اکثره مسلمانان دغه ادعا کوي چې قرآن یو ثابت کتاب دی او په قرآن کې لکه د نورو ادیانو د کتابونو په څېر لکه انجيل، زبور او تورات تحريف شوی نه دی او نه هم لاسوهنې پکښې شوي او له نزول څخه تر اوسه په دا تېرو څه کم ۱۵۰۰ کلونو کښې د قرآن حتا یو ټکی هم نه تغير او نه هم تبديل شوی.
د مسلمانانو په باور الله پخپله د قرآن د حافظت چارې پر غاړه لري او وايي چې الله به پخپله د قیامت تر ورځې د دې کتاب حفاظت کوي لکه د سورة الحجر په ۹ آیت کې چې راغلي:
🔯 إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿٩﴾
📕 ژباړه: بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو.
سورة الحجر
همداراز دوی وايي چې الله د قرآن د حفاظت ضمانت په لوح محفوظ کې کړی (لأن الله تكفل بحفظ القرآن كما هو في اللوح المحفوظ)
شیخ عدنان ابراهیم وايي: موږ په قرآن کې هېڅ شک نه لرو او نه هم یو ټکی پکښې بدل شوی.
سلفي شیخ محمد حسن د ځمکې ټولو خلکو ته چلنچ ورکړی چې د ځمکې پر سر دې څوک د دوه قرآنونو تر منځ په کوم سورت، کلمه، آیت او یا هم خط کې کوم توپیر پیدا کړي.
په دې ليکنه کې به موږ تاسې ته پرته له کومې ادعا د قرآن د تحريف له ثبوتونو او شواهدو سره وړاندې کړو او د شېخ محمد حسن دغه چلنچ ته لبیک وايو.
اوس مهال د قرآن لس منل شوي قرآئتونه شتون لري چې هغه ته (القراءات العشر) وايي او نومونه یې په لاندې ډول دي:
له پاسنیو بڼو څخه یې مشهورې دوه بڼې دي چې یو یې حفص او بل ورش نوميږي چې په ډېرو کلماتو، حروفو او نصوصو کې له یو بل سره متفاوت دي.
د حفص نسخه له (حفص عن عاصم ) څخه روایت شوې چې هغه ته (برواية حفص عن عاصم) قرآن ویل کيږي چې د بن سلیمان بن المغیره لخوا لیکل شوی، دا قرآن په مستقیمه توګه له هغه قرآن څخه اخيستل شوی چې عثمان بن عفان ښارونو ته استولی وو او دوی وایي چې دا قرآن ټکي په ټکي د عثمان له قرآن سره یو شان دی او له اصلي قرآن سره هېڅ توپیر نه لري، د دوی دغه ادعا هم دروغ ده ځکه عثماني قرآن اعراب لکه ( ِ َ ُ ً ٍ ٌ ْزور، زېر، پېښ او نور حرکات نه درلودل) او حتا ټکي یې هم نه لرل.
دا قرآن په رسمي ډول د سرې بحيرې ختیځ لوري ته په اکثره اسلامي او عربي هېوادونو کې تصویب شوی د سعودي عربستان، عراق، عربي خلیج، افغانستان او پاکستان په ګډون.
بل قرآن بیا له (ورش عن نافع – أبو سعيد عثمان بن سعيد بن عبد الله بن عمرو بن سليمان) څخه روایت شوی چې هغه ته (برواية ورش عن نافع) قرآن ویل کيږي، دوی وايي چې د دې قرآن هر ټکی په بشپړ ډول د عثمان له قرآن سره مشابه دی. پداسې حال کې چې دغه ادعا یې هم دروغ ده ځکه عثماني قرآن اعراب لکه ( ِ َ ُ ً ٍ ٌ ْزور، زېر، پېښ او نور حرکات نه درلودل) او حتا ټکي یې هم نه لرل.
