د ليکنې په دې برخه کې به په دې لږ رڼا واچوو چې قرآن څرنګه تدوين شوی؟ آیا د محمد په وخت کې د قرآن په نامه کوم کتاب شتون درلود یا دا چې محمد خپل گفتار د الله د کلام په نامه نورو ته وړاندې کولو؟
اصله خبره دا ده چې محمد د قرآن په نامه کوم کتاب نه پېژندلو او محمد د نازل شویو ایاتونو لپاره مختلف کاتبان درلودل چې هغوی به د خپل ځان لپاره مختلف شیان لکه: هډوکي، پوستکي، د کالیو تيکې، د ونو پاڼې او کله کله کاغذ استعمالولو.
له محمد نه به چې کله چا پوښتنه وکړله چې آیاتونه ولې نه را ټولوې نو ده به د اشارې او منځوۍ ګوتې ورته پورته کړې او وبه ېې ویل چې زما مرګ او قیامت دومره له یو بله سره فرق لري، معنا دا چې زه مړ شم نو قیامت ډېر نيږدې دی یعنې د ایاتونو را ټولولو ته کومه اړتیا نشته. (د حامد عبدالصمد کتاب – د محمد سره محاسبه). نو په دې لحاظ محمد خپل ماموریت چې د قرآن را ټولول وو نه دی اجرا کړی.
کله چې محمد مړ یا ووژل شو او له جنازې پرته د عایشې په حجره کې تر خاورو لاندې شو نو ابوبکر خلیفه شو، په دغه وخت کې پرته له قریشو نورو ټولو قبیلو له اسلام څخه انکار وکړ او د زکات او جزیې له ورکړې یې سرغړاوی کاوه.
د محمد تر مرګ دوه میاشتو وروسته ټولې هغه ذخیرې چې د محمد په وخت کې د ۷۰ غزاوو یا شبیخونونو په وخت کې یې د عربستان د اوسېدونکو او بلخصوص له یهودانو څخه په زور اخیستې وې پای ته ورسېدلې او دغه بې کسبه او بې کماله مسلمانان ورو په ورو له لوږې سره مخ شول چې یوه ورځ یو قريش ځوان ابوبکر ته شکایت وکړ چې دا څه حال دی چې د خوراک لپاره هېڅ څه هم نه لرو؟ نو ابو بکر هم خپل څیرې لستوڼي د تائید په توګه ورته وښودلو او ویې ویل چې باید یوه چاره وسنجوو.
نو له همدې کبله یې يوه شورا د عشره مبشره څخه جوړه کړله چې د جنګي شورا په نامه ویادول شوله ـ عشره مبشره هغه کسان وو چې محمد په ژوند دوی ته د جنت زیری ورکړی وو او په دې کې لاندې کسان وه:
(که څه هم د پورتنیو اشخاصو له نوملړ سره شیعه ګان نه دي موافق)
په دغه جنګي شورا کې مشهور د کاروانونو لوټمار او بې رحمه قاتل خالد بن ولید هم شامل وو، د یادونې وړ ده چې تر دغه وخته علي له عایشې او ابوبکر سره خوابدی وو او بیعت يې نه وو ورسره کړی نو عباس په علي فشار راوړ چې له ابوبکر سره بیعت وکړي کنه د بني هاشم قبیله به تجرید او له قدرته ووځي.
علي د عباس په سپارښتنه دا کار وکړ او تر بیعت وروسته علي وپوښتل چې اوس پلان څه دی؟
ابوبکر په ځواب کې ورته وویل چې نور نو په عربستان کې د غارت کولو څه نشته باید چې نورو ثروتمندو هېوادونو او منطقو ته مخه وکړو خو د دې لپاره موږ ډېرو افرادو، تجهیزاتو او سرمایې ته اړتیا لرو نو هغه وه چې د حجاز ژوندي پاتې شوي يهودان، مسیحیان،کفار او بې دینان يې هم راټول کړل چې په دې ډول دغه کسانو ته د پانګې اچولو لاره هم برابره شوله. (دا ټولې کیسې د محمد ابن الجریر طبري په تاريخ کې راغلي چې یوه برخه يې د محمد ابن هشام مصري او د واقدي په تاریخونو کې هم ليکل شوي دي.) نو بناً اصلي خبره د دین د خپرولو نه وه ځکه هغه وخت قرآن او اسلام شتون نه درلود او نه چا پېژندلو بلکې د غنیمتونو او قدرت په لاس راوړل وو.
دلته دا جنګي شورا پرېکړه کوي چې موږ خو په دغه متمدنو ملکونو کې یو انظباط، دسپلین، د غنیمتونو د تقسیم او د عسکرو د هدایت لپاره قوانینو او د ستورونو ته اړتیا لرو نو هغه وو چې د شورا د پرېکړې پر اساس ابوبکر له ۲۷ کلن زید بن ثابت څخه چې د محمد منشي وو هيله وکړه چې د محمد ګفتارونه را ټول کړي.
