د قرآن کره کتنه - لومړۍ برخه

کره کتنه

سورت البقرة

د مقطعاتو په اړه:

الم (1)

په لومړي سر کې د (الم) توري د څه لپاره ذکر شوي او مانا يې څه ده؟ 

قران په دې اړه خاموش دی او محمد هم تفصیل نه دی ورکړی. له دې امله نو د مفسرینو ترمنځ په کې اختلاف دی. په لسهاو تفسیرونه يې شوي.

  • چا ویلي د قران نومونه دي
  • چا ویلي د سورت نوم دی
  • چا ویلي د خدا ی نوم دی
  • ځينو بیا ویلي د سورت پیلامه ده
  • چا ویلي د سورت د موضوع ټاکونکي دي چې که هر څو حروف په سر کې  راشي هغه سورت همدومره موضوګاني څېړي
  • بعضې وايي په دې یوازې الله خبر دی
  • نور بیا وايي الله او محمد دواړه په خبر دي
  • بله ډله بیا وايي چې دا د قران راز دی
  • ځينې وايي چې د عربو د تقلید له مخې يې  همداسې کړي ځکه هغوی به د خپلو لیکنو په سر کې  همداسې مقطع توري راوړل د دې لپاره طبري په خپل تفسیر کې ځينې شعرونه هم راوړي.
  • لنډه دا چې هيڅ حتمي فیصله نه ده شوې او تر اوسه هم موضوع  داسې مبهمه پاته ده او زموږ د وخت مفسرین هم خپل فکري نیلی پر ور سموي او يوه بله لار په کې باسي.

    نو د عربو د ابتدا تورو به يا مانا در لوده او خلک به يې په هدف پوهېدل یا نه؟

    که د هغو په مطلب څوک پوهېدل نو دلته  ولې اصلي هدف واضح نه دی چې د مسلمانانو ترمنځ يې لسګونه تفسیرونه شوي؟

    که واضح نه وي، نو قران خو ادعا کوي چې دلته هیڅ شی مهمل نه دي، نو د دې بې مانا تورو راوړل که مهمل نه وي، ګټه يې نو څه کړې؟

    داسې هم راغلي چې محمد غوښتل قریش راضي کړي. هغه پدې طریقه چې دې کعبې د خدایانو د نومونو د سر حروف په مختلفو برخو د قرآن کې ځای په ځای شي. الف د الات ، ل د العزی او م  المنات د مخفف په بڼه راغلی. که پام وکړی دغه حروف مقطعات یواځې په مکې آیاتونو کې راغلي. په مدني سورتونو کې چې د محمد او قریشو لانجه ډېره شوه حروف مقطعات نه لیدل کېږي. 

    حروف مقطعات د کومو سورتونو په سر کې راغلي؟

    ایا دا آیاتونه په مکه که مدینه کې لیکل شوي؟

    تر شک لوړ کتاب:

    🔯 ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (۲)
    📕 ژباړه: دې کتاب کې هيڅ شک نه شته متقیانو ته لارښود.

    سورة البقرة – ۲ آیت

    دلته ریب توری د نفي په څنګ کې راغلی چې عموميت را ښيي. نو مانا دا ده چې هېڅ ډول او له هېڅ اړخه په کې شک نه شته اوس پوښتنه دا ده چې شک خو نن هم په کې شته او هغه مهال هم وو، نو بیا په دومره سختو الفاظو د نه شک خبره څه مانا؟

    که ځواب دا وي چې انسانان د نه پوهاوي له امله شک پکښې کوي کنه په واقعیت کې د شک کتاب نه دی، نو بیا چې انسان پرې پوه نه شي او راغلی انسانانو ته وي نو بیا هم دا الفاظ بې ګټې دي.

