د ښځو حقوق په اسلام کې – دویمه برخه

د حقوق بشر د نړیوالې اعلامیې شپاړسمه ماده: هر بالغ نر او ښځه حق لري چې په خپله خوښه واده وکړي په دوئ باندې د دين، مليت، او نژاد هېڅ محدوديت نشته دوی کولای شي پخپله خوښه يو له بل سره واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي، او د ښځې او مېړه حقوق يو له بل سره مساوي دي يو د بل نه هېڅ برتري نه لري. واده بايد په کامل رضایت او د دواړو په خوښه ترسره شي.

حقوق بشر

چې څومره د ټولنې احتیاجات ډیریږي او په فکري او عملي ساحو کې پرمخ ځي قانون ورسره د زیاتو قواعدو او نورو نظریاتو څخه مرتب کیږي او د وضعي قانون قواعد او اساسونه همغه خلک ږدي، چې په ټولنه حاکمیت لري او بدلون یې هم تر هغوی پورې اړه لري، نو په دې اساس قانون کومه ټولنه نه تشکیلوي، بلکې ټولنه د خپلو ضروریاتو سره سم قوانین را پیدا کوي، قانون د ټولنې تابع دی او پرمختګ یې د ټولنې تر ترقۍ پورې کلک ارتباط لري.

نو زه د وايم چې موږ هم باید د نورو پرمختلليو ټولنو په رکم د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره قوانين پخپله جوړ کړو ځکه چې د عربو مذهبي قوانين چې د څورلس سوه کاله مخکېنيو خلکو لپاره جوړ شوي وو د حقوق بشر له اوسنيو قوانينو سره په ټکر کې دي.

ښځه چې د انسان او انسانیت روزونکې او نيمه نړۍ ده. ښځه د ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي. خو د عربو د څورلس سوه کاله مخکېنيو مذهبي قوانينو کې ناقص العقله ده د مشرئ حق نه لري… او همدارنګه تاسو به په راتلونکو آياتونو او احادیثو کې وګورئ چې د غلامۍ مقام يې ورکړئ او د بې شغوره ځناورو حثیت لري….

راځو بل آيات ته:

🔯 يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِى الْقَتْلَى ۖ الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنثٰى بِالْأُنثٰى (١٧٨)

📕 ژباړه: اې مؤمنانو! ستاسې لپاره د قتل په دعواوو کښې د قصاص حكم ليكل شوی دى: كه اصيل (آزاد) قاتل وي له هماغه اصيل (آزاد) څخه دې بدله واخيستل شي او كه غلام قاتل وي؛ نو هماغه غلام دې ووژل شي؛ كه ښځه قاتله وي، نو له هماغې ښځې څخه دې قصاص واخيستل شي.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

د دې آيات مفهوم دا دى چې که چېرې يوې ښځې سړی قتل کړ نو په بدل کې به هماغه ښځه قتل کيږي خو که برعکس دغه پېښه وشي بيا خير، ځکه چې د ښځې او نر ارزښت برابر نه ده.

🔯 الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ (٣٤)

📕 ژباړه: نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چې الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چې نارينه خپل مالونه لګوي.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

په پورتني آيات کې په ښځو باندې د سړي د مسلط کېدو او اداره چي کېدو دوه دليلونه ذکر شوي، اول دا چې د سړيو واکمن کېدل په ښځو باندې د الله غوښتنه ده، دويم دليل دا چې سړئ د ښځې د ژوند خرڅ ورکوي، او په حقیقت کې خو دا دوه دليلونه دوه سره باطل دي.

لومړۍ خو د انساني علم له نظره ښځه او سړی برابر دي او دويم دا چې صرف خرڅ ورکول يو پر بل باندې د برتري دليل نشي کېدای ځکه چې ښځې، مينځې، غلامان، ماشومان، زندانيان، اسيران مجبور او ناتوانه دي دوی نشي کولی چې خپل خرڅ خوراک په داسې حالاتو کې پخپله تيار کړي.

