ایا قران+حدیث د حکومت/روغتیا وزارت چلولو ښه لارښود دی که سکمپانپهسات؟
ایا قران او حدیث د روغتیا وزارت اړوند چارې، لکه د وجود او رواني ناروغۍ، بکټریاګانې، وایرسونه، روغتونونه، لابراتوارونه، درملونه، واکسینونه او د هغوۍ پاپرکې، عملیاتونه او بیا د دغو ټولو لپاره کړنلارې، ټګلارې نرخونه/قوانین او پلانونه پېژني؟
بلکل نه
او هغه څه چې قران+حدیث یا الله او د هغه رسول د انسان د خلقت او ځان په اړه وېیلي هغه به ستاسو مخکې وڅېړو چې ایا د ساینس او پوهاوي او د انسان د عقل او منطق سره اړ لګوي کنه؟
🔯 وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ ﴿٢٠﴾
📕 ژباړه: د هغه له نښانونه داده چې هغه تاسې له خاورې څخه پيداكړئ نو تاسې بشر ياست چې په ناڅاپې ډول (په ځمكه كښې) خوريږئ.
۳۰ سورة الروم – ۲۰ آیت
🔯 هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا ۚ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٦٧﴾
📕 ژباړه: الله هماغه دى چې هغه تاسې له خاورې نه پيدا كړئ، بياله نطفې نه، بيا دوينې له پرغنډ نه، بيا هغه تاسې دماشوم په بڼه راباسي، بيا تاسې غټوي ترڅو چې تاسې خپل پوره قوت ته ورسېږئ، بيا مونور پسې غټوي ترڅو چې تاسې دزوړ والي منګ ته ورسېږئ اوله تاسې نه څوك لادمخه بېرته غوښتل كېږي. دا هرڅه د دي لپاره كول كېږي ترڅوچې تاسې خپل ټاكلي وخت ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسې په حقيقت باندې وپوهېږئ.
۴۰ سورة غافر – ۶۷ آیت
🔯 خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ﴿١٤﴾
📕 ژباړه: انسان يې له كودړي غوندې كړنګېدونكې وچې ورستې شوې خټې څخه پيدا كړ.
۵۵ سورة الرحمن – ۱۴ آیت
🔯 إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿٢﴾
📕 ژباړه: مونږ انسان له يوې ګډې شوې نطفې څخه پيدا كړ تر څو چې هغه وازمايو او د دې غرض لپاره مونږ هغه اوريدونكي او ليدونكي وګرځاوه
۷۶ سورة الانسان – ۲ آیت
🔯 أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ ﴿٢٠﴾
📕 ژباړه: ايا مونږ له ناڅيزه اوبونه تاسې پېدا نه كړئ.
۷۷ سورة المرسلات – ۲۰ آیت
🔯 خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ ﴿٦﴾ يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ﴿٧﴾
📕 ژباړه: بيا دې انسان ديته ځيرشي چې له څه شي پېدا كړاي شوى دى (۶) له ټوپ وهونكو اوبو څخه پېدا كړاي شوى دى (۷)
۸۶ سورة الطارق – ۶ – ۷ آیت
🔯 خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿٢﴾
📕 ژباړه: د كلكې شوې وينې له يوې ټوټې څخه يې انسان هست كړ.
۹۶ سورة العلق – ۲ آیت
🔯 وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ﴿١٢﴾ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ﴿١٣﴾ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿١٤﴾
📕 ژباړه: مونږ انسان له مكنې نرۍ خټې څخه جوړكړ (۱۲) بيا مو هغه په يو محفوظ ځاى كښې په څڅېدلي څاڅكى تبديل كړ (۱۳) بيا مو هغه څاڅكي ته د برغنډبڼه وركړه، بيا مو برغنډ بوټۍ وګرځوله، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ كړل، بيا مو هډوكوته غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يوبل مخلوق جوړ كړ، نو ډېر زيات بركتناك دى الله، ترټولو پيدا كوونكو ښه پيدا كوونكى(۱۴)
۲۳ سورة المؤمنون – ۱۲ – ۱۴ آیت
🔯 وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿٢٨﴾
📕 ژباړه: او هغه وخت يادكړه چې ستا رب پرښتو ته وويل چې: ” زه د بوېناكې خټې له وچ كودړى نه يو بشر پېدا كوم.
