د قرآن کره کتنه – دویمه برخه

البقره - غوا

د عبادت او قران موضوع:

🔯 يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ‎﴿٢١﴾‏ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ‎﴿٢٢﴾‏ وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ‎﴿٢٣﴾‏ فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ‎﴿٢٤﴾‏
📕 ژباړه: اې انسانانو! د هغه رب عبادت وکړئ چې تاسو او تر تاسو مخکني يې پيدا کړي ښايي تقوا وکړئ. (۲۱)  هغه چې ځمکه يې درته فرش کړې او اسمان يې چت کړی او تاسو ته يې له اسمانه اوبه را کښته کړې، په دې اوبو سره يې تاسو ته ميوې را ایستلې، نو له پوهي سره خدای ته نور سیالان مه پيدا کوئ. (۲۲) که تاسو له هغه څه په شک کې یاست چې موږ پر خپل بنده نازل کړی، نو تاسو د هغه په شان یو سورت راوړی او له خدای ماسیوا ټول مرستندیانو مو در وغواړئ که رښتني یاست. (۲۳) نو که مو دا کار ونه کړ او د ابد لپاره يې کولای هم نه سئ، نو له هغه اوبه وډار سئ چې کافرانو ته چمتو شوی او د سون توکي يې انسان او ډبره دي. (۲۴)

۲ سورة البقرة – ۲۱ – ۲۴ آیت

بقره کې له ۲۱ ایت څخه د خدای د عبادت او ۲۳ ايتونو کې بیا د قران ثابتونې موضوع څېړل شوې. لومړی ویل شوی د هغه رب عبادت وکړئ چې تاسو او تر تاسو مخکې خلګ يې پيدا کړي.

موږ به خود د هغه رب عبادت کوو چې پنځولې يې یو، اما چې موږ ته لومړی په قانع کوونکو دلایل لومړی د خدای دا کمالات، کتاب، رسول، عبادت غوښتنه او په یوه عربي ژبه ټول انسانیت ته د پيغام لېږنه ثابته شي.

زموږ او پخوانو پيداینه خو د دې دلیل نه ده چې نو خدای دي د عربي قران په وسیله له ټولې نړۍ په عربي د عبادت غوښتنه هم وکړي. په ۲۲ ايت کې راغلی دلیل هم د دې لپاره بسنه نه کوي چې ټول انسانان دي د عربي قران په غوښتنه د عربو په شان د یوه بې دلیله او ناڅرګند خدای عبادت پيل کړي. ځکه د ځمکې فرشول، د اسمان بام کول، اوبه ترې تویول او بیا مېوې په را پيدا کول یو هم له دې سره اړخ نه لګوي چې نو دا قران د خدای له خوا دی او عبادت غواړي.

دا ویل شوي دلایل ټول انسانان ویني او د خدای د عبادت لپاره يې د دلیل راوړلو په توګه هيڅ اړتیا نه وه. دلته د انسانانو غوښتنه دا دلایل نه دي چې موږ يې هره ورځ وينو، بلکي هغه دلایل غواړي چې یوازې يې د خدای استازی د خدای په اجازه ویلای او څرګندولای شي.

نو دلته هر وخت د هغو نیوکه کوونکو په مقابل کې همدا اسمان، ځمکه، بادونه، بارانونه، دریابونه، ميوې، د انسان او نورو مخلوقاتو پيدايښت د دلیل او معجزې په ډول راوړل هيڅ کفایت نه کوي. دا هغه محسوسات دي چې یو شاعري يې د خپل تخیل په زور په شعري ژبه هم بیانولای شي لکه دلته چې  همداسې شوي.

له بله اړخه قرآن کې لیکل شوي چې آسمان پرته له پایو ولاړ دی، همدارنګه آسمان دروازې لري او آسمان برجونه لري. پخوانیو انسانانو داسې اند لرلو چې آسمان یو چت دی. اوس چې څېړونکو ثابته کړه چې آسمان ګازونه دي؛ دا هم ورسره ثابته شوه چې ګاز چت نه دی او نه پایوو ته اړتیا لري. اتومسفیر هغه سپک ګازونه دي چې له ځمکې پورته خواته درومي. ددغه ګازي طبقې ور پورته خلا ده. هلته هر څه تور ښکاري ځکه د لمروړانګې پرې انعکاس نه کوي.

دا څه چې وینوو او رنګ یې آبي دی دا د لمر د وړنګو آبي موج دی چې د ګازونو سره د ټکر له کبله یې لیدلی شوو. مازدیګر ناوخته همدا اتومسفیر سور ښکاري ځکه چې د لمر د وړانګو اوږد موج واله منکسري وړانږي چې سرې ښکاري وینوو. کله چې پدې باور ولرو چې یو خدای شته او دا جهان یې جوړ کړی باید د هغې تشرېح هم دقیقه وي نه د پخوانیو انسانانو د اندونو په رقم.

۲۳ او ۲۴ ايتونه بیا د قران ثابتونې موضوع ته ځانګړي شوي. چېلنج ور کول شوی چې که قران د خدای له لوري نه وي، نو تاسو هم له ټولو ملاتړو سره یو ځای د قران په شان یو صورت راوړی. وايي، که مو دا کار ونه کړ، نو ټول وخت يې کولای هم نه سئ له دې امله بايد له هغه اوره وډار سئ چې د سون توکي يې ډبرې او انسانان دي او یوازې کافرانو ته چمتو شوی.

