۞سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ ۖ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ ۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاءً ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًا ﴿٢٢﴾ وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا ﴿٢٣﴾ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ وَاذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَٰذَا رَشَدًا ﴿٢٤﴾ وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا ﴿٢٥﴾
۱۵ سپاره – ۱۸ سورة الكهف – ۲۲ – ۲۵ آیت
ځينې كسان به ووائي چې هغوى درې تنه وو او څلورم د هغو سپى وء او ځينى نور به ووائې چې پنځه وو او شپږم د هغو سپى وء، دا ټولې بې ځايه د بې خبرۍ ويناوې دي. ځينى نور خلك وائي چې اوه وو او اتم د هغو سپى وء ووايه، زما رب ښه پوهېږي چې هغوى څوتنه وو لږو كسانو ته د هغو صحيح شمير معلوم دى.نو ته له سطحي خبرې زيات د هغو د شمير په برخه كښې له خلكو سره بحث مكوه، او مه د هغو په باب له چانه څه پوښتنه كوه. ﴿٢٢﴾ او پام كوه ديو شي په باب هيڅكله دامه وايه چې زه به سبا دا كار وكړم. ﴿٢٣﴾ (ته هېڅ نشې كولاى) مګر داچې د الله اراده وشي كه په هېره سره دې دغه ډول خبره له خولې نه ووځى نو سمدلاسه خپل رب ياد كړه او ووايه: ’’ هيله ده چې زما پروردګار به پدې معامله كښې نيكۍ ته د ډيرې نژدې كړ نچارې په لوري ماته لارښوونه وكړي، ﴿٢٤﴾ او هغوى په خپله څمڅه (غار) كښې درى سوه كاله پاتې شول، او(ځينو خلكو د مودې په حسابولو كښې) ۹كاله نور زيات كړيدي ﴿٢٥﴾
ژر به دغه (خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي۔ او د دوى اتم د دوى سپى دى۔، ته ووایه: زما رب د دوى په شمېر ښه عالم دى، په دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق) ۔، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه ﴿٢٢﴾ او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم ﴿٢٣﴾ مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یادوه كله چې دې هېر شي، او ته ووایه امېد دى چې ما ته به زما رب لار ښوونه وكړي د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې ﴿٢٤﴾ او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل ﴿٢٥﴾
ژربه ووايي (يعقوبيه چې دوى) درې دى څلورم ددوى سپى ددوى دى اووبه وايي (نسطوريه چې دوى) پنځه دي شپږم ددوى سپى ددوى دى ويشتل (اوويل بې نښې بې له دليله) په غيب سره. نوجګړه مه كوه (اى محمده !) په باب ددوى (يعنې اصحاب الكهف كې مگرجګړه) ښكاره اوفتوى مه غواړه په باب ددغو (اصحاب الكهف) كې له دغو( كتابيانو) څخه له هيڅ يو (ځكه چې ته پخپله په وحى سره پرې خبريې) وبه وايي (مؤمنان په اخبار د محمد چى دوى) اوه دي، اواتم ددوى سپى ددوى دى، ووايه (اى محمده ! دوى ته) رب زماښه علم لري په شميرددوى نه پوهيږي په (شميرد) دوى مګرلږ (د خلكو) ﴿٢٢﴾ او مه وايه له سره په هيڅ شي كې چې بيشكه زه كونكى يم ددغه كارسبامګر (متصل ورسره ووايه اى محمده !) ﴿٢٣﴾ كه وغواړي الله اويادوه رب خپل كله چې دې هيرشي او ووايه (اى محمده ! دوى ته) ښائي چې سمه صافه لاره وښيي ماته رب زما ډيرې نژدې ته له دې نه له جهته دليارې ښوونې (اونيكه لاره) ﴿٢٤﴾ اوموده تيره كړې وه دغو (ځلميانو) په غارخپل كې درې سوه كاله (شمسي) اوزيات كړى ؤ دوى (په دغوكلونو) نهه (نورقمري كلونه هم) ﴿٢٥﴾
خواهند گفت: سه تن بودند و چهارميشان سگشان بود و مىگويند: پنج تن بودند و ششميشان سگشان بود -تير به تاريكى مىافكنند- و مىگويند: هفت تن بودند و هشتميشان سگشان بود. بگو: پروردگار من به عدد آنها داناتر است و شمار ايشان را جز اندككسان نمىدانند. و تو در باره آنها جز به ظاهر مجادله مكن و از كس نظر مخواه. (۲۲) هرگز مگوى: فردا چنين مىكنم، (۲۳) مگر خداوند بخواهد. و چون فراموش كنى، پروردگارت را به يادآر و بگو: شايد پروردگار من مرا از نزديكترين راه هدايت كند. (۲۴) و آنان در غار خود سيصد سال آرميدند و نُه سال بدان افزودهاند. (۲۵)
