مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – درېیمه برخه

د ليکنې په دې برخه کې به په دې لږ رڼا واچوو چې قرآن څرنګه تدوين شوی؟ آیا د محمد په وخت کې د قرآن په نامه کوم کتاب شتون درلود یا دا چې محمد خپل گفتار د الله د کلام په نامه نورو ته وړاندې کولو؟

پخوانی قرآن او اوسنی قرآن

اصله خبره دا ده چې محمد د قرآن په نامه کوم کتاب نه پېژندلو او محمد د نازل شویو ایاتونو لپاره مختلف کاتبان درلودل چې هغوی به د خپل ځان لپاره مختلف شیان لکه: هډوکي، پوستکي، د کالیو تيکې، د ونو پاڼې او کله کله کاغذ استعمالولو. 

له محمد نه به چې کله چا پوښتنه وکړله چې آیاتونه ولې نه را ټولوې نو ده به د اشارې او منځوۍ ګوتې ورته پورته کړې او وبه ېې ویل چې زما مرګ او قیامت دومره له یو بله سره فرق لري، معنا دا چې زه مړ شم نو قیامت ډېر نيږدې دی یعنې د ایاتونو را ټولولو ته کومه اړتیا نشته. (د حامد عبدالصمد کتاب – د محمد سره محاسبه). نو په دې لحاظ محمد خپل ماموریت چې د قرآن را ټولول وو نه دی اجرا کړی.

کله چې محمد مړ یا ووژل شو او له جنازې پرته د عایشې په حجره کې تر خاورو لاندې شو نو ابوبکر خلیفه شو، په دغه وخت کې پرته له قریشو نورو ټولو قبیلو له اسلام څخه انکار وکړ او د زکات او جزیې له ورکړې یې سرغړاوی کاوه.

د محمد تر مرګ دوه میاشتو وروسته ټولې هغه ذخیرې چې د محمد په وخت کې د ۷۰ غزاوو یا شبیخونونو په وخت کې یې د عربستان د اوسېدونکو او بلخصوص له یهودانو څخه په زور اخیستې وې پای ته ورسېدلې او دغه بې کسبه او بې کماله مسلمانان ورو په ورو له لوږې سره مخ شول چې یوه ورځ یو قريش ځوان ابوبکر ته شکایت وکړ چې دا څه حال دی چې د خوراک لپاره هېڅ څه هم نه لرو؟ نو ابو بکر هم خپل څیرې لستوڼي د تائید په توګه ورته وښودلو او ویې ویل چې باید یوه چاره وسنجوو.

نو له همدې کبله یې يوه شورا د عشره مبشره څخه جوړه کړله چې د جنګي شورا په نامه ویادول شوله ـ عشره مبشره هغه کسان وو چې محمد په ژوند دوی ته د جنت زیری ورکړی وو او په دې کې لاندې کسان وه:

  • ابوبکر
  • عمر
  • عثمان
  • علی
  • طلحه
  • زبیر بن عوام
  • سعد بن ابی وقاص
  • سعید بن زید
  • ابوعبیده جراح
  • عبدالرحمان بن عوف

(که څه هم د پورتنیو اشخاصو له نوملړ سره شیعه ګان نه دي موافق)

په دغه جنګي شورا کې مشهور د کاروانونو لوټمار او بې رحمه قاتل خالد بن ولید هم شامل وو، د یادونې وړ ده چې تر دغه وخته علي له عایشې او ابوبکر سره خوابدی وو او بیعت يې نه وو ورسره کړی نو عباس په علي فشار راوړ چې له ابوبکر سره بیعت وکړي کنه د بني هاشم قبیله به تجرید او له قدرته ووځي.

علي د عباس په سپارښتنه دا کار وکړ او تر بیعت وروسته علي وپوښتل چې اوس پلان څه دی؟

ابوبکر په ځواب کې ورته وویل چې نور نو په عربستان کې د غارت کولو څه نشته باید چې نورو ثروتمندو هېوادونو او منطقو ته مخه وکړو خو د دې لپاره موږ ډېرو افرادو، تجهیزاتو او سرمایې ته اړتیا لرو نو هغه وه چې د حجاز ژوندي پاتې شوي يهودان، مسیحیان،کفار او بې دینان يې هم راټول کړل چې په دې ډول دغه کسانو ته د پانګې اچولو لاره هم برابره شوله. (دا ټولې کیسې د محمد ابن الجریر طبري په تاريخ کې راغلي چې یوه برخه يې د محمد ابن هشام مصري او د واقدي په تاریخونو کې هم ليکل شوي دي.) نو بناً اصلي خبره د دین د خپرولو نه وه ځکه هغه وخت قرآن او اسلام شتون نه درلود او نه چا پېژندلو بلکې د غنیمتونو او قدرت په لاس راوړل وو.

