ګمراهان چا ګمراه کړي؟

ګمراهان

هغه رکم چې په قرآنکریم کې ستايل شوي دي، د دې پر ځاي چې الله دانسانانو د هدایت په فکر کې و اوسي برعکس د انسانانو د ګمراه کولو او جهنمي کولو کوشش کې دى. الله غواړي چې انسانانو ته فرېب ورکړي ګمراه يې کړي او بيا يې ژوندي ژوندي وسوځوي.

د جهنم د ډکولو لپاره د الله ج تصميم:

🔯 وَلَوْ شِئْنَا لَءَاتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدٰىهَا وَلٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّى لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (۱۳)

📕 ژباړه: (په ځواب کښي به وويل شي): “كه موږ غوښتلى نو لا پخوا به مو هر ساکښ ته د هغه هدايت ورکړی وای. خو زما هغه خبره ترسره شوه چي ما ويلي و چي زه به دوزخ له پيريانو او انسانانو ټولو څخه ډك کړم.

سُوۡرَةُ السَّجدَة

د پورته ذکر شوي آيات ښکاره مفهوم دا دی چې اللّه کولائ شي چې خلکو ته هدایت وکړي خو نه يې کوي ځکه چې د جهنم دجوړولو سره سم يې د جهنم د ډکولو هم پخه اراده کړي وه.

🔯 إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ (۲۷)

📕 ژباړه: د الله چي چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې؛ او هغه خپل لوري ته د ورتګ لاره هماغه چا ته ښيي چي هغه لوري ته ور وګرځي.”

سُوۡرَةُ الرّعد

🔯 وَلَوْ شَآءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وٰحِدَةً وَلٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (۹۳)

📕 ژباړه: كه د الله اراده دا واى (چې په تاسې کښې دي څه اختلاف نه وي) نو هغه به تاسې ټول يو اُمت ګرځولي واست؛ خو د هغه چې چا ته اراده وي په ګمراهۍ کښې یې غورځوي او چا ته یې چې اراده وشي سمه لار ورښيي. او هرو مرو به ستاسو د کړو وړو پوښتنه وشي.

سُوۡرَةُ النّحل

په دې آيات کې د الله ظالمانه عمل دا دی چې اللّه پخپله خلک ګمراه کوي او بيا د قيامت په ورځ پوښتنه ترې کوي نو مالومداره خبره ده چې جهنم ته يې لېږي، هغه بېچاره کس کوم چې بغير له خپلې ارادې ګمراه شوی دى. ښه نو کله چې یو انسان بغير له خپلې ارادې او خپل اختيار څخه ګمراه شي نو بيا ولې غذاب ورکول کيږي؟

🔯 وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ (۳۳)

📕 ژباړه: رښتيا دا ده، الله چې څوك ګمراه کړي، هغه ته بيا هېڅوك لارښوونکی نه وي.

سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر

شنونکي په دې آيات باندې اعتراضونه لري ځکه چې يو انسان چې پخپله اراده پخپل اختيار ګمراه شي هر وخت امکان لري چې پخپله هدایت هم ومومي او يا يو بل څوک هغه ته هدایت وکړي يعني هدایت کېدل بېرته له ګمراهۍ نه راګرځېدل ناممکن نه دي او امکان لري. خو پورته ذکر شوى آيات وايي چې ناممکن دي. يانې هدایت کول او ګمراه کول مستقیم د الله په غوښتنه پورې اړه لري. چې اللّه و نه غواړي نه څوک ګمراه کيږي او نه چاته هدایت کيږي.

🔯 مَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِىَ لَهُۥ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ (۱۸۶)

📕 ژباړه: الله چي څوك د لارښوونې څخه بې برخې کړ، د هغه لپاره بل هېڅوك لارښود نشته. او الله دوى د دوى په همدې سرکښۍ کښې لالهانده پرېږدي.

سُوۡرَةُ الاٴعرَاف

په دې خبره لږ فکر وکړئ چې الله ولې یو انسان ګمراه کړي او بيا يې ولې په ظلم سره په اورونو کې سوځوي؟ دا په دې معنا چې د عربو محمد موږ ته یو ظالم او کينه کښ خداى را معرفي کوي.