به زودى خواهند گفت: «سه تن بودند [و] چهارمين آنها سگشان بود.» و مىگويند: «پنج تن بودند [و] ششمين آنها سگشان بود.» تير در تاريكى مىاندازند. و [عدهاى] مىگويند: «هفت تن بودند و هشتمين آنها سگشان بود.» بگو: «پروردگارم به شماره آنها آگاهتر است، جز اندكى [كسى شماره] آنها را نمىداند.» پس در باره ايشان جز به صورت ظاهر جدال مكن و در مورد آنها از هيچ كس جويا مشو. (۲۲) و زنهار در مورد چيزى مگوى كه من آن را فردا انجام خواهم داد. (۲۳) مگر آنكه خدا بخواهد، و چون فراموش كردى پروردگارت را ياد كن و بگو: «اميد كه پروردگارم مرا به راهى كه نزديكتر از اين به صواب است، هدايت كند.» (۲۴) و سيصد سال در غارشان درنگ كردند و نه سال [نيز بر آن] افزودند. (۲۵)
گروهی خواهند گفت: «آنها سه نفر بودند، که چهارمین آنها سگشان بود!» و گروهی میگویند: «پنچ نفر بودند، که ششمین آنها سگشان بود.» -همه اینها سخنانی بیدلیل است- و گروهی میگویند: «آنها هفت نفر بودند، و هشتمین آنها سگشان بود.» بگو: «پروردگار من از تعدادشان آگاهتر است!» جز گروه کمی، تعداد آنها را نمیدانند. پس درباره آنان جز با دلیل سخن مگو؛ و از هیچ کس درباره آنها سؤال مکن! (۲۲) و هرگز در مورد کاری نگو: «من فردا آن را انجام میدهم»… (۲۳) مگر اینکه خدا بخواهد! و هرگاه فراموش کردی، (جبران کن) و پروردگارت را به خاطر بیاور؛ و بگو: «امیدوارم که پروردگارم مرا به راهی روشنتر از این هدایت کند!» (۲۴) آنها در غارشان سیصد سال درنگ کردند، و نه سال (نیز) بر آن افزودند. (۲۵)
(Some) say: (They are) three, the fourth of them being their dog; and (others) say: Five, the sixth of them being their dog, making conjectures at what is unknown; and (others yet) say: Seven, and the eighth of them is their dog. Say: My Lord best knows their number, none knows them but a few; therefore contend not in the matter of them but with an outward contention, and do not question concerning them any of them. (22) And do not say of anything: Surely I will do it tomorrow, (23) Unless Allah pleases; and remember your Lord when you forget and say: Maybe my Lord will guide me to a nearer course to the right than this. (24) And they remained in their cave three hundred years and (some) add (another) nine. (25)
(Some) will say: They were three, their dog the fourth, and (some) say: Five, their dog the sixth, guessing at random; and (some) say: Seven, and their dog the eighth. Say (O Muhammad): My Lord is Best Aware of their number. None knoweth them save a few. So contend not concerning them except with an outward contending, and ask not any of them to pronounce concerning them.(22) And say not of anything: Lo! I shall do that tomorrow, (23) Except if Allah will. And remember thy Lord when thou forgettest, and say: It may be that my Lord guideth me unto a nearer way of truth than this. (24) And (it is said) they tarried in their Cave three hundred years and add nine. (25)
(Some) say they were three, the dog being the fourth among them; (others) say they were five, the dog being the sixth,- doubtfully guessing at the unknown; (yet others) say they were seven, the dog being the eighth. Say thou: “My Lord knoweth best their number; It is but few that know their (real case).” Enter not, therefore, into controversies concerning them, except on a matter that is clear, nor consult any of them about (the affair of) the Sleepers. (22) Nor say of anything, “I shall be sure to do so and so tomorrow”- (23) Without adding, “So please Allah!” and call thy Lord to mind when thou forgettest, and say, “I hope that my Lord will guide me ever closer (even) than this to the right road.” (24) So they stayed in their Cave three hundred years, and (some) add nine (more) (25)
د سورت الکهف د ۲۲ څخه تر ۲۵ آیتونو په اړه د اهل تسنن او اهل تشیع د نظرونو له مخې، د دې آیتونو شان نزول په دې اړه دی چې د اصحاب کهف کیسه خلکو ته بیان شي. دې کیسې ته د خلکو د توجه په نتیجه کې ځینو قریشو او یهودانو له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د دې کیسې په اړه پوښتنې وکړې.
