📖 حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ الْحَكَمُ بْنُ نَافِعٍ، قَالَ أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ أَخْبَرَنِي عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَبَّاسٍ، أَخْبَرَهُ أَنَّ أَبَا سُفْيَانَ بْنَ حَرْبٍ أَخْبَرَهُ أَنَّ هِرَقْلَ أَرْسَلَ إِلَيْهِ فِي رَكْبٍ مِنْ قُرَيْشٍ ـ وَكَانُوا تُجَّارًا بِالشَّأْمِ ـ فِي الْمُدَّةِ الَّتِي كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مَادَّ فِيهَا أَبَا سُفْيَانَ وَكُفَّارَ قُرَيْشٍ، فَأَتَوْهُ وَهُمْ بِإِيلِيَاءَ فَدَعَاهُمْ فِي مَجْلِسِهِ، وَحَوْلَهُ عُظَمَاءُ الرُّومِ ثُمَّ دَعَاهُمْ وَدَعَا بِتَرْجُمَانِهِ فَقَالَ أَيُّكُمْ أَقْرَبُ نَسَبًا بِهَذَا الرَّجُلِ الَّذِي يَزْعُمُ أَنَّهُ نَبِيٌّ فَقَالَ أَبُو سُفْيَانَ فَقُلْتُ أَنَا أَقْرَبُهُمْ نَسَبًا. فَقَالَ أَدْنُوهُ مِنِّي، وَقَرِّبُوا أَصْحَابَهُ، فَاجْعَلُوهُمْ عِنْدَ ظَهْرِهِ. ثُمَّ قَالَ لِتَرْجُمَانِهِ قُلْ لَهُمْ إِنِّي سَائِلٌ هَذَا عَنْ هَذَا الرَّجُلِ، فَإِنْ كَذَبَنِي فَكَذِّبُوهُ. فَوَاللَّهِ لَوْلاَ الْحَيَاءُ مِنْ أَنْ يَأْثِرُوا عَلَىَّ كَذِبًا لَكَذَبْتُ عَنْهُ، ثُمَّ كَانَ أَوَّلَ مَا سَأَلَنِي عَنْهُ أَنْ قَالَ كَيْفَ نَسَبُهُ فِيكُمْ قُلْتُ هُوَ فِينَا ذُو نَسَبٍ. قَالَ فَهَلْ قَالَ هَذَا الْقَوْلَ مِنْكُمْ أَحَدٌ قَطُّ قَبْلَهُ قُلْتُ لاَ. قَالَ فَهَلْ كَانَ مِنْ آبَائِهِ مِنْ مَلِكٍ قُلْتُ لاَ. قَالَ فَأَشْرَافُ النَّاسِ يَتَّبِعُونَهُ أَمْ ضُعَفَاؤُهُمْ فَقُلْتُ بَلْ ضُعَفَاؤُهُمْ. قَالَ أَيَزِيدُونَ أَمْ يَنْقُصُونَ قُلْتُ بَلْ يَزِيدُونَ. قَالَ فَهَلْ يَرْتَدُّ أَحَدٌ مِنْهُمْ سَخْطَةً لِدِينِهِ بَعْدَ أَنْ يَدْخُلَ فِيهِ قُلْتُ لاَ. قَالَ فَهَلْ كُنْتُمْ تَتَّهِمُونَهُ بِالْكَذِبِ قَبْلَ أَنْ يَقُولَ مَا قَالَ قُلْتُ لاَ. قَالَ فَهَلْ يَغْدِرُ قُلْتُ لاَ، وَنَحْنُ مِنْهُ فِي مُدَّةٍ لاَ نَدْرِي مَا هُوَ فَاعِلٌ فِيهَا. قَالَ وَلَمْ تُمْكِنِّي كَلِمَةٌ أُدْخِلُ فِيهَا شَيْئًا غَيْرُ هَذِهِ الْكَلِمَةِ. قَالَ فَهَلْ قَاتَلْتُمُوهُ قُلْتُ نَعَمْ. قَالَ فَكَيْفَ كَانَ قِتَالُكُمْ إِيَّاهُ قُلْتُ الْحَرْبُ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُ سِجَالٌ، يَنَالُ مِنَّا