🔯 وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِىٓ إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۳۴)

📕 ژباړه: (نوح خلکو ته وویل) اوس كه زه ستاسي څه خير ښېګڼه هم وغواړم، نو زما خير غوښتنه تاسي ته هېڅ ګټه نشي رسولای كله چې الله ستاسې د بې لاري توب اراده کړې وي. همغه ستاسې رب دى او د همغه لوري ته ستاسې ورستنېدل دي.”

سُوۡرَةُ هُود

🔯 وَلَوْ شَآءَ اللَّهُ مَآ أَشْرَكُوا ۗ وَمَا جَعَلْنٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ (۱۰۷)

📕 ژباړه: كه د الله خوښه واى نو (په خپله يې داسې لاره چاره برابرولای شوای چې) دا خلك مشركان شوي نه واى، ته (محمد) موږ پر هغو پيره دار نه یې ټاكلى او نه ته پر هغو باندې مسلط ساتونكى یې.

سُوۡرَةُ الاٴنعَام

🔯 اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ (۱۵)

📕 ژباړه: الله په دوی (يعني ګمراهانو ) ملنډې وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کې داسي مهلت ورکوي چې حیران پاته وي.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

دغه هم د الله بله مهرباني!! په پورته ذکر شوي آيات کې چې اللّه ته د بد صفت نسبت کوي هغه دا دى چې. ملنډې وهل يا مسخره کول د ګمراهانو ياني الله د انسانانو په ګمراه کولو او کافر کولو باندې د حد نه زیات خوښيږي او له دې خوښۍ نه خوند اخلي.

🔯 خَتَمَ اللَّهُ عَلٰى قُلُوبِهِمْ وَعَلٰى سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلٰىٓ أَبْصٰرِهِمْ غِشٰوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (۷)

📕 ژباړه: الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

🔯 صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ (۱۸)

📕 ژباړه: دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ نو دوى اوس نه راګرځي.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

🔯 أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمٰىٓ أَبْصٰرَهُمْ (۲۳)

📕 ژباړه: دوى همغه خلك دي چې الله ورباندې لعنت وکړ او (كاڼه، ړانده) یې کړل.

سُوۡرَةُ محَمَّد

په دې ليکنه کې تاسو د قرآن د هدایت کولو او ګمراه کولو راوشونه طريقې مطالعه کړې. د هدایت لاره یې ډېره ضعیفه او ساده وه خو بل لوري ته د ګمراه کولو لاره ډېر قوي او موثر وه.

د هدایت لپاره معقول ترينه لار معجزه او استدلال دی چې قرآن له دې دواړو خواوو خورا ژوبل دى. خو مقابل طرف ته الله او شيطان دواړو ښې پخې ملاوې تړلي دي چې انسان ته دوکه ورکړي، په زړه یې مهر ور ووهي، کوڼ او ړوند يې کړي، بې عقل يې کړي او ګمراه يې کړي.

الله ډېر ځيرک او له شيطان نه هم ډېر چلاک دى. الله بلکل د شيطان کارونه پر مخ وړي او شيطان يې د همدې لپاره پيدا کړ چې د هغه سره کومک وکړي انسانان جهنمي کړي او اللّه چې کوم قسم کړی ؤ چې زه به جهنم د انسانانو او پيريانو څخه ډکوم تر څو هغه قسم پر ځاي کړي.

آيا عصبي مريض، کينه کښ، بې رحمه او ظالم خداى کېداى شي؟ نه داسې يو خداى هېڅ امکان نلري، که چېرې خدای موجود وي نو باید هدایت کوونکی، مهربان او عادل وي.

اصله خبره دا ده چې دا پخپله محمد دى خو انساني صفتونه يې خداى ته ورکړي دي او قرآن هم د محمد او ملګرو لخوا یې ليکل شوی یو کتاب دى. که چېرې رښتيا د خداى کتاب وى نو بيا خداى په دې بدو انساني صفتونو ځان ته نسبت نه ورکاوو.

  • وروستۍ ليکنې