دلته دا جنګي شورا پرېکړه کوي چې موږ خو په دغه متمدنو ملکونو کې یو انظباط، دسپلین، د غنیمتونو د تقسیم او د عسکرو د هدایت لپاره قوانینو او د ستورونو ته اړتیا لرو نو هغه وو چې د شورا د پرېکړې پر اساس ابوبکر له ۲۷ کلن زید بن ثابت څخه چې د محمد منشي وو هيله وکړه چې د محمد ګفتارونه را ټول کړي.

خو زید بن ثابت له دې کار څخه انکار وکړ او دلیل ېې دا وو چې محمد ویلي وو چې هر کار چې په آیت او حدیث کې نه وي او څوک يې چې پخپل سر وکړي نو دا بدعت دی او (وكل بدعة ضلالة) یعنې بدعت ګمراهي ده.

په دې وخت کې ابوبکر له عمر سره صلاح کوي او چون عمر تر ابوبکر هم یو با صلاحيته شخصیت وو نو په دواړو يې زید بن ثابت را وغوښتلو او بیا یې ورته وویل چې هر څه دې چې له محمد څخه اورېدلي را ټول يې کړه، زید په ځواب کې ورته وویل چې دا مسئولیت زه یوازې په غاړه نه اخلم بلکې د دې لپاره باید یو کمېټه جوړ کړو، نو هغه وو چې د زید په مشرۍ د محمد د ګفتارونو په را ټولولو کې له لاندې اشخاصو څخه یوه کمېټه جوه شوه:

  • مقداد
  • ابوموسای اشعري
  • عبدالله ابن مسعود
  • عبدالرحمان بن حارث

دلته باید یو څو واقعاتو ته توجه وکړو چې یو ځل له ۷۰ کسه قاريانو څخه د بئر معونه (د معونه څاه) په جنګ کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ قاریان د یمامه په جګړه کې ووژل شول چې د مسیلمه او سجاع په ضد وو، او دغه دواړو د پیغمبرۍ ادعاوې کړې وې، او ډېرو کسانو يې نبوت منلو. ()

همداراز د ارتداد په جنګونو کې نور قاريان هم له منځه ولاړل نو د دې معنا دا ده چې یوه لویه برخه د محمد د ګفتارونو چې آیاتونه، قدسي حدیثونه او نبوي حدیثونه وو له منځه ولاړل چې ترننه هم ورک دي، نو له دې کبله د زید بن ثابت کميټې پرېکړه وکړه چې په بازار کې مکرر جار او چیغې ووهي چي هر چا له محمد څخه يو څه اورېدلي نو باید دغه کميټې ته يې وړاندې کړي.

کله چې یو څو ګډې وډې صفحې يې جوړې کړې نو په دې فکر کې شول چې اوس دغه ټولګې ته کوم نوم ورکړي؟ تر ډېرو مشورو وروسته ابوبکر وویل چې د دغه ټولګې نوم (بین اللوحین) ږدو ځکه موږ د دوو جلدونو (کتابونو) یعنې یهودیت او عيسويت په منځ کې یو او هغوی هر یو کتاب لري نو موږ هم خپل کتاب بین اللوحین بولو.

تاسې دلته وينئ چې هغه وخت نه قرآن وو، نه فرقان او نه محمد هغه پېژندل، خو د ابوبکر د خلافت دوه کاله اکثره وخت د ارتداد په جنګونو کې تېر شو او د هغه تر مرګ وروسته د عمر ابن خطاب د خلافت وار راغئ او په دې وخت کې د فتوحاتو لمن پراخه شوه فلسطین، مصر،سوریه، عراق، ایران د پراخې امپراطورۍ سره او خراسان د عربو تر سلطې لاندې راغلل نو په دغه دلیل دغه واړه کتاب (بین اللوحین) د دغې پراخې او متمدنې امپراطورۍ لپاره کفایت نه کاوه نو هغه وو چې دغه زورور خلیفه زید او کمیټې ته امر وکړ چې هر څه محمد ویلي باید چې له ټولو ځایو څخه یې راټول کړئ.

