مسلمانان وايي: هغه حقایق چې اسلام ۱۴۵۰ کاله وړاندې کړي وو نن د عصري ساینس لخوا ثابت شوي. دا د دې ثبوت دی چې قرآن د کوم انسان لخوا لیکل شوی کتاب ندی بلکه د الله کلام ده. د هر انسان لپاره دا ناشونې ده چې په قرآن کې ۱۴۵۰ کاله دمخه په بیان شويو ساینسي حقایقو پوه شي. مګر کله چې مسلمانانو ته وښودل شي چې نه منل کیدونکي ساینسي شواهد دا په ثبوت رسوي چې قرآن په ساینس کې ښکاره تېروتنه او غلطۍ کوي، نو تاسو به همدغه مسلمانان دا پلمه جوړه کړي:
قرآن څه ساینسي کتاب خو نه دی …
دا د مسلمانانو یو عذر او یوه بې ځایه بهانه ده. له یوې خوا، قرآن ادعا کوي چې هر وچ او لوند شی پکې بیان شوي دي:
🔯 وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿٥٩﴾
📕 ژباړه: له هماغه سره د غيبو كليګانې دي چې له هغه نه پرته بل څوك پرې نه پوهېږي، په وچه او لمده كښې چې هر څه دي له ټولو څخه هغه خبر دى، له ونې څخه كومه رالوېدونكې پاڼه داسې نشته چې هغه پرې عالم نه وي. د ځمكې په ترږمۍ پردو كښې كومه دانه داسې نشته چې هغه ورڅخه باخبر نه وي. وچ او لامده ټول په يو روښانه كتاب كښې ليكل شويدي.
۶ سورة الأنعام – ۵۹ آیت
مګر کله چې ساینس دین ننګوي (چلینج کوي) مسلمانان د قران له وچوالي او لوندوالي څخه ساینس راباسي.
قرآن او حدیث په هغه وخت کې د جاهلیت د دورې خبرې ګډې وډې راوړي او داسې یې بیانوي. د بېلګې په توګه، له اسلام نه مخکې دوره کې داسې تصور کېدۀ چې کله به یو ستر شخص مړ کېدۀ او یا به یو ستر شخص زېږېدۀ نو په دغه شپه به د شهاب ثاقب “Meteor” یا “Shooting Star” لیدل کېدل.
مګر د مسلمانانو ساينسپوه اسلامي پیغمبر دا خبره بل ډول ساينسي کړې او وايي چې نه داسې نه ده بلکه کله چې شیطان اسمان ته خېږي او هلته تلل غواړي نو عربي الله شیطان د شهاب ثاقب په واسطه سوځوي او بېرته یې ښکته را غورځوي. د مسلمانانو د ساينسپوه پیغمبر محمد یو بل علمي بحث ته مو توجه را اړوم هغه دا چې کله یوې ښځې ته احتلام یا د کوروالي په وخت کې د نارینه څخه ژر انزال وکړي مانا احتلام یې وشي نو ماشوم یې وزېږېږي شکل به یې مور ته ورته وي.
📖 أَخْبَرَنَا إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ أَنْبَأَنَا عَبْدَةُ، قَالَ حَدَّثَنَا سَعِيدٌ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم “مَاءُ الرَّجُلِ غَلِيظٌ أَبْيَضُ وَمَاءُ الْمَرْأَةِ رَقِيقٌ أَصْفَرُ فَأَيُّهُمَا سَبَقَ كَانَ الشَّبَهُ“
📕 ژباړه: انس بن مالک (رضی الله عنه) روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “د سړي مني غلیظ او سپین دي، او د ښځې مني نري او ژیړه دي، کوم یو له دوی څخه چې مخکې انزال شي نو ماشوم به هغه ته ورته وي.”
📌 ماخذ: سنن النسايي حديث ۲۰۰
قرآن د کائنات د نظام هغه ساینس تشریح کوي کوم چې د هغه وخت په جاهلو ټولنو کې په غلط ډول تصور کېدۀ. نو ځکه د مسلمانانو لپاره دا امکان نلري چې د تیښتې لپاره دا عذر او بهانه وکاروي.
کله چې مسلمانان د ساینس په مقابل کې قرآن پاتې راشي، د دوی بل عذر او بهانه بیا دا وي چې ساینس بدلېږي رابدلېږي، د انساني ارتقا نظریه لا تراوسه نه ده ثابته شوې ځکه د قرآن او ساینس تر اوسه برخورد نه سره کېږي. نو له عصري مسلمانانو څخه هیله کېږي چې دوی دي لومړی د دې دوو شیانو تر مینځ توپیر وکړي:
په ساینس کې ځینې شیان د “تیورۍ” په مرحلې کې دي او د تحقیقاتو وروسته بدلیدی شي، پداسې حال کې چې ځینې شیان د تیوري له مرحلې څخه بهر دي او د تجربو، مشاهدو او اثباتو پر اساس “حق الیقین” سطحې ته رسېدلي دي. دا ساینسي حقایق دي چې نه بدلیږي. لکه ځمکه چې کروي شکل لري او به هيڅکله هم همواره نه شي لکه ۶۰۰۰ کاله پخوانی لومړنی شخص ادم نه و بلکه زرګونه کاله دمخه انساني جوړښتونه او مجسمې موندل شوې دي. لکه څنګه چې په انساني جنين کې د DNA له 1 څخه تر 4 سلنې پورې DNA د نیندرټال څخه راغلې ده.
په قرآن کې تشریح شوې ساینس خورا د جهالت د دورې ساینس دی چې د هغوی د خرافاتي تصوراتو پر بنسټ ولاړ دی. پداسې حال کې چې عصري علوم د قران د جهالت د دورې ساینس د “حقایقو” پر اساس تحلیل کوي نه د تیوري. ساینس هېڅ “تیوري” ته اړتیا نلري ترڅو په قران کې بیان شوي د حالت د دورې ساینس تکرار کړي، مګر ساینس دمخه “حقایق” وړاندې کړي چې په قران کې د بیان شويو ساینسي غلطیو د ردولو لپاره کافي دي.
عقل د ۱۰۰٪ تضمین سره همدا وايي چې که د ساینس په اړه د اسلام یوه ادعا هم غلطه ثابته شوه، نو د دې معنی دا ده چې ټول اسلام غلط دی او ښکاره خبره دا ده چې دا کتاب د کوم خدای نه بلکه د انسانانو (د عربي صحرایانو) لیکنې دي.
په درنښت.
No results available
No results available