په قرآن کریم کې ځينې آياتونه يوازې او يوازې د محمد دجنسي خواهشاتو د رفع کولو لپاره ليکل شوي دي!
دمحمد د ښځو او مينزو په اړه بحث ډېر اوږد او خورا جالب دى او انشاالله چې په راتلونکو ليکنو کې به پوره په تفصیل سره پرې ليکنې کوو خو اوس د هغو آياتونو په اړه ليکنه کوم چې يوازې او يوازې د محمد دجنسي خواهشاتو د تأمین لپاره په قرآن کې راغلي دي.
خو پوښتنه دا ده چې دا د محمد خصوصي جنسي بحثونه د انسانانو د هدايت لپاره څه ګټه لري چې باید تر ابده دې د قرآن يوه برخه و اوسي؟
او بل دا چې ایا واقعاً دا د خداى کار دى يعنې محمد ته ښځې برابرول او کومې ښځې چې دمحمد نافرماني وکړي بيا هغوى ته اخطارونه ورکول، که نه د خداى د نوم تر شاه محمد ص پټ شوى دى؟
هغه ښځې چې يوازې محمد ته روأ وې:
🔯 يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوٰجَكَ الّٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمّٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (۵۰)
📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] موږ ستا لپار هغه مېرمني حلالي کړي دي چي تا د هغو مَهر اداء کړی دى، او هغه ښځي چي د الله له درکړل شويو مينزو څخه ستا تر ملكيت لاندي راشي، او ستا هغه د تره لوڼې، د ترور لوڼې، د ماما لوڼې، د توړۍ لوڼې چې هغوی ستا سره هجرت کړی دى، او هغه مومنه ښځه چې هغې خپل ځان د پېغمبر (ص) لپاره ور بښلی وي (ځان يې سپارلی وي) كه پېغمبر له هغې سره نكاح كول وغواړي. دا رعايت په ځانکړي ډول ستا لپاره دى، د نورو مؤمنانو لپاره نشته. موږ ته معلومه ده چې پر عامو مؤمنانو د هغو د مېرمنو او مينزو په باب مو كوم كوم حدود وضع کړي دي. (ته مو له دغو حدودو څخه د دي لپاره مستثنا کړی یې) څو چي پر تا څه تنګي نه وي، او الله بخښونکی او مهربان دى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
په دې آيات کې محمد د خداى ج له قوله تقریباً ټولې ښځې ځان ته روأ کړي دي بغير د اول درجې خپلوانو نه لکه خور مور او لور. او البته چې له دغو سره هېڅوک هم زنا نه کوي که د هرې نظريې پيراويان و اوسي) الله ټولې ښځې محمد ص ته روأ کړي دي د دې لپاره چې په محمد باندې کومه تنګسي رانشې محمد پدې آيات کې چې د الله ج له قوله يې راوړئ دى د ښځو تعداد يې نه دى معلوم کړئ هره ښځه چي د محمدص خوښه شي محمدص يې ځانته نکاح کولاي شي، دا کار خو د وخت هر حاکم هر دېکتاتور، زورواکي ته خوند ورکوي.
په دې آيات کې د الله ج هدف دا دى چې محمد ص د شهوت له واړې ستونزې سره هم مخ نشي يعنې ښځه به خوند ورکوي خو تصرف به پرې نشي کولاي.
کله چې پورتنى آيات پر محمد ص باندې نازل شو نو عايشې له محمدص پوښتنه وکړه چې آیا رښتيا هم خداى ج ستا د جنسي خواهشاتو د رفع کولو لپاره دومره فکر کې دى چې دغه آيات يې را نازل کړ؟
يعنې هغوى ته هم دا آياتونه ډېر جالب وو، د محمد ص د ښځو او مينزو تعداد تقریباً څلوېښتو ته رسېږي او ځينې يې بيخي په کم عمر کې ځانته واده کړې وې چې د هغو له جملې څخه يوه يې هم شپږ کلنه عايشه وه، او په جنګونو کې به يې چې کومې ښځې ونيولې ځانته به يې مينزې ترې جوړولې او جنسي تجاوز به يې پرې کولو.
