د قران ليکوال دلته ليکلي چې د الله په مثل بل هېڅ څه هم نشته. په جهان کې خو اتومونه, د اتوم داخلي ذرات, قوې, انرژي, تشتيال او ورته نور دي. د دغه ايت له مخې حتا د الله وجود کې يو الېکترون هم نشته ځکه د يوه الکترون شتون هم په دې معنا دی چې دده په مثل يو څه شته. دا چې جهان کې انرژي هم شته نو الله انرژي هم نه لري.
يو شی چې وجود ولري دا بيا يو شمېر خواص هم لري. هغه شی د هغې خواصو او صفاتو په مرسته له ځانه اغېزه شيندي. قوه جاذبه شته اغېزه يې حس کولی او ليدلی شوو. چېرې چې قوه جاذبه نه وي هلته يې اغېزه نه شو حس کولی. د ځمکې شاوخوا هر څه ځمکې خواته را کش کېږي خو په تشيال کې يوې خواته هم نه ځي.
اوسپنه, اکسيجن, هايدروجن او نور عناصر خپل خواص لري او چې څو عنصره سره يو ځای شي مرکب جوړوي دا بيا په خپل وار خپل خواص لري. سوديم او کلورين دوه عنصره دي. دا هر يو خپل خواص لري. چې سره ګډ شي مالګه جوړوي چې دا هم خپل خواص لري.
د څو عنصرو د يو ځای کېدو سره امينو اسيد جوړ شي, امينو اسيد چې سره يو ځای شي پروتين جوړ شي او انزايمونه جوړ شي. همداسې يوه حجره جوړه شي. حجرې نسج جوړوي او پدې ترتيب د بدن يو غړی جوړ شي. د بدن مختلف غړي يو بدن جوړوي چې د انسان, حيوان او نبات په نوم يې يادوو.
د انسان بدن له اوه ويشت عناصرو جوړ دی. چې ددې عناصرو شپږ نوي سلنه هايدروجن, نايتروجن, اکسيجن او کاربن دي. دغه مرکب چې انسان يې بولو له خپله ځان يو شمېر خواص او صفات لري. دده مغزونه هم له همدې عناصرو جوړ دي. دې مغزو کې د مختلفو برخو چې له عناصرو جوړې دي او هورمونونه دده احساسات جوړوي. خوښي, غصه, کرکه, مينه, مهرباني, ښېرا, دعا, حرث او ورته نور ټول احساسات دي.
اوس دغه احساسات هغه وخت ممکن دي چې عناصر وي او عناصر په هغه ځانګړي ترکيب کې انسان تشکيل کړي.
پاس مو وليکل چې ادعا داده چې د الله په رقم هېڅ څه هم نشته. نو چې د الله په وجود کې عناصر نه وي د عناصرو ترکيب نه وي نو هغه خواص او صفات چې د عناصرو اړوند دي هغه هم الله ته نشې منسوبولی. مهربان, مينه , غصه . . . او داسې نور صفات خو د عناصرو اړوند دي. په کوم اساس بيا دا صفات الله ته منسوب کېږي!
قران کې الله مخ لري, لاس لري, غصه کوي, مهربانه دی, اوري او ويني. همدارنګه خبرې کوي او عدالت کوي. پسې ور تېر شه قاضي دی. کټ مټ يې يو خيالي پخوانی پاچا تشرېح کړی دی. په يوه کرسۍ يې ډډه وهلې وي. شاوخوا يې مزدورانې ګرځي. جنت کې ثاقي هم وي. تر دې چې مخالفينو ته ښکنځل کوي. هغوی نجس او بې شعوره بولي. دا لا څه کوې ځنګلي خره يې بولي.
اوس نو يا هغه خبره غلطه ده چې دده په مثل بل څه نشته. بلکې شته. پدې صورت کې دی هم اتومونه او الکترونونه لري او د طبيعت برخه دی. دده او مونږ فرق نشته.
که هغه ادعا چې دده په مثل بل هېڅ نشته بيا نو هېڅ يې په هکله فکر نشي کېدی, نه پرې نوم اېښودلی شوو ځکه نوم خو په مادي موجوداتو ږدو او دا خو بيا په مثل دده يو څه موجود شول. هېڅ صفت نشو ورته منسوبولی او هېڅ خبرې ده ته نشي منسوبېدلی ځکه خبرې هم د مادي وجود خاصيت دی. پدې ترتيب ټول دينونه او کتابونه سره له ادعاوو باطل شول.
دا چې کعبه کې کرېن اتيا حاجيان وژني, دا چې زلزله کې ماشوم او حيوان مري, دا چې نړۍ کې عدل نشته او دا چې انسانان او حيوانات له لوږې مري او دا چې په ماشوم جنسي تېری کېږي خو د ماشوم نجات ورکونکی نه وي دا ټول ثابتوي چې الله تش يو خيال دی. هغه صفات په عمل کې هېڅ درک نه لري.
پخوانيو انسانانو د خپلې ناپوهۍ له کبله چې د طبيعت په هکله يې لرله له ځانه خيالونه جوړ کړي, نومونه يې پرې اېښي او خپله يې انساني صفات ورته منسوب کړي. نن په مېلياردو انسانان هغه ناپوهي مقدسه او بولي او د ناپوهۍ عبادت کوي .
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.