خو زید بن ثابت له دې کار څخه انکار وکړ او دلیل ېې دا وو چې محمد ویلي وو چې هر کار چې په آیت او حدیث کې نه وي او څوک يې چې پخپل سر وکړي نو دا بدعت دی او (وكل بدعة ضلالة) یعنې بدعت ګمراهي ده.
په دې وخت کې ابوبکر له عمر سره صلاح کوي او چون عمر تر ابوبکر هم یو با صلاحيته شخصیت وو نو په دواړو يې زید بن ثابت را وغوښتلو او بیا یې ورته وویل چې هر څه دې چې له محمد څخه اورېدلي را ټول يې کړه، زید په ځواب کې ورته وویل چې دا مسئولیت زه یوازې په غاړه نه اخلم بلکې د دې لپاره باید یو کمېټه جوړ کړو، نو هغه وو چې د زید په مشرۍ د محمد د ګفتارونو په را ټولولو کې له لاندې اشخاصو څخه یوه کمېټه جوه شوه:
دلته باید یو څو واقعاتو ته توجه وکړو چې یو ځل له ۷۰ کسه قاريانو څخه د بئر معونه (د معونه څاه) په جنګ کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ قاریان د یمامه په جګړه کې ووژل شول چې د مسیلمه او سجاع په ضد وو، او دغه دواړو د پیغمبرۍ ادعاوې کړې وې، او ډېرو کسانو يې نبوت منلو. ()
همداراز د ارتداد په جنګونو کې نور قاريان هم له منځه ولاړل نو د دې معنا دا ده چې یوه لویه برخه د محمد د ګفتارونو چې آیاتونه، قدسي حدیثونه او نبوي حدیثونه وو له منځه ولاړل چې ترننه هم ورک دي، نو له دې کبله د زید بن ثابت کميټې پرېکړه وکړه چې په بازار کې مکرر جار او چیغې ووهي چي هر چا له محمد څخه يو څه اورېدلي نو باید دغه کميټې ته يې وړاندې کړي.
کله چې یو څو ګډې وډې صفحې يې جوړې کړې نو په دې فکر کې شول چې اوس دغه ټولګې ته کوم نوم ورکړي؟ تر ډېرو مشورو وروسته ابوبکر وویل چې د دغه ټولګې نوم (بین اللوحین) ږدو ځکه موږ د دوو جلدونو (کتابونو) یعنې یهودیت او عيسويت په منځ کې یو او هغوی هر یو کتاب لري نو موږ هم خپل کتاب بین اللوحین بولو.
تاسې دلته وينئ چې هغه وخت نه قرآن وو، نه فرقان او نه محمد هغه پېژندل، خو د ابوبکر د خلافت دوه کاله اکثره وخت د ارتداد په جنګونو کې تېر شو او د هغه تر مرګ وروسته د عمر ابن خطاب د خلافت وار راغئ او په دې وخت کې د فتوحاتو لمن پراخه شوه فلسطین، مصر،سوریه، عراق، ایران د پراخې امپراطورۍ سره او خراسان د عربو تر سلطې لاندې راغلل نو په دغه دلیل دغه واړه کتاب (بین اللوحین) د دغې پراخې او متمدنې امپراطورۍ لپاره کفایت نه کاوه نو هغه وو چې دغه زورور خلیفه زید او کمیټې ته امر وکړ چې هر څه محمد ویلي باید چې له ټولو ځایو څخه یې راټول کړئ.
کله چې زید او کمیټې يې په بازار کې په جار وهلو او راټولولو شروع وکړه نو د محمد آیاتونه او حدیثونه داسې ډېر شول چې زید بن ثابت عمر ته وویل چې د حجاز ټول اوښان را ټول کړو نو د دغه آیاتونو او حدیثونو بار به یو نه وړلای شي، نو عمر ورته وویل چې هر څوک چې د محمد د خولې یو شی بیانوي نو علاوه پر دوو شاهدانو باید قسم هم ور سره وخوري چې په دې قسم کې د ښځې طلاق هم شامل وو.
نو دغه کار یو څه درواغجن را کم کړل مګر بیا هم ډېرو له ځانه جوړ کړي آیاتونه او حدیثونه د محمد د روایتونو او قولونو په ډول تېر کړل، په هرصورت اوس نو خلیفه عمر وايي چې د محمد د را ټولو شویو خبرو او آیاتونو حجم خو زیات شو او دا کتاب هم لوی شو نو اوس کوم نوم پرې کېږدو؟
تر ډېرو بحثونو وروسته عبدالله ابن مسعود (چی محمد ته هم ډیر ګران وه) وویل چې کله زه د حبشې په هجرت کې وم نو عیسویانو یو کتاب درلود چي نوم يې صحف وه نو له هغه وروسته مسلمانانو پرېکړه وکړه چې موږ خپل کتاب ته د مصحف نوم ورکوو، په دغه ډول د بين اللوحین څخه یې نوم مصحف ته واړول شو لاکن د قرآن او فرقان نوم بیا هم چا نه پېژندلو.