وَنَنَالُ مِنْهُ. قَالَ مَاذَا يَأْمُرُكُمْ قُلْتُ يَقُولُ اعْبُدُوا اللَّهَ وَحْدَهُ، وَلاَ تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَاتْرُكُوا مَا يَقُولُ آبَاؤُكُمْ، وَيَأْمُرُنَا بِالصَّلاَةِ وَالصِّدْقِ وَالْعَفَافِ وَالصِّلَةِ. فَقَالَ لِلتَّرْجُمَانِ قُلْ لَهُ سَأَلْتُكَ عَنْ نَسَبِهِ، فَذَكَرْتَ أَنَّهُ فِيكُمْ ذُو نَسَبٍ، فَكَذَلِكَ الرُّسُلُ تُبْعَثُ فِي نَسَبِ قَوْمِهَا، وَسَأَلْتُكَ هَلْ قَالَ أَحَدٌ مِنْكُمْ هَذَا الْقَوْلَ فَذَكَرْتَ أَنْ لاَ، فَقُلْتُ لَوْ كَانَ أَحَدٌ قَالَ هَذَا الْقَوْلَ قَبْلَهُ لَقُلْتُ رَجُلٌ يَأْتَسِي بِقَوْلٍ قِيلَ قَبْلَهُ، وَسَأَلْتُكَ هَلْ كَانَ مِنْ آبَائِهِ مِنْ مَلِكٍ فَذَكَرْتَ أَنْ لاَ، قُلْتُ فَلَوْ كَانَ مِنْ آبَائِهِ مِنْ مَلِكٍ قُلْتُ رَجُلٌ يَطْلُبُ مُلْكَ أَبِيهِ، وَسَأَلْتُكَ هَلْ كُنْتُمْ تَتَّهِمُونَهُ بِالْكَذِبِ قَبْلَ أَنْ يَقُولَ مَا قَالَ فَذَكَرْتَ أَنْ لاَ، فَقَدْ أَعْرِفُ أَنَّهُ لَمْ يَكُنْ لِيَذَرَ الْكَذِبَ عَلَى النَّاسِ وَيَكْذِبَ عَلَى اللَّهِ، وَسَأَلْتُكَ أَشْرَافُ النَّاسِ اتَّبَعُوهُ أَمْ ضُعَفَاؤُهُمْ فَذَكَرْتَ أَنَّ ضُعَفَاءَهُمُ اتَّبَعُوهُ، وَهُمْ أَتْبَاعُ الرُّسُلِ، وَسَأَلْتُكَ أَيَزِيدُونَ أَمْ يَنْقُصُونَ فَذَكَرْتَ أَنَّهُمْ يَزِيدُونَ، وَكَذَلِكَ أَمْرُ الإِيمَانِ حَتَّى يَتِمَّ، وَسَأَلْتُكَ أَيَرْتَدُّ أَحَدٌ سَخْطَةً لِدِينِهِ بَعْدَ أَنْ يَدْخُلَ فِيهِ فَذَكَرْتَ أَنْ لاَ، وَكَذَلِكَ الإِيمَانُ حِينَ تُخَالِطُ بَشَاشَتُهُ الْقُلُوبَ، وَسَأَلْتُكَ هَلْ يَغْدِرُ فَذَكَرْتَ أَنْ لاَ، وَكَذَلِكَ الرُّسُلُ لاَ تَغْدِرُ، وَسَأَلْتُكَ بِمَا يَأْمُرُكُمْ، فَذَكَرْتَ أَنَّهُ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَعْبُدُوا اللَّهَ، وَلاَ تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَيَنْهَاكُمْ عَنْ عِبَادَةِ الأَوْثَانِ، وَيَأْمُرُكُمْ بِالصَّلاَةِ وَالصِّدْقِ وَالْعَفَافِ. فَإِنْ كَانَ مَا تَقُولُ حَقًّا فَسَيَمْلِكُ مَوْضِعَ قَدَمَىَّ هَاتَيْنِ، وَقَدْ كُنْتُ أَعْلَمُ أَنَّهُ خَارِجٌ، لَمْ أَكُنْ أَظُنُّ أَنَّهُ مِنْكُمْ، فَلَوْ أَنِّي أَعْلَمُ أَنِّي أَخْلُصُ إِلَيْهِ لَتَجَشَّمْتُ لِقَاءَهُ، وَلَوْ كُنْتُ عِنْدَهُ لَغَسَلْتُ عَنْ قَدَمِهِ.
