د مکې مشرکینو د ابراهیم سنت په ځای کول؟

د قریشو د بت پرستۍ کیسې ډېره زمزه کېږي. مسلمانان ادعا لري چې محمد د قریشو بتان مات کړل مګر پوښتنه داده چې قریشو د صفا او مروا تر منځ په منډو، مقام ابراهیم، توره تیږه، طوافونو او ورته نورو مذهبي کړنو او نښو څه کول؟

په بت پرستۍ کې خو دې ته اړتیا نشته. همدارنګه بت پرستۍ کې د ابراهیم په دیني رسوماتو کار نه لري. که دا مهم وی خو یهودو او عیسویانو ته به یو څه مهم وو نه قریشو ته.

یا خو همدا بت پرستي ده او یا دا چې د بت پرستۍ خونې شاوخوا دا نښې نوې ور اضافه شوې.

ستاسې اند څه دی؟

اړوند مطلب

استرالیا

د استرلیا اور او خدای – زما سره خو یې ځواب نشته ملګرو!

له اسټرلیا څخه د عبدالولي حنفي په نامه یوه وروره پوښتنه رالېږلې وايي زه د …

یوه تبصره

  1. خواجه صابر.

    محترمه ګهيځ صاحب!
    ستاسو دپوښتنو ځوابونه زما له خوا نور ټول داسلامې ادبیاتو په اساس دې لاکن یوه تاریخی خبره باید وړاندی کړم چه: په تاریخ کښی ابراهیم ع. زموږ کنیزی انا هاجر او دهغی زوی اسماعیل مکه اوکعبه په سترګو هم ندی لیدلی ځکه چه دوی هیځ وخت هلته سفر اوسکونت ندۍ کړۍ. دایوه درواغ افسانه ده چه مسلمانانو اودهغوی لوی رهبر جوړه کړي اواوس هغه متل ځینی جوړ شو چه: چیزیکه درکان نمک رفت نمک شد. مګر رابه شو ستاسو ځواب ته:
    اجازه راکړه چه يوځه لنډ یی ووایم چه کیسه ډیره اوږده نشی.کله چه قصی ابن ګلاب دمحمد دنبیری په سلسله کښی شپږم نیکه دعربو قباییلو ته دبتانو کښینولو اجازه په مکه کښی ورکړله اودهغه وخت نه راپه دی خوادحج دارام اداکولو لپاره يی ذی القعده، ذی الحجه، شعبان اورجب دحرام میاشتی وټاکلی نودادحج مراسمو شروع وکړله چه اصلی مقصد يی دقریشو اقتصادی ګټی وی.هرچا دخپل بت چه مجموعا 360 بتان وه په خپله خوښه عبادت کولو.دقریشو بتان لکه هپل، الله اودالله ج.ج لورانی لات، منات اوعزی په کعبه کښی دننه ولاړوه او.دصفا اومروی دمنډو فلسفه ددوو یمنو زیارت کوونکو کیسه وه چه دکعبی په داخل کښی مینه ( زنا) کړی وه او پس له هغه په ډبره بدل شولاو په دی دوو مقامونوکښی نصب کړل او محمد ص. دهغه نه دخیالی اسماعیل اودهغه دمور دتندی اودمنډو افسانه تیاره کړله. حجر الاسود خو تکه سپینه دجنت ځخه راغلی ډبره وه چه دډیرو ګناهکارو او خصوصا دناپاکو ښځو دمچی کولو په نتیجه تکه توره شوله لاکن موږ دادکوس په شکل جوړه شوی ډبره اوس هم مقدسه ګڼو او په ځټلو يی ثوابونه ګټو.خصوصا زموږ خواږه نبی به داکار په ډیره علاقه کولو چه خپل یار حضرت عمر ددی کار ځخه نفرت کیدلو..او باید وراضافه کړم چه دکعبی کونجونه دابراهيم، هاجر اواسماعیل په مقامونو نومول شوی دي.هغه خوارانو ولا که په خبر هم وی.اودشیطان شکل يی دیوال ته ورکړۍ دۍ.نو لنډه داچه دادحج کلتور همغه پخوانۍ بت پرستی ده چه اوس دالله ج.ج.له خواداسلام دمهمو ارکانو ځخه دۍ.او هرکال عربستان ته تر شلو ملیاردونو ډالرو زیاتی پیسی راوړی.نوکه چیری په تاریخی سترګه بیله مقدسو عینکو ورته وګورو دادعربستان پخوانۍ بت پرستی ده چه دابراهيم اودهغه له ټبر سره هیځ ارتباط نلری. نوپه دی ډول اسلام په درواغو او غلطو پایو بنا شوۍ اوترځو چه حماقت وی دابه دوام لری له دی کبله ویل کیږی چه احمقان تر نورو انسانانو الله ج.ج.ته ورنږدي دی..
    معذرت غواړم چه تبصره يوځه اوږده شوله.
    په درنښت.

خپل آند راسره شريک کړئ