اوس به راشو د قرآن یوه بل آيات ته:

🔯 نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنّٰى شِئْتُمْ (٢٢٣)

📕 ژباړه: ستاسي ښځي ستاسي كښتونه (کروندې) دي، ستاسي خپله خوښه ده څنګه مو چي زړه غواړي، هغه شان په خپل كښت کښي تصرف وکړئ.

سُوۡرَةُ البَقَرَة

په دې آيات کې ښځو ته پوره توهین شوی، ښځې کښت ځای (فصل) بلل شوې او له هرې خوا چې سړي وغواړي نو ورسره هم بستر کېدلی شي.

د دې آيات د نزول علت به هم وليکو چې لوستونکي پرې پوه شي د انصارو يو سړی وو چې غوښتل يې د ښځې سره د شا لخوا نيږدېوالی وکړي خو ښځه يې ناراحته شوه، بيا هغه سړي د محمد نه پوښتنه وکړه او په هماغه ساعت په محمد باندې دغه پورته ايات را نازل شو، ښه په غور سره یې وګورئ.

په پورتني آيات کښې کښت زار يا کروندګر سړی ده او کښت ښځه ده، لکه څنګه چې د کروندګر مالکیت کرونده ده هماغسې ښځه د مېړه مال ده او اسلام دا وايي چې ښځې يوازې دجنسي خواهشاتو د رفع کولو او د ماشومانو د راوړلو لپاره مناسب دي او د ښځې جنسي حق رضایت هېڅ اهمیت نه لري لکه څنګه چې پدې حديث کې راغلي:

📝 د حضرت ابوهريره رض نه روايت ده چې محمد ص و فرمايل: کله چې خاوند خپله ښځه بستر ته وغواړي او ښځه لاړه نه شي فرشته په هغه ښځه باندې تر سهاره لعنتونه وايي!

(بخاري ج ٤ ص ٤٤٨)

نو دا مبارک حدیث هم په دې دلالت کوي چې ښځه دنارينه درضا لپاره خلق شوې، د ډېرو واعظینو ځخه په ویډیوګانو کښی لیدل او اوریدل کیږی چې “ښځی دنورو تي لرونکو حیواناتوپه شان لکه خرو، غوایونو، بزو او میږو په شان حیوانات دی، لاکن انساني شکل يې د دې لپاره ورکړى چې د نارينه د آرامۍ سبب شي”. نو ددغو عقائدو په اساس ښځی انسانانې نه دي.

(بقره ٢٣٣) په دغه آيات کې اللَّهُ وايي چې ماشومان د پلار مال ده نه د مور، په دې آيات کې مور هم د غلام حثيت لري چې ماشومان وزيږوي، شېدې ورکړي رنځ او درد وګالي او هر وخت چې مېړه طلاق ورکړ ماشومان به مېړه ته پريږدي او دا به ځي. دغه دى د ښځې مقام په اسلام کې.

🔯 يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (٥٩)

📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی و نه پېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب

دغه آيات په صراحت سره دا دې خبرې ذکر کوي چې ښځې باید هېڅ و نه پيژندلئ شي، نو طبعاً د نه پېژندلو لپاره باید ښځې په ټولنه او په ټولنيزو فعالیتونو کې به ګډون نه کوي.

د دې مطلب د تاييد لپاره دغه لاندې آيات هم راغلی ده:

🔯 وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ (۳۳)

📕 ژباړه: پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ.

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب

🔯 قَالَ إِنِّىٓ أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَىَّ هٰتَيْنِ عَلٰىٓ أَن تَأْجُرَنِى ثَمٰنِىَ حِجَجٍ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ ۖ وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ اللَّهُ مِنَ الصّٰلِحِينَ (٢٧)

📕 ژباړه: د هغې پلار (موسى (ع) ته) وويل: “زه غواړم چي له خپلو دغو دوو لوڼو څخه يوه تا ته په نكاح درکړم، پدې شرط چي ته تر اتو كلونو پوري زما سره نوكري وکړې. او كه لس كاله پوره کړې، نو دا ستا خپله خوښه ده. زه پر تا سختي كول نه غواړم. ته به ما انشاء الله ښه سړی ومومې.”