کله چې خلیفه عمر مړ کېدلو نو دا مصحف يې خپلې لور چې د محمد ښځه هم وه حفصه نومېدله هغې ته ور وسپاره او دا مصحف بیا د حفصې په نامه مشهور شولو.
د عمر تر وژل کېدو وروسته عثمان خلیفه شو او د فتوحاتو لمن یې لا نوره هم پراخه شوله او عثمان خپله هم د محمد د خبرو یوه برخه را ټوله کړې وه چې د عثمان د مصحف په نامه یادېدله.
خو بیا یې د محمد د ګفتارونو د را ټولولو امر وکړ چې په اخر کې د محمد د ګفتارونو او آیاتونو مجموعه دومره زیاته شوه چې عثمان د هغو د سوځولو امر ورکړ او له هغه وروسته عثمان د حراق الصحاف (د صحیفو سوځوونکي)په نامه هم مشهور شولو.
خو مهمه خبره دا ده چې د اسلامي تاریخونو په اسنادو کې راغلي چې عبدالله ابن مسعود چې د محمد نازولی کاتب هم وو یو مصحف درلود چې ۱۱۲ سورتونه يې درلودل، ده ویل چې معوذتین (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ) ایاتونه نه دي بلکې دا به محمد د دوعا په شکل ویل او په وحې کې نه دي راغلي او د دغه مصحف نوم وو (دیباج القرآن).
ابي بن کعب چې یو پوه یهود او مسلمان شوی وو او د محمد منشي هم وو هغه ته (سیدالقرا) هم ویل کېدو د طبري په حواله دا یو ډېر معتبر کاتب د قرآن وو چې یو مصحف يې هم درلود چې نوم يې (لباب القلوب) وو او ۱۱۶ سورتونه يې درلودل چې په هغه کې دوې سورې (سورة الحفد وسورة الخلع) په نامه هم موجودې وې چې په اوسنيو قرآنونو کې شتون نه لري.
🔯 اَللّهُمّ إِنّا نَسْتَعِيْنُك وَنَسْتَغْفِرُكَ ونُثْنِيْ عَلَيْكَ اَلْخَيْرَ ولا نَكْفُرُك ونَخْلَعُ ونـَــتـْرُكُ مَنْ يَفْجُرُك
سورة الخلع
🔯 اَللّهُمّ إيّاكَ نَعْبُدُ ولَكَ نُصَلِّي ونَسْجُدُ وَإِلَيْكَ نَسْعَى ونَحْفِدُ نَرْجُوْ رَحْمَتَكْ ونَخْشَى عَذَابَكَ اَلْجَد إِن عَذَاْبَكَ بِالكُفّاْرِ مُلْحِقٌ
سورة الحفد
عثمان د مصحف نوم په قرآن واړولو او په دې ډول قرآن یو عثماني کتاب دی چې نه محمد او نه هم الله پېژندلو، بله مهمه خبره دا ده چې د قرآن په را ټولولو کې د الله وحیې او جبرائل هېڅ رول نه درلود.
د زید د کميټې مخالفتونه د لهجو، ليکلو او قرائت کولو پر سر دومره زیات شول چې د ارمنستان او اذربایجان د لښکرو قوماندان چې ابو حذیفه نومېدلو عثمان ته راغئ او ورته ویې ویل چې ای خلیفه مسلمانان د قرآن په غلطوالي او صحیحوالي یو د بل سره په مسلح جنګ اخته او د تباهي په لور روان دي.
مسلمانانو تر ډېرو مناقشاتو وروسته د عثمان نسخه د قرآن په نامه په رسمیت وپېژندله چې هغه نور قرآنونه يې تر ممکنې اندازې پورې یا وسوځول او یا يې هم د انګورو په سرکه کې حل کړل خو سربېره پر دې هم د قرآن ګڼ شمېر نسخې شتون لري چې له یو بل سره مماثلت نه لري او په ډېرو مواردو کې له یو بل سره توپير لري.
د قرآن ایاتونو هم لکه د احاديثو په څېر خپل راویان او د راویانو سلسله لري، علماء الجرح د حفص ابن سلیمان – (د اوسني قرآن راوي) په اړه وايي:
اتفقت كلمة أكثر علماء الجرح والتَّعديل على تضعيفه في علم رواية الحديث، ومما ورد في ذلك:
اوس به د قرآن ګڼ شمېر نور ایاتونه هم تاسې ته په ګوته کړو چې تحريف شوي:
No results available
No results available
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.