مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – لومړۍ برخه

اکثره مسلمانان دغه ادعا کوي چې قرآن یو ثابت کتاب دی او په قرآن کې لکه د نورو ادیانو د کتابونو په څېر لکه انجيل، زبور او تورات تحريف شوی نه دی او نه هم لاسوهنې پکښې شوي او له نزول څخه تر اوسه په دا تېرو څه کم ۱۵۰۰ کلونو کښې د قرآن حتا یو ټکی هم نه تغير او نه هم تبديل شوی.

پخوانی قرآن او اوسنی قرآن

د مسلمانانو په باور الله پخپله د قرآن د حافظت چارې پر غاړه لري او وايي چې الله به پخپله د قیامت تر ورځې د دې کتاب حفاظت کوي لکه د سورة الحجر په ۹ آیت کې چې راغلي:

🔯 إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿٩﴾

📕 ژباړه: بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو.

سورة الحجر

همداراز دوی وايي چې الله د قرآن د حفاظت ضمانت په لوح محفوظ کې کړی (لأن الله تكفل بحفظ القرآن كما هو في اللوح المحفوظ) 

شیخ عدنان ابراهیم وايي: موږ په قرآن کې هېڅ شک نه لرو او نه هم یو ټکی پکښې بدل شوی.

سلفي شیخ محمد حسن د ځمکې ټولو خلکو ته چلنچ ورکړی چې د ځمکې پر سر دې څوک د دوه قرآنونو تر منځ په کوم سورت، کلمه، آیت او یا هم خط کې کوم توپیر پیدا کړي.

په دې ليکنه کې به موږ تاسې ته پرته له کومې ادعا د قرآن د تحريف له ثبوتونو او شواهدو سره وړاندې کړو او د شېخ محمد حسن دغه چلنچ ته لبیک وايو.

اوس مهال د قرآن لس منل شوي قرآئتونه شتون لري چې هغه ته (القراءات العشر) وايي او نومونه یې په لاندې ډول دي:

  • 1️⃣ الأول: الإمام نافع المدني ويروي عنه قالون وورش.
  • 2️⃣ الثاني: الإمام ابن كثير المكي ويروي عنه البزّي وقنبل.
  • 3️⃣ الثالث: الإمام أبو عمرو البصري ويروي عنه الدوري والسوسي.
  • 4️⃣ الرابع: الإمام عبد الله بن عامر الشامي ويروي عنه هشام وابن ذكوان
  • 5️⃣ الخامسالإمام عاصم الكوفي ويروي عنه شعبة و حفص.
  • 6️⃣ السادس: الإمام حمزة بن حبيب الزيّات ويروي عنه خلف وخلّاد.
  • 7️⃣ السابع: الإمام الكسائي ويروي عنه أبو الحارث والدوري.
  • 8️⃣ الثامن: الإمام أبو جعفر المدني ويروي عنه ابن وَردان وابن جمّاز.
  • 9️⃣ التاسع: الإمام يعقوب الحضرمي ويروي عنه رويس وروح.
  • 🔟 العاشر: خلف العاشر ويروي عنه إسحاق وإدريس.

له پاسنیو بڼو څخه یې مشهورې دوه بڼې دي چې یو یې حفص او بل ورش نوميږي چې په ډېرو کلماتو، حروفو او نصوصو کې له یو بل سره متفاوت دي.

د حفص نسخه له (حفص عن عاصم ) څخه روایت شوې چې هغه ته (برواية حفص عن عاصم) قرآن ویل کيږي چې د بن سلیمان بن المغیره لخوا لیکل شوی، دا قرآن په مستقیمه توګه له هغه قرآن څخه اخيستل شوی چې عثمان بن عفان ښارونو ته استولی وو او دوی وایي چې دا قرآن ټکي په ټکي د عثمان له قرآن سره یو شان دی او له اصلي قرآن سره هېڅ توپیر نه لري، د دوی دغه ادعا هم دروغ ده ځکه عثماني قرآن اعراب لکه ( ِ َ ُ ً ٍ ٌ ْزور، زېر، پېښ او نور حرکات نه درلودل) او حتا ټکي یې هم نه لرل.

دا قرآن په رسمي ډول د سرې بحيرې ختیځ لوري ته په اکثره اسلامي او عربي هېوادونو کې تصویب شوی د سعودي عربستان، عراق، عربي خلیج، افغانستان او پاکستان په ګډون.