سُوۡرَةُ القَصَص

مينځې خرڅږل

دغه کار ښکاره د ښځې خرڅلاو ده. د ښځې خرڅول ښځه ته توهین او سړي سره ظلم ده. ښځه په خرڅولو سره خپله آزادي له لاسه ورکوي او د مينځې په شکل د سړي په تصرف کې راځي او بل طرف ته سړی هم بايد چې د ښځې د اخستلو پيسې ورکړي او دغه کار بيخي ظالمانه دى.

د ښځې خرڅلاؤ زرګونه کاله مخکې ادامه درلوده. مثلاً د حمورابي په قوانین کې چې د ښځې خرڅول ذکر شوي دي او حمورابي ٣٧٠٠ کاله مخکې شتون درلود او همدغو قوانینو قرآن او اسلام ته هم لاره پيدا کړه خو په قرآن کې صداق يا مهر ورته وايي. او په پورتني آيات کې بله غير معقوله نکته دا ده چې شعيب وايي چې زه پر تا سختي کول نه غواړم. آيا ٨ يا لس کاله د يو سړي مزدوري کول د ښځې سره د واده لپاره سخت کار نه دی؟

🔯 فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَالّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِى الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا

📕 ژباړه: نو کومي ښځي چي صالحي دي، هغوى د فرمان منني خوى لري او د نارينه ؤ په غياب کښي د الله تر ساتني او څارني لاندي د هغو د حقوقو ساتنه كوي. او تاسي چي د كومو ښځو له سرغړوني څخه اندېښمن ياست، هغوى (لومړی) پوه کړئ، (بیا) د خوب ځايونه ورڅخه جلا کړئ او (بیا) و یې وهئ، نو كه هغوى ستاسي فرمان بردارې شي نو هغو ته د لاس غځونې لپاره بېځايه پلمې مه جوړوئ. باور ولرئ چي له پاسه الله شته چې لوى او لوړ دى.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

پدې آيات کې هم ښځه غلامه يا مينځه ده، ښځه مجبوره ده چې د سړي فرمان روي وکړي، لکه څنګه چې په پورتني آيات کې وايي چې ښه ښځه هغه ده چې د مېړه د فرمان مننې خوى ولري او د نارينه ؤ په غياب کښې د هغوی دحقوقو ساتنه کوي او که چېرې ښځه د ميړه اطاعت ونه کړي نو مېړه دې بيا خپله ښځه ووهي.

مينځې

په دې اړه هېڅ علمي او عقلي دليل وجود نه لري چې ښځه دې د مېړه اطاعت وکړي او يا مېړه دې د ښځې اطاعت وکړي، که چېرې ښځه او مېړه دواړه انسانان وي بايد په فکر او د يو بل په مشوره ژوند وکړي په دې کې اطاعت ته څه اړتیا ده؟ خو دا آياتونه په دې دلالت کوي چې ښځه انسانه نه ده، د پورتني آيات دغې نقطې ته دقت وکړئ که تاسو د ښځې د سرغړونې په اړه اندېښمن هم وئ يعني شک لرئ تاسو بيا هم کولای شئ چې ښځې ووهئ بغير د کومې محکمې او د ښځې لپاره هېڅ دعدالت غوښتنې حق هم نشته، آيا تر دې بل غير عادلانه قانون کېدلاى شي؟ ښکاره ښځو ته د حیواناتو خطاب شوی بايد هغه ووهئ تر څو د مېړونو اطاعت وکړي.

🔯 يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوٰجَكَ الّٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ (۵۰)

📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] موږ ستا لپار هغه مېرمنې حلالې کړي دي چې تا د هغو مَهر اداء کړی دى.

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب

د آيات هم د ښځې بې ارزښتوب ښکاره کوي، يعني د ښځې غوښتنې هيلې او رضایت هېڅ هم ارزښت نه لري يوازې مهر يا پيسې ورکړئ او خپل جنسي خواهشات ترې پوره کړئ.