    لومړی خو تر هر څه مخکې دا الفاظ راوړل خپله شکونه پيدا کوي چې څنګه په کې شک نه شته هغه دی زرګونه انسانان يې نه مني؟

    بیا تر هر ډول دلایلو مخکې راوړل يې بیا شک ته لار هواروي چې نو  ولې شک په کې نه شته ایا کوم داسې دلایل لري چې ټول انسانيت يې پر وړاندي بې دلیله شوی؟

    که دا هر څه نه وي، نو بیا مازي شعري تخیل دی چې د انسانانو په رهبري کولو کې کومه ګټه  ځنې تر لاسه کېدای نه شي ځکه د خدای له شان سره دا نه ښايي چې له کوم دلیل، د انسانانو له قانع کولو او معجزو ښکارولو پرته دې ادعا وکړي چې په دې کې شک نه شته، له دې امله نو بې ګټي او چټي دی.

    د همدې ايت په پای کې وايي چې متقیانو ته هدایت کوي، په وروسته دریو اياتونو کې يې د متقیانو تعریف وړاندي کړی چې متقي څوک دی؟

    متقیان وپېژنئ:

    🔯 الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (۳) وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَ1ةِ هُمْ يُوقِنُونَ (۴) أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (۵)
    📕 ژباړه: هغه چې پر غیبو ایمان راوړي، لمونځ کوي او زموږ له ور کړي روزي نفقه کوي. او هغه چې تاته پر نازل کړي هم ایمان راوړي او تر تا مخکې پر نازل شوي هم او پر اخرت باور کوي. همدا کسان د خپل رب له لوري پر هدایت دي او همدوئ بریالي دي.

    سورة البقرة – ۵ آیت

    دلته بیا هم پوښتنه پيدا کېږي چې که قران د ټول انسانيت لپاره وي، نو بیا يوازي متقیانو ته ولې لارښوونه کوي؟

    که هدف دا وي چې متقیانو ګټه ترې اخیستې، نو بیا هم پوښتنه پيدا کېږي چې ولې د خپلو دلایلو په زور غیر متقي دې ته نه اړ کوي چې د ده لار ښوونې ومني؟

    دلته یوه بله خبره دا هم ده چې دا کس به يې له لویه سره متقي وي یا نه؟

    که وي نو بیا خو قران د هغه په رهبري کولو کې رول نه لري، که نه وي، نو بیا يې متقي  ولې بللی؟

    هغه خو تر اوسه د متقیانو په صف کې نه راځي. دا وروسته ایتونه د متقي یو صفت پر پټو ایمان راوړل بولي. یو بل صفت يې پر ناليدلي قیامت ایمان هم دی. پر پخوانو کتابو او همدې کتاب د باور یادونه يې هم کړې ده. له دې څخه ښکاري چې پر قران ایمان لرونکی کس به ځينې ناليدلي، نا تجربه شوي، له عقل څخه لیرې او هسي تخیلي شیان هم مني.

    مانا دا چې دلیل نه شته، بس سړی به يې يوځل له ځانه روبوټ جوړوي او بیا پر قران ایمان راوړلای شي. همدا کس چې له کوم دلیل غوښتلو پرته قران ومني، بیا د متقي په لقب نازول شوی دی!؟

    پر پخوانو کتابو ایمان در لودل د ربوټيت نښه وه، نو هغوی ته ویل شوي چې دا هم د هغې سلسلې يوه بله کاپي ده چې تاسو له کوم عقلي دلیل پرته ایمان پر اروړی وو، له دې امله نو پر دې کتاب هم باید ایمان راوړی اود هغه تخیل په هغه نړۍ کې به بریالي یاست چې همدې کتابونو مو په اذهانو کې جوړه کړې ده.

    ځکه د خدای له شان سره دا مناسبه نه ده چې خپل مخلوق ته دي په دلیل قناعت نه شي ور کولای. هغه څوک چې پر دومره سترو کایناتو يې امر چلېږي، ایا واړه انسان ته په هغو دلایل باور نه شي ور کولای چې انساني عقل يې درکولای شي او د باور لپاره يې مناسب هم وي.

    ځکه خدای ته خو مالومېږي چې انسان په کوم شي باور کوي، نو له دې پرته چې لومړی مو عقل را بند کړي، بیا مو د خیال نړۍ ته بوزي او غوړې وعدې راکړي اول يې بايد  داسې عقل حیرانونکي دلایل ویلي وای چې موږ قانع شوي وای وروسته که يې د غیبو بلنه را کړې وای نو د هغو مخکې دلایلو په رڼا کې به موږ هم منلې وای.