کله چې زید او کمیټې يې په بازار کې په جار وهلو او راټولولو شروع وکړه نو د محمد آیاتونه او حدیثونه داسې ډېر شول چې زید بن ثابت عمر ته وویل چې د حجاز ټول اوښان را ټول کړو نو د دغه آیاتونو او حدیثونو بار به یو نه وړلای شي، نو عمر ورته وویل چې هر څوک چې د محمد د خولې یو شی بیانوي نو علاوه پر دوو شاهدانو باید قسم هم ور سره وخوري چې په دې قسم کې د ښځې طلاق هم شامل وو.

نو دغه کار یو څه درواغجن را کم کړل مګر بیا هم ډېرو له ځانه جوړ کړي آیاتونه او حدیثونه د محمد د روایتونو او قولونو په ډول تېر کړل، په هرصورت اوس نو خلیفه عمر وايي چې د محمد د را ټولو شویو خبرو او آیاتونو حجم خو زیات شو او دا کتاب هم لوی شو نو اوس کوم نوم پرې کېږدو؟

تر ډېرو بحثونو وروسته عبدالله ابن مسعود (چی محمد ته هم ډیر ګران وه) وویل چې کله زه د حبشې په هجرت کې وم نو عیسویانو یو کتاب درلود چي نوم يې صحف وه نو له هغه وروسته مسلمانانو پرېکړه وکړه چې موږ خپل کتاب ته د مصحف نوم ورکوو، په دغه ډول د بين اللوحین څخه یې نوم مصحف ته واړول شو لاکن د قرآن او فرقان نوم بیا هم چا نه پېژندلو.

کله چې خلیفه عمر مړ کېدلو نو دا مصحف يې خپلې لور چې د محمد ښځه هم وه حفصه نومېدله هغې ته ور وسپاره او دا مصحف بیا د حفصې په نامه مشهور شولو.

د عمر تر وژل کېدو وروسته عثمان خلیفه شو او د فتوحاتو لمن یې لا نوره هم پراخه شوله او عثمان خپله هم د محمد د خبرو یوه برخه را ټوله کړې وه چې د عثمان د مصحف په نامه یادېدله.

خو بیا یې د محمد د ګفتارونو د را ټولولو امر وکړ چې په اخر کې د محمد د ګفتارونو او آیاتونو مجموعه دومره زیاته شوه چې عثمان د هغو د سوځولو امر ورکړ او له هغه وروسته عثمان د حراق الصحاف (د صحیفو سوځوونکي)په نامه هم مشهور شولو.

خو مهمه خبره دا ده چې  د اسلامي تاریخونو په اسنادو کې راغلي چې عبدالله ابن مسعود چې د محمد نازولی کاتب هم وو یو مصحف درلود چې ۱۱۲ سورتونه يې درلودل، ده ویل چې معوذتین (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ) ایاتونه نه دي بلکې دا به محمد د دوعا په شکل ویل او په وحې کې نه دي راغلي او د دغه مصحف نوم وو (دیباج القرآن).

ابي بن کعب چې یو پوه یهود او مسلمان شوی وو او د محمد منشي هم وو هغه ته (سیدالقرا) هم ویل کېدو د طبري په حواله دا یو ډېر معتبر کاتب د قرآن وو چې یو مصحف يې هم درلود چې نوم يې (لباب القلوب) وو او ۱۱۶ سورتونه يې درلودل  چې په هغه کې دوې سورې (سورة الحفد وسورة الخلع) په نامه هم موجودې وې چې په اوسنيو قرآنونو کې شتون نه لري.