🔯 وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسٰفِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (٢٤)

📕 ژباړه: له دې پرته چي نورې څومره ښځې دي، تاسې ته د خپلو مالونو په وسيله د هغو په لاس راوړل روا کړای شوي دي، په دې شرط چې د نكاح په چوكاټ کښې یې راولئ؛ نه دا چي په ازادي شهوت رانۍ لاس پورې کړئ. نو بيا كله چي له هغو څخه د ازدواجي ژوندانه خوند واخلئ، د هغه په بدل کي ورته په فرضي ډول مَهر ورکړئ، البته د مَهر له قرارداد څخه وروسته كه د دواړو خواو په خوښه، ستاسي په منځ کي څه كمول یا زياتول راشي، نو څه باك یې نشته. الله پوه او د حكمت څښتن دى.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

👈تاسو ته د خپلو مالونو په وسیله د هغوی په لاس راوړل روا دى کله چې د هغوی نه خوند واخلئ بيا مهر ورکړئ يانې څه؟

زما لپاره خو بيخي جالبه ده ښځه ته پيسې ورکړئ او خوند ترې واخلئ له دغو ټولو اياتونو دا ښکاري چې عربو د ښځو په اړه فکر کاوه چې ښځه يوازې د سړيو د جنسي خواهشاتو د برطرفه کولو لپاره جوړه شوې که نه نور خو په دغو اياتونو کې داسې خاص حکمت نه دى پروت.

🔯 يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (٢٦)

📕 ژباړه: الله غواړي هغه چار چلن درته څرګند کړي او د هغو پرلارو (او رسم) مو وخوځوي چې ستاسې څخه مخکي نېكان پرې روان ول، هغه ستاسې لوري ته د خپل رحمت د پاملرنې اراده لري. او الله هم د پوهې او حكمت څښتن دی.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

يعنې دغه پورته چې کوم حکمونه راغلي دي په اصل کې د مخکينيو خلکو رسم او رواج وه او قرآن ته يې لاره پيدا کړه، له همدې وجې په قرآن باندې ډېر ځله نيوکې هم شوي دي چې په قرآن کې نوي څه شی نشته ټول د هغه وخت د عربو فرهنګ رسم رواجونه جهالت بې عدالتي پکې ليکل شوي ده او خداى ته يې نسبت ورکړی ده، دا خبره بلکول حقيقت ده او په پورتني آيات سره تاييد شوې هم ده.

🔯 يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِىٓ أَوْلٰدِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنثَيَيْنِ (١١)

📕 ژباړه: ستاسې د اولادونو په اړه الله تاسې ته لارښوونه كوي چې: د نارينه برخه د دوو ښځو په اندازه ده.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

🔯 وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ (١٢)

📕 ژباړه: او ستاسې ښځو چې څه پرېښي وي، كه اولاد یې نه وي د هغه نيمايي برخه تاسې ته رسیږي. او كه اولاد یې وي بيا د تركې (میراث) څلورمه برخه ستاسې ده، البته كه وصيت یې کړی وي د وصيت له پوره کېدو وروسته او كه پوروړې وي د پور له ادا کېدو وروسته. او ښځې به ستاسې له تركې څخه، كه تاسې بې اولاده واست، د څلورمې برخې حقدارې دي؛ او كه ستاسې اولاد ؤ، نو بيا ستاسې له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو څخه.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

د ښځې وارث نيمه برخه د مېړه کيږي:

🔯 أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنثٰى١٢تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزٰىٓ (۲۲)

📕 ژباړه: ايا ستاسې لپاره زامن دي؟ او د خداى لپاره لوڼې؟ دا خو ډېر ناحقه د ټګۍ وېش شو!

