په (تفسیر الدر المنثور،[۱] السیرة الحلبیه،[۲] تفسیر طبری[۳] و فتح الباری،[۴]) کې روایت راغلی چې حبشې ته د مسلمانانو له هجرت دوه میاشتې وروسته محمد له مشرکینو سره خبرې کولې چې په دې وخت کې سورت النجم پرې را نازل شو. په (قصة الغرانيق) د غرایق په کیسه کې راځي چې محمد دغه وخت سورت النجم تلاوت کوله او چې کله شلم آیت ته ورسېد:
🔯 أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ ﴿١٩﴾ وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ ﴿٢٠﴾
📕 ژباړه: آیا تاسې لات او عُزّٰى (بتان) وليدل؟ او منات درېیم، د بېخي وروستني.
سورة النجم
نو پیغمبر په دې وخت کې د شیطان تر اغېز لاندې راغئ او فکر یې کاوه چې دا آیت هم د سورت نجم یوه برخه ده او په دغه ځای کی ېی ابلیس په غوږ کی داسی وویل:
🔯 تِلْکَ الْغَرانیقُ الْعُلی وَإنّ شَفاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجی﴿٢۱﴾
📕 ژباړه: دوی ښکلي دنګ مارغان دي او له دوی څخه د شفاعت هيله کيږي.
سورة النجم – دغه آیت له قرآن څخه حذف شو
سرچينې:
- [۱] سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۱۹۴ او ۳۶۶-۳۶۸.
- [۲] حلبی، السیرة الحلبیه، بیروت، ج۱، ص۳۲۵-۳۲۶.
- [۳] طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۱۳۱-۱۳۴.
- [۴] ابنحجر العسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۸، ص۴۳۹-۴۴۰.
وروسته چې کله یهودانو او عیسویانو وویل چې موږ ویل چې محمد د خدای وحدت نه مني نو د نجم له سورې څخه یې پاسنی آیت لرې کړ.
ځينې اسلامي علما دا کيسه تائيدوي او ځينې بیا اختلاف ورسره لري او هغه علما چې دا خبره تائيدوي نو د قرآن دغه لاندې آیت د دليل په توګه وړاندې کوي:
🔯 وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّـهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّـهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّـهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٥٢﴾
📕 ژباړه: او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى.
سورة الحج
نو مسلمانانو ته دا ویل غواړو چې دلته د تحریف او بدلون توپير نور څنګه وي؟
یا دا چې تاسې دا ټول بدلونونه او تحریفونه نه منئ؟
ایا دا توپیرونه کوم چې په ليکنه او په ټکو کې موجود دي، په کوم شکل راغلي دي؟
له سورة البقره وروسته د نورو سورتونو تحریف شوي اياتونه په لاندې ډول دي او پاتې سورتونه به په درېیمه برخه کې درته خپاره کړو.
ایا (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) یوه ترانه ده چې تاسو د دې ټولو شواهدو وروسته په قرآن کې د سندرې په توګه وایاست؟
تاسې تل د نورو ادیانو د مقدسو کتابونو د تحريف خبرې کوئ خو د خپل کتاب له تحریف څخه بیا په بشپړه توګه غافل یاست؟
محترم داکترصاحب سلامونه!