دا قرآن په رسمي ډول په غربي او شمالي افریقا که منل شوی لکه تونس، مراکش، الجزایر، سوډان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې. مسلمانان ادعا کوي چې الله د قرآن ساتلو ژمنه کړې، او دا د ورش قرآن د عثمان له اصلي قرآن سره هېڅ توپیر نه لري، پداسې حال کې چې یهودانو او عیسویانو خپل کتاب، تورات او انجیل خوندي ونه ساتل او مسلمانانو دارالانشا ونه ساتله.
د باطلو اختلافاتو مدافعین له یو راز څخه پرده پورته کوي چې دا توپیرونه د قرآن لس لوستلو (قرائتونو) ته اشاره ده، نو ایا په دې لس تلاوت کوونکو کې د کمي او زیاتوالي په خطوطو او د نويو کلمو په اضافه کولو او د نورو په حذف کولو سره توپیر لري/کوي؟
که چېرې دا ټول هغه تلاوتونه وي چې د رسول ص لخوا اجازه ورکړل شوې وه نو بیا ولې ځینې اسلامي هېوادونه د دې ممانعت کوي په داسې حال کې چې په معنا او مقصد کې سره ورته والی لري؟
د سعودي عربستان پاچا په بشپړ ډول په جوماتونو کې د ورش قرآن به نسخه بندیز لګولی! هغه یوازې د حفص (أبو عمر حفص بن سليمان بن المغيرة بن البزاز الأسدي الكوفي) له روایت سره د قرآن مجید په خپرولو راضي او مطمئن دي.
خو بلخوا بیا تونس، الجیریا، سوډان او مراکش د حفص پر نسخه کلک بنديز دی، او په رسمي ډول یې له جوماتونو څخه واړاوه او یوازې د جنګي روایتونو سره یې د قرآن د کارولو اجازه ورکړه !!
دا زموږ حق دی چې وپوښتو که چیرې په ټولو قرآنونو کې تحریف او بدلون شتون نه لري، نو ولې ممانعت، محدودیت او په اسلامي هېوادونو کې د مختلفو قرآنونو په راټولولو او یوازې په یو ځانګړي روایت او حکایت متفق نه دي؟
ایا دا (عربي مذهبي تجارانو او علماء) ته ښکاره ننګونه نه ده؟
دوی وايي چې د قرآن کریم په یو آیت او لیک کې هم توپير او تحریف نشته، نو ایا داسې ممکنه ده؟
ډېری اسلامي علما وايي چې په الفاظو کې توپير نشته بلکې دا د مختلفو عربي قبيلو په لهجه لوستل شوی قرآن دی او یوازې قرائتونه یې مختلف دي نه مفهوم.
که چېرې خبره د لهجو او قرائت وي نو د یوې جملې مفهوم باید تغير ونه کړي مثلاً په پښتو ژبه کې موږ مختلفې لهجې لرو چې غواړو یو څو بېلګې یې دلته تاسې ته ذکر کړو، مثلاً
په پورتنو دریو مثالونو کې توپير د لهجې دی او دلته که چېرې موږ (شه، ښه او یا خه) ووایو نو د جملې په معنا او مفهوم کې کوم تغير نه راځي مګر د قرآن په حفص او ورش نسخو کې بیا دا خبره نه ده بلکې په مختلفو ایاتونو کې مختلف لغاتونه کارول شوي چې په ډېرو مورادو کې په یوه نسخه کې فعل او په بله نسخه کې ماضي حالت بیان شوی، په یوه ځای کې جمع او په بل ځای کې مفرد.
موږ به دلته د پورتنیو دوو روایتونو تر مینځ ځینې توپیرونه او اختلافات تاسې ته تشریح کړو ترڅو مسلمانانو ته دا ثابته کړو چې قرآن تحریف شوی او بدلون یې موندلی او د دې مختلفو نسخو ترمینځ هېڅ مماثلت شتون نه لري.
لومړی به راشو د سورة البقرة توپيرونو او تحريفونو ته:
د قرآن د تحريف په مورد ګڼ شمېر ويډیوګانې هم شتون لري چې تاسې یې دلته کتلای شئ:
No results available
No results available