د ښځو حقوق په اسلام کې – لومړۍ برخه

قدرمنو لوستونکو که غواړئ چې په اسلام کې د ښځو له حقوقو خبر شئ نو دغه ليکنه حتماً وګورئ هر آيات او هر حديث سره له پوره تشریح راوړل شوې او تاسو کولای شئ په قرآن او د احادیثو مربوطه کتابونو کې يې هم مطالعه کړئ، د دې ليکنې له ټولو لوستونکو څخه هيله کوم چې کوښښ وکړئ ليکنه په خلاصو مغزو ولولئ، تعصبات او يو اړخيز قضاوت له زړه وباسى.

د ښځې حقوق په اسلام کې

په اسلام کې د ښځو د حقوقو تر عنوان لاندې دې ليکنه کې به زه پوره پوره کوشش کوم چې په اسلام کې د ښځو هغه لومړني اساسي حقوق چې تاسو يې په اړه پوهيدل غواړئ د قرآن او احاديثو په رڼا کې تاسو ته وړاندې کړم او ستاسو څخه هيله کوم چې ليکنه تر پایه ولولئ.

حديثو کې راځي اکثريت ښځې فاسقې دي.

📖 حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ أُرِيتُ النَّارَ فَإِذَا أَكْثَرُ أَهْلِهَا النِّسَاءُ يَكْفُرْنَ‏”

📝 رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما ته د جهنم اور وښودل شو او د هغې زیاتره اوسیدونکي ښځې وې چې ناشکرې وې.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الإيمان – باب كُفْرَانِ الْعَشِيرِ وَكُفْرٍ دُونَ كُفْرٍ) حدیث ۲۹
  • دویم ماخذ: صحيح البخاري ۲ کتاب ۲۲ حديث
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۱ ټوک ۲ کتاب ۲۹ حديث

📖 حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ سُلَيْمَانَ التَّيْمِيِّ، قَالَ سَمِعْتُ أَبَا عُثْمَانَ النَّهْدِيَّ، عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ ـ رضى الله عنهما ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏ “‏ مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ ‏”‏‏.‏

📕 ژباړه: پيغمبر و فرمايل: چې پس له ما څخه مې هېڅ خطرناکه بد رنځ تر ښځو د نارينه لپاره پرې نه ښودلو.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب النكاح – باب مَا يُتَّقَى مِنْ شُؤْمِ الْمَرْأَةِ) حدیث ۵۰۹۶
  • دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۳۴ حديث
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۳۳ حديث

کله چې د الله پيغمبر له دې نړۍ څخه رحلت کاوه نو دغه پورتنۍ حديث يې د ښځو لپاره پرېښوده، او اوس به هم د ځينې په اسلام ړانده مئينان وايي چې ښځه په اسلام کې لوړ مقام لري خو په اصل کې دوی د دين څخه هېڅ خبر هم نه دي.

له ښځو څخه پرهيز وکړئ:

📖 قال رسول الله :ألا فاتقوا الدنيا و اتقوا النساﺀ

📕 ژباړه: پيغمبر و فرمايل: خبردار له دنيا او ښځې څخه پرهيز وکړئ.

(حدیث سنن ابن ماجه ج ٢ ص ١٣٢٥ اهل سنت)

محمد مسلمانانو ته وايي چې تاسو له ښځو پرهيز وکړئ خو خپله يې يوولس ښځې او د پنځه ويشتو څخه زياتې مينځې لرلې………رحمت اللعالمین.

ښځې د سړيو اسيرانې دي باید د سړيو اطاعت وکړي:

📖 من رسول الله فى حجۀ الوداع: حمدالله و أثنى عليه وذکر ووعظ ثم قال استوصوا بالنساﺀ خيرا فاﺀنهن عند کم عوان.

📕 ژباړه: پيغمبر په حجۀ الوداع کې د خداى پاک حمد او ثنا وویله او بيا يې ووېل چې د ښځو سره نيکي کوئ ځکه چې ښځې ستاسو اسيرانې دي.

(حدیث سنن ابن ماجه جلد ١ ص ٥٩٤ اهل سنت)

ښځې بايد دسړيو اطاعت وکړي:

📖 النبى خطب النبى النساﺀ ذات يوم فوعظهن وامرهن بتقوى اللَّهُ والطاعۀ لأزواجهن.

