شیطان په کومو دلایلو کرکټر دی او فزیکي وجود نه لري؟
حدیثونه: د شیطان په هکله مختلف احادیث ویل شوي چې یو څو بېلګې یې دلته ستاسې سره شريکوو.
څوک چې د سهار لمونځ نه کوي او تر ناوخته پورې خوب کوي شیطان یې په غوږ کې مېتیازې کوي.
📖 حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو الأَحْوَصِ، قَالَ: حَدَّثَنَا مَنْصُورٌ، عَنْ أَبِي وَائِلٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: ذُكِرَ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ، فَقِيلَ: مَا زَالَ نَائِمًا حَتَّى أَصْبَحَ، مَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ، فَقَالَ: «بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنِهِ»
📕 ژباړه:ژباړه: له عبدالله رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: یو سړي د پیغمبر (ص) پر وړاندې یادونه وکړه چې هغه تر سهاره ويده وي او لمانځه ته نه پاڅيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل «د هغه په غوږنو کې شیطان متیازې کړي».
منطقي تحلیل: د مېتیازو کولو لپاره یو مکمل سېستم ته اړتیا ده چې ددې توان ومومې چې مېتیازې وکړې. دغه ژوندی ژوی باید اوبه وڅکي، کلمو کې یې جذب کړي، وینې ته یې کډې شي، ګردو کې فلتر شي بیا ترې ووځي. د شیطان چې کوم خواص بیان شوي دا یو هم نه لري. نه هم سهار د چا غوږ لوند شوی چې له خوبه ناوخته را پاڅېدلی وي.
حدیث: څوک چې په چپ لاس ډوډۍ خوري شیطان یې هم ورسره خوري.
📖 حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ رُمْحٍ، أَنْبَأَنَا اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ، عَنْ جَابِرٍ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ قَالَ «لاَ تَأْكُلُوا بِالشِّمَالِ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْكُلُ بِالشِّمَالِ»
📕 ژباړه: په چپ لاس ډوډۍ مخ خورئ ځکه چې شیطان په چپ لاس ډوډۍ خوري.
منطقي تحلیل: د ډوډۍ خوړلو لپاره لاس او هاظمې سېستم ته اړتیا ده. د شیطان کرکټر کې دده د هاظمې د سېستم یادون ندی شوی. هم چا د شیطان فاضله مواد چېرې لیدلي. دلته هم شیطان د یوه کرکټر حیثیت لري.
حدیث: د سکس وقت کې چې بسم الله ونه وایې شیطان هم یوځای سکس کوي.
منطقي تحلیل: شیطان جنسي غړي نه لري نه یې د انسان سره سکس ممکن دی. نه پدې هکله چېرې یادون شوی.
📖 حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ أَيُّوبَ، وَقُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، وَعَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ السَّعْدِيُّ، قَالُوا حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ، – يَعْنُونَ ابْنَ جَعْفَرٍ – عَنِ الْعَلاَءِ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ “ التَّثَاؤُبُ مِنَ الشَّيْطَانِ فَإِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَكْظِمْ مَا اسْتَطَاعَ”
📕 ژباړه: ارګمی راتلل د شیطان له کبله دی. هڅه وکړی تر خپله وسه یې وګرځوی.
منطقي تحلیل: د ارګمي په هکله پوهه د طب اړوند ده. دا چې هغه وخت دوی دا پوهه نه لرله نو څه چې دوی ته منفي ښکارېدل او پرې نه پوهېدل علت یې شیطان بللو او څه چې مثبت ښکارېدل او پرې نه پوهېدل علت یې خدای بللو.
📖 حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ خَلَفٍ الْبَاهِلِيُّ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الأَعْلَى، عَنْ سَعِيدٍ الْجُرَيْرِيِّ، عَنْ أَبِي، الْعَلاَءِ أَنَّ عُثْمَانَ بْنَ أَبِي الْعَاصِ، أَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ حَالَ بَيْنِي وَبَيْنَ صَلاَتِي وَقِرَاءَتِي يَلْبِسُهَا عَلَىَّ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم “ ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزِبٌ فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنْهُ وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلاَثًا ” . قَالَ فَفَعَلْتُ ذَلِكَ فَأَذْهَبَهُ اللَّهُ عَنِّي.
📕 ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغی، نو ورته ویې ویل: ای د الله تعالی رسوله! صلی الله علیه وسلم، شیطان علیه اللعنة زما او زما د لمانځه په منځ کې حائل واقع کیږي او زما قرائت را ګډوډوي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، دا خو شیطان دی او خنزب نومیږي؛ نو چې کله دې همداسې حالت احساس کړ، نو په الله تعالی ترې پناه وغواړه (اعوذ بالله ووایه) او درې ځلې چَپ طرف ته لاړې (نانې/ناړې) توپ که، نو همدا عثمان بن ابي العاص فرمایي، چې دا کار مې وکړ او الله تعالی شیطان له ما نه لرې کړ یعني په لمانځه کې مې بیا ځلې توجوه نه خرابېدله او نه مې په قرائت کې ستونزه راتلله
منطقي تحلیل: کله چې لمونځ کوې نو د ذهن لپاره دا یوه تکراري موضوع ده. د انسان ذهن ورسره دلچسپي نه لری. ځکه خو ذهن بلې خواته لاړ شي. چېرته چې ذهن ته تر لمانځه مهم او جالب ښکاري. دلته دغه د انسان ذهن بلې خوا ته تګ شیطاني وسوسه بلل شوې. د ناولونو له مخې الله؛ هم شیطان جوړ کړی هم یې ځانګړی توان ورکړی. دا کمال ده ورکړی چې د انسان ذهن ته داخل شي او تشویش واچوي. بیا به همدا انسان ترې د الله په نامه پناه غواړي؟
انساني منطق په دیني ناولونو کې شیطاني وسوسه بلل شوې. کله هم چې انسان په دیني افسانو شک وکړي نو دینکاران دا شیطان وسوسه بولي. یعنې د انسان منطق په بد نامه یادوي پدې توګه یې له منطق کارولو منعه کوي.
