سینوهه د لرغوني مصر د یوه فرعون «اخناتون» خاص طبیب و. ده له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې، پر پاپیروس خپلې خاطرې لیکلې وې چې وروسته بیا د کیندنو پر مهال د لرغونپوهانو لاس ته ورغلې.
فنلندي میکا ولتاري د همدغو خاطرو او نورو مطالعاتو له مخې یو لوی په زړه پورې تاریخي ناول ولیکه چې راوي یې سینوهه دی.
په دې ناول کې د لرغوني مصر او شاوخوا سیمو د وګړو، دولتونو، سیاست، اقتصاد، کلتور، هنر، خدایانو، جنګونو او سولو په اړه داسې څه لولو چې د لرغون پېژندونکو څېړنو هم تایید کړي دي.
دا کتاب چې ښاغلي ډاکتر محمد عیسی ستانکزي ژباړلی دی، د غټې کچې ۸۹۴ مخونه لري خو زه یې په لوستلو ستړی نه شوم.
څوک به وايي چې دا خو به د اثر د لیکوال کمال وي چې خپل ناول یې ښایسته لیکلی دی، یا به دا وايي چې موضوع یې په زړه پورې ده، تلوسه لري … او نور دلیلونه به یاد کړي.
د دوی دلیلونه به سم وي خو که ژباړونکي سم او په خوږه روانه ژبه نه وای ژباړلی، زه به یې لوستلو ته نه شوم ټینګېدای. څلور – پنځه کاله مخکې د پکتیا پېژندنې سیمینار ته تللی وم. د سیمینار په ویاړ څو مهم کتابونه چاپ شوي وو.
په دغو کتابونو کې د فلسفې او لرغونپېژندې کتابونه هم وو چې زما د خوښې موضوعات دي خو د دغو کتابونو د څو مخونو په لوستلو سره دومره ستړی شوم چې بیا مې یې تر ننه مخ هم نه دی کتلی ځکه چې ژباړونکو خراب ژباړلي وو.
ښاغلي ستانکزي د سینوهه په ژباړه کې دومره خوندوره ژبه کارولې ده چې ان اوږدې جملې یې هم سړی په یوه ساه لوستلای شي او په لوستلو کې یې ستونزه نه احساسوي، لکه دا:
«د انسان یو شی هېڅکله نه بدلېږي او هغه د ده ناپوهي ده. که یو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شي، نو زموږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تېروتی وي چې تر موږ مخکې یې د اهرامونو د جوړېدا په وخت کې ژوند کاوه.»
د محتوا په لحاظ دا کتاب کمساری دی. د دې کتاب لوستل د لوستونکي معلومات زیاتوي، لید یې پراخوي، د انسان په پېژندنه کې ورسره مرسته کوي او په رازونو یې خبروي.
ډیر ښه0%
ډیر ښه0%
ښه0%
عادلانه0%
غریب0%
No results available