🔯 اَللّهُمّ إِنّا نَسْتَعِيْنُك وَنَسْتَغْفِرُكَ ونُثْنِيْ عَلَيْكَ اَلْخَيْرَ ولا نَكْفُرُك ونَخْلَعُ ونـَــتـْرُكُ مَنْ يَفْجُرُك

سورة الخلع

🔯 اَللّهُمّ إيّاكَ نَعْبُدُ ولَكَ نُصَلِّي ونَسْجُدُ وَإِلَيْكَ نَسْعَى ونَحْفِدُ نَرْجُوْ رَحْمَتَكْ ونَخْشَى عَذَابَكَ اَلْجَد إِن عَذَاْبَكَ بِالكُفّاْرِ مُلْحِقٌ

سورة الحفد

عثمان د مصحف نوم په قرآن واړولو او په دې ډول قرآن یو عثماني کتاب دی چې نه محمد او نه هم الله پېژندلو، بله مهمه خبره دا ده چې د قرآن په را ټولولو کې د الله وحیې او جبرائل هېڅ رول نه درلود.

د زید د کميټې مخالفتونه د لهجو، ليکلو او قرائت کولو پر سر دومره زیات شول چې د ارمنستان او اذربایجان د لښکرو قوماندان چې ابو حذیفه نومېدلو عثمان ته راغئ او ورته ویې ویل چې ای خلیفه مسلمانان د قرآن په غلطوالي او صحیحوالي یو د بل سره په مسلح جنګ اخته او د تباهي په لور روان دي.

مسلمانانو تر ډېرو مناقشاتو وروسته د عثمان نسخه د قرآن په نامه په رسمیت وپېژندله چې هغه نور قرآنونه يې تر ممکنې اندازې پورې یا وسوځول او یا يې هم د انګورو په سرکه کې حل کړل خو سربېره پر دې هم د قرآن ګڼ شمېر نسخې شتون لري چې له یو بل سره مماثلت نه لري او په ډېرو مواردو کې له یو بل سره توپير لري.

د قرآن ایاتونو هم لکه د احاديثو په څېر خپل راویان او د راویانو سلسله لري، علماء الجرح د حفص ابن سلیمان – (د اوسني قرآن راوي) په اړه وايي:

اتفقت كلمة أكثر علماء الجرح والتَّعديل على تضعيفه في علم رواية الحديث، ومما ورد في ذلك:

  • قول الإمام أحمد: ما به بأس، ورُوِي أنَّه قال عنه: صالح، وقال مَرَّةً: متروك.
  • وقال يحيى بن معين: ليس بثقة.
  • وقال ابن المديني: ضعيف الحديث، وتركته على عمد.
  • وقال إبراهيم الجوزجاني: قد فُرِغَ منه من دهر.
  • وقال النسائي: ليس بثقة ولا يكتب حديثه، وقال في موضع آخر: متروك.
  • وقال زكريا الساجي: له أحاديث بواطيل.
  • وقال ابن عَدِيّ: عامَّة أحاديثه غير محفوظة.
  • وقال أبو زُرعة: ضعيف الحديث.
  • إلاَّ أنَّ وكيع بن الجراح قال عنه: كان ثقة.
  • وقد أخرج له الترمذي والنسائي في مسند علي رضي الله عنه متابعة، وابن ماجه.

اوس به د قرآن ګڼ شمېر نور ایاتونه هم تاسې ته په ګوته کړو چې تحريف شوي:

د سورة الأحزاب تحريف
د سورة الشورى تحريف
د سورة الزخرف لومړی تحريف
د سورة الزخرف دویم تحريف
د سورة الفتح تحريف
د سورة الحديد تحريف
سورة التحريم تحريف
د سورة الجن تحريف
د سورة الشمس تحريف
د سورة البينة تحريف

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – لومړۍ برخه

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – دویمه برخه

اړوند مطلب

لات منات او عزی

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – دویمه برخه

په (تفسیر الدر المنثور،[۱] السیرة الحلبیه،[۲] تفسیر طبری[۳] و فتح الباری،[۴]) کې روایت راغلی چې …

2 تبصرې

  1. خواجه صابر.