سُوۡرَةُ النّجْم

🔯 مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰى وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُمْ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَلَّا تَعُولُوا (۳)

📕 ژباړه: کومې (نوري) ښځې چې ستاسې خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسې سره دا اندېښنه وي چې له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ، یا له هغو (مینځو) څخه ازدواجي كار واخلئ چې تاسې ته په لاس درغلي دي یعنې چې د هغو مالكان ياست. په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژغورل کېدای شئ.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

په پورتني آيات کې سړيو ته د څلورو ښځو جواز ورکړل شوئ دی.

🔯 يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلٰى طَعَامٍ غَيْرَ نٰظِرِينَ إِنٰىهُ وَلٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى النَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ۚ ذٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا أَزْوٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا (٥٣)

📕 ژباړه: اې مؤمنانو! د پېغمبر (ص) كورونو ته مه ننوځئ، مګر دا چې د ډوډۍ خوړلو لپاره اجازه درکړل شي، سره له دې هم (د بې وخته ورتګ سره) د ډوډۍ خوړلو منتظر پاتې نشئ. خو كه تاسې خوراك ته وبلل شئ، نو هرو مرو راشئ. خو كله چې خواړه وخورئ، نو خواره شئ، په خبرو كولو کښې مه بوختېږئ. ستاسې دغه حركتونه پېغمبر (ص) ته تكليف وركوي، خو هغه د حيا له امله څه نه وايي او الله د حقې خبرې په ويلو نه شرميږي. د پېغمبر (ص) له مېرمنو څخه كه تاسي څه متاع غواړئ، نو د پردې تر شا یې وغواړئ، دا ستاسي او د هغو د زړونو د سپېڅلتيا لپاره ډېره مناسبه کړنلاره ده. ستاسې لپاره داهېڅكله روا نه ده چې د الله رسول (ص) ته تكليف ورکړئ، او نه هېڅكله دا روا ده چې له هغه څخه وروسته د هغه له مېرمنو سره نكاح وکړئ، دا كار مو د الله په نزد ډېره ستره ګناه ده.

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب

🔯 وَمِنْ ءَايٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوٰجًا لِّتَسْكُنُوٓا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ (٢١)

📕 ژباړه: او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چې ستاسې لپاره، همدا ستاسې له جنس څخه یې ميرمنې پيدا کړې، تر څو چې تاسې له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسې (ښځي او خاوند) په منځ کښې یې مينه او خواخوږي پيدا کړه.

سُوۡرَةُ الرُّوم

د الله د نښانو له جملې څخه يوه دا هم ده چې ښځې يې د سړيو د آرامۍ او د سکون لپاره پيدا کړي…

🔯 وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُم مِّن فَتَيٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ ۚ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ (٢٥)

📕 ژباړه: او ستاسي څخه چي څوك ددې مالي وس ونه لري چې له اصيلو مسلمانو ښځو (محصناتو) سره نكاح وکړاى شي، هغه دې ستاسې د هغو مينځو له کومې يوې سره نكاح وکړي چې په لاس کښې مو وي. الله ستاسې د ايمان په حال ښه پوهیږي. ستاسو ځینې له ځینو نورو دي. له دې امله د هغو د سرپرستانو په اجازه له هغوى سره نكاح وکړئ او په د هغو مَهر ورکړئ.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

د مينځې سره هر سړئ چې و غواړي واده کولاى شئ خو د مينځې د سړي په انتخاب يا نه انتخاب کې يوه ذره واک احتيار هم نه چلیږي.

🔯 وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُمْ ۖ كِتٰبَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسٰفِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم (٢٤)

📕 ژباړه: او هغه ښځې هم پر تاسې حرامې دي چې د كوم بل چا په نكاح کښې وي (محصنات). البته هغه ښځې له دې څخه مستثنا دي چې (په جنګ کښې) په لاس درغلي وي. دا د الله هغه قانون دى چي پر تاسې یې اطاعت لازم کړای شوی دى.