    له منکرینو سره برخورد:

    🔯 إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ (۶) خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (۷)
    📕 ژباړه: بېشکه هغه چې کفر يې کړی ستا ډار او نه دار ورته برابر دی، دوی ایمان نه راوړي. الله يې پر زړونو او غوږونو مهر وهلی او پر سترګو يې پردې دي او دوی ته ستر عذاب دی.

    سورة البقرة – ۷ آیت

    د دې سورت په ۶ او ۷ نمبر ایاتونو کې هغه کسان د کافر په نوم نازول شوي چې د محمد بلنه يې نه منله. قران ویلي چې هغوی ته ستا بلنه او نه بلنه مساوي ده، ځکه هغوی په هېڅ حال ایمان نه راوړي. بیا وايي الله يې پر زړونو او غوږونو مهرونه وهلي او پر سترګو يې پردې دي او دوی ته ستر عذاب دی.

    لومړۍ نیوکه دا ده چې قران که د خدای کتاب وي، خدای خپل مخلوق ته د مینې او پر هغوی د ترحم له وجې را لېږلی وي، نو بیا  ولې خپل مخلوق په  داسې کرکجنو الفاظو یادوي؟

    د نحل په سورت کې وايي چې په حکمت، ښه نصیحت او غوره دلایلو بلنه کوئ، نو خدای دلته خپله هغه اصول  ولې نه دي مرعات کړي؟

    که د خدای له دې درې واړو څخه هدف همدغه وي چې دلته يې خپله بیان کړی دی نو دا خو په انساني ټولنه کې د کرکې، نفرت او تفرقې دعوت دی نه هغه درې موارد چې په نحل کې یاد شوي؟

    دا خو خپله د قرآن یوه برخه دې بلې سره ټکر لري. کافر په عربي کې پټونکي ته وايي. لکه په رېګ کې چې یو څه پټ کړې. په دین کې ترې هدف د حق پټول دي، غیب خپله پټ وي، درک یې نه وي. په څرګندو خو د باور کولو اړتیا نه وي. نو پدې اساس خو خپله خدای کفر کړی چې ځان یې پټ کړی. 

    دا خبره چې دوی ته بلنه او نه بلنه سره مساوي، دا هم د پام وړ موضوع ده، ولې سره مساوي دي؟

    یا به دلایل ذکر شوي وي چې انساني عقل يې مني یا به نه وي؟ که وي، نو انسان اړ دی چې وې مني او بلنه ورته ګټوره ده او که دلایل نه وي نو انسانان يې په منلو  ولې مجبورېږي؟

    خدای ولې دومره ظلم کوي چې له دلایلو پرته خلګ د کتاب منلو ته اړ باسي او که يې نه ومني بیا د کافر، مشرک، مرتد، دهري او منافق الفاظ و نومونه ورته کاروي؟

    که تاسې چاته زر ډالره قرض ورکړي وي، هغه یې چې بېرته در سپاري نو هڅه کوې د صراف په مخکې یا کوم بل څوک چې په اصلي او جعلي ډالرو پوه وي په موجودیت کې یې ترې واخلې ځکه ته غواړې ډاډه شې چې دوکه درنکړي. جعلي ډالر خو ارزښت نه لري. اوس نو کله چې تاسې نه خدای، نه ملایکه، نه شیطان، نه جنت، نه دوزخ او نه د قبر عذاب لیدلی وي نو څنګه دومره لویه سودا په پټو سترګو وکړئ؟

    په ۷ ایت کې دي چې خدای د هغوی پر زړونو او غوږونو مهرونه وهلي او سترګې يې ورته پرده کړې، عذاب هم خدای ور کوي؟

    د همدې قران له مخې چې خدای تر هر چا مهربان دی نو بیا يې له دې واړه مخلوق سره دوښمني پر څه ده؟

    هغه هم په  داسې حال کې چې له عقله، فکره، لیدلو او اورېدلو خپله خدای خلاص کړي، د خدای له خدايي، رحمت او خالقیت سره مناسبه دا وه چې دا انسانان يې هغه مهال هدایت کړي وای، رسول کتاب او نور شواهد يې ورته لېږلي وای چې دوی بدو اعمالو ته مخه کوله، ځکه د ده مسوولیت همدغه دی، مګر دلته د دې ټولو برخلاف ادعا کوي چې د دوی د بدو کړنو په نتیجه کې مو دا هر څه ترې واخیستل.