📕 ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چې د حرب زوی ابو سفيان ماته خبر راكړ چي كله موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه بنده كړه نو د څو تنو سوداګرو سره شام ته لاړو هرقل (د روم پاچا) وغوښتو نو ورغلو هغه په ايليا (بیت المقدس) كې و هغه ور وبللو پر شاوخوا يې د روم مشران ناست وو بيا يې ژباړونكي را وغوښت
- ويې ويل: په تاسي كي دغه سړي ته چي ځان نبي بولي څوك په نسب نژدې دى؟
- ابو سفيان رضی الله عنه ويل، ما ورته وويل: زه نژدې يم
بيا يې وويل: دى رانژدې كړئ ملګري يې تر شا كښېنوئ
- بيا يې ترجمان ته وويل: د ده ملګرو ته ووايه زه د ده څخه د هغه سړي په هكله چې ځان نبي بولي پوښتنې كوم كه يې ماته درواغ وويل: تاسې يې درواغ ښكاره كړئ
- ابوسفيان وويل: كه نه شرمېداى چې دوى به مې درواغ په ډاګه كړي هرومرو به مي درواغ ويلي واى.
- لومړى پوښتنه يې دا وه: دغه سړى په نسب څنګه دى؟
- ما ورته وويل: ښه لوړ نسب يې دى.
- ويې ويل: په تاسې كې مخكې بل چا داسې دعوه كړې ده؟
- ما وويل: نه
- بيا يې وويل: په پلرونو كې يې پاچا تېر شوى دى؟
- ما ورته وويل: نه.
- ويې ويل: شتمن يې پيروي كوي كه بې وزله؟
- ما ورته وويل: بې وزله (ضعيفان)
- ويې ويل: ډېرېږي كه لږېږي؟
- ما ورته وويل: ډېرېږي.
- ويې ويل: څوك چې دين ته داخل شي بېرته د ناخوښۍ له امله ځينې وزي؟
- ما ورته وويل: نه.
- ويې ويل: تر دې خبرې مخكې مو په درواغو متهم كړى دى؟
- ما ورته وويل: نه.
- ويې ويل: په جنګ كې چل ول كوي؟
- ما ورته وويل: نه خو اوس مو جګړه سره بنده كړې ده (معاهده مو كړې) نه پوهېږو چې څه به وكړي، ابو سفيان وويل: ما ته بل ځاى ممكنه نه وه چې داسي تعريضي خبره وكړم.
- ويې ويل: جګړه مو مخكي سره كړې ده؟
- ما ورته وويل: هو!
- ويې ويل: د جګړې پايله څنګه وه؟
- ما ورته وويل: جګړه ډكه سلواغه وي كله د دوى په برخه وي كله زموږ په برخه.
- ويې ويل: په څه شي درته امر كوي؟
- ما ورته وويل وايى د يوه الله پاک عبادت وكړئ شريك مه ورته نيسئ هغه بتان پرېږدى چې ستاسې پلرونو يې عبادت كاوه، موږ ته په لمونځ او زكات او په رښتيا ويلو او په پاك لمنۍ او د خپلوۍ په پاللو امر كوي.
- ژباړونكي ته يې وويل: ده ته ووايه: ما له تا وپوښتل چې نسب يې څنګه دى تا وويل: ښه نسب يې دى، رسولان همداسې د خپل قوم په لوړ نسب كې لېږل كېږي، ما وپوښتل چې په تاسې كې مخكي بل چا داسي دعوه كړې ده؟
- تا وويل: نه، نو ما به ويلى واى چې دى هم غواړى د هغه پر پله ولاړشي (نو د ځانه یې دعوه نه ده کړې)،
- ما وپوښتل چې په پلرونو كې يو څوك پاچا تېرشوى دى؟
- تا وويل: نه، كه په پلرونو كې يو څوك پاچا تېرشوى واى نو مابه ويلى واى چې دا سړى د خپل پلار پاچاهۍ لټوي.
- ما در څخه وپوښتل مخكي مو په درواغو متهم كړى دى؟
- تا وويل: نه. نو زه پوه شوم چې داسى شخص داسي هیڅکله نه كوى چې د خلكو درواغ دې پرېږدي (پر خلګو دي درواغ نه وايي) خو پر الله جل جلاله دي درواغ ووايي.
- ما در څخه وپوښتل چي شتمن خلك يې متابعت كوي كه بې وزله؟
- تا وويل: بې وزله خو اصلاً دا بې وزله خلك د رسولانو پيروان وي.
- ما وپوښتل: ډېرېږي كه لږېږي؟
- تا وويل: ډېرېږي. د ايمان همداسي شان وي تر څو پوره شي.