زه خو ستا دوهمې برخې دقرآن دتحریف په باره کی بالکل حیران کړلم، ځکه چې زه په تاریخی لحاظ په دغه تحریفاتو خبر وم لاکن داسي مستند لک تاسو چې لیکلی دي ما تراوسه نه وه لیدلی. خو په هرصورت ډیر زحمت دایستلي او باید چې لوستونکی ډیره ګټه ځینی واخلی.ستا په اجازه به دایو څو سوالونه یا تبصری هم وکړم:
۱. خو کله چې شیطان دالله ج.ج. امر ونه مانه او ادم ته يې سجده ونکړه نو الله دهغه څخه پوښتنه وکړه چي:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 12]
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍ
(الله ج ابلیس ته) وویل: “ته څه شي له سجدې كولو څخه منع کړې، كله چي ما درته امر کړی ؤ؟” –
(ابلیس) وويل: ” زه له هغه څخه غوره يم. تا زه له اوره پېدا کړی يم او هغه له خټي څخه.”( دلته الله ج.ج. دشيطان خبری رانقل کوی او بندګانو ته وایې چې دازما کلام دي) نو بیا دشیطان او الله ج.ج.مناقشه نوره هم اوږده شی چې زه ټوله دلته نه راوړم.خو شیطان ورته ووايې چی:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 16]
قَالَ فَبِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرٰطَكَ الْمُسْتَقِيمَ
(ابلیس) وويل: “نو څنګه چي تا زه په ګمراهۍ کښي اخته کړی يم، زه به هم اوس ستا د سمي لاري په سر باندي دغو انسانانو ته څارو کښينم؛
(توجه وکړئ! چې دلته شيطان الله ج.ج. ته وايې چې زه خو تا ګمراه کړم او الله ج.ج. دشيطان کلام دخپل کلام په توګه په قرآن کی راوړی.) او شیطان ورته وايې چې:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 17]
ثُمَّ لَءَاتِيَنَّهُم مِّنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمٰنِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شٰكِرِينَ
له وړاندي وروسته، ښي خوا، كيڼي خوا، هر لوري به یې را ايسار کړم؛ او ته به د دوى زياتره شكر ايستونكي ونه مومې.”( بیا دشيطان خبره چې الله ج.ج.ته يې اخطار ورکړئ دئ اوموږ یې په لمنځونو کی دالله ج.ج. دکلام په توګه قرائت کوو.) خو په هرصورت الله ج.ج.ته هم یوڅه درد ورشي اوشیطان ته وايې چې:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 18]
. . . ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ
. . . – باور ولره چي له دوى څخه چي څوك ستا پېروي وکړي، ستا په شمول به له هغو ټولو څخه دوږخ ډك کړم.
نوددغه آیت په اساس که چیری دارښتیا دالله ج.ج. کلام وی نو زموږ خوږ نبی به دوزخ ته ولاړ شی، ځکه چې دشيطان آیه یې دالله ج.ج.دکلام په نامه تبلیغ کړله. علاوه ددوزخ داور له جزا ځخه، داځنګه امکان لری چې یوسړي پخپله دشيطان اودالله ج.ج.دخبری ترمنځ فرق نشی کولاي او بیا دنبوت ادعا وکړی؟
علاوه پردی دالله ج.ج. دغه آیه چې :
[سُوۡرَةُ الحَجّ : 52]
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنّٰىٓ أَلْقَى الشَّيْطٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِى الشَّيْطٰنُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ ءَايٰتِهِۦ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي موږ نه كوم رسول داسي لېږلی دى او نه نبى (چي له هغه سره دغه معامله نه وي رامنځ ته شوى) چي كله هغه تمنا وکړه، شيطان د هغه په تمنا کښي خلل واچوه، نو شيطان چي هر څه خلل اچوي، الله هغه له منځه وړي او خپل ايتونه محكموي. الله د علم او حكمت څښتن دى.
خو ددی ثبوت دی چې شیطان ټول پیامبران غولولی دی او په ټولو زورور دی.تعجب تعجب..
الله ج.ج مو دایمان ته خیر کړی.زه خو نه پوهیږم چې سړئ دی اسلام کومه غلطی وراصلاح کړی.
ن.ن.
)
که زما په ګوتو راغلی ژوندی ذی په ځمکه کی خخوم تا زموږ د خووږ پیغمبرﷺ بی قدري کړی ده
ایمان راوړه ډیر زیات به خوشهاله شی بیا به ماته دعا کوی
ایمان راوړه تا ته اوس هم وخت شته ګنی د جهنم تر غټه کنده ستا ځای دی
زموږ لوی عظیم جبار الیم قهار رب به مو په ځمکه کی روغ ننباسی
دافغانستان خلک هیڅوک هم د خپل خووږ دین اسلام نه نشی اړولی لاس مو خکته پورته خلاس که په ګوتو راغلی بیا خبری کوو او که ځان ته دومره نر وایی میدان ته راشه د سوړو نه چغی مه وهه