د ساینس شهید

د ساینس شهید جووردانو برونو (Giordano Bruno)

معلومه نده چې ولې مورخينو په تاریخ کې د برونو یادونه کمه کړې ده ځکه برونو خو د کوپر نیکس او ګاليليو ترمېنځ ولاړ شخص وو. د مذهبي عالمانو له لاسه یې تر سقراط سخت ستمونه او ربړونې تېرې کړې وې.

برونو په 1548م کال کې د ایټالیا په نویا/وینس کې د نېپلیس ښار ته نږدې؛ زیږیدلی و. هغه یو فیلسوف، ریاضي پوه، ستور پیژندونکی و. د عصري ساینس پیل د برونو د نظریاتو پراساس و. هغه ويلي وو چې کائنات لا محدود دی، دا د څو جهانونو یوه ټولګه ده. دا ستوري چې وینو تر لمر هم لرې لرې لمرونه دي. هغه د ګیلیلیو په څیر د عیسویت له باور سره موافق نه و چې زموږ ځمکه دي د کاینات مرکز وي. او انسانان دې یو ځانګړی ځای ولري.

برونو د بشریت، منطق او ډیالوژیک زده کړې وکړې او د هغه د یوه ښوونکي لخوا خورا متاثر و چې د ابن رشد په کتابتون پورې اړه یې لرله. په ورته وخت کې هغه ته د ایرسمس د ممنوعه لیکنو د لوستلو فرصت هم په لاس ورغلی و.

برونو په ډېر کم وخت کې د مرتد او ملحد په نظرونو مشهور شو. د ولایتي کلیسا مشر د هغه په ​​وړاندې د ارتداد د دوسیې جوړولو اعلان کوي. برونو روم ته تښتي، خو حتی هلته هغوی یې په ​​ناسمه توګه په وژنه تورن کوي.

د برونو پر وړاندې ټولنیز تحریم پیل کېږي. په 1576م کې هغه روم پرېږدي بیا د شمالي ایټالیا په قاچاقي لارو هغه جینوا ته ځان رسوي. هغه د سخت دریځي کاتولیکي کلیسا څخه د اصلاح شوې کلیسا د ساحې پر لورې تښتي. خو هغه پوه شو چې د عدم زغم په شرایطو کې د دوی ترمینځ هیڅ توپیر نشته، لکه د نن وخت منځلاری مسلمان او ملا.

برونو نیول کېږي. هغه په ​​ټولنیز تحریم محکوموي او سزا ورکوي، پدې وخت کې برونو ژمنه کوي چې خپل نظریات به بدل کړي. بیا هغه ته اجازه ورکول کیږي چې ښار پرېږدي. برونو فرانس ته ځي. او هغه په ​​فلسفه کې د لیکونکي په توګه دنده ترلاسه کوي. په پاریس کې برونو ته په سکون سره د درس ویلو او کار کولو فرصت په لاس ورځي، په هغه وخت کې د فرانسې پاچا اعتدال غوښتونکی کاتولیک و. هغه ځینې مقالې ولیکلې چې د حقیقت پیژندلو لپاره فلسفي بحثونه پکې ترسره شوي وو. او په مروجه ټولنه کې د ټولنیز او اخلاقي فساد لپاره یوه موضوع او سرخوږی جوړه شو.

په 1583م کې برونو لندن ته لاړ او بیا د اکسفورډ پوهنتون ته ځي هلته یې د کوپر نیکس په نظریاتو باندې خبرې کوي په کوم کې چې د لمر شاوخوا د ځمکې خوځښت تشریح شوی و. برونو په اکسفورډ کې هم د منفي عکس العمل وروسته بېرته لندن ته راستون شو. هلته هغه د فرانسې د سفیر میلمه شو. له همدې امله هغه فرصت ترلاسه کړ ترڅو د بریتانیې له شاهي کورنۍ او نورو اشرافو سره ملاقات وکړي.