لکه څنګه چې په سیرت خاتم الانبیاء کې راغلي: خیبر کې چې د یهودو کومې ښځې په دویم ځل باندې غنیمت شوې او د هغوی ویشل پيل شول پدې کې صفيه حی بن اخطب هم شامله وه. هغه صحابه وو خاص محمد ته پکې انتخاب کړې وه. صفيه د خیبر د پيښې لومړنۍ د يهودي سردار کنانه بن ربیع ښځه وه.
د خیبر د واقعې څخه چې کله ټول له جهاد مبارک څخه راستون شول نو حضور پاک ص خاص صفيي ته د خلوت د بلنې لپاره وفرمایل چې یوه خاص د چمړې خیمه ودرول شي تر څو له سید صفيې سره د قرابت اعزاز نصیب شي. دې وخت کې حضرت ایوب الانصاري ټوله شپه د سردار کونینو د خېمې پهره داري وکړه.
کله چې ګهيځ شو نو سردار کونین ابو ایوب د پهره دارۍ په حال کې ولید ترې يې وپوښتل چې څنګه ټوله شپه دې لکه چې خوب نه دی کړی؟
نو ابو ایوب وفرمایل: ای سردار کونین ته ټوله شپه له يوې داسې ښځې سره په ارام او استراحت ویده وې چې د هغې پلار او مېړه دواړه په جنګ کې مړه شوي دي له همدې امله مې په ذهن کې دا پوښتنه را پیدا شوه چې هسې نه چې کوم فریب یا دوکه درسره ونه کړې همدې ډار مې د سترګو خوب وتښتولو ځکه مې ټوله شپه پهره داري وکړه. دې ځواب سردار کونین ته خوند ورکړ نو یې د حضرت ابو ایوب الانصاري په حق کې غبرګ لاسونه پورته کړل او دعا یې ورته وکړه.
او لکه څنګه چې د قرآن په پورتني آيات کې هم راغلي دي چې هره ښځه کولاې شي چې محمد ته ځان هديه کړي او که د محمدص خوښه شوه نو محمدص يې ځانته وادۀ کولاې شي نو دا خو طبيعي خبره ده چې د محمد ص دقدرت او موقعیت پخاطر ښځو له هغه سره واده کول غوښتل او محمد ص به چې کومه ښځه خوښه شوه هغه به يې ځانته پکې وادۀ کوله.
نو اوس تاسو وواياست چې آيا دا د ټولنيز موقف نه سو استفاده نه ده؟
يعنې کچېرې دخداى رسول يا ديکتاتور يا رئيس جمهور يا د کرکټ يو مشهور لوبغاړئ و غواړي داسې يو څه وکړي نو څه فکر کوئ چې څه به وشي؟
او پدې باندې محمد ص هم پوهيدو چي دغه کار انساني نه دى د همدې لپاره يې يوازې د ځان لپاره دغه آيات راوړ په قرآن کې.
د محمد ص واده له عايشې سره په کم عمرۍ کې وشو، عایشه خپله وايي چې کله ما سره محمد نکاح کوله زه د شپږو کلو وم او واده مې په ۹ نهه کلنۍ کې زما پلار ابوبکر ورسره وکړ، دلته دا خبره ملحوظ ده چې ام المومنين دا وینا په بخاري کې موجوده هم ده او د ام المومنین خپله فتوا هم پکې موجوده ده.
دلته د صحيح بخاري څخه يو څو حديثونه هم راوړو چې لږ دغه موضوع تاسو ته نوره هم واضحه شي:
📖 حدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم تَزَوَّجَهَا وَهْىَ بِنْتُ سِتِّ سِنِينَ، وَأُدْخِلَتْ عَلَيْهِ وَهْىَ بِنْتُ تِسْعٍ، وَمَكَثَتْ عِنْدَهُ تِسْعًا.
📕 ژباړه: محمد له عایشې سره په ۶ کلنۍ واده وکړ او په ۹ کلنۍ یې ورسره قرابت وکړ او له پيغمبر سره یې ۹ کاله وخت تېر کړ.
📖 حدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ خَالِدٍ، قَالَ حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ، قَالَ حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ مَيْمُونِ بْنِ مِهْرَانَ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّهَا كَانَتْ تَغْسِلُ الْمَنِيَّ مِنْ ثَوْبِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، ثُمَّ أَرَاهُ فِيهِ بُقْعَةً أَوْ بُقَعًا.
