مسلمانان په ډېرې لیوالتیا سره دا ادعا کوي چې قران د غلطیو څخه پاک کتاب دی چې د کایناتو د خالق لخوا رامېنځته شوی. د دې ادعا د ثابتولو لپاره دوی ډېری وختونه دغه آیت رانقل کوي:
🔯 قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿٨٨﴾
📕 ژباړه: ووايه كه انسانان او پيريان ټول لاسونه يو كړي د دغه قران غوندې كوم شي دراوړلو هڅه وكړي نو رابه يې نه شي وړلى كه ټول يو له بل سره مرسته وكړي هم.
۱۷ سورة الإسراء – ۸۸ آیت
د دې آیت معنی دا ده چې په نړۍ کې هیڅ څوک نشي کولی له قران څخه غوره کتاب جوړ کړي. د اسلام د نورو ډېرو تشو ادعاوو په څیر دا هم یوه بې ځایه ادعا ده کومه چې په اسانۍ سره رد کیدی شي. په نړۍ کې بې شمېره کتابونه لیکل شوي چې له قران څخه غوره ارزښت لري ځکه چې همدا کتابونه د غیر اخلاقي ارزښتونو ملاتړ نه کوي لکه غلامي، د ښځو ربړول، جهاد، غلا، تاوتریخوالي، د کافرانو له وژنې او د جنسي تېريو څخه کرکه.
د دې دلیل او ادعا په ذهن کې په لرلو سره راځئ چې قران تحلیل کړو او وګورو چې ایا دا واقعاً یو غوره کتاب دی او د خورا معقول ذهن جوړښت دی؟
لومړۍ پوښتنه چې د دې کتاب له لوستلو وروسته ستاسو ذهن ته راځي هغه دا ده چې ولې خدای دومره پیغمبران او رسولان خلکو ته د هغه پیغام رسولو لپاره رالېږلي؟
ځکه په اوسنيو وختونو کې غوره او مناسبه لاره دا ده چې مخامخ خبرې وکړل شي یا یو څه ورته تدریس کړل شي نه د کتاب او رسالو یا نورو انسانانو له لارې معجزې او د پردې شاته منافقت. او حتی خدای پخپله هم دا کولی شي چې یو ځل ټولو انسانانو ته دا درس ورکړي. نو بیا ولې دومره انسانان (کومو چې د پېغمبرۍ دعوې کړې) رالېږي او ورته اړمن شي؟
که زه نن ورځ یوه ویډیو جوړوم، نو د دې پیغام د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ډیری خلکو ته رسيږي، کله چې محمد صلعم په هغه وخت کې د خدای پيغام تر نورو خلکو د رسولو لپاره یې ډیر وخت ونیو او خورا ستونزمن و.
دویمه پوښتنه دا راپورته کېږي چې ولې خدای ځانګړې ژبه غوره کړې او هغه هم يوه داسې ژبه چې په اسانۍ سره تحریف کېدی شي؟
دلته به مسلمانان دا ووایی چې پدې توګه خو هره ژبه په اسانۍ سره تحریف کېدی شي. هو؛ دا ریښتیا ده چې په هره ژبه کې بدلون او ردوبدل راوستل کېدی شي، خو دا یوه انساني ستونزه ده. نو ایا د خدای لپاره به دا کومه لویه خبره وه چې هغه یوه داسې ژبه جوړه کړې وای چې چا بدلون نه شوی پکې راوستلی، په داسې حال کې چې دا هغه قادر خدای دی چې هر څه کولی شي، ایا داسې نه ده ؟؟؟
مسلمانان دعوه کوي خدای یو قادر مطلق ذات دی چې د هغه له امر پرته حتی په ټول کاینات کې یوه پاڼه هم حرکت نشي کولی، نو ولې هغه نشو کولی داسې یوه ژبه رامینځته کړي یا غوره کړي چې د ټولو انسانانو سر پرې خلاص شي یا پرې پوهه شي او د هيڅ بدلون او ردوبدل لپاره اسانه نه وي؟
راځم بلې پوښتنې، دا راته ووایاست چې په نړۍ کې داسې کومه ژبه ده چې ویل شوې ويناوې نشي بدلیدلی او نه تحریف کیدلی شي؟
تاسو د ریاضیاتو په اړه څه فکر کوئ؟ ساینسپوهان وایی دا یوه نړیواله ژبه ده، هر انسان پرې په اسانۍ پوه کیدی شي او پدې کې موجوده بیانونه غلط تشریح کیدی نشي ځکه چې دوی په هر لحاظ یو شان معنی او بڼه لري. دلته به مسلمانان ووایی چې ستاسو مطلب دا دی چې خدای د ریاضیاتو په ژبه کې موږ ته خپل پیغام ولې نه رسوي؟
زه به ووایم هو دا به غوره انتخاب و، ځکه چې د E=MC squared غلط مفهوم نه شي جوړېداى.