د اهل تسنن په روایاتو کې راغلي چې قریشو د یهودانو د مشورې پر اساس له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه څو پوښتنې وکړې، چې د اصحاب کهف کیسه یې یوه برخه وه. دې پوښتنو هدف دا و چې د پېغمبر صداقت معلوم کړي. د ځواب لپاره پېغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: “سبا به یې ځواب درکړم”، مګر “ان شاء الله” یې ونه ویل، نو وحی ځنډ شوه. له دې وروسته، الله سبحانه وتعالی د دې آیتونو په وسیله د اصحاب کهف کیسه بیان کړه او د هغو شمېره او د وخت محاسبه یې بیان کړه.
د اهل تشیع په روایاتو کې هم د دې آیتونو شان نزول د همدې پوښتنو په ځواب کې بیان شوی دی. د دوی نظر سره سم، دا آیتونه نه یوازې د اصحاب کهف کیسه بیانوي، بلکې د خلکو د بېځایه پوښتنو د حل لپاره د الله حکمت هم څرګندوي. اهل تشیع په ځانګړي ډول د دې آیتونو په تفسیر کې د امامانو له روایتونو کار اخلي، چې په کې د دې اصحابو شمېره او د هغوی د وخت په اړه دقیق معلومات وړاندې کېږي.
د آیتونو محتوا لنډه:
(۲۲) تفسير: يعنې اوريدونکي به د (اصحاب الکهف) (دقصي له اوريدلو څخه وروسته لکه چې دخلكو عادت دى اټکلي غشې ولې يوبه وايي چې دوى درې ووڅلورم ددوى سپې ؤ بل به وايي چې دوى پنځه وواوشپږم ددوى به سپې ښيې ليکن دغه ګرداقوال داسې دي لکه چې څوک بې دنښې له ليدلو غشې ولې ممکن دى ددغومختلقوخبروپه ويلوکې به ددوى پرناپوهي سره بيره د رسول الله ۲ امتحان هم مقصودوي چې وګورې محمد ۲ په دغه معامله کې څه وايي؟
ځکه احتمال لري چې يهودانو دهغو صحيح شميراوه ښوولې وي چې قرآن وروسته هغه ته اشاره کړى ده.
وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاء ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ
تفسير: يعنې په دې قسم غيرمعتدبه اوغيرضرورې خبروکې زياتې جګړي کول بې ځايه اوبې فايدې دى دشميرپه معلومولوپورې کوم مهم مقصدنه دى تړل شوى څومره خبرې چې الله تعالى Y راښودلي دي له هغې څخه زيات تحقيقات کول اوڅومره ترديدچې الله تعالى Y کړى دى له هغه څخه زيات ترديداوجګړې کول بې ځايه کاردى ابن عباس: وايي زه دهغو لږو کسانو څخه يم (چې هغوى دقرآن له سياقه معلوم کړى دى چې) اصحاب الکهف) (همدغه اوه تنه دي ځکه چې الله تعالى Y هغوپخوانيودواړواقوالوته (رَجْمًا بِالْغَيْبِ) ووايه اوله دريم قول سره يې ونه وايه برسيره پردې دبيان اسلوب هم بدل شوىدى په پخوانيودواړوجملوکې دعطف واو) نه ؤاوپه دريم کې شته او د (وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ) په عطف سره ګواکې دغې خبرې ته زورورکول مقصوددي چې ددغه قول قائل په پوره بصيرت اووثوق سره دواقعي له تفصيله خبرې ځينوددې په تائيدکې داهم ويلي دي چې پخواله دنيه له (قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ) څخه ديوه تن قول راڅرګندشواوله (قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ) الايه) څخه پرته له هغه قائل څخه ددرې تنونورقائلينوپته ولګيده په (قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ) الايه) څخه برسيره په دوى ددريوتنونوروقائلينوثبوت هم پلاس راځي اوپه دې ډول اقلا لږ تر لږه ښايې دوى اوه تنه وي چې سپې ترې مستثنې پاتې دي.