- ما درڅخه وپوښتل: يو څه كسان د دين د ناخوښۍ له امله بېرته اوړي؟
- تا وويل: نه. ايمان هم داسي وي كله چې له خوښۍ سره زړونو ته ننوزي (بیا نه وځي).
- ما در څخه وپوښتل: په جګړه كي چل ول كوي؟
- تا وويل: نه. رسولان همداسي بې چل وله وي.
- ما درڅخه وپوښتل: په څه شي مو امر كوي؟
- تا وويل: د يوه الله تعالی په عبادت او دا چې شريك به نه ورته نيسو، د بتانو له عبادت او پرستش مو راګرځوي، په لمونځ كولو، رښتينولۍ او په پاك لمنۍ راته امر كوي.
كه ستا خبري رښتيا وي نو دا سړى به زما د پښو لاندي ځمكه ډېر ژر ونيسي زه پوه وم چې داسې څوك پيدا كېدونكى دى خو دا ګمان مي نه ؤ چې په تاسې عربو كې به پيداكيږي كه زه پوهېداى چې لېدو ته يې ورتلى شم نو دا زحمت به مي هرومرو ګاللى و، كه زه هلته واى نو پښې به مې ور پرېولې واى….
- 📌 لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۷
- 📌 دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۱ ټوک ۱ کتاب حديث ۶
- 📌 درېیم ماخذ: عربي صحيح البخاري ۱ کتاب ۷ حديث
د پاسني حدیث په اړه څو خبرې د پام وړ دي:
ولې کمزوري کسان د نبیانو پيروي کوي؟ که دین د خدای له خوا وي، خامخا به ښه دلیل هم ورسره شته وي، بیا نو ولې یوازی کمزوری دین منی او نور یې نه من؟ دغه خبره خپله پر دی ثبوت وړاندې کوي چې په دین کې خپله دومره زور نه وي چې په ځان پسی ټول د ټولنی خلک را وکاږی.
که هرقل ته د هغه خبرو خوند ور کړی وی، بیا خو یې باید پيروي کړې وای، اما هغه نه یوازې دا چې د نبي پيروي ونه کړه بلکې د هغه تر مرګ وروسته یې د هغه له شاګردانو سره ډېر جنګونه هم وکړل چې پر دغو خبرو یې هر د عقل خاوند انسان حیران شي.
له دی دین څخه یو یا دوه کسه نه، بلکی په لکونو کسانو په یوه ځل د نبی تر مرګ وروسته مرتد شول نو دا څنګه ایمان و چې د نبی په وخت کې له زړه نه وتی خو د هغه تر مرګ وروسته که ابوبکر په زور نه وای راګرځولي نن به عرب ټول پر هغه خپل پخواني شرکي دین پاته وای، د هرقل دغه خبره ډیره ژر درواغ ثابته شوه.
په جنګ کې که یې مخامخ ظاهرا پر وعده وفا کړې ده اما د قریشو په وژنه او د یهودو په وژنو کې یې زیات فرق او چلبازی کړی ده. په مکه کې یې د مکی نیول په وخت د مکی خلک وبښل او د بني قریظه په غزا کې یې یهود قتل عام کړل، په جنګ کې چل ول څنګه وي؟
تر ټولو د حیرانتیا خبرې د هرقل دی چې هغه ته له ورتلو ناتواني ښيی، اما دی په دغه وخت کې پر نیمو عربو باچا دی، له مدینی یوازې څو ورځی فاصله کې د هغه د باچاهۍ سرحدونه دی، هغه څنګه عجز کوي چې زه نه شم ورتلی؟ بله دا چې که هغه په دی ټولو خبرو پوهیده نو په دی هم باید پوهیده چې عربو کې به دغه نبي راځي دی ولې له دی خبرې تعجب کوی؟
د نه منلو وړ خبره یې دغه ده چې کله دغه دعوت د ده ځمکې ته د نبی په زمانه کې ورسېد هم ده خپله انکار وکړ او د ابوبکر او عمر په زمانه کې یې تر ټولو سخت جنګونه هم ده وکړه،
دا څنګه امکان ولری چې له نبي دې داسې ډېر متاثر شي، د هغه بلنه دې د دنیا او اخرت بری وبولي، مګر نه دې پيروي وکړي او برخلاف یې تر هر چا کلک او کینکښ دښمن ثابت شي؟
حدیث یو څه ثابتوی خو عملا بل څه شوي، تاریخ په یوه لور تللی دی او دغه حدیث ناکجاتې ویلي دي!