عبيدالله وردګ له مسکو څخه پوښتنه کړې وايي خدای پاک (ج) په قران عظیم الشان کې فرمایي چې انسان مو له وچې خټې څخه جوړ کړی:
🔯 وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿٢٦﴾
سورة الحجر
📕 ژباړه: او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه.
وايي نو دا نور په ميليونو مختلف ژوي له څه شي څخه جوړ شوي که دیني عالمان په دې مورد علمي او منطقي ځواب راته راکړي نو زړه به مې تسکين شي.
سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)