په تفسير يسير کې د اصحاب الکهف) نومونه داسې راغلي دي:
(١) يمليخا (٢) مکسلمينا (٣) مسلمينا (دغه درې تنه دښې لاس درباريان يعنې اصحاب اليمين دي (٤) مرنوش (٥) دبرنوش (٦) شازنوس) دغه درې تنه دکيڼ لاس درباريان يعنې اصحاب الشمال دي (٧) مرطونس هغه شپون دى چې دوى ته يې دهغه غارپه لورې لارښوونه وکړه اوددوى دنجات سبب شوددوى دسپې نوم (قطمير) اوددوى دپاچانوم (دقيانوس) اودښارنوم ( افيوس ياطرطوس ) دى.
(۲۵) تفسير: د (اصحاب الکهف) قصه په تاريخي کتابونوکې ډيره لږ ليکلي شوې وه هرسړى ترې نه شواى خبريداى مشرکينو د يهودانو په لمسون له رسول الله څخه دغه پوښتنه کړه چې له دغې پوښتنې څخه ددوى مقصود امتحان ؤ (رسول الله وعده وکړه چې سبابه يې دروښيم ځکه متيقن ؤ چې (جبرئيل 4 به راشي اوزه به ترې معلومات واخلم اودوى ته به يې ووايم خوجبرئيل 4 ترپنځلسو ورځو پورې رانغى (رسول الله 2 ډيرخپه اوغمجن شومشرکين په خندا او مسخرو لګيا شول بالاخرجبرئيل 4 دغه قصه ورته راوړه اوپه پاى کې يې نصيحت ورته وکړچې له دې نه وروسته دهيڅ يوې خبرې په نسبت بې د ( انشاء الله ) څخه نه ښايې چې وعده وکړي که کوم وخت له تانه هيره شي نوهرکله چې درپه يادشي ( انشاء الله ) ووايه ! اوهيله من اوسه چې الله تعالى Y به ستادرجه له دې نه لازياته کړي يعنې هيڅکله به دې هيرنکړي ( موضح القرآن ) يابه د ( اصحاب الکهف ) له واقعې څخه زيات په عجيبه توګه ستاحفاظت وکړى اوفتح اوبرې به د رپه برخه کړي لکه چې د( ثور) په غارکې وشويابه دکهف دواقعې څخه زيات عجيب واقعات اوشواهدستاله ژبې څخه وباسې چې خلكوته يې بيان کړې.
د اصحاب کهف کيسه د مسیحیت په وخت کې د “اوو ویده کسانو” (Seven Sleepers of Ephesus) په نامه مشهوره شوه. دې ځوانانو د رومي امپراتور دکیوس له ظلم څخه د ځان ژغورلو لپاره په یوه غار کې پناه یووړه او د خدای په قدرت ۳۰۰ کاله ویده پاتې شول. دغه کيسه په مسیحیت کې د ایمان د قوت نښه ګڼل شوې. دا روایت د لرغوني رومي تاریخ او د هغو متونو څخه راوتلی چې د شپږمې پېړۍ په عیسوي مذهبي افسانو کې شامل شول
د ساینس له مخې، د انسان د ژوند معمول اوږدوالی ۷۰-۸۰ کاله دی، خو استثنایي پېښې شتون لري. د نړۍ تر ټولو اوږد ژوندی انسان جین لوئیس کالمنټ نومېده، چې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو عمر یې وکړ (۱۸۷۵-۱۹۹۷). ساینس وایي چې د ژنیتیکي او چاپېریالي شرایطو له امله د انسان ژوند ممکن تر ۱۳۰ کلونو پورې وغځېږي
د خوب اوږدوالی: یو عادي انسان کولی شي په یوه وار کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ ساعتونو پورې ویده شي. د ناروغیو یا مصنوعي بې هوشۍ په صورت کې دا موده اوږدېدای شي، لکه په کورما کې چې کلونه دوام کولی شي.