📕 ژباړه: يوه ورځ پيغمبر وينا کوله ښځو ته يې د الله په تقوا او د سړيو په اطاعت امر وکړ.

( حدیث صحیح ابن حيان جلد ١٦ ص ٥٢١ اهل سنت)

ښځه چې د ميړه اطاعت و نکړي لمونځ يې نه قبليږي:

📖 قال رسول الله اثنان لا تجاوز صلاتهما رؤوسهما عبد آبق من مواليه حتى يرجع و امرأۀ عصت زوجها حتى ترجع.

📕 ژباړه: د دوو کسانو لمونځ د سر نه پورته نه ځي (نه قبليږي) يو هغه غلام چې تښتېدلی وي تر څو چې را و نه ګرځي او بل د هغې ښځې چې د مېړه د امر اطاعت يې نه وي کړى مګر دا چې را وګرځي (جبران يې کړي)

(مستدرک على صحيحين، حدیث ٧٣٣٠ اهل سنت)

ښځه چې د کوم قوم مشره وټاکله شي هغه قوم به تباه کيږي:

📖 فقال النبي هلکت الرجال حين أطاعت النساﺀ.

📕 ژباړه: هغه قوم به هېڅکله کاميابي ترلاسه نکړي کوم چې ښځه مشره وټاکي او حتا هلاک به شي.

(حدیث المستدرک على الحيحين جلد ٤ ص٣٢٣ اهل سنت)

د پورتني حديث د تاييد لپاره د لاندې بل حديث هم راغلئ.

د کتاب نوم: د نبوي احادیثو په رڼا کې د اخرې زمانې فتنې
لیکوال: شیخ محمد اقبال ګیلاني

📖 عَنْ أَبِيْ بَکْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: لَقَدْ نَفَعَنِيَ اللهُ بِکَلِمَةٍ أَیَّامِ الْجَمَلِ، لَمَّا بَلَغَ النَّبِيَّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ فَارِسًا مَلَّکُوْا اِبْنَةَ کِسْرٰی قَالَ: «لَنْ یُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمْ اِمْرَأَةً»

📕 ژباړه: له ابوبکره نه روایت دی: چې د جمل په جګړه کې د پيغمبر یوې خبرې راته ډېره فایده راورسوله، چې په هغه وخت کې یې راته فرمایلې وه. کله چې پيغمبر پوه شو، چې فارسيانو د کسریٰ لور خپله ولسمشره وټاکله، نو ویې فرمایل: هغه قوم به هیڅکله بریالیتوب ونه مومي، چې ښځه خپله مشره وټاکي.

صحيح بخاري حديث ۷۰۹۹

📖 النبي: اذا کانت امراوکم شرارکم و اعنياوکم بخلائکم و امورکم الى نسائکم فبطن الرض خيرلکم من ظهرها.

📕 ژباړه: پيغمبر و فرمايل هرکله چې ستاسو رهبران بد خلک شول شتمن مو بخيل شول او کارونه مو د ښځو په لاس کې شول بيا تاسو د ځمکې لاندې ښه ياستئ نه د ځمکې په سر.

(حدیث سنن تر مذى ج ٣ ص ٣٦١ اهل سنت)

📝 د ماشومانو مور او پلار او يا د هغوى سرپرستان کولاي شي چې په ماشومتوب کې د انجلۍ او هلک کوزده وکړي او کله چې ماشومان لوى شول د هغوى له دې پرېکړې به اطاعت کوي.

(اهل سنت مغنى – جلد ٧ ص ٣٩٢)

د همدې حکم يا حديث په اساس محمد هم د ماشومې (٦) شپږ کلنې عايشې سره کوزده وکړه او په (٩) نه کلنۍ کې يې ورسره واده وکړ د دې په اړه د زياتو معلوماتو لپاره تاسو (طبري جلد ٤ ص ٢٩٢١) کتلئ شئ.

نارينه پر ښځو باندې فضيلت لري:

🔯 وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (۲۲۸)

📕 ژباړه: البته نارينه پر ښځو باندي فضيلت لري او پر ټولو باندې الله غالب مقتدر او د حكمت او پوهې څښتن دى.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

د ښځو حقوق په اسلام کې – دویمه برخه

اړوند مطلب

ګمراهان

ګمراهان چا ګمراه کړي؟

هغه رکم چې په قرآنکریم کې ستايل شوي دي، د دې پر ځاي چې الله …

خپل آند راسره شريک کړئ