📕 ژباړه: عایشه وايي ما به د پیغمبر له جامو څخه مني (سپرم) مينځل خو بیا به یې هم پر جامو یو یا زیات داغونه پاتې کېدل.
دا خبره امام ترمذي هم خپل کتاب ترمذي ابواب النکاح جلد ۱ پاڼې نمبر ۲۱۱ ته نقل کړې ده او وايي چې “کله چې جينۍ ۹ نهه کلنۍ ته ورسېږي نو هغه عورته شوه”
او بله خبره دا چې محمد خپله لور ام کلثوم هم په وړوکوالي کې خپل وراره علي ته په نکاح کړه.
د محمدص د زينب بنت جحش سره واده، زينب د زيد ښځه وه زيد هغه کس وه چې محمد ص هغه ته د خپل زوى خطاب کړی وه خو دغه د زوى او پلار رشته د زينب ښايست چې محمد ص وليده نو يې له منځه يووړه ځکه چې زموږ خوږ پيغمبر محمد ص ته به چې هرې ښځې خوند ورکړ هغه به يې خامخا ځان ته نکاح کوله که هغه د هر چا ښځه هم وائ.
يوه ورځ محمد ص د زيد د ليدلو لپاره د هغه کور ته ورغللو چې زيد په کور کې نه وو او محمد ص چې زينب وليدله نو هغه مبارک ته يې ډېر خوند ورکړ او محمد ص پرې عاشق شو او په زينب باندې يې زړه وبايللو او پدې وخت کې محمد بېرته راستون شو د زينب او زيد له کور څخه او له ځان سره يې پدې وخت کي يو شعر هم ويلى دى خو اوس زما ياد ته نه راځي چې ويې ليکم خو زيد چې کله کور ته راغلو زينب دا دستان ورته بيان کړ، او زيد داستان واوريد او د محمد ص کورته لاړو محمد ته يې وويل چې زه ښځې ته طلاق ورکوم.
محمد ص خو په زړه کې همدا خبره غوښتله و په خوله يې زيد وويل چې طلاق ما ورکوه محمد ص يو طرف ته عاشق او بل طرف ته يې زېد ته د زوي نه ويلي وو اوس د خلکو له دې خبرو ډيريدو چې خلک به ووايي چې ته خو پيغمبر هم يې څنګه د زوى له ښځې سره واده کوي اوس يې مينه په زړه کي پټه کړې ده خو پدې فکر کې وه چې څنګه زينب ځانته واده کړم او زيد چې د محمد ص سره ډېر وخت تير کړي وه د محمد ص په هرڅه پوهيده نو پدې وخت کي پر محمد باندې دا آياتونه يو پر بل پسي را نازل شول او د محمد ص د زوى ښځه الله ج له زيد څخه طلاق کړه او محمد ته يې نکاح کړه.