    دمحمد انکار له نبوت اورسالت څخه

    دوهمه برخه

    په تیره برخه کی می کیسه تر دغه ځایه راورسوله چې دقریشو دریم نماینده دسهيل بن عمرو په نامه حديبيي ته ورغۍ چی داحتمالی جنګ مخه ونیسی . نودلته می دیوعراقی مسلمان مؤرخ چې عبدالغنی الرصافی نومیږی اودمحمد په شخصیت يې یو ښه مستند کتاب هم نوشته کړی، یوه خبره راپه یاد شوله چې وائ: چی کله محمد دقریشو دجنګ له تیاری او امادګی خبر شو نو ډار يې په هډو ننوتلو. نوده مبارک خپله اوښه دپخوا ځخه داسی تربیه کړی وه چې پخپل سر( یعنی بیله مهار یا جلب)  څخه به يې پریښودله او په یوه پټ چال به هغه (چوکه شوه) یا پریوتله چې دغه حالت په ډیرو نورو ځایونو او جنګونو کی هم  پیښ شوئ دی. نو په حدیبیه کی یې هم خپله اوښه په همغه چال پریښودله اوهغه چوکه ( په مځکه پریوتله) . نو ملګرو يې مخ ورته راواړاوه چې ای محمده داڅه خبره شوله دا اوښه د ولی مخ ته نه ځی؟  نو ده مبارک ورته وویل چې جبرائل د اوښی جلو ونیولو او مخ ته دتللو اجازه نلری، نو په دی ډول دمکی فتح په اوسنی کال کی امکان نه لری. نو هغه وه چې محمد دخپلی اوښی ځخه جبرائل جوړ کړ اوخلکوته يې  نه یوازی ښه بلکی معجزی ته ورته درواغجن دلیل ووایه.(دخیبر په جنګ کی هم دغسی کار شوی دی)، نوځوک چې درسالت ادعا لری داډول چالونه يې باید زده وی.په هر حال په دی وخت کی دقریشو دریم نماینده چې سهیل بن عمرو نومیدلو دخبرو لپاره راغي .محمد ورته وویل چې موږ عمری ته راغلی یو اوجنګ نه غواړو، نو سهیل بن عمرو ورته وویل چې ای محمده ستا په هیځ خبره اعتبار نشته باید قراردادنوشته کړو. نو محمد علی ته وائ چې ته به قراداد نوشته کړی. نو دلته طبری نوشته کوی چې محمد دسهيل بن عمرو په مقابل کی داسی معلومیدلو لکه یو شاګرد چې خپل کار خانګی یې نه وی کړئ اودخپل استاد په مقابل کی شرمیدلۍ ولاړوی . نو دلته سهیل بن عمرو محمد ته وايې چې ایا ته پوهیږی چې ملګری د غله او قاتلان دی او په دغه کسانو غواړی چې دمکی داشرافو عزت خراب کړی؟  کله چي سهیل داخبره کوی نو یونفر دمحمد دډیرو ښو ملګرو ځخه چې مغیره ابن شعبه نومیږی خپله توره راباسي او د محمد ځخه اجازه غواړی چې دسهيل سر پریکړی. نو سهیل ورته وائ چې ای لاروهونکیه قاتله ، ځومیاشتی مخ کی دی د مکی اومدینی ترمنځ د شلو نورو غلو سره کاروان چور کړ او بیا دی دشپی دخپلو ملګرو سرونه پریکړل اوته وتښتیدلی اوددغه دښمنی فدیه او پور ما ادا کړ نو ته اوس غواړی دما سر پری کړی؟

     نو داخبری اوکړه وړه خو دمحمد ياران خصوصا عمر ګوری اوخوند نه ورکوی. نو دلته عمر دمحمد ځخه پوښتنه کوی چې ته ولی دقریشو نماینده ته اجازه ورکوی چې موږ ته دغلو خطاب کوی خو محمد پو هیږی چې که نرمه ونکړي  نو کار خرابيږي اووائ چې موږ په جنګ کی ماته خوړلی اوعثمان هم په مکه کی نیول شوۍ اوقریش يې نه راپریږدی. نو موږ باید بیرته مدینی ته وګرزو. نو دلته سهیل بن عمرو محمد مجبوروي چې قرارداد نوشته کړی ځکه دمحمد په خبرو اعتبار نلری. نو فیصله کیږی چې قرارداد د علی نوشته کړی.