سُوۡرَةُ النِّسَاء

کومې ښځې چې په جنګ کې نيول شوي وي د هغوئ سره بغير د نکاح او مهر ورکولو سړی همبستر کيدلای شي. دې ته وايي انسانيت…

تفسیر طبري


📝 غن أبى سعید الخدرى قال أصبنا نساﺀ من سبى أوطاس ولهن أزواج فسألنه النبى فنزلت والمحصنات من انساﺀ الا ما ملکت أيمانکم فاستحللنا فروجهن.

📒 ژباړه: له ابي سعيد څخه روايت دى چې (له اهل اوطاس سره په جنګ کې) مونږ ښځې اسيرانې ونيولې چې مېړونه يې لرل. بيا مونږ غوښتل چې له هغوى سره هم بستري وکړو (جنسي تجاوز پرې وکړو) په داسې حال کې چې هغوی مېړونه درلودل مونږ له پيغمبر نه پوښتنه وکړه او بيا د والمحصنات من انساﺀ… آيات نازل شو او د هغوى جنسي آلات مونږ ته حلال شول.

(تفسير طبري، حدیث جلد ٥)

دا هم باید ووايو چې دغه حديث د اسلام په معتبر ترينو کتابونو کې راغلی ده لکه صحیح مسلم، سنن نسائي، سنن ابوداوود، او داسې نور.

عربو په هغه وخت کې هم غوښتل چې په اسيرانې او واده کړل شويو ښځو باندې جنسي تېري وکړي او محمد انساني حقوق او احلاق هر څه تر پښو لاندې کړل هغوی ته يې د جنسي تجاوز حکم ورکړ. ځکه چې په اسلام کې مينځې او غلامان انسانان نه دي حتا تر حيوان هم په ټيټه درجه کې قرار لري لکه واده، کار، اوسېدل او په نورو ډېرو مواردو کې هېڅ واک نه لري او د اسلام دغه بده څېره د حقوق بشر تر ټولو ضد څېره ده چې د غير مسلمانانو ښځې د مسلمانانو لپاره په دایمي جنسي غلامانې بدلوي.

اکثره ښځې دوزخيانې دي:

📖 قال النبى أريت النار فاﺀذا أکثر أهلها النساﺀ

📕 ژباړه: پيغمبر و فرمايل :ما د دوزخ اور هم ليدلی ده زه هغه ډاروونکې صحنه نشم هيرولی. ما وليدل چې هلته اکثریت سوځېدونکيې ښځې دي.

(صحیح بحارى، حدیث جلد ١صفحه ١٩ اهل سنت)

ښځې ناقص العقله او ناقص الدين دي:

پيغمبر په حديث کې وفرمايل چې ښځې ناقص العقله او ناقص دين دي. په دې وخت کې ښځې پوښتنه ترې وکړه چې اې پيغمبرا ښځې ولې ناقص العقله او ناقص دين دي؟ پيغمبر ځواب ورکړ:

📖 قال أما نقصان العقل فشهادۀ امرأتين تعدل شهادۀ رجل فهذا نقصان العقل وتمکث الليا لى ما تفصلى وتفطر فى رمضان فهذا نقصان الدين.

📕 ژباړه: پيغمبر و فرمايل :د عقل د نقصان دليل يې په دې کې دئ چې د دوې ښځې شهادت د يوه سړي برابر دئ. او د دين د نقصان دليل يې د حيض په وجه ده چې د حيض په موده کې لمونځ قضا کوي او د روژې په مياشت کې روژې ورڅخه پاتې کيږي.

(صحیح مسلم، حدیث جلد ١صفحه ٨٦ اهل سنت)

👈 د ښځې په ناقص العقله پيدا کولو کې به د الله پاک څه حکمت وو؟

👈 ایا دا به ګټمن نه وای چې ښځو ښه عقل درلودی تر څو د خپلو خاوندانو او کورنیو سره یې په چارو کې مرسته کولای؟ څه مشکل به پېښ شوی وی که چېرې ښځو کامل عقل درلودی؟

👈 په کامل عقل سره یوه ښځه کولای شي چې له بدو اعمالو څخه ځان را وګرځوي او ښه کارونه ترسره کړي او له خلکو سره مرستې وکړي؟