🔯 وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشٰىهُ ۖ فَلَمَّا قَضٰى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِىٓ أَزْوٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا (۳۷)
📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] هغه وخت (ياد کړه) چي تا هغه چا ته چي پر هغه باندي الله او تا لورېنه کړې وه، ويل: “خپله مېرمن مه پرېږده او له الله څخه ووېرېږه.” – په هغه وخت کښي تا پخپل زړه کښي هغه خبره پټه کړي وه چي الله د هغې ښكاره كول غوښتل. ته له خلكو څخه وېرېدلې، په داسي حال کښي چي الله ددې زيات حقدار دى چي ورڅخه ووېرېږې. بيا كله چي زيد له هغې څخه خپل حاجت پوره کړ، نو موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تا ته په نكاح کړه، تر څو چي پر مؤمنانو د خپلو په خوله بلليو زامنو د مېرمنو په باب څه ستونزه پاتي نشي كله چي هغوی خپل حاجت ترې پوره کړی وي. او د الله حكم خو بايد عملي شوى واى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 مَّا كَانَ عَلَى النَّبِىِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُۥ ۖ سُنَّةَ اللَّهِ فِى الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا (۳۸)
📕 ژباړه: پر پېغمبر باندي په داسي يوه كار کښي څه بنديز نشته، چي الله د هغه لپاره ټاكلى وي. د الله همدغه کړنلاره د ټولو هغو پېغمبرانو په باب راغلې ده چي پخوا تېر شوي دي او د الله حكم يوه غوڅه سرته رسول شوې پرېکړه وي.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسٰلٰتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُۥ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ ۗ وَكَفٰى بِاللَّهِ حَسِيبًا (۳۹)
📕 ژباړه: دا د الله کړنلاره د هغو خلكو لپاره ده) چي د الله پيغامونه رسوي او له هماغه څخه وېریږي، او له يوه خدايه پرته له بل هيچا څخه نه وېریږي. او د محاسبې لپاره همدا الله كافي دى
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِينًا (۳۶)
📕 ژباړه: هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري. او څوك چي له الله او د هغه له رسول څخه سرغړاوى وکړي، نو هغه په څرګنده ګمراهۍ کښي وغــورځيدی.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
محمد ص د دې لپاره چې د خلکو په ذهنونو کې شک را پيدا نشي او خلکو ته هم ځان پرهيزګار ښکاره کړي بيا يې دا پورته آياتونه راوړل، د دې ناوړه عمل نسبت يې هم خداى ته ورکړ.
په ٣٨ اېات کې راغلي چې دا د الله ج حکم دى پدي کې محمد ص نه دى ګنهګار، او پدې ډول دا نادرست عمل د خداى په نوم باندې ورتاوان کړ، هغه څه چې پدې کار کې نه دي مطرح شوي، هغه دا دي چې د دغو دوو ځوانو هيلو، ارمانونو، غوښتنو او رضایت ته هيڅ پام نه دى شوئ.
د دوى مينه يې له منځه يوړه کورنۍ يې يو له بله و پاشله د هر څه د دې لپاره چې محمد ص خپل هدف ته ورسيږي.
او بله خبره دا چې د محمد ص دغه کار د يو فقهي حکم منشاﺀ شو لکه څنګه چې شيعه ګان مولوي صاحبان وايي چې ولایت فقيه کولاي شي چې د يو چا ښځه بغير د هغه د اجازې نه طلاق کړي او خپل ځان او يا يو بل چاته يې واده کړې.
او پدغو آياتونه کې هغه څه چې اصلاً نه دي مطرح شوې هغه پخپله زينب ده پدې کار کې يا پدې سوره کې چې د يو ژوند سودا روانه ده نه د هغې رضایت اهمیت لرې نه د هغې اراده اهميت لرې.
فَلَمَّا قَضٰى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا
لږ دقت وکړئ دې نقطې ته وايي کله چې زيد له هغې خپل جنسي حاجت پوره کړه بيا مو تاته نکاح کړه.
دغه آيات د دې ښکارندويي کوي چې ښځه په اسلام کې هېڅ ارزښت نلري ختا که د زينب په شان ښايسته هم وي چې محمد ص يې عاشق وه بيا به هم د واده او طلاق احتيار نلري يوازې د جنسي خواهشاتو د رفع کولو وسيله به شمېرل کېږي.
د هر رئيس چي د خپل مادون ښځه خوښه شوه بس هغه دې ځانته نکاح کړې لکه څنګه چې ولایت فقيه وايي.
د ښځو په منځ کې بې عدالتي محمد ص ته جايزه وه، محمد ص ښځې ډېرې وې نو له همدې امله محمد ص د هرې ښځې لپاره يوه يوه شپه ځانګړې کړې وه په نوبت به ورسره ويده کيده د ښځو له جملې څخه يې د زينب او عايشې سره ډېره مينه درلودله غوښتل يې چې له دوى سره زياتې شپې تېرې کړې، نو د همدې مشکل لپاره محمدص دغه لاندې آياتونه جوړ کړل او ښځې ېې خبرې کړې چې ماته خو الله ج جواز راکړى چې د هرې يوې سره زما خوښه وي د هغې سره شپه تيروم.