بل قرآن بیا له (ورش عن نافع – أبو سعيد عثمان بن سعيد بن عبد الله بن عمرو بن سليمان) څخه روایت شوی چې هغه ته (برواية ورش عن نافع) قرآن ویل کيږي، دوی وايي چې د دې قرآن هر ټکی په بشپړ ډول د عثمان له قرآن سره مشابه دی. پداسې حال کې چې دغه ادعا یې هم دروغ ده ځکه عثماني قرآن اعراب لکه ( ِ َ ُ ً ٍ ٌ ْزور، زېر، پېښ او نور حرکات نه درلودل) او حتا ټکي یې هم نه لرل.

دا قرآن په رسمي ډول په غربي او شمالي افریقا که منل شوی لکه تونس، مراکش، الجزایر، سوډان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې. مسلمانان ادعا کوي چې الله د قرآن ساتلو ژمنه کړې، او دا د ورش قرآن د عثمان له اصلي قرآن سره هېڅ توپیر نه لري، پداسې حال کې چې یهودانو او عیسویانو خپل کتاب، تورات او انجیل خوندي ونه ساتل او مسلمانانو دارالانشا ونه ساتله.

د باطلو اختلافاتو مدافعین له یو راز څخه پرده پورته کوي چې دا توپیرونه د قرآن لس لوستلو (قرائتونو) ته اشاره ده، نو ایا په دې لس تلاوت کوونکو کې د کمي او زیاتوالي په خطوطو او د نويو کلمو په اضافه کولو او د نورو په حذف کولو سره توپیر لري/کوي؟ 

که چېرې دا ټول هغه تلاوتونه وي چې د رسول ص لخوا اجازه ورکړل شوې وه نو بیا ولې ځینې اسلامي هېوادونه د دې ممانعت کوي په داسې حال کې چې په معنا او مقصد کې سره ورته والی لري؟

 د سعودي عربستان پاچا په بشپړ ډول په جوماتونو کې د ورش قرآن به نسخه بندیز لګولی!  هغه یوازې د حفص (أبو عمر حفص بن سليمان بن المغيرة بن البزاز الأسدي الكوفي) له روایت سره د قرآن مجید په خپرولو راضي او مطمئن دي.

 خو بلخوا بیا تونس، الجیریا، سوډان او مراکش د حفص پر نسخه کلک بنديز دی، او په رسمي ډول یې له جوماتونو څخه واړاوه او یوازې د جنګي روایتونو سره یې د قرآن د کارولو اجازه ورکړه !!

 دا زموږ حق دی چې وپوښتو که چیرې په ټولو قرآنونو کې تحریف او بدلون شتون نه لري، نو ولې ممانعت، محدودیت او په اسلامي هېوادونو کې د مختلفو قرآنونو په راټولولو او یوازې په یو ځانګړي روایت او حکایت متفق نه دي؟

ایا دا (عربي مذهبي تجارانو او علماء) ته ښکاره ننګونه نه ده؟

دوی وايي چې د قرآن کریم په یو آیت او لیک کې هم توپير او تحریف نشته، نو ایا داسې ممکنه ده؟

ډېری اسلامي علما وايي چې په الفاظو کې توپير نشته بلکې دا د مختلفو عربي قبيلو په لهجه لوستل شوی قرآن دی او یوازې قرائتونه یې مختلف دي نه مفهوم.

که چېرې خبره د لهجو او قرائت وي نو د یوې جملې مفهوم باید تغير ونه کړي مثلاً په پښتو ژبه کې موږ مختلفې لهجې لرو چې غواړو یو څو بېلګې یې دلته تاسې ته ذکر کړو، مثلاً

  • په کندهاري، هلمندي، زابلي، فراهي او د کوئټې په لهجه کې موږ وایو (احمده ته شه یې؟)
  • د مرکزي افغانستان خلک بیا وايي (احمده ته ښه یې؟)
  • د مشرقي او پښتونخوا پښتانه بیا وايي (احمده ته خه یې؟)

په پورتنو دریو مثالونو کې توپير د لهجې دی او دلته که چېرې موږ (شه، ښه او یا خه) ووایو نو د جملې په معنا او مفهوم کې کوم تغير نه راځي مګر د قرآن په حفص او ورش نسخو کې بیا دا خبره نه ده بلکې په مختلفو ایاتونو کې مختلف لغاتونه کارول شوي چې په ډېرو مورادو کې په یوه نسخه کې فعل او په بله نسخه کې ماضي حالت بیان شوی، په یوه ځای کې جمع او په بل ځای کې مفرد.