    نو علی دقرارداد شروع په بسم الله الرحمان الرحیم کوی، سهیل بن عمرو ورته وائ چې رحمان خو دیمنیانو خدای دی اوزه يې نه پیژنم( محمد غوښتل چې خپل خدای درحمان په نامه یاد کړی). نو سهیل بن عمرو ورته وائ چي نوشته کړه 

    ” بسمک اللهم” ، علی انکار کوی او وائ چې زه درحمان( خدای) په نامه دبطلان خط نه کش کوم،  نو دلته محمد ورته وائ چې نوشته کړه هغه څه چې سهیل بن عمرو وايې نودلته بیا ټول دمحمد ملګری تعجب کوی خصوصا عمر. خو علی دمحمد په هدایت دسهيل بن عمرو جمله نوشته کوی اودخپل خدای یعنی رحمان څخه صرف نظر کوی. نوقرارداد په دی جمله شروع کیږی چې:

    هذا ما صلح محمد ابن عبدالله ا بن عبدالمطلب وسهيل بن عمرو على وضع الحرب.  . . ( سيرة رسول ص. 410 دحدبيي ماجرا) نو كله چی دقرارداد نوشته خلاصه شی علی يې په اخر کی نوشته کوی چې محمد رسول الله  . نو سهیل بن عمرو وايې چې زه قانع وای چې محمد رسول الله دی نو ما دلته څه غوښتل؟ سهیل علی ته وائ چې نوشته کړه محمد ابن عبدالله او درسول په کلمه خط کش کړه! 

    نودلته علی وائ چې زه نشم کولای چې درسول الله په نامه خط کش کړم.نو دلته محمد قرارداد په خپل لاس کی اخلی اودرسول الله په نامه باندی دبطلان خط کش کوی.( یو ښکاره انکار له رسالت ځخه).

    نو دلته دمحمد یو بل درواغ هم ښکاره کیږی هغه داچې ده به ټول عمر ویل چې سواد نه لری، یعنی لیکل اولوستل يې نه دی زده لاکن دلته ښکاره شوله چې درواغ يې ویل یو څه لیکل اولوستل يې کولای شوای.

    نودمحمد ياران اوخصوصا عمر چی دغه حالات ګوری چې اول خو دقریشو نماینده دوی ټول غله،  لوټماران او قاتلان وبلل، اوپس له هغه يې درحمان

    ( خدای) کلمه رد کړله او بیا يې د محمد رسالت رد کړلواو داټولی خبری محمد ورسره ومنلی یعنی محمد دخدای او دهغه درسالت نه منکرشولو اودا يې پخپله امضا کړه، علاوه پر هغه يې دبیسوادی درواغ يې هم رسواشول، نو عمر خپل خنجر راوایستلو اومحمد ته یې وویل چې : چی اول خو دی دسهيل بیعزتې دموږ په مقابل کی قبوله کړه، بیا دخدای دنامه نه تیرشولی، دنبوت ځخه د انکار وکړ او دبیسوادی رسوائ د هم ښکاره شوله، نو تا خو ټول عمر موږ ته درواغ ویلی اوس د بیمرګه نه پریږدم او غوښتل سر يې ووهی نودلته ابوبکر صدیق عمر نیسی اوخنجر يې له لاسه اخلی او محمد دمرګه خلا صيږي.داچې ابوبکر صدیق به عمر په څشي راضی کړی وی دغه دتاریخ معما ده، لاکن ویل کیږی چي ابوبکر صدیق ورته وویل چې تر ما وروسته خلافت ستا دئ اوس جنجال مه جوړه وه چې وروسته بیا همداسی وشول.

    خو دلته یوه ترټولو بله عجبه پیښه وشوله هغه داچې: دمحمد ټول ملګری اوپیروان  وپوهیدل چې محمد پیامبر ندئ او درواغ وائ نه دمکی دفتحی کلی ورسره وه نه يې خوب رښتیا شو، درحمان دنامه اودخپل رسالت ځخه يې دسهيل بن عمرو په مقابل کی انکار وکړ، اوټول عمر يې ویل چې لیکل اولوستل نشی کولای اوجبرائل وحیی ورته راوړی، هم درواغ دی ځکه په قراردادکي یې پخپل لاس په نبوت خط کش کړلو. نو ټول ملګری او صحابه ځینی واوښتل. او هیځ چا يې خبری ته غوږ ونه نیولو.او په دی چورت کی شول چې دادمحمد دین هم هسی درواغ دی. نودغی واقعی ته محمد ابن هشام داسلام مشهورتاریخ پوه وائ چې دمحمد ټول ملګری شیطان خطا ایستل اودمحمد له دین ځخه يې لاس واخیستلو. 