🔯 تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ ۖ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا (۵۱)
📕 ژباړه: تا ته واك دركول کیږي چي له خپلو مېرمنو څخه چي دي چا ته خوښه شي له ځانه یې بېله کړې؛ او چا ته چي دي خوښه شي له خپل ځان سره یې وساتې او چا ته چي دي خوښه شي له بېلولو څخه وروسته یې ځان ته راوبلي. په دې باب پر تا باندي هیڅ تكليف نشته. په دې ډول زياته هيله مندي ده چي د هغو سترګي يخي شي او هغوی غمجني ونه اوسي. او هر څه چي ته هغو ته وركوې، پر هغه هغوی ټولي راضي شي. الله په هغه څه پوهیږي چي ستاسي په زړونو کښي دي، او الله پوهېدونكى او زغمونكى دى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
اصل خبره دا ده چې که قرآن رښتيا د خداى د طرف نه راغلی وي بيا دېته څه اړتيا ده چې حتا د رسول ص د ښځو سره د جماع نوبتګوزاري دې تر ابده په قرآن کې راوړي؟
پورتنۍ آيات د راتلونکي او موجوده دور انسانانو ته څه ګټه لري څه پيغام لري. فقط له دې څخه دا مفهوم اخيستل کيږي چې هر سړى څلويښت ښځې وکړئ او بيا چې کومه يوه ستا سو خوښه وي له هغې سره اوسئ.
مارية القبطية د محمد ص يوه ښايسته کنيزه وه چې د زينب بنت جحش او عايشه نه وروسته يې له هغې سره هم ډېره مينه درلوده يوه ورځ محمد ص د حفصه کور ته لاړ (حفصه د محمد ص ښځه وه او د عمر رض لور وه) حفصه د پلار د ليدو لپاره وتلي وه د کورڅخه محمد ص په کور کې د حفصه په بستره کې د مارية القبطية سره جماع وکړه او پدې وخت کې حفصه راورسېده ژاړه او فرياد يې شروع کړ محمد ص ته يې وويل چې تا ولې زما په بستره کې او زما سره د جماع کولو په ورځ دې له هغې سره جماع وکړه هغه هم زما په بستره کې ولې دې داسې وکړل محمد ص قسم وکړ ويې ويل چې کچيري دغه موضوع پټه وساتې افشاه يې نکړي زه مارية القبطية پرخپل ځان باندي حراموم، حفصې خبره عايشه ته وکړه.
محمد يو څه وخت وروسته پښيمان شو بيا يې دغه لاندې آيات راوړ او مارية القبطية يې ځانته روأ کړه.
🔯 يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِى مَرْضَاتَ أَزْوٰجِكَ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۱)
📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] ته ولي هغه شى حراموې چي الله ستا لپاره حلال کړي دى؟ – په دې سره ته د خپلو مېرمنو خوښي غواړې؟ – الله ډېر بښونكى خورا مهربان دي.
سُوۡرَةُ التّحْریم
🔯 قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمٰنِكُمْ ۚ وَاللَّهُ مَوْلٰىكُمْ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (۲)
📕 ژباړه: الله ستاسي لپاره له خپلو سوګندونو څخه د غاړي خلاصولو لاره جوړه کړېده. الله ستاسي مولٰي (دوست) دى او همغه د پوره پوهي او حکمت څښتن دى.سُوۡرَةُ التّحْریم
🔯 وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِىُّ إِلٰى بَعْضِ أَزْوٰجِهِۦ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِۦ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُۥ وَأَعْرَضَ عَنۢ بَعْضٍ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتْ مَنْ أَنۢبَأَكَ هٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِىَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ (۳)
📕 ژباړه: (او دا موضوع هم د پاملرني وړ ده چي) پېغمبر (ص) خپلي يوې مېرمني (حفصې) ته په پرده کښي (د شاتو، يا ماریې يا زينبې د حرامولو) يوه خبره کړي وه، بيا كله چي هغې (حفصې) (عائشې ته) هغه راز څرګند کړ، او الله پېغمبر (ص) ته د دې (راز لوڅولو) خبر ورکړ، نو پېغمبر (ص) پر هغه باندي يو څه اندازه هغه (حفصه) خبرداره کړه او له يو څه اندازې څخه تېر شو. نو كله چي پېغمبر (ص) هغې (حفصې) ته دغه (د راز لوڅولو) خبره ښكاره کړه، نو هغې (حفصې) پوښتنه وکړه: تا ته چا د دې خبر درکړ؟ – پېغمبر (ص) ځواب ورکړ: “ما ته هغه ذات خبر راکړ چي په هر څه پوهيږي او ښه خبر دى.”سُوۡرَةُ التّحْریم
🔯 إِن تَتُوبَآ إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظٰهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلٰىهُ وَجِبْرِيلُ وَصٰلِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلٰٓئِكَةُ بَعْدَ ذٰلِكَ ظَهِيرٌ (۴)
📕 ژباړه: كه تاسي دواړه (اې حفصې اوعائشې!) الله ته توبه وباسئ، (نو دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده) ځكه چي ستاسي زړونه د سمي لاري څخه اوښتي دي؛ او كه د پېغمبر (ص) پر خلاف تاسي دواړه سره لاس يو کړئ، نو وپوهېږئ چي الله د هغه سرپرست دى او له هغه وروسته جبرئيل (ع) او ټول صالح مؤمنان او ټولي پرښې د هغه ملګري او ملاتړ دي.
