په (تفسیر الدر المنثور،[۱] السیرة الحلبیه،[۲] تفسیر طبری[۳] و فتح الباری،[۴]) کې روایت راغلی چې حبشې ته د مسلمانانو له هجرت دوه میاشتې وروسته محمد له مشرکینو سره خبرې کولې چې په دې وخت کې سورت النجم پرې را نازل شو. په (قصة الغرانيق) د غرایق په کیسه کې راځي چې محمد دغه وخت سورت النجم تلاوت کوله او چې کله شلم آیت ته ورسېد:
🔯 أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ ﴿١٩﴾ وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ ﴿٢٠﴾
📕 ژباړه: آیا تاسې لات او عُزّٰى (بتان) وليدل؟ او منات درېیم، د بېخي وروستني.
سورة النجم
نو پیغمبر په دې وخت کې د شیطان تر اغېز لاندې راغئ او فکر یې کاوه چې دا آیت هم د سورت نجم یوه برخه ده او په دغه ځای کی ېی ابلیس په غوږ کی داسی وویل:
🔯 تِلْکَ الْغَرانیقُ الْعُلی وَإنّ شَفاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجی﴿٢۱﴾
📕 ژباړه: دوی ښکلي دنګ مارغان دي او له دوی څخه د شفاعت هيله کيږي.
سورة النجم – دغه آیت له قرآن څخه حذف شو
سرچينې:
وروسته چې کله یهودانو او عیسویانو وویل چې موږ ویل چې محمد د خدای وحدت نه مني نو د نجم له سورې څخه یې پاسنی آیت لرې کړ.
ځينې اسلامي علما دا کيسه تائيدوي او ځينې بیا اختلاف ورسره لري او هغه علما چې دا خبره تائيدوي نو د قرآن دغه لاندې آیت د دليل په توګه وړاندې کوي:
🔯 وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّـهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّـهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّـهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٥٢﴾
📕 ژباړه: او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى.
سورة الحج
نو مسلمانانو ته دا ویل غواړو چې دلته د تحریف او بدلون توپير نور څنګه وي؟
یا دا چې تاسې دا ټول بدلونونه او تحریفونه نه منئ؟
ایا دا توپیرونه کوم چې په ليکنه او په ټکو کې موجود دي، په کوم شکل راغلي دي؟
له سورة البقره وروسته د نورو سورتونو تحریف شوي اياتونه په لاندې ډول دي او پاتې سورتونه به په درېیمه برخه کې درته خپاره کړو.

ایا (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) یوه ترانه ده چې تاسو د دې ټولو شواهدو وروسته په قرآن کې د سندرې په توګه وایاست؟
تاسې تل د نورو ادیانو د مقدسو کتابونو د تحريف خبرې کوئ خو د خپل کتاب له تحریف څخه بیا په بشپړه توګه غافل یاست؟
No results available
No results available