👈 ایا نن چې ښځې کومه خطا کوي نو مسؤلیت یې بېرته خدای پاک ته نه ور ګرځي ځکه چې الله پاک ناقص العقله پيدا کړي او دوی خو د دې اختیار نه لرلو چې په خپله خوښه ځانونو ته عقل انتخاب کړي؟

👈 بله خبره دا چې د اسلام خوږ پیغمبر څلور نارینه یاران درلودل او ۱۱ دانې ناقص العقله ښځې یې درلودې نو ولې د الله رسول له دومره ډېرو ناقص العقلو سره ژوند کاوه؟

ماته مې خپل فکر دا وايي کله چې ښځې په کور کښې وساتو، تعلیم ورنکړو، شاوخوا چاپېریال ور ونه ښيو نو د دوی خوارانو ماغزه به څنګه انکشاف وکړي؟

ځکه ماغزه خو په تجربه او تعلیم لوړیږي او انکشاف کوي، دا چې د افغانستان ښځې د نارینوو په نسبت په تعليمي لحاظ کښته دي نو عمده دلیل یې همدا دی چې دوی په کور کښې ساتل کیږي خو دغه د کم عقلئ خبره بیا په غربي نړۍ کې نشته.

د نړۍ لومړی کامپیوټري پروګرام یوې ښځې جوړکړی، د فیزیک د علم په برخه کښې د نوبل جایزې هم ځنیو ښځو ترلاسه کړې، یعنې که څوک په ګوګل کې پلټنه وکړي نو وبه ګوري چې ښځو څومره په ساینسي ډګر کښې رول لوبولی خو پوښتنه دا ده چې څنګه ناقص العقله په دې بریالۍ کيږي چې داسې اختراعات وکړي؟

👈 وروستۍ پوښتنه دا چې دا څنګه امکان لري چې له یوه ناقص العقله انسان څخه دې کامل العقله انسان نړۍ ته راشي؟ ایا د پيغمبرانو خویندې، میندې او مېرمنې ټولې ناقص العقله وې؟

په اسلام کې غلام د اساسي انساني حقوقو محروم دى. په جنګ کې چې کومې ښځې ونيولې شي په هغوئ باندې دایمي جنسي تيری او له هغوئ غلامې جوړول په اسلام کې روا دي.

د غير مسلمانانو په اړه په قرآن کې ډېر آياتونه شته چې په ځينو آياتونو کې راغلي غير مسلمانان د ژوند حق نه لري و يې وژنئ او په ځينو آياتونو کې د مسلمانانو د حکومت لاندې غيرمسلمانان د زياتره اساسي حقوقو محروم دي لکه آزادي او د حکومت د تشکيل حق نه لرل، په نظامي تشکيلاتو کې حق نه لرل، په حکومت کې د مشارکت حق نه لرل، د دين لپاره د تبلیغ آزادي نلري، او د عبادت لپاره د تعمیر جوړولو حق نه لري، غير مسلمانان به حکومت ته مشخصه ماليه ورکوي چې په مسلمانانو باندې د هغې ماليې ورکول نشته، بس يوازي به د اسلامي حکومت اطاعت کوي.

په اسلام کې د بل چا ښځه هم ځان ته نکاح کولای شئ حتا که یې زوى هم بللی وي مطلب د زوى په څېر مو په کور کې را لوى کړی وي بيا هم د هغه په ښځه قبضه کولای شئ پروا نه لري، لکه محمد چې د زيد په ښځه باندې قبضه وکړه. زينب بنت جحش يې ځانته نکاح کړه چې په تېرو ليکنو کې مو په اړه بحث وکړ.

تر دې ځايه ستاسو ټولو لوستونکو څخه مننه کوم

د ښځو حقوق په اسلام کې – لومړۍ برخه

اړوند مطلب

ګمراهان

ګمراهان چا ګمراه کړي؟

هغه رکم چې په قرآنکریم کې ستايل شوي دي، د دې پر ځاي چې الله …

خپل آند راسره شريک کړئ