سُوۡرَةُ التّحْریم
🔯 عَسٰى رَبُّهُۥٓ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُۥٓ أَزْوٰجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمٰتٍ مُّؤْمِنٰتٍ قٰنِتٰتٍ تٰٓئِبٰتٍ عٰبِدٰتٍ سٰٓئِحٰتٍ ثَيِّبٰتٍ وَأَبْكَارًا (۵)
📕 ژباړه: لیرې نه ده چې كه پېغمبر (ص) تاسې ټولو مېرمنو ته طلاق درکړي، نو الله به هغه ته ستاسي په بدل کښي داسي مېرمني ورکړي چي ستاسي څخه ښې وي: مسلماني، ايمانداري، اطاعت كوونكي، توبه ايستونكي، عبادت كوونكي، روژه تياني، هجرت كوونكي، كونډي او پيغلي.سُوۡرَةُ التّحْریم
دلته د پوښتنه پيدا کيږي چې د محمدص د شهواني خصوصي داستان د ټولو انسانانو لپاره څه فايده لري چې په قرآن کې راغلئ؟
او ایا واقعاً هم د خداي دى چې د محمد ص د ښځو جاسوسي محمد ته کوي او په ډير دقت سره د هغه دجنسي خواهشاتودتأمین لپاره آياتونه راليږي؟
آیا د محمد ص جنسي ربطه له ماريه سره خداى ته رښتيا هم دومره اهمیت درلود چې په اړه يې آياتونه را راوليږي؟
کله به چي محمدص په جنګونو کې شرکت کاوۀ نو خامخابه يې له ځان سره يوه ښځه وړله (خو نور مسلمانانو ته اجازه نه وه) د دې لپاره به يې ښځه له ځان سره وړله چي د جنګ په دوران کي د جنسي لذت څخه محروم نه و اوسي.
د بني المصطلق په جنګ کې عايشه له محمد ص سره وه، عايشه به يې په اوښ باندې وړله د هغې لپاره ځانګړي کجاوه جوړه وه په مثال د خيمې چي په څلورو کسانو به دغه کجاوه اوښ ته ور پورته کوله يو کس به د اوښ پړئ نيولئ وه نو د را ستنېدو په وخت کې عايشه د رفع حاجت لپاره د باندې ووتله او هلته يې ګردن بند ورک کړ او ډيره معطله شوه او د قافلې د تلو وخت وه نو هغوکسانو چې د عايشې کجاوه به يې اوښ ته پورته کوله دوى فکر کړي وو چې عايشه پکې ناسته کجاوه يې په اوښ بار کړي تللي دي عايشه له قافلې پاتې شوي ده د لښکر په پاى کې د صفوان په نوم يو کس پاتې وه هغه متوجه شو عايشه يې وليدله او په اوښ باندې يې کښينوله او مدينه ته يې راوړله پدې وخت کي په دوى باندې خلکو تور پورې کړ چې دوى جنسي رابطه سره لري دې خبرې محمد ص ډېر سخت خفه کړ او عايشه ته به يې توجه نه ورکوله حيران او پريشان پاتې وو وروسته له هفتو او ورځو نه د ابوبكر په کور کې چې د عايشې پلار وه ١٧ آياتونه د هغه په کور کي په محمد نازل شول او مشکل بېرته حال شو.