۱۵ سورة الحجر – ۲۸ آیت
🔯 الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ ﴿٧﴾ ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ ﴿٨﴾ ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۚ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿٩﴾
📕 ژباړه: هغه چې هرشى پيداكړ ډېرښه يې پېداكړ او هغه د انسان د هستونې پيل له پخې شوې خټې څخه وكړ (۷) بيايې دهغه ځوځات له يوې داسې څڅنده جوهر څخه وغځوه چې دحقيرو اوبو په څيردى (۸) بيايې هغه ته سمون وركړ، هغه يې بې عېبه بې نيمګړتيا جوړ كړ او په هغه كښې يې دهغه (يا خپل) روح پوكړ، اوتاسوته يې غوږونه دركړل سترګې يې دركړې او زړونه يې دركړل.تاسې بيخي لږشكر ويستونكي يئ (۹)
۳۲ سورة السجدة – ۷ – ۹ آیت
📖 وَعَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا قَاتَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ فَإِنَّ اللَّهَ خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ»
📕 ژباړه: د رسول الله (ص) څخه روایت شوی چې ویې فرمایل: «کله چې یو له تاسو څخه جګړه کوي، نو باید د مخ له وهلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې الله تعالی آدم د خپل صورت په څېر پیدا کړی دی.»
۳۵۲۵ د مشکاة المصابیح
📖 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ “ خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ، طُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا، فَلَمَّا خَلَقَهُ قَالَ اذْهَبْ فَسَلِّمْ عَلَى أُولَئِكَ النَّفَرِ مِنَ الْمَلاَئِكَةِ جُلُوسٌ، فَاسْتَمِعْ مَا يُحَيُّونَكَ، فَإِنَّهَا تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ ذُرِّيَّتِكَ. فَقَالَ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ. فَقَالُوا السَّلاَمُ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُ اللَّهِ. فَزَادُوهُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، فَكُلُّ مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ آدَمَ، فَلَمْ يَزَلِ الْخَلْقُ يَنْقُصُ بَعْدُ حَتَّى الآنَ”.
📕 ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی: نبي کريم ص وفرمايل: «الله تعالی آدم په خپل صورت کې پيدا کړ، د هغه قد شپیته ذراع (نږدې ۳۰ متره) و. کله چې الله هغه پيدا کړ، ورته يې وويل: “هغه د ملايکو ډلې ته ورشه چې هلته ناستې دي، او هغو ته سلام وکه، او واوره چې هغوی به ستا سلام ته څه ځواب ووايي، ځکه همدا به ستا او ستا د اولادونو د سلام طريقه وي.” نو آدم (ع) ورغی او ویې ويل: “السلام عليکم (پر تاسو دې سلامتي وي).” هغوی په ځواب کې وويل: “السلام عليک ورحمة الله (پر تاسو دې سلامتي او د الله رحمت وي).” هغوی د “ورحمة الله” ټکي اضافه کړل. نبي کريم ص زياته کړه: «نو هغه څوک چې جنت ته داخلېږي، د آدم په څېر به وي. له هغه وخت نه تر اوسه د آدم د اولادونو قد په تدريجي ډول کمېږي.»
۶۲۲۷ صحيح البخاري
📖 وعن ابن مسعود، رضي الله عنه ، قال: حدثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم، وهو الصادق المصدوق: “إن أحدكم يجمع خلقه في بطن أمه أربعين يوماً نطفةً، ثم يكون علقة مثل ذلك، ثم يكون مضغةً مثل ذلك، ثم يرسل الملك، فينفخ فيه الروح، ويؤمر بأربع كلمات: يكتب رزقه، وأجله، وعمله، وشقى أم سعيد. فوالذي لا إله غيره إن أحدكم ليعمل بعمل أهل الجنة حتى ما يكون بينه وبينها إلى ذراع، فيسبق عليه الكتاب ، فيعمل بعمل أهل النار فيدخلها، وإن أحدكم ليعمل بعلم أهل النار حتى ما يكون بينه وبينها إلا ذراع، فيسبق عليه الكتاب فيعمل بعمل أهل الجنة فيدخلها” ((متفق عليه)) .