هرکله چې یو ترهـــــګریز برید وشي، نو مسلمانان په جوش او وياړ سره وايي چې دا خلک ګمراهان دي کوم چې دوی دا هرڅه د اسلام تر نامه لاندې ترسره کوي، او دوی د اسلام په سوله ییزه معنی نه پوهېږي.
زه غواړم تاسو له دوی څخه دا پوښتنه وکړئ چې خدای خو کولی شوای چې دا کتاب په ساده ژبه یا سټایل کې لیکلی وای چې د غلطې تشرېح او توضيحاتو پکې امکان نه وای. ایا د خدای لپاره دا کار کوم ستونزمن کار و؟
د بېلګې په توګه دا آیة وګورئ:
🔯 وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٤٤﴾
📕 ژباړه: مسلمانانو! د الله په لار كښې وجنګېږئ او ښه وپوهېږئ چې الله اورېدونكى او پوه دى.
۲ سورة البقرة – ۲۴۴ آیت
دا پورتنی ایة دوه وضاحتونه او ماناوې لري:
تاسو کولی شئ په اسانۍ سره يې اټکل وکړئ چې مسلمانان به د دې آیة کوم ډول مانا واخلي؟
داعـــــش، ټا لــــیب، الــــقاعــــده، جــــيش محمد او مجـــــاهـــــدین به د دې آية لومړنۍ توضیح په سم ډول پېژني او د نن ورځي لیبرال ډوله مسلمانان د دې ایة دویم وضاحت په ښه ډول پېژني.
بل آیة وګورئ:
🔯 كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٢١٦﴾
📕 ژباړه: تاسې ته د جنګ امر شوی دى او هغه تاسې ته ناكاره دى كېداى شي چې يو شى تاسې ته ناكاره وي او هماغه ستاسې له پاره ډېر غوره وي او كيداى شي چې تاسې يو شى خوښوئ او هماغه ستاسې له پاره بد وي الله پوهېږي تاسې نه پوهېږئ.
۲ سورة البقرة – ۲۱۶ آیت
دلته بيا ځینې مسلمانان ادعا کوي چې خدای دوی ته ويلي چې د خپل دفاع لپاره مبارزه وکړئ. او ځینې بیا وايي چې خدای د کافرانو سره د جنګ کولو امر کوي. نقطه همدا ده چې تاسو کولی شئ دا آیتونه کوم ډول چې ستاسو زړه غواړي تشرېح یې کړئ.
راځئ چې اوس په دې (د کائناتو د خالق) قران کې بیانات د یو لږ هوښیار کس د بیان سره پرتله کړو:
“په فضا کې د رڼا څخه هیڅ شی نشي کولی ګړندی او تېز سفر وکړي.” (البرټ اینسټاین)
زه فکر کوم چې هیڅ امکان دې ونلري. زه په دې وینا یوازې دومره پوهېږم کومه چې پورته خورا اسانه او څرګنده لیکل شوې کومه چې د ساینس او ریاضي دواړه لخوا تائید شوې ده. د البرټ اینسټاین. د دې وینا پوره سل کاله وشول، خو هېڅوک یې د ردولو توان نلري. که د البرټ اینسټاین په څیر یو عام انسان یوه داسې ساده خبره ویلی او کولی شي چې څوک یې نه رد کولی شي او نه یې تحریف کولی شي. نو ولې یې خدای نه شي کولی؟
درېیمه پوښتنه چې ذهن ته راځي هغه دا چې ایا همدا ابراهیمي خدای دومره نا اهله او بې کفایته دی چې د خپلو پخوانیو کتابونو لکه انجیل او تورات په ساتنه کې یې پاتې راغلی او له دې دوو ناکامیو څخه یې هېڅ درس نه دی زده کړی؟
برعکس هغه د بل ځل لپاره فکر کاوه چې زه به واقعاً داسې یو کتاب جوړ کړم چې له غلطیو او تحریفونو څخه سپېڅلی، بشپړ او جامع به وي خو هغه بیا هم ناکام شو. ځکه چې خلک کولی شي په اسانۍ سره د دې کتاب آیتونه تحریف کړي او د خوښې وړ تفسیر ورڅخه ترلاسه کړي. نو ایا (د ټول کاینات خالق او مالک) نشي کولی چې د داسې ادنا انسانانو چې د هغه د سپېڅلي کتاب د غلطې تشریح او وضاحت مخه ونیسي ؟ ولې؟؟؟