🔯 إِنَّ الَّذِينَ جَآءُو بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ ۚ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم ۖ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ ۚ وَالَّذِى تَوَلّٰى كِبْرَهُۥ مِنْهُمْ لَهُۥ عَذَابٌ عَظِيمٌ (۱۱)
📕 ژباړه: كومو كسانو چي دغه بهتان جوړ کړيدى، هغوى ستاسي له منځ څخه يوه ډله ده. دغه پېښه د ځان په باب شر مه ګڼئ، بلکي دا هم ستاسي لپاره خير دى. چا چي په دې کښي هر څومره برخه واخيستله، هغه هماغومره ګناه راغوڼده کړه. او چا چي د دې مسؤليت لويه برخه په غاړه واخيستله، د هغه لپاره خو لوى عذاب دى.
سُوۡرَةُ النُّور
🔯 يٰنِسَآءَ النَّبِىِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ ۚ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِى فِى قَلْبِهِۦ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (۳۲)
📕 ژباړه: اې د پېغمبر (ص) ميرمنو! تاسي د عامو مېرمنو غوندي نه ياست. كه تاسي د الله څخه وېرېدونكي ياست، نو په داسي لهجه خبري مه كوئ چي د زړه په خرابوالي اخته كوم سړی (نامشروع) تمه پيدا کړي، بلکي سمي غوره ځيږې خبري كوئ.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتَعْمَلْ صٰلِحًا نُّؤْتِهَآ أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا (۳۱)
📕 ژباړه: او ستاسي څخه چي څوك د الله او د هغه د رسول امر ته غاړه كښېږدي او نېک عمل وکړي، هغې ته به موږ دوه ځله اجر ورکړو، او موږ د هغې لپاره غوره روزي تهيه کړي ده.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 يٰنِسَآءَ النَّبِىِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضٰعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (۳۰)
📕 ژباړه: اې د پېغمبر (ص) مېرمنو! ستاسي څخه چي څوك د څرګندي بدلمنۍ د حركت مرتكبه شي، هغې ته به دوه ځله سزا ورکړه شي؛ د الله لپاره دا ډېر اسانه كار دى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَالدَّارَ الْءَاخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنٰتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا (۲۹)
📕 ژباړه: او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اخرت كور غواړئ، نو وپوهېږئ چي ستاسي څخه چي څوك نېكوكاري دي؛ الله د هغو لپاره لوى اجر تهيه کړی دى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيٰوةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا (۲۸)
📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو ته ووايه: “كه تاسي دنيا او د هغې ښکلا غواړئ، نو راشئ چي زه تاسي ته څه درکړم او په ښه وضعيت سره مو رخصتي کړم
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 إِنَّ اللَّهَ وَمَلٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِىِّ ۚ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (۵۶)
📕 ژباړه: الله او د هغه پرښتې پر پېغمبر (ص) درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او سلام وواياست
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُنَّ ۗ وَاتَّقِينَ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا (۵۵)
📕 ژباړه: د پېغمبر (ص) د بيبيانو لپاره په دې کښي هیڅ باك نشته چي د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو وروڼه، د هغو ورېرونه، د هغو خوریان، د هغو انډيوالانې ښځې او د هغو مينزې چي دوی یې مالکاني وي، كورونو ته ورشي. (اې ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ. الله په هر څه باندي شاهد ناظر دی.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
🔯 لَّا يَحِلُّ لَكَ النِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوٰجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ رَّقِيبًا (۵۲)
📕 ژباړه: له دې وروسته ستا لپاره نوري ښځي روا نه دي او نه د دې اجازه ده چي د دوی په ځاى نوري ښځې راولې، كه څه هم د هغو ښکلا ستا هر څومره خوښه وي، البته د مينزو درته اجازه ده. الله په هر شي باندي څارونكى دى.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب
په پاى کې ستاسو ټولو لوستونکو څخه مننه او دغه ليکنه د ثواب په نيت له نورو ملګرو سره هم شريکه کړۍ.
په درنښت او درناوي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.