    دا خو د یوه انسان معامله شوه، خدای خو بايد دومره ژر نه قهرېدای او هغه هم په  داسې حال کې چې د دې مسوولیتونو د ورکړې مشوره هم له کوچني انسان سره نه ده شوې؟

    لومړی خو په غوږ، سترګو او زړه مهر نه شي وهل کېدی، که یې هسې شاعرانه بڼه وي بیا خو پکار وه چې د زړه په ځای یې مغز یاد کړی وی ځکه زړه یواځې د وینې پمپ دی. خدای خو باید پدې پوه وي چې د زړه او مغزو کار څه توپیر لري. له بلې خوا چې مهر خدای لګوي وي بیا ولې له دې انسان د تغیر هیله لري؟

    د نیوکه کوونکو په اړه د خدای دريځ:

    🔯 وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ ﴿٨﴾ يُخَادِعُونَ اللَّـهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّـهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿١٠﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿١١﴾ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ ﴿١٢﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ﴿١٤﴾ اللَّـهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٥﴾ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿١٦﴾مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّـهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَّا يُبْصِرُونَ ﴿١٧﴾ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿١٨﴾ أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّـهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿١٩﴾ يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ ۖ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُم مَّشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّـهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٢٠﴾
    📕 ژباړه: او ځينې کسان  داسې دي چې وايي پر الله او قیامت ایمان لرو، خو ایمان نه لري. (۸) دوی الله او مومنانو ته چل ور کوي خو دوی یوازې خپلو ځانو ته دوکه ور کوي البته پوهېږي نه. (۹) په زړونو کې يې مرض دی، نو الله يې مرض نور زیات کړ او د تکذیب له امله به يې دردناک عذاب په برخه شي. (۱۰) کله چې ورته وویل شي په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو وایي، بېشکه موږ اصلاح کوو. (۱۱) خبردار! بېشکه همدوئ مفسدین دي مګر نه پوهېږي. (۱۲) کله چې دوی ته وویل شي د اصحابو په شان ایمان راوړئ، نو وايي، ایا موږ هم د دې کمعقلانو په شان ایمان راوړو؟ خبردار! بېشکه همدوئ کمعقلان دي خو پوهېږي نه. (۱۳) کله چې له مومنانو سره مخ شي نو وايي ایمان مو راوړی او کله چې خپلو شیطانانو ته ور شي وايي موږ له تاسو سره یو البته په دوی پسخند وهو. (۱۴) الله به په دوی پسخند ووهي او په خپله همدې سرکښي کې به يې  همداسې لالهانده ایله کړي. (۱۵) دوی هغه دي چې بې لاري يې د هدایت په مقابله کې اخیستې، نو تجارت يې ګټه ونه کړه او نه لار موندونکي دي. (۱۶) مثال يې د هغه چا په شان دی چې اور بل کړي، څه وخت چې يې ماحول ورته روښانه کړي الله يې روڼا ختمه کړي او دوی همداسې په تیارو کې ایله کړي چې هيځ نه ویني. (۱۷) کاڼه، ګونګیان، ړانده دي نو کله هم نه را ګرزي. (۱۸) یا لکه هغه چې له اسمانه تېز باران پر اوري، په دې کې تیارې، بريښنا او تالانده وي، دوی خپلې ګوتې له دې امله په غوږو کې ږدي چې ډارېږي ټکه يې مړه نه کړي. خو الله پر کافرانو چارپيره دی. (۱۹) نژدې ده چې بريښنا يې سترګې یوسي، هر کله چې ورته روڼا وکړي په کېتګ کوي او کله چې پرې تیاره شي ودرېږي. که د الله خوښه وای ارو مرو به يې غوږونه او سترګې ور ختم کړي ول، بېشکه الله پر هر شي قدرت لري. (۲۰)

    سورة البقرة – ۲ آیت

    په اتم نمبر ايت کې ویل شوي چې ځينې کسان پر خدای و اخرت د ایمان ادعا لري مګر مومنان نه دي. خدای د دې پر ځای چې د هغو کسانو په زړونه کې راولاړ شوي شکوک ختم کړي، دلایل ورته ووايي چې د هغوی عقل يې ومني او د زړه له اخلاصه پر خدای او کتاب يې ایمان راوړي، برخلاف د هغوی د ایمان له دعوې سره د نه مومنتوب ټاپې پرې لګوي.

