د حضرت محمد د طبابت له کتاب څخه د اوښ د ميتیازو په اړه مستند حديث:
📖 حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ مُحَمَّدٍ الزَّعْفَرَانِيُّ، حَدَّثَنَا عَفَّانُ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ، أَخْبَرَنَا حُمَيْدٌ، وَثَابِتٌ، وَقَتَادَةُ، عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ نَاسًا، مِنْ عُرَيْنَةَ قَدِمُوا الْمَدِينَةَ فَاجْتَوَوْهَا فَبَعَثَهُمُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي إِبِلِ الصَّدَقَةِ وَقَالَ «اشْرَبُوا مِنْ أَبْوَالِهَا وَأَلْبَانِهَا»
📕 ژباړه: حضرت انس رض روایت کوي چې ځينې خلک له عرینه څخه مدينې منورې ته راغلل او دوی د مدينې د موسم په وجه ناروغه شول. نو رسول الله مبارک هغوی ته یو څو اوښان د صدقې په توګه ور ولېږل او ورته ویې فرمایل: د دې اوښانو شيدې او متیازې وڅښئ.
- 📌 لومړی ماخذ: جامع ترمذي (كتاب الأطعمة عن رسول الله ص- باب مَا جَاءَ فِي شُرْبِ أَبْوَالِ الإِبِلِ) حدیث ۱۸۴۵
- 📌 دویم ماخذ: جامع ترمذي ۲۵ کتاب ۶۱ حديث
- 📌 درېیم ماخذ: جامع ترمذي انګليسي ۳ ټوک ۲۳ کتاب ۱۸۴۵ حديث
همدا راز دا واقعه په صحيح بخاري (كتاب الطب – باب الدَّوَاءِ بِأَبْوَالِ الإِبِلِ) حديث ۵۶۸۶ او سنن ابن ماجه (كتاب الطب) ۳۱ کتاب ۳۶۳۲ حديث کې هم ذکر شوې.
سرچينه: کتاب (د محمد صديق د تبليغ دویمه چېله) ۱۰۰ پاڼه
حدیث سم دی مګر دا د مرض د تداوی لپاره ورکول شوي زه تاته لس قسمه درمل درښایم چې د انسان او نورو حیواناتو متیازی ورکی اچول شوي وي نو ته یی هم څکي.
د مرض د علاج لپاره یی ورته ویلی او هر قسم ناولی شیان په درملو کی اچوي تر څو انسان روغ شي نو ته د ساینس څخه انکار کوي معلومه ده ستا علم نشته او د الله تعالی څخه د ځان پټولو لپاره زګونو ته لاس اچوي چی سیند دې لاهو نه کړي.