 موږ به دلته د پورتنیو دوو روایتونو تر مینځ ځینې توپیرونه او اختلافات تاسې ته تشریح کړو ترڅو مسلمانانو ته دا ثابته کړو چې قرآن تحریف شوی او بدلون یې موندلی او د دې مختلفو نسخو ترمینځ هېڅ مماثلت شتون نه لري.

لومړی به راشو د سورة البقرة توپيرونو او تحريفونو ته:

د سورة البقرة لومړی تحريف
د سورة البقرة دویم تحريف
د سورة البقرة درېیم تحريف
د سورة البقرة څلورم تحريف
د سورة البقرة پينځم تحريف
د سورة البقرة شپږم تحريف
د سورة البقرة اووم تحريف
د سورة البقرة اتم تحريف
د سورة البقرة نهم تحريف
د سورة البقرة لسم تحريف
د سورة البقرة یوولسم تحريف

د قرآن د تحريف په مورد ګڼ شمېر ويډیوګانې هم شتون لري چې تاسې یې دلته کتلای شئ:

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – دویمه برخه

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – درېیمه برخه

اړوند مطلب

پخوانی قرآن او اوسنی قرآن

مختلف قرآنونه او د قرآن تحريف شوي آیاتونه – درېیمه برخه

د ليکنې په دې برخه کې به په دې لږ رڼا واچوو چې قرآن څرنګه …

3 تبصرې

  1. محترم ډاکترصاحب روغتیا اوسلامتیا درته غواړم!
    داسلامی علومو په لړ کی داسی بحثونه ډیر ژور، مستند، عالمانه او په عین حال کی دیوی عقيدي په ریښو باندی ګذار دۍ. هغه ځوک چې داسی لیکنی ولولی نو که په اسلام عقیده لری اول دوی شپی خوب نشی کولای او که دعقل نه کار اخلی سترګی يې روښانه کیږی.اوداډول نوشتی دروښانه فکرونو لپاره ملغلري دی.خو یو مشکل دادۍ چې مسلمانان خو یا بیسواده او یا دعقل منکر دی، که چیری يې ډیره توره وکړله نو کنځل به نوشته کړی کله کله دخپلی ناپوهۍ ایاتونو ته هم کنځل کوی..لاکن باسواده خلک اوروشنفکره ځوانان به ډیر خوښ وی امکان لری چې دخرابو شرایطو له کبله به تبصره نه کوی.زما له نظره خو دی بیخی په ځای زحمت ګاللۍ او ډیر دقدر وړ دۍ. ما خپله ډیر څه ځینی زده کړل اواوس کاملا په دی عقیده یم چې قرآن نه اسمانی بلکی یوعثمانی کتاب دۍ.چی ډیرو محدثينو ویلی دی چې عثمان دمحمد ګفتی یعنی ایاتونه، قدسي ایاتونه اوحدیثونه راټول کړل نو غټه برخه يې وسیزله، اوخپل مصحف يې دقران په نامه نشر کړلو.اوويل کیږی چي دعثمان تروخته پوری مسلمانانو په دریو صفونو کی لمنځونه کول چی دعبدالله ابن مسعود، ابي ابن كعب، او عثمان دقرانونو مطابق وه.عبدالملک ابن مروان چي دامویانو پنځم خلیفه وه دقرآن اصلاحات بیا شروع کړل چي دحجاج ابن یوسف ثقفی او د ابوبکرابن احمد بن موسی بن العباس بن مجاهد په مرسته یې قران اصلاح یا جوړ کړ او نور ټول قرانونه يې دهغوی دپیروانو سره دمنځه يووړل.حجاج ابن یوسف هغه وینی ځښونکۍ وه چې دملک ابن مروان په امر يې، دعایشی دخور زوی عبدالله ابن زبیرابن عوام یې دمکی په ښار کی راوځړولو(۶۹۲ میلادی کال). دقران اوسنۍ نسخه دملک فاوروق په وخت کی چې دمصر پاچا وه په 1924 کال کی دسید قطب له خوا نوشته اوټول جهان ته تقسیم شوله. نو الله ج.ج.او جبرائل دواړه بی ګناه دی.دغسی دغلطیو ډک کتاب يې نه دۍ نازل کړۍ. . .
    په درنښت ن.ن.

  2. ته مسلمان یی که کافر اول داراته اوایه

  3. ته مسلمان یی که کافر او که کم یو

خپل آند راسره شريک کړئ