که د بخاري او صحیح مسلم ټول حدیث دلته را اخلم لیکنه به ډېره اوږده شي. د ټولو احادیثو او آیاتو نه؛ یواځې دا څرګندېږي چې شیطان یو کرکټر دی. لکه د دېو، بلا، د فلم د بد معاش او د ناول منفي کرکټر. ناول په مثبت او منفي کرکټر را څرخي. په همدې توګه فلم کې هم منفي او مثبت کرکتر وي. شیطان د دینونو د ناولونو منفي کرکټر دی. خدای د ادیانو مثبت کرکټر دی. ټولې کیسې په دواړو کرکټرو پسې لیکل شوې. د دواړو کرکټرو لپاره انساني مثبت او منفي خواص او صفات منسوب شوي. کرکه، دښمني، ضد، غصه، خوشحالي او داسې نور.
مونږ چې ماشومان وو مور او پلار دوه کرکټر راته جوړل ترڅو په ساده ژبه مو پوه کړي. یو د کوخ، کخ منفي کرکټر و چې منفي خواړه یې پکې خلاصه کول. دا مه خوره کوخ دی. دا وکړه دا واوا دی. دغه د ماشومتوب کوخ له بلوغ وروسته په شیطان او د ماشومتوب واوا په الله بدل شي.
تاریځي څېړنې وايي چې د زردشت په وخت کې ډېر خدایان وو. ده دغه کار ساده کړ. د ښو او بدو خدای یې ترې جوړ کړل. د ښو خدای اهورا مزدا او د بدو خدای احریمن. د ښو خدای له مرګ وروسته انسانان ښه ځای او د بدو خدای بد ځای ته بول. د احریمن معنا دښمن ده. دغه لغت وروسته یوناني، یهودي او نورو ادیانو ته ژباړل شوی.
امریکایاي سیاستوال؛ ایران، شمالي کوریا او ځینې نور د شیطان مثلث بولي. ایرانیان بیا امریکا ته؛ شیاطین امریکايي وايي. هره ډله خپله مخالف شیطان بولي.
په هره کیسه، ناول او فلم کې منفي او مثبت کرکټر ته اړتیا ده. دا کیسې، فلمونه او ناولونه خوند کوي خو ددې حقیقت ګټل او له دې کرکټرونو مرسته غوښتل، ترې ښه ژوند غوښتل او لپاره یې قتلونه کول غیر منطقي او بې ګټې کار دی. هغه ولسونه چې دا کرکټر اوس کرکټر بولي پرمختګ کړی. دوی خپلې اړتیاوې په منطق پوره کړې.
انسان د جهان، د انسان دوجود او طبیعت په هکله پوهه نه لرله خو غوښتل یې پوه شي. آخر یې د خپل ذهن د سکون لپاره خپله طبیعت ته کیسې جوړې کړې. مختلف کرکټر یې جوړ کړي ځینې یې د جهان پنځوني او نور د پنځونوکي دښمنانان وبلل.
ماشومتوب کې نکلونه خوند کوي خو داسې هم نه چې لوی شې او د کار او روزګار په ځای په خیالي پري کې چورت وهې. پېری، ملایکه او روح هم کرکټر دي. انسانانو لس زره کاله وړاندې د ماشومامتوب دوره تېره کړې اوس یې د بشر د بلوغ مرحله ده. د فلمونو ناول لیکونکي او پرې فلم جوړونکي هم پیسې ګټي. خو د دوی فلم کتل حتمي ندي. په نه کتلو یې د مرګ سزا نشته.
دیني ناول دا بدمرغي لري چې خامخا به یې منې او په دې ناولونو کې چې څومره شاخ داره دروغ وي هغه به مجزه بولې. په رد کولو یې د مرګ سزا ده. د دیني ناولونو کیسې زړې او تکراري وي. د فلمونو کیسې نورې کېږي. فلم کې ډېر کسان کار کوي او خپل کمال وړاندې کوي.
دیني ناول کې مولا هم دایرکتر دی، هم تمثیل کوي او هم ډبنګ کوي. د دیني سینماګانو فلمونه د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځ نمایش ته وړاندې کېږي. په فلم کې هم وژل او قتل وي. خو هدف یې دا نه وي چې لیدونکي هغسې وکړي.
دینکاران بیا له دینپالو غواړي چې دیني وحشتونه په ټولنه کې پلې شي. دینپال غواړي د یوه هېواد سیاسي نظام هم ددغه ناولونو په اساس په مخ لاړ شي. دوی ته دروغ ویل شوي چې دیني نظام کې لوږه، تنده او فقر نه وي. له زېږېدو تر مرګه زمونږ ټول ژوند د زړو ناولونو په اساس روان دی. ځکه ناولو د مرګ وروسته یو ناولي نړۍ له ځان سره لري.
پدې هکله یوه ډاکیومتري هم شته چې په لاندې لېنک یې کتل شی.
د شیطان د نشتون په هکله د برمل پرهر او ملګرو بحث تاسې په لاندې ويډيو کې اورېدلای شئ.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.