📕 ژباړه: عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) روایت کوي: د الله رسول چې رښتينی دی او رښتيا ورته ورکول کېږي، موږ ته خبر راکړی او ويې فرمايل: «ستاسو (انسانانو) پيداښت د مور په رحم کې په نطفه کې څلويښت ورځې جمع کېږي، بيا د همدې مودې لپاره وینه پورې شوې ټوټه کېږي، بيا د همدې مودې لپاره د غوښې یوه ټوټه کېږي. وروسته الله تعالی يو فرشته رالېږي چې په هغه کې روح پو کړي؛ او هغه (فرشته) ته امر کېږي چې د دې څلور څیزونه ولیکي: رزق، د هغه د ژوند وخت، د هغه اعمال، او دا چې هغه به نېکمرغه وي که بدمرغه. قسم په هغه ذات چې پرته له هغه بل حق معبود نشته! بېشکه يو له تاسو به د جنتيانو اعمال ترسره کوي، تر دې چې د جنت او د هغه تر منځ یوازې یوه ذراع (لنډه فاصله) پاتې شي، خو هغه څه چې مخکې ټاکل شوي وي، واقع کېږي، او هغه به د دوزخیانو اعمال ترسره کړي، او دوزخ ته به ننوځي. او يو له تاسو به د دوزخیانو اعمال ترسره کوي، تر دې چې د دوزخ او د هغه تر منځ یوازې یوه ذراع پاتې شي، خو هغه څه چې مخکې ټاکل شوي وي، واقع کېږي، او هغه به د جنتيانو اعمال ترسره کړي، او جنت ته به ننوځي.»
ریاض الصالحین ۳۹۶ / صحيح البخاري ۷۴۵۴ / صحيح المسلم ۲۶۴۳a
🔯 إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿٣٤﴾
📕 ژباړه: يقيناًٍد هغه ساعت (قيامت) علم له الله سره دى هماغه باران وروي، هماغه پوهيږي چې د ميندو په ګېډوكې څه روزل كېږي، هيڅ يو نفس نه پوهېږي چې سباهغه دڅه كار كوونكى دى او نه څوك په دې خبر دي چې په كومه ځمكه كې هغه ته مرګ راتلونكى دى، يوازې الله په هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.
۳۱ سورة لقمان – ۳۴ آیت
📖 حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ مَخْلَدٍ، حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ بِلاَلٍ، حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ـ رضى الله عنهما ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ “ مَفَاتِيحُ الْغَيْبِ خَمْسٌ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ اللَّهُ، لاَ يَعْلَمُ مَا تَغِيضُ الأَرْحَامُ إِلاَّ اللَّهُ، وَلاَ يَعْلَمُ مَا فِي غَدٍ إِلاَّ اللَّهُ، وَلاَ يَعْلَمُ مَتَى يَأْتِي الْمَطَرُ أَحَدٌ إِلاَّ اللَّهُ، وَلاَ تَدْرِي نَفْسٌ بِأَىِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِلاَّ اللَّهُ، وَلاَ يَعْلَمُ مَتَى تَقُومُ السَّاعَةُ إِلاَّ اللَّهُ ”.
📕 ژباړه: د ابن عمر (رضي الله عنه) څخه روايت دی: نبي کريم ص وفرمايل: «د غيبو کليګانې پنځه دي، چې هېڅوک د هغو علم نه لري مګر الله: (۱) او هېڅوک نه پوهېږي چې قيامت به کله قائمېږي مګر الله.» (۲) هېڅوک نه پوهېږي چې په رحم کې څه دي (نارینه دی که ښځینه) مګر الله. (۳)هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه وشي مګر الله. (۴) هېڅوک نه پوهېږي چې باران به کله اوري مګر الله. (۵) هېڅوک نه پوهېږي چې چيرته به مړ شي مګر الله.
صحيح البخاري ۷۳۷۹
🔯 أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَٰكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿٤٦﴾
📕 ژباړه: ايا دوى په زمكه كښې ګرځېدلي راګرځېدلي ندي چې زړونه يې پوهېدونكي او غوږونه يې اورېدونكي شوي واى؟ حقيقت دادى چې سترګې نه ړندېږي خو هغه زړونه ړندېږي چې په سينو كښې دي.