    انسان لا اوس په دې پوه شوی چې که څوک یو عمل کوي یا هم يو څه نه مني، نو لاملونه يې بايد پيدا او ختم کړل شي.

    خدای چې د هغوی په زړونو کې د نه ایمان په حالت پوه شو، نو حللار يې دا وه چې نور هم پر شکمن کړي او له ظاهري ایمان سره يې بې ایمانه وبولې، که دا چې د هغوی پر شکمنو مواردو يې نور اضافي دلایل را لېږلي وای چې د هغوی د هر ډول شک او نیوکې لپاره کافي و شافي وای؟

    ساینس پوهان لومړی د فزیکي قوانیو په رڼا کې د یوڅه په هکله اند ورکوي، وروسته څېړنې کوي چې هغه ادعا ثابته یا هم رد کړي او که یې ثابته کړه نو بیا ددې حقیقت منل په هېچا لازمي ندي او نه یې هم په نه منلو څوک وژل کېږي.

    همدارنګه منل یې هم کوم انعام نه لري، خدای ځان پټ کړی او خلکو ته اخطار ورکوي چې خامخا به ما منئ، تر داسې خدای خو ساینس پوهان معقول دریځ لري چې د دوی د څېړنو په مرسته ثابت شوي حقایق هم په چا په زور نه مني. 

     قران له نهمه (۹) ایته بیا تر شپاړلسمه (۱۶) همدا موضوع پسي غزولې. اول يې هغوی د ځان دوکه کوونکي بللي. خدای چې د انسان د پيدايښت ادعا لري، نو دا مسوولیت هم لري چې انسان له بدو وژغوري. دلته بايد هغه دلایل او معجزې راغلې وای چې دې انسانانو خپل ښه او بد سره پېژندلي وای. پکار خو دا وه چې ددې معجزو ویدو ګانې هم وی تر څو اوسنیو نسلونو هم لیدلی شوی په داسې حال کې چې خدای پر هر څه قادر هم دی؟

    معامله ولې د يوه لوی سړي او واړه ماشوم رکم شي چې کله یو شی ور ښکاره کړي او بیا يې ترې پټ کړي؟

    خدای یو ځل موږ ته خپل کتاب او رسول را ولېږي خو هغه دلایل نه راته وايې چې زموږ د هر کس عقل او زړه يې ومني، خدای چې پر هر څه قادر دی نو بیا ولې د خپل مخلوق یوه صنف ته قناعت نه شي ور کولای یا يې نه ورکوي؟

    ورپسې يې ویلي چې دا خلک د زړه ناروغي لري او د خپلو درواغو له امله به دردناک عذاب ور کړي. د زړه له مرض څخه که هدف پر قران او رسول شکونه وي، نو خدای يې بايد په داسې دلایلو رفعه کړي چې هغوی ته د باور وړ وي. 

    دلته بیا خدای  داسې معرفي شوی چې په اناټومي او بیالوژي بیخي نه پوهېږي، د مغز او زړه توپیر یې بیا ندی کړی ځکه خدای پوهېږي چې دغه انسانان څه غواړي او پر څه شک لري؟

    نو خدای د ګوت څنډنې پر ځای ولې دلیل نه ذکر کوي، ګواښونه خو زموږ هغه انسانان ډېر کوي چې په وس کې يې هيڅ نه وي، نو د ګواښ لور ته پنا وړي مګر خدای چې د هر څه د کولو او پرې د پوهېدنې ادعا لري نو ګواښ ته څه اړتیا وه؟