هغه به چې چېرې هم د ځمکې د گردش نظریه وړاندې کړه ورته شخړه به راپورته شوه. هغه د فلسفې په اړه شپږ مقالې، د ځمکې د ګردش او ستورپېژندنې په اړه یې درې او درې یې په اخلاقیاتو باندې ليکلې دي. برونو ټینګار وکړ چې انجیل باید تر اخلاقیاتو محدود وي د کایناتو په چارو کې دخالت ونه کړي.

هغه وویل چې مذهب باید جاهل خلکو ته د اخلاقي تعلیماتو ورکولو پورې محدود وي. دین له فلسفې او د لوړو زده کړو له ډګر سره هیڅ تړاو نه لري او نه هم باید مذهبي عالمانو ته د واکمنۍ حق ورکړل شي. هغه د کایناتي روح سره د انساني روح د تړاو په اړه بحث وکړ، او ویې ویل چې هیڅ کايناتي مطلق روح شتون نلري.

برونو په 1585م کې بیرته پاریس ته راستنېږي خو هلته سیاسي وضعیت بدل شوی وي، برونو بیا جرمني ته ځي او له یوه پوهنتون څخه بل پوهنتون ته، همداسې سرګردانه ګرځي. بدبختي برونو په 1591م کې بیرته ایټالیا ته راوړي. هلته د وینس په محلي ایالت د لیبرالانو واکمني وي، نو هغه د کوم خطر احساس ونکړ.

برونو په پوهنتون کې د پروفیسرتوب په لټه کې و تر څو هغه وکولی شي خپل علمي څیړنیز کار ته دوام ورکړي. د یو شخصي لیک په جریان کې د وینس واکمن د هغه له نظره سره په قهر کېږي او هغه د ارتداد د نظریاتو له امله د کفر په تور محکوم کوي. برونو نیول کېږي. هغه په ​​عیسوي مذهبه محکمه کې تر محاکمې لاندې وي چې ملحدینو د پوښتنو د ځوابولو عيسايي مذهبي عدالت ته وړاندې کول کېږي. په پیل کې وړاندیز کېږي چې هغه دې جلا وطنه شي.

برونو زندان ته استول کېږي. برونو د 7 کالو په زندان محاکمه کېږي. برونو په محکمه کې دریځ غوره کوي. چې هغه د دیني مسئلو سره هیڅ تړاو نلري. د هغه پوهه او مطالعه په فلسفي پوښتنو پورې اړه لري. مګر محکمې غوښتنه وکړه چې هغه باید بلامشروط خپل نظرونه لرې کړي.

برونو یوځل بیا په مایوسۍ سره هڅه کوي ترڅو محکمې ته قناعت ورکړي چې د دین په اړه د هغه نظرونه د خدای د تصور او مخلوق له نظریاتو څخه توپیر نلري. د پادری قاضیانو د هغه دلیلونه رد کړل او دوی هغه مجبوروي چې خپل نظریات پریږدي.

برونو ویل چې د هغه په ​​افکارو کې هیڅ داسې شی شتون نلري چې هغه پرې توبه وکړي. زه نه پوهیږم چې دوی له ما څه غواړي چې زه یې پریږدم.

کلیسا پاپ Clement VIII برونو ته د مرتداتو حکم ورکوي، د فبرورۍ په 8مه په کال 1600 کې چې کله برونو ته د اعدام حکم ورکړل شو، هغه قاضیانو ته په خطاب کې وویل: “زه د مرګ چې زما سر په دار ځړول کېږي دومره نه ډارېږم لکه څومره چې تاسو ماته د مرګ په سزا اورېدلو ډارېږئ او رپېږئ.” لږ موده وروسته یې د هغه په خولې دننه ټوکر (کپړه) ورکېښوده او هغه یې ژوندی وسوځاوه.

ژباړه: پکتين

📌 سرچينې

  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • Giordano Bruno

جووردانو برونو

دينونه د انسانانو د ازادۍ او پوهې د پرمختګ په لاره کې خنډ دي.

  • وروستۍ ليکنې
جنایتکاران
جنایتکاران