۲۲ سورة الحج – ۴۶ آیت
🔯 وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿١٧٩﴾
📕 ژباړه: او داحقيقت دى چې زياتره پيريان او انسانان داسې دي چې هغوى مو ددوزخ له پاره پيدا كړيدي. د هغوى زړونه شته خو هغوى ورباندې فكر نه كوي. د هغو سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني. د هغوى غوږونه شته خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلكې له هغو نه هم لاپسې تېر ، دا هغه خلك دي چې په غفلت كښې لويدلي دي.
۷ سورة الأعراف – ۱۷۹ آیت
🔯 وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاءَ نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ۚ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ ﴿١٠﴾
📕 ژباړه:له خلكو نه څوك داسې دي چې وايي مونږ پرالله ايمان راوړ خوكله چې هغه دالله په معامله كښې وځورول شو نو هغه د خلكو لخوا اچول شوې ازموينه دالله د عذاب په څير وګڼله. اوس كه ستا درب لخوا فتح او نصرت راغى نو همدغه سړى به ووايې چې (مونږ خوله تاسې سره وو) ايا د نړى والو د زړه حال الله ته ښه معلوم نه دى؟
۲۹ سورة العنكبوت – ۱۰ آیت
🔯 الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿٥﴾
📕 ژباړه: هغه چې د خلكو په زړونو كې وسوسې اچوي.
۱۱۴ سورة الناس – ۵ آیت
🔯 قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٢٩﴾
📕 ژباړه: مؤمنان دې هېڅكله داسې نه كوي چې مؤمنان پرېږدي او له كافرانو سره ملګرتيا او دوستي وكړي څوك چې داسې چلن وكړي د هغه له الله سره هېڅ اړيكه نشته هو ، دابښل كېږي كه تاسې دهغو له ظلم څخه د ځان ژغورلو په خاطر په ظاهره دغه ډول چلند غوره كړئ؛ خو الله تاسې له خپله ځانه ويروي او د هماغه الله لوري ته ستاسې ورګرځېدل دي.
۳ سورة آل عمران – ۲۹ آیت
🔯 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿١١٨﴾
📕 ژباړه: اى مؤمنانو ! د خپلې ټولنې له وګړيو نه پرته له نوروسره خپل رازونه مه وايئ.هغوى ستاسې دوركاوي له هېڅ يو فرصت څخه ګټه اخيستل له لاسه نه وركوي او تاسې ته چې په هر څه زيان اوړي د هغو خوښېږي د هغو د زړه دښمني د هغو له خولې نه راووځي او څه چې هغوى په خپلو سينو كښې پټ ساتلي دي هغه له دې نه زيات دي مونږ تاسې ته په ډاګه څرګنده لارښوونې كړيدي كه تاسې پوهه لرئ (نو له هغو سره به په ارتباط ساتنه كښې له پاملرنې څخه كار واخلئ).
۳ سورة آل عمران – ۱۱۸ آیت
🔯 أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَٰكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿٤٦﴾
📕 ژباړه: ايا دوى په زمكه كښې ګرځېدلي راګرځېدلي ندي چې زړونه يې پوهېدونكي او غوږونه يې اورېدونكي شوي واى؟ حقيقت دادى چې سترګې نه ړندېږي خو هغه زړونه ړندېږي چې په سينوكښې دي.
۲۲ سورة الحج – ۴۶ آیت
🔯 وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ ﴿١٢﴾
📕 ژباړه: او دعمران دلور مريم مثال راوړي چې هغې د خپل شرمځاى (فرج) ساتنه كړې وه، بيا مونږ په هغې كښې له خپل لوري نه روح پو كړ، او هغې د خپل رب دلار ښوونو او دهغه د كتابونو تصديق وكړ او هغه له اطاعت كوونكو خلكو څخه وه.
۶۶ سورة التحريم – ۱۲ آیت
🔯 وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿٩١﴾
📕 ژباړه: او هغه نجلۍ (درياده كړه) هغې د خپل شرمځاى (فرج) ساتنه كړې وه مونږ په هغې كښې خپله روح پو كړ او هغه او د هغې زوى مو د ټولې نړۍ له پاره نښانه وګرځوله.