    د خدای له واړه انسان سره دا ډول اخته کېدا داسې ښکاري لکه یو لوی پالوان چې له واړه ماشوم سره په جنګ وي! د خدای مطلق قادریت خو دا غوښتنه کوي چې د هر ډول دلیل راوړل ورته اسانه او هم پر انسان ترحم دی نه دا چې تر تصور لوړ عذابونه ورته تیار کړي؟

    تر دې وروسته په دوو ایاتونو کې د نیوکه کونکو دا ادعا را اخیستل شوې چې هغوی ځانونه سمونپال بولې او خدای يې دا ادعا رد کړې او د مفسدینو په لقب يې ناز ولې، نن هم موږ وینو چې په دنیا کې هر کس/ ډله د اصلاح ادعا لري.

    هېڅوک هم پر ځان د فساد او تخریب شاهدي نه ور کوي، دغو نیوکه کوونکو هم ښايي د اصلاح، ځان پوهونې، له شکه د ځان خلاصونې او نورو لپاره نیوکه کړې وي، نو قران د دې پر ځای چې د دې خلګ ترمنځ د اصلاح غوښتونکي او مفسدين سره بیل کړي او ځواب يې ووايي، بلکي لکه ضدي بې دلیله انسان یو دم پر مخالف تور لګولو او ټاپو ته کش شو.

    دا تګلاره د یوه سر ناخلاصه انسان کېدای شوای نه د خدای، د کایناتو د خالق او دومره مهربانه خدای؟

    په ۱۳ ایت کې نیوکه کوونکی مسلمان بې عقل بولي او خدای بیا په قهر شوی دوی يې بې عقل ګڼلي.

    انسان دې ته حیران شي چې خدای  ولې دومره ځان را کوچنی کړي چې د څو ګوتو په شمار انسانانو نیوکې، اعتراضونه او ردونه عینا په هغه ډول ور ځواب کړي لکه هغوی چې يې کوي؟

    د هغوی د سفهاء په مقابل کې همدا الفاظ کارول، د هغوی د اصلاح په مقابل کې فساد استعمالول او د هغوی نیوکه په مرض سره تعبیرول، نو د خدای کومه تګلاره ده چې د سمون پر ځای انسان فساد ته بیايي، د ایمان پر ځای يې نفاق ته مجبوري، د منلو پر ځای يې انکار ته اړباسي او د دلایلو پر ځای يې ټاپو لګولو ته مخه کړې ده؟

    په دې ايتونو کې کارول شوې ژبه د دعوت تګلاره او د هغوی ځواب نه د خدای له شان سره لګېږي، نه د قران د نحل سورې د دعوت له اصولو سره سر خوري او نه هم پکښې د مخالف فکر لرونکو ته درناوی او احترام شوی.

    له چا سره چې حق وي، دلایل ولري او مخالف ته د قناعت لپاره د خدای په شان د یوې هستۍ ملاتړ ولري، نو دا ډول سپک الفاظ کاروي، لکه محمد چې خدای ته په نسبت ور کولو دلته ویلي دي؟

    په دې وروسته ایت کې يې د نیوکه کوونکو مشران د شیطانانو په نوم یاد کړي. که د محمد خدای په خپل مقدس کتاب کې د نیوکه کوونکي ځواب په همدې بڼه ور کوي، نو ایا دا د کایناتو د خالق تګلاره ده؟

    دا ايت له هغو سره څنګه لګوي چې وايي که په ديني شعایرو چا پسخند واهه نو مجلس ور ایله کړی یا هم دا چې د خدای لاري ته بلنه په حکمت، ښه نصیحت او سمو دلایلو وکړئ؟

    په دې ايت کې خو دا یو هم نه دی شوی، که په ديني شعایرو د سپکاوي ځواب له مجلسه په ولاړېدو ور کوي، نو دلته هم بايد د شکمنو کسانو د شک ختمولو لپاره دلایل ویل شوي وای.