لږ نور فکر وکړئ چې ولې هغه تر موږ انسانانو پورې د خپل پیغام د رارسولو لپاره پیغمبرانو ته اړتیا ولرله یا یې لاره ورته هواره کړه؟ هغه کولی شوی چې د هر انسان ذهن ته خپل (پیغام) پخپله واستوي یا ور انسټال کړي. ایا دا کړنه د یوې داسې قدرت لرونکې ادارې لپاره ستره معامله ده چې کولی شي همداسې څه وکړي؟ یا که هغه په خپله خوښه داسې وکړل ترڅو خلک د هغه پیغام غلط وګڼي او په دوزخ کې یې وسوځوي؟
یوه وروستۍ خبره دا چې ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ولې خدای په پخوانیو وختونو کې ټولې معجزې ښودلې او ولې یې اوس نه ښیي؟
په هرحال که خدای موږ ته پدې وخت کې معجزې وښیي نو موږ به وکولی شو همدا معجزې د راتلونکي نسل لپاره record کړو. موږ د دې معجزو د خوندي کولو لپاره (د عکسونو یا فلمونو په بڼه) وسیلې او اسانتیاوې لرو.
یا داسې شوي وای چې موږ په هغه زمانې او وخت کې زېږېدلي وای او د عیسی، محمد صلعم، موسی او ابراهیم په شاوخوا کې مو ژوند کولی. ځکه چې پدې توګه موږ کولی شوی موږ ووینو چې څنګه ابراهیم د خپل زوی قرباني کوله او څنګه ورته په ناڅاپي ډول یو پسه غیبانه ورته راغی یا مو لیدلی چې څنګه د نیل سیند په دوه برخو ویشل کېده، څنګه عیسی د اوبو په سر روان او منډې وهلې، څنګه محمد صلعم سپوږمۍ دوه ټوټې کړه، څنګه محمد صلعم په براق “الوتونکي خــــرې” باندې اسمانونو ته پرواز وکړ او د خدای لیدو ته ورغی.
(ایا تاسو ټول پوهیږئ چې د دې پېښو هیڅ یوه پېښه هم د بل چا لخوا نه ده لیدل شوې. په اسلام کې د دې پېښو هیڅ ډول سند شتون نلري، نه پیغمبرانو ویلي چې داسې پېښې شوې دي. بس د هغه وخت خلکو له محمد صلعم سره موافقه وکړه او وروسته یې دا ټول په یو کتاب کې راټول کړل او د راتلونکو نسلونو لپاره یې وساتل، او دوی دا تمه لرله چې دا به پرته له تحقیق او څېړنو څخه ولوستل شي او تعقیب په یې کړي.
خدای ډېره جالبه لوبه راسره کړې ده چې په ړوند تقلید سره دغه ټول خرافات او پېښې په پټو سترګو ومنو ځکه چې په حقیقت کې خلاصې سترګې او عقل هیڅکله په داسې خرافاتو او پیښو باور نه کوي.
تاسو پدې آیة کې څه فکر کوئ؟
🔯 وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿١٩١﴾
📕 ژباړه: له هغوسره وجنګېږئ هرچېرته چې ورسره مخامخ شئ، هغوى وباسئ له كومه ځايه چې هغوتاسې ايستلي يئ؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى خو فتنه له هغه نه هم ډېره بده ده او مسجد حرام ته نژدې چې ترڅو هغوى له تاسې سره نه وي جنګېدلي تاسې هم ورسره مه جنګېږئ، خو تر څو چې هغو هلته له جنګېدو نه لاس نه وي اخيستى؛ نو تاسې هم بې له كومې اندېښنې هغوى ووژنئ چې دداسې كافرانو همدا سزا ده.