۲۱ سورة الأنبياء – ۱۲ آیت
🔯 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾
📕 ژباړه: نه هغه څوك زېږولى دى او نه هغه زېږول شوى دى.
۱۱۲ سورة الإخلاص – ۳ آیت
تاسو اوس دغه پاس ایتونو او حدیثونو ته په ځير وګورﺉ چې دوی
اوس پاس وګورﺉ چې قران پينځه ډوله خبرې کړي کومه یې ومنو؟
دا ټول د یو بل سره په ټکر دي او همدغسې د مني په اړه هم پينځه ډوله خبرې کوي:
بیا هم کومه ومنو؟
الله چې وایي له ده نه څوک نه دي ځېږېدلي او بیا یې د د التحریم سورت ۱۲ او الانبیا سورت ۹۱ ایتونو کې الله وایي چې مریم د عمران لور چې خپل فرج (ک و س) یې ساتلی و په هغه کې موږ خپل روح ورپو کړ چې دا دوه خبرې هم له یو بل سره په ټکر دي، نو اوس په دوی کې کومه ومنو؟
الله چې وایي چې انسان یې د دغو موادو نه جوړ کړی:
دا ټول د ساینس سره په ټکر دي ځکه چې د انسان او نورو حیواناتو ژوند د خاورې، اوبو، اکسیجن او لمر انرژۍ له امله پيل شوی.
بیا چې الله وایي چې انسان مې د مني څخه جوړ کړی، او دا مني د نر د شا له هډوکو او د ښځې د تیو څخه راوځي مګر دا هم ټول د ساینس او اېمبریویالوژۍ سره په ټکر کې دي.
لومړی خو قران او الله د ښځې هګۍ او هګۍ جوړولو ځای چې اووریز (Ovaries) نومېږي دا بلکل نه پېژني، او بیا دا غلتي چې د نر مني د نر د شا د هډوکو او د ښځې د تیو څخه راوتل بلکل د ساینس او اېمبریویالوژۍ سره په ټکر کې دي ځکه چې د نر مني د نر د خصیو (Testes – خوټو) څخه او د ښځې هګۍ د ښځې د اووریز (Ovaries) څخه راوځي.
الله چې وایي چې مني ټوپ وهونکي اوبه دي نو دا هم بلکل د ساینس او اېمبریویالوژۍ سره په ټکر کې دي ځکه چې دا مني یا سپرم د نر جنسي الې د وژو/پلو په مټ ټوپ او خیز ورکول کېږي چې بیا همدغه د سپرمونو میلیونونو لښکر لامبوزن او څښېدونکي دي چې ځان د ښځې هګۍ ته رسول غواړي.
الله چې وایي چې مني بیا د وینې په غوټه باندې بدلېږي نو دا بلکل د ساینس او اېمبريویالوژۍ سره په ټکر کې دي ځکه چې مني هېڅکله هم په غوټه وینه نه بدلېږي، بلکې د ایمبریو د ودې په اوومه ۷مه ورځ د وینې ژوڼکېیا حجرې په جوړېدو پيل کوي او د اکسیجن په رسولو کې خپل رول ادا کوي او دا وینه هیڅکله هم نه درېږي او نه هم غوټه کېږي نو که چېرې دا وینه غوټه شوه نو وینه مړه کېږي. او ان که وینه د جوړ انسان په رګونو کې هم غوټه شي نو د هغه د مرګ لامل ګرځي.
بیا الله چې وايې چې دا غوټه وینه په غوښه اوړي او دا غوښه په هډوکي اوړي او بیا په هډوکي غوښه راشنه کېږي چې دا هم بلکل د ساینس او اېمبريویالوژۍ سره په ټکر کې دي، ځکه د کله نه چې مني د ښځې هګۍ ته ځان په لامبو او څښېدو ورسوي نو دا څلور نه بلکې ۲۳ پړاوونه لري.
