سپرم په کوم ځای کې جوړيږي؟

‌اسلم خپلواک ورور له کابل څخه ليکي وايي زه د طب پوهنځۍ د لومړي کال زده کوونکی او غواړم زما دا پوښتنه راته پر خپله پاڼه مطرح کړئ:

هغه وايي الله (ج) پاک په خپل مقدس کتاب قران عظيم الشان کې فرمايي چې انسان مو له نطفې څخه پیداکړی او دا نطفه د انسان د ملا د تیر او پوښتۍ ترمنځ جوړیږي.

🔯 خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ ﴿٦﴾ يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ﴿٧﴾

📕 ژباړه: دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى. چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي.

سورة الطارق

خو زموږ د پوهنتون په ساینسي کتابونو کې راته ویل کېږي چې د انسان سپرم د انسان په خایو (خوټو) کې جوړیږي نه دا چې په ملا یا پښتۍ کې جوړیږي نو زه اوس څه وکړم او د چا ومنم، بدبختي دا ده چې ملایان مو په ساینس نه پوهېږي او ساینس پوهان مو بیا تر ډېره په ديني مسایلو نه پوهېږي نو هيله ده چې داسې یو علمي او منطقي ځواب راته راکړئ چې قناعت مې هم حاصل شي او ايمان مې هم ضايع نشي.

هيله ده ملګرو د دې ځوان پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه وليکئ او دغه ځوان له دغه ذهني بحران څخه وباسئ.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

اړوند مطلب

بیت المقدس

د مکې مشرکینو د ابراهیم سنت په ځای کول؟

د قریشو د بت پرستۍ کیسې ډېره زمزه کېږي. مسلمانان ادعا لري چې محمد د …

خپل آند راسره شريک کړئ