    بیا وايي، الله هم په دوی پسخند وهي او په خپلو سرکښيو کې يې  همداسې لالهانده ایله کوي. دا عینا د هغه چا تګلاره ثابتوي چې یو انسان د خپل دښمن له سرګردانۍ خوند اخلي. له دې سره چې وس لري هغه سم حالت ته راولې مګر د خپل پټې کینې له امله دا نیکي نه تر سره کوي، مګر د خدای له شان سره خو د یوه کینکښ انسان رول نه ښايي؟

    شپاړسم نمبر ایت بیا هم د دوی لار له کوم دلیل پرته ضلالت بللې، د خیالي زیان زیری يې ور کړی او ویلي يې دي چې لار به ونه مومي. ښه کومه لار؟

    که خدای غواړي چې خپل بندګان له بد حالته وژغوري نو کولای شي چې سمه لار په کره دلایلو ورته په ګوته کړي او  داسې دلایل چې د هر وخت او هرې شويې انسان ته د منلو وړ وي. مګر له بده مرغه چې خدای تر دلالیلو مخکې ټاپې شروع کړې دي، د خیالي تجارت د زیان اعلانونه کوي او د سمې لاري له په ګوته کولو پرته خلګو ته وايي چې سمه لار به ونه مومئ.

    ۱۷ نمبر ايت وايي چې نیوکه کوونکي دا ډول مثال لري لکه یو څوک چې د لاري موندلو لپاره اور بل کړي، کله چې هغه رڼا وکړي، نو الله يې رڼا ور ختمه کړي او دوی  همداسې ړانده په تیاره کې ایله کړي. بیا هم د خدای د بې عدالتۍ پوښتنه ده. خدای  ولې په انسان کې یو ځل د نیوکې او شرک وړتیا پنځولې او بیا يې پر کارونه بندیز لګولې؟ ان داسې بندیز چې که يې څوک مات کړي نو په دنیا کې له سمې لاري د ګمراهۍ او په اخرت کې له تصوره د پورته عذاب سبب کېږي؟

    بیا پسي وايي چې کاڼه، ګونګیان او ړانده دي او له دې لارې کله هم نه اوړي. دا څه حالت دی چې خدای له خپلو بندګانو سره جوړ کړی؟ ایا خدای نه شي کولای چې خپل بندګان راضي کړي؟ د انساني عقل د قناعت دلایل نه لري؟

    دومره توندو الفاظو، سختو ځوابونو او تر قناعت خوشکې ته د پنا وړلو څه اړتیا وه؟ که فرضا د خدای په دلیل د هغه یو وړوکی بنده قناعت نه کړي نو خدای ته دومره غوسه ورځي چې عینا د انسان په شان تګلاره خپلوي؟

    بلکل هغه څه کوي چې انسان يې له بل انسان سره کوي؟

    لا يې غوسه نه ده سړه شوې بل مثال يې بیانوي: یا د هغه چا په شان دي چې په تېز باران کې ګير وي، تیارې، تنا او بريښنا وي. دی له ډېره ډاره په غوږو د ټولو ګوتو د ننویستلو هڅه کوي چې هسي نه مړ شي او بیا يې د کافر ټاپه وهلې ور سره يې د خپل قدرت ادعا هم کړې.

    دلته پاراډاکس دا دی چې که یو لور ته خدای له هره لوري دوی د خپل قدرت تر سیوري لاندې راوستلي وي، نو بیا د بې وسه انسان په شان دا دومره ادعاوې، ښراوې، ګواښونه او ټاپو ته څه اړتیا ده؟ خدای د خپل بې شانه رحمت سره ولې خپل بندګان ګمراهان کوي؟

    تر دې په وروسته ایت کې بیا پر هر شي د قدرت ادعا شوې او دا هم ویل شوي چې دوی اوس هم خدای د خپل رحمت له مخې د غوږ او سترګو په شان له ښو نعمتو برخمن کړي، کنه خدای د دې پر له منځه وړلو قدرت لري.

    پوښتنه دا ده چې که خدای هغوی د دې نعمت مستحق بولې نو بیا ولې هدایت نه ورته کوي؟ د خپل بې شانه رحمت له مخې دي معامله ور سره وکړي، ګناهونه دې ورته معاف او سمه لار دې ورته وښيي؟

    سينوهه

    له دې کبله چې زمونږ عقل کم دی او ناپوه يو، نو فکر کوو چې نور نادان او ناپوهان دي.

    • وروستۍ ليکنې
    جنایتکاران
    جنایتکاران