الله چې وایي چې دا مني ۴۰ ورځې د ښځې په رحم کې پراته وي او وروسته په غوټه وینه اوړي بیا په غوښه اوړي او بیا چې په غوښه واوړي نو الله په کې روح ورپوه کړي یانې چې ژوندی شي، مګر دا هم بلکل د ساینس او اېمبریویالوژۍ سره په ټکر کې دي ځکه چې مني یا سپرم د لومړۍ ورځې نه ژوند لري او بیا همدغه ایمبریو په وده روانه ده چې په ۲۷ مه ورځ زړه په ټکان راځي.
بله دا چې الله په قراڼ کې وایي چې د ښځو په رحم کې د ماشوم جنسیت باندې يواځې او يواځې الله پوهېږي، مګر دا خبره هم بلکل د ساینس او اېمبریویالوژۍ سره په ټکر کې ده ځکه چې اوس ساینس د الټراسونډ په مټ نه یوازې د ماشوم جنسیت هم مالوموي بلکې ان د اېمبریو یا د لا نه ځېږېدلي ماشوم ناروغۍ یې هم د روغتیا پوهه جوتولای شي.
اخري مسله چې الله وایي زړه په سینه کې دی او د تعقل، تفکر، تدبر او حافظې مرکز او وسیله ده، دا خبره هم د ننني ساینس او پوهې سره بلکل په ټکر کې ده ځکه چې د تعقل، تفکر، تدبر، سوچ کولو او حافظې مرکز او وسیله ماغزه دي، او الله، محمد او قران نه ماغزه پېژني او نه هم د ماغزو کړنې او ځای پيژني.
پر داسې مهال چې د نن نه ۲۶۰۰ کاله مخکې یوناني پوه او عالم د کراټون الکمایون ماغزه د لوړو کړنو فعالیتونو لکه، هوښيارۍ، حافظې او سوچ/فکر کولو مرکز او وسیله ګڼلې ده او تر ننه همدغه خبره پخه او علمي ده.
په پای کې د قران دا دعوه چې الله او قران روغتیا ورکووني دي نو موږ خو په دغه ۱۵۰۰ کاله کې د قران یا د الله لخوا د رغولو کومې مستندې او علمي پېښې نه دي لیدلي. ملایان، تالبان او په ایتونو عقیده لرونکي مسلمانان دې جوماتونه، مدرسې او مکه او مدینه دې چې د الله کورونه او د اسلام سپېڅلي مرکزون دي دا دې د قراني روغتیا مرکزونه وګرځوي لږ تر لږه شل کاله دې د انساني روغتیایي مرکزونو، روغتونونو، او درمل او واکسینونو نه دې ډډه وکړي چې پته یې ولګيږېږي چې ایا دغه ایتونه په ریښتیا هم یو کس رغولای شي او کنه ځکه تر اوسه خو یې هېڅ کوم علمي سند نشته.
دا پاس ټوله څېړنه دا جوتوي چې د الله قران او محمد دا پاس ایتونه او حدیثونه زمونږ د عقل او منطق سره هم په ټکر دي چې دا پاس ایتونه او حدیثونه نن هېڅ پوهاوی/ساینس او عقل نه مني.
نو بیا ملا، تالب او مولوي او الله، قران او حدیث په دغه پاسنیو ایتونو او حدیثونو چې:
څنګه دا حق لري چې دا دې په کوم وزارت کې واکمني وکړي؟ نو که واکمني یې کوي بیا دغسې ناورین ځېږوي لکه نن چې تالب، ملا، اخواني او داعیشي یې د شرعیت په پلي کولو سره ځېږولای دی. د دغه پاسنۍ څېړنې څخه دا جوتېږي چې قران او حدیث سکمپانپهسات دي.
قران+احادیث۹۵% سکمپانپهسات دي
سکمپانپهسات= [س ک م پ ا ن پ ه س ا ت] سیاسي، کلتوري او مذهبي پلیت اېډز ناروغي، پوډر، هیرویین، سېل
او تریاک} او د پنټاګون د ډي پي جي لپاره کارېږي.
ما خو سکمپانپهسات په خپل زهن کې وسوځول تاسو څه کوﺉ؟
کارل مارکس
دین د خلکو د روحاني خوښۍ په ځای د هغوی د بدبختۍ وسیله ده، ځکه چې دین د هغو خلکو لپاره د تسلې او آرامۍ وسیله ګرځي چې په ټولنه کې د ظلم او بې عدالتۍ سره مخ دي.
No results available
No results available