پرته له خوراک او اوبو ژوند: د خوراک پرته، انسان کولی شي شاوخوا ۴-۶ اونۍ ژوند وکړي، په داسې حال کې چې د اوبو پرته ژوند ډېر لنډ دی (۳-۷ ورځې)Encyclopedia Britannica
د اصحاب کهف د غار په اړه دوه مهمې ادعاوې شته:
په هندو مذهب کې، د “مهابهارتا” او “یوګ واسیشت” په افسانوي متنونو کې د اوږده خوب یا مراقبې داستانونه شتون لري. دا کيسې د یوګیانو او ریشیانو په اړه دي چې په لوړو روحاني حالاتو کې کلونه بې هوښه پاتې کېږي. د مثال په توګه، د وشنو د خدای په اړه روایتونه شتون لري چې د کایناتو د جوړېدو پر مهال اوږده مراقبه کوي
اصحاب کهف د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو او دینونو کې یو له هغه داستانونو څخه دی چې د خدای د قدرت او د ایمان په ارزښت ټینګار کوي. د دې داستان تاریخي او علمي اړخونو ته ژوره کتنه د انسان د فکر او باورونو په پراختیا کې مرسته کوي.
د اصحاب کهف کيسه د مسیحیت په وخت کې د “اوو ویده کسانو” (Seven Sleepers of Ephesus) په نامه مشهوره شوه. دې ځوانانو د رومي امپراتور دکیوس له ظلم څخه د ځان ژغورلو لپاره په یوه غار کې پناه یووړه او د خدای په قدرت ۳۰۰ کاله ویده پاتې شول. دغه کيسه په مسیحیت کې د ایمان د قوت نښه ګڼل شوې. دا روایت د لرغوني رومي تاریخ او د هغو متونو څخه راوتلی چې د شپږمې پېړۍ په عیسوي مذهبي افسانو کې شامل شول
د ساینس له مخې، د انسان د ژوند معمول اوږدوالی ۷۰-۸۰ کاله دی، خو استثنایي پېښې شتون لري. د نړۍ تر ټولو اوږد ژوندی انسان جین لوئیس کالمنټ نومېده، چې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو عمر یې وکړ (۱۸۷۵-۱۹۹۷). ساینس وایي چې د ژنیتیکي او چاپېریالي شرایطو له امله د انسان ژوند ممکن تر ۱۳۰ کلونو پورې وغځېږي
د خوب اوږدوالی: یو عادي انسان کولی شي په یوه وار کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ ساعتونو پورې ویده شي. د ناروغیو یا مصنوعي بې هوشۍ په صورت کې دا موده اوږدېدای شي، لکه په کورما کې چې کلونه دوام کولی شي.
پرته له خوراک او اوبو ژوند: د خوراک پرته، انسان کولی شي شاوخوا ۴-۶ اونۍ ژوند وکړي، په داسې حال کې چې د اوبو پرته ژوند ډېر لنډ دی (۳-۷ ورځې)Encyclopedia Britannica
د اصحاب کهف د غار په اړه دوه مهمې ادعاوې شته:
په هندو مذهب کې، د “مهابهارتا” او “یوګ واسیشت” په افسانوي متنونو کې د اوږده خوب یا مراقبې داستانونه شتون لري. دا کيسې د یوګیانو او ریشیانو په اړه دي چې په لوړو روحاني حالاتو کې کلونه بې هوښه پاتې کېږي. د مثال په توګه، د وشنو د خدای په اړه روایتونه شتون لري چې د کایناتو د جوړېدو پر مهال اوږده مراقبه کوي
اصحاب کهف د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو او دینونو کې یو له هغه داستانونو څخه دی چې د خدای د قدرت او د ایمان په ارزښت ټینګار کوي. د دې داستان تاریخي او علمي اړخونو ته ژوره کتنه د انسان د فکر او باورونو په پراختیا کې مرسته کوي.
عالي0%
ډېرښه0%
ښه0%
مناسبه0%
بې خونده100%