په اسلام کې مينځې ته د انسانانو په څېر نه بلکې د ځناورو په سترګو کتل کېږي:
📖 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ فِي فَرَسِهِ وَغُلاَمِهِ صَدَقَةٌ»
📕 ژباړه: له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: پر هغه آس او هغه مينځه چې د مسلمان ملکیت وي زکات نشته.
- 📌 لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۲۴ حديث ۶۶
- 📌 دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۲ ټوک ۲۴ کتاب حديث ۵۴۲
- 📌 درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۱۴۶۳
📖 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «إِذَا زَنَتْ أَمَةُ أَحَدِكُمْ فَلْيَجْلِدْهَا ثَلاَثًا بِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنْ عَادَتْ فَلْيَبِعْهَا وَلَوْ بِحَبْلٍ مِنْ شَعَرٍ»
📕 ژباړه: له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: که چېرې ستاسې له مينځو څخه یوه د زنا مرتکبه شي نو د الله د کتاب مطابق درې دورې (متروکې) یې ووهئ او که چېرې بیا یې زنا وکړه نو خرڅه یې کړئ حتا که د رسۍ (وېښتانو څخه د جوړ شوي پړي) په بیه وي.
- 📌 لومړی ماخذ: جامع الترمذي کتاب ۱۷ حديث ۲۳
- 📌 دویم ماخذ: انګليسي جامع الترمذي ۳ ټوک ۱۵ کتاب حديث ۱۴۴۰
- 📌 درېیم ماخذ: جامع الترمذي حديث ۱۴۴۰
سرچينه: کتاب (د محمد صديق د تبليغ چېله)
مونږ ته تر ننه پوري وايل کيږي چي دی دنيا الله تعالی يو لاکھ څلوريشت زره کم او زيات پيغمبران راليږلي
د په اړه زه يو سوال لرم
سؤال…
ولي دومره پيغمبرانو کی ښځينه پیغمبره نشته؟