د دې کتاب پيل به د سينوهه کتاب له یو څو جملو څخه وکړم او هغه ویلي:
«تر هغه وخته چې انسان نوي شیان او پېښې نه وي لیدلې نو ځان بشپړ ګڼي خو له هغه وروسته چې پوه شي، د هغه پر معلوماتو او علمونو سر بېره په نړۍ کې ډير نور علمونه او معلومات هم شته نو ځان ورته کوچنی ښکاري او همدغه وخت په خپل عیب پوهېږي. له همدې امله بې علمه او بې خبره کسان ډير ژر مغروره کیږي، ځکه چې فکر کوي په ټولو شیانو پوهیږي او په نړۍ کې تر ده لوړ او تکړه بل څوک نشته. له همدې کبله چې ګورو یو نارینه یا ښځينه کبر لري او موږ ته په کمه ستر ګه ګوري، باید پوه شو چې هغه ډير احمق او ناپوه دی او له دې کبله چې په څه نه پوهیږي، تجربه نه لري نو ځان تر نورو لوړ ګڼي.
ما غوښتل چې حقیقت واکمن وي او دروغ، ریا او چل ول له منځه ولاړ شي، خو په دې نه پوهېدم چې د انسان په ژوند کې حقیقت واکمنول ناشونی کار دی او هر څوک چې رښتیا وایي او غواړي په رښتینولۍ ژوند وکړي نو باید هر څه له لاسه ورکړي او زه باید ډېر نېکمرغه سړی و اوسم چې تر اوسه مې خپله شتمني ساتلې ده.
تر هغه چې انسان ژوندی دی احمق به وي او تشې وعدې او درواغ به یې غولوي، په هر وخت او په پړاو کې د وخت له غوښتنو سره سم به هغه ته درواغ ویل کېږي او هغه به هم په شور او ولولې سره دغه درواغ او چټیات مني. په درواغو او چټي وعدو او هغه زیري باندې باور کول چې هېڅکله به عملي نشي، د انسان له خټې سره اخښل شوې ده. انسان له حقیقي پېښو څخه افسانې ته ډېره ترجېح ورکوي.»
دا هغه خبرې دي چې سینوهه زرګونه کلونه مخکې کړي او د ننني عصر سره بلکل صدق کوي.
د انسان په ژوند کې پوهه تر ټولو ستره تراژیدي ده، کله چې د انسان د مذهب په نامه سوداګرۍ، د ملګرتیا په نامه ګټپالنې، د علم او د سياست په نامه په مداریتوب باندې سرخلاص شي نو د دردونو او کړاوونو اور يې په زړګي بل شي، نه قاطع په څلورو روان اکثریت پوهولای شي او نه هم قاطع په خبره پوه اقليت په اکثريت بدلولای شي. په داسې چاپیریال کې د آرام ژوند لپاره مطالعه او ژور فکر قاتل زهر دي.
تېر کال مې له شېخ الحديث او عرفان سره وعده کړې وه چې کال ته به بیا له خیره ستاسې سره یوه چېله لګوم او دا دی ستاسې ملګرو د دوعاګانو له برکته سږ کال یو ځل بیا وتوانېدم چې د الله او د رسول په لاره کې څلوېښت ورځې ولګوم او د شېخ الحديث د احاديث په ذريعه خپل او ستاسې دوستانو ايمانونه تازه کړم، هيله ده چې تر پایه ملتیا راسره وکړئ او همداراز دا کتاب تر خپلې وسې درسره شريک کړئ.
ډیر ښه0%
ډیر ښه0%
ښه0%
عادلانه0%
غریب0%
No results available