۲ سورة البقرة – ۱۹۱ آیت
زه د یو دور انسان یم او زه کولی شم د دې آیة څخه ډیری مطلبونه او ماناوې واخلم ترڅو دا زما د مانا مطابق وکاروم او بیا زه وکولی شم دا زما د غوښتنې سره سم وکاروم. دلته د یوې خبرې سړي کولی شي په اسانۍ سره ووایې چې “ارین خان پکتين” بغاوت خپروي او دا د مسلمانانو دنده ده چې هغه ووژني.
تاسو پوهیږئ لکه څنګه چې په ورته ډول ديني عالمان او مجاهدین ځوانه طبقه مسلمانان کاروي:
د نن ورځې موډرن مسلمانان وايي چې دا د دې آیتونو ریښتیني مانا نه ده، نو زما پوښتنه دا ده چې ولې هغه خدای (چې د لامحدود عقل او شعور لرونکی دی) خپل کتاب په داسې ژبه یا ټکو کې ندی لیکلی چې له هغه څخه نور خلک غلطه تشرېح او تفسیر وکړي؟ اخر ولې؟ ولې هغه غوره ټکي ورته غوره نه کړل؟
نن ورځ په نړۍ کې په زرګونو دیني عالمان شتون لري چې دوی هر یو د خپل فکر مطابق د قرآن تفسیر کړی دی. راځئ چې د قران په بیانونو کې ځینې عامې مسئلې وګورو:
سربیره پردې په قران کې ځینې داسې آیتونه هم شتون لري چې په بشپړه توګه غلط دي. لکه:
🔯 سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٦﴾
📕 ژباړه: پاك دى هغه ذات چې هغه د ټولو اقسامو جوړې پيدا كړې كه هغه دځمكې له نباتاتوڅخه وي يا پخپله د دوى له جنس (يعنې انسانى نوعې) څخه يا له هغو شيانو څخه چې دوى يې حتى پېژني قدرې هم نه.
۳۶ سورة يس – ۳۶ آیت
اوس تاسو د Whiptail په نوم تپلي ته وګورئ. کوم چې بشپړ ماده ډوله شی دی. پدې کې د نارینه انواع هېڅ شتون نلري. د دوی د تکثیر پروسې ته پخپله یا په عام محضر کې جنسي اړیکه ویل کیږي. ډیری داسې نور ډولونه هم شتون لري (په نباتاتو او حيواناتو دواړو کې) په ورته ډول پروسه شتون لري او وده کوي او هیڅ جوړه نلري. زه غواړم تاسو د بیولوژی یو ښه کتاب ترلاسه کړئ او ویې ولولئ او د ځان لپاره پکې دا ټول شیان ومومئ.
نو راځئ چې ستاسو په خدای کې هغه مسئلې وګورو چې په دې کتاب (قران) کې نازل شوي دي:
نو د خدای د اصلي پیغام په درک کولو کې ستر ابهام یا تذبذب شتون لري. که هغه خدای (کوم چې هر څه کولی شي) خپل ټول معلومات او پیغامونه مستقیماً زموږ ذهنونو ته را انسټال کړي واي نو نن به دومره ابهام او تحریف موجودیت نه درلود.
دا پدې مانا چې انسانانو له خدای څخه هم ښه کار ترسره کړی. انسان ‘سافټویر’ رامینځته کړی چې په کوم ماشین کې یې د ډاونلوډ کولو سره تاسو کولی شئ د هغې په کار کې د امکان تر حده د غلطۍ او فساد کچه راکمه کړئ.
نو زما ګرانو مسلمانانو وروڼو او خوېندو، خپل قرآن خلاص کړئ او په يو انتقادي نظر او ذهن سره د دې لوستل وکړئ، په هماغه انتقادي ذهن سره چې تاسو پرې د بشپړتيا نظريه “Evolution theory” لوستلې ده، او له خپله ځانه يوه پوښتنه وکړئ چې یو (لامحدود پوه او عاقل لرونکی) څوک کولی شي داسې مبهم او غلط آیتونه ولیکي؟
او زما روڼ اندو ملګرو خوېندو او وروڼو، د دې ناپوهۍ او جهالت په وړاندې مبارزه جاري وساتئ. څه مالومه ده خو کېدای شي په راتلونکو دوه سوو کلونو کې به موږ د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې خوندي نړۍ په جوړولو کې بریالي شو.
په درنښت.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.