آیا په مړو کيمیاوي مواد شيندل جواز لري؟

وطنمل صیب پوښتنه کړې وايي زما يو ډاکټر دوست په يوې تحقیقاتي ليکنه کار کوي، هغه راته وويل چې د اسلام پيران او د کعبې شیخان له هغو حاجیانو څخه چې د حج په مراسمو کښې په حق رسيږي د بدن غړي لرې کوي او وروسته یې بیا پر بدن داسې کيمياوي توکي استعمالوي تر څو د هغوې جسدونه ژر له منځه ولاړ شي او هغه مځکه راتلونکي کال ته د نورو مړو د ښخولو لپاره تياره کړی، هغه وايي چې آيا دا کار په اسلام کې جواز لري؟

او که چېرې جواز لري نو پدې هکله کوم منطقي دلائل شته؟

کوم قراني آيات، حدیث، يا د جهیدو علماءو کوم منشور شته چې د شیخانو دغه کړنو ته کوم شرعي دلائل وړاندې کړي ځکه ما خو پدې هکله کوم شرعي ځواب پیدا نکړ؟

نو له دې کبله د پيرانو، شیخانو، ملایانو، طالبانو، پنجپیریانو، جهادیانو او ۱۵ ځله حج ته تللو حاجي صاحبانو څخه په خورا درنښت هيله کوم که ددغه پوښتنې ځواب او یا په دې هکله کوم شرعي حکم شتون ولري چې زمونږ سره یې شريک کړي.

هيله ده چې د وطنمل صیب دغه پوښتنې ته د ښکنځلو پر ځای علمي او منطقي ځواب ورکړئ تر څو تصلي یې وشي.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

اړوند مطلب

بیت المقدس

د مکې مشرکینو د ابراهیم سنت په ځای کول؟

د قریشو د بت پرستۍ کیسې ډېره زمزه کېږي. مسلمانان ادعا لري چې محمد د …

خپل آند راسره شريک کړئ