ایا حضرت محمد له حضرت آدم مخکې شتون درلود؟

له هندوستان څخه یوه ورور چې اوس مهال په دارالعلوم دیوبندي کې یې نوې زده کړې پيل کړې پوښتلي چې دا څرنګه امکان لري چې یو شخص دې هم لومړنۍ پيغمبر وي او وروستی؟ د بېلګې په توګه حضرت محمد سردار کونین (صلی الله عليه وسلم) به (حديث مرفوع) ۳۵۲ کې فرمایلي:

📖 حَدِيثُ: “كُنْتُ نَبِيًّا وَآدَمُ بَيْنَ الرُّوحِ وَالْجَسَدِ”

📕 ژباړه: زه هغه وخت پيغمبر وم چې کله حضرت ادم (ع) د روح او وجود تر منځ وو.

📖 حَدِيثُ: “كُنْتُ نَبِيًّا وَآدَمُ بَيْنَ الْمَاءِ وَالطِّينِ”

📕 ژباړه: زه هغه وخت پيغمبر وم چې کله حضرت آدم (ع) د اوبو او خټې تر منځ وو.

هغه ويلي چې حضرت ادم (ع) خو د تورات، انجيل او قران له نظره لومړنی انسان وو او د حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) د پيدایښت خو یوازې ۱۵۰۰ کاله هم لا نه کېږي نو بیا څنګه له خپل پيدایښت څخه مخکې لومړی پيغمبر شو؟

فکر کوم لکه چې رحمان بابا هم هغه وخت په احساساتو کې راغلی وو او دغه شعر یې ویلی:

که صورت د محمد (ص) نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنیا

ملګرو که تاسې په دې موضوع لږ رڼا واچوئ نو موږ به مو هم له علمي ځوابونو څخه مستفيد شو.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

اړوند مطلب

بیت المقدس

د مکې مشرکینو د ابراهیم سنت په ځای کول؟

د قریشو د بت پرستۍ کیسې ډېره زمزه کېږي. مسلمانان ادعا لري چې محمد د …

خپل آند راسره شريک کړئ