    او داسلام بل مشهور مؤرخ دواقدی په نامه چې دمحمد ټولی غزاوی یې نوشته کړی هم یوه عجیبه جمله نوشته کوی چې وائ: محمد په ژړا خپلی خیمی ته ځی او کله چی ام سلمه ( دمحمد ښځه) دمحمد دغه خراب حال ګوری نو سمدلاسه پوښتنه ځینی کوی چې ځه کیسه ده؟ محمد ورته وائ چې نوره ختمه شوله، ام سلمه ورته وائ چې څه ختم شول؟ محمد وايې چې نور څوک زما په خبره باور نه لری. ام سلمه ورته وايې چې ستا خبری به يې نه وی اوریدلی.محمد ورته وايې چې هم يې زما خبری واوریدلی اوهم یې ماته وکتل اوزه يې ولیدلم لاکن هیځ چا زما خبری ته اعتبار ورنکړ.نور نو څوک زما فرمان نه منی.

    نو په دغه وخت کی نه دجبرائل درک شته اونه دوحیی، اوالله چی دنامه ځخه يې محمد انکار کړۍ وه خپل ” محبوب” دخپلی ښځی ام سلمه سره یوازی پریښودلو.

    نو ام سلمې محمد ته وویل چې ستا ملګری او ياران په ډیر سخت حالت کی دی، که چیری مکی ته ولاړ شی نو وژل کیږی او که مدینی ته ولاړشي نو تاریخی شرم به يې دهمیش لپاره په غاړه کی وی.اوس نو ستا لپاره یو چانس وجود لری چې ته پخپله داخپل اوښ دصدقی لپاره روان کړه ګوندی یو ځونفره درسره شی اومکیان به هم اعتبار درباندی وکړی چې په رښتیا عمری ته راغلی دی، نو کله چي محمد “دناقص العقلی ښځی” خبره ومنله هغه دجبرائل تر وحيي هم دمحمد لپاره ګټوره تمامه شوله. محمد خپل اوښ دصدقی لپاره روان کړلو او په رښتیا یوڅو نفره دشرمه ورسره ملګری شول، اوس نو مشکل دادي چې خپل صحابه يې په ده اعتبار نه لری نو هغه وه چې اعلان يې وکړ چې ” روح القدس” راغلي باید چې ټول راټول شی، کله چی دمحمد ملګری زړه نازړه راټول شول نودیوی ونی لاندی چې رضوان نومیدله کښیناستل، پس له ډیرو خبرو يې محمد ته بیا بیعت وکړلو چې دغه ته” بیعت رضوان” وايې. نو ښکاره وه چې دمحمد نبوت اورسالت هسی کیسی ورته معلومی شوی خو دوی هم بله چاره نه درلوده او بیعت يې اسانه دحل لاره انتخاب کړه اودیادونی وړ خبره خو داده چی دبیعت رضوان په وخت کی محمد دعمر لاس ټنګ پخپل لاس کی نیولئ وه ځکه چې متقین وه که عمر نه وی نو دا نورهم بیعت نه کوی، اووروسته بیا الله ج.ج. هم په:

    ✔ [سُوۡرَةُ الفَتْح : 18]

    لَّقَدْ رَضِىَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثٰبَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا

    الله له مؤمنانو څخه خوشحاله شو، كله چي هغوى له وني لاندي ستا سره بيعت کاوه. د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى، لدې امله یې پر هغو ډاډينه نازله کړه او هغو ته یې په انعام کښي نژدې بری ورکړ.

    دلته هم له ورایه معلومیږی چې څه پیښه شوی او الله ج.ج. خو خبر وه چې دده ملګری په زړونو کی په محمد باور نلری. اودا بیعت ددی خبری ښه نمونه ده. 

    اوس نوتصور کولای شی چې قرآن څنګه په وجود راغلئ اودمحمد نبوت  څنګه او په څه ډول وه.کیسه هم اوږده اوهم خوږه ده نن يې په دغه ځای ختموم.

    21.02.2021.

  2. السلام على من اتبع الهدى
    ستاسو څېړنيزه سپړنه د پښتو په کره والي سمباله ده اما کومي نیوکي چي کوۍ هغه مو منطقي نه دي

خپل آند راسره شريک کړئ