قران دلته جالبه ادعا کړې لکه پښتانه چې وايي، که جنګ نه کوې، نو غټه تيښه اخله. چېلنج خو به په يوه خاصه موضوع کې وای. یو صورت په کومه برخه کې د قران په شان؟ موږ دا نن وینو چې د ادبیاتو له مخې، د روانیت له پلوه، د ادعا ثابتونې له اړخه، د دلایلو په لحاظ، د نرمي او توندي په برخه کې او… ټولو کې انسانان سره مخالف دي او ان د یوه کوره دوه هغه وروڼه هم یو سبک نه لري چې کلونه- کلونه یو ځای وي، یو د بل هر څه ويني، اوري او ګوري.

نو دلته دا مبهمه ادعا څه مانا؟ که د بیان له مخې شي نو قران د یوه قانون په توګه نن د هغو انساني وضعي قوانينو په مقابل کې ماتې خوړلې چې د یوې موضوع اړوند اړخونه ټول په روښانه ټکو پر یوه ځای له کوم ابهام او اغماض پرته بیانوي، خو قران  داسې نه دي کړي. د قتال، سود، شرک، له کافرانو سره د اړیکو او شلو نورو موضوعاتو په اړه يې تګلاره ګونګه، ګډوډه، له ابهامه ډکه او د شلو تعبیرونو لرونکې ده.

که تاسې د خپل ماشومتوب د وخت کتابجه را پیدا کړی او هڅه وکړئ چې په هغه بڼه لیکل وکړئ درته مشکله به وي. که درنه وغوښتل چې چې په هغه بڼه خبره وکړئ نو مشکله به وي چې داسې وکړی شی. له بله اړخه که زه چلنج درکړم چې ما غوندې لیکنه وکړه او کټ مټ زما غوندې لیکنه وکړې بیا به وایم چې کاپي دې رانه وکړه او که کټ مټ زما غوندې لیکنه ونه کړې بیا به وایم چې داسې نشې کړی.

مونږ نن د دوه زره کاله پخوانیو پښتنو په بڼه خبرې نه شو کړی؛ ددې مطلب خو دا نشو چې د پخوانیو پښتنو خبرې خامخا د خدای خبرې وې. د شکسپیر او مولانا غوندې شاعري کټ مټ چا نده کړې. ددې مطلب دا ندی چې د شکسپیر شعر د خدای خبرې دي. همدارنګه د شعر او لیکنې محتوا مهمه ده. انشتین خپله د نسبیت تیوري په شاعرانه بڼه نده لیکلې خو د ساینس په ډګر کې یې داسې څه ولیکل چې پخوا نه و لیکل شوي. د قرآن ډېر مطالب د نني علم سره ټکر لري چې پاس آسمان یې یوه بېلګه وه.

د قرآن په څېر آیات جوړول کوم ستونزمن کار نه دی او لاندې یې یوه بېلګه تاسې ته وړاندې کوو:

📕 ژباړه: علم هغه رڼا ده چې د زده کوونکو لارې روښانه کوي او هغو ته د پرمختګ په لور لارښوونه کوي. (۱) په هر ځای او هر وخت کې علم له هر شي لوړ دی او هر هغه څوک چې د پرمختګ په لټه کې وي، علم یې د لوړتیا لامل ګرځي. (۲) علم انسانانو ته سکون او پوهه ورکوي چې څه شی له دوی سره پیښیږي او دا مرسته کوي چې د نړۍ پېچلتیاوې درک کړي. (۳) علم یوازې د انسانانو تر منځ د اړیکو پل جوړوي، بلکې د یوه نوي، پرمختللي او چټک بدلون لامل هم کېږي. (۴) که څوک په خپل وخت کې له علمه ګټه پورته نه کړي، نو هغه به د هغه پرمختګ څخه پاتې شي چې د پوهې سره ممکن دی. (۵) هغه څوک چې خپل زړه په علم سره ژوندی کړي، هغه به د خپلو تجربو له لارې بریا او خوشحالۍ ته ورسېږي. (۶) علم هېڅ توپیر نه کوي، نه فقیر او نه غریب؛ بلکه دا د ټولو خلکو لپاره اړین دی ترڅو یوه پرمختللې ټولنه رامنځته کړي. (۷) علم باید په هرې برخې کې د خلکو د فکر کولو بنسټ وګرځي او د دوی په ورځني ژوند کې ځای ونیسي ترڅو دوی نوي ارزښتونه او فکري وړتیاوې پیدا کړي. (۸)

سورة العلم – ۱ – ۸ آیت

غرونه یې مېخونه بللي، مېخ له پاس ټک وهل کېږي او لرګي کې ثبات راولي. غر د ځمکو د ټوټو نه منځ ته راځي چې دا منځ ته راتګ یې خپله د زلزلو سبب ګرځي او چېرته چې غر وي هلته زلزله هم ډېره وي. اووس که دا د خدای کتاب وی نو ده به غرونه مېخونه نه بلل او سمه دقیقه تشرېح به یې کړې وه. که قرآن کې کومه برخه کې یوه نیمه موضوع سمه هم یادې شوې وي هغه له قرآن په لسګونو پېړۍ وړاندې په یونان، مصر، چین او بابلي تمدنونو کې وار له مخه د هغه سیمې