدل پدې معنی ده چې ذوالقرنین تر یوې ټاکلې لارې پورې روان و تر هغه چې د ځمکې وروستۍ څنډې ته ورسید چې د لویدیځ پر لور ده. او تر هغه ځایه چې لمر غروب ته په رسیدو پورې اړه لري دا ناممکنه ده. ذوالقرنین ولیدل چې لمر په تورو اوبو کې ډوبیدی، پدې معنی چې ذوالقرنین لمر داسې ولید چې داسې احساس کوي لکه څنګه چې په سمندر کې ډوبېدۀ. نو دا د هرچا مشاهده ده څوک چې په ساحل کې ودرېږي او په سمندر کې د لمر غروب ګوري نو داسې ورته ښکاري لکه د سمندر په اوبو مې چې ډوبېږي.

(حواله: ابن کثیر متوفي ۷۷۴ هجري)

د ابن کثیر په دې تبصره کې هیڅ داسې څه نشته چې د مسلمانانو پلمه یا عذر ثابت کړي. یوځل بیا، ابن کثیر ورته خبره تکراروي چې دا یوازې د ذوالقرنین مشاهده وه. په دې اړه مفصل ځواب پورته ورکړل شوی دی او کومه وحې چې محمد نازله کړې ده مستقیما د الله له لورې ده او د الله د دغې وحې مطابق هم لمر د غروب په وخت کې د تورو اوبو په څاه کې ډوبېږي.

د اوومې پیړۍ د مفسرینو په پرتله، د لومړي پیړۍ صحابوو، تابعینو او تبه تابعینو او د دویمې یا درېيمې پیړیو سلف مفسرين (لکه طبري) د نورې نړۍ د ساینسي پرمختګ لخوا په سمه توګه ورته مالومات نه و شوي او ځمکه یې پلېټ ګڼلې وه. له همدې امله، د ځینو صحابوو او د هغوی د پیروانو نظر دا و چې دا د ذوالقرنین لید نه دی، بلکه په حقیقت کې لمر د تورو اوبو په څاه کې ډوبېږي. د بېلګې په توګه په صحابوو په لاندې حدیث کې د ابن عباس، معاویه او د کعب د لمر لوېدلو عقیده وګورئ:

📖 حدثنا الـحسين بن الـجنـيد، قال: ثنا سعيد بن مسلـمة، قال: ثنا إسماعيـل بن عُلَـية، عن عثمان بن حاضر، قال: سمعت عبد الله بن عبـاس يقول: قرأ معاوية هذه الآية، فقال: «عَيْن حامِيَة» فقال ابن عبـاس: إنها عين حمئة، قال: فجعلا كعبـاً بـينهما، قال: فأرسلا إلـى كعب الأحبـار، فسألاه، فقال كعب: أما الشمس فإنها تغيب فـي ثأط، فكانت علـى ما قال ابن عبـاس، والثأط: الطين.

📕 ژباړه: عثمان بن ابی حاضر روایت کوي چې له ابن عباس څخه روایت دی چې معاویه بن سفیان په همدې آیت کې د حمئة کلمه د حامِيَة په توګه تلاوت کولو. ابن عباس رضی الله عنه وویل: ما معاویه ته وویل: “موږ د حمئة تلاوت کوو.” معاویه له عبدالله بن عمر څخه وپوښتل: “تاسو دا کلمه څنګه لولئ؟” عبدالله ابن عمر ورته وویل لکه څنګه چې یې نه لولې. ابن عباس وايي: ما معاویه ته وویل چې قرآن کریم زما په کور کې نازل شوی. نو له کعب څخه وپوښتل شول چې “تاسو څنګه په تورات کې وموندل چې لمر چېرې غروب کوي؟”

تفسیر الطبري، د آیة ۱۸:۸۶ مطابق حدیث

د لمر اړوند د محمد دروغ (لومړۍ برخه)

1

ډیر ښه0%

ډیر ښه0%

ښه0%

عادلانه0%

غریب100%

  • وروستۍ ليکنې
د غار خلک (اصحاب الکهف)

1

ډیر ښه0%

ډیر ښه0%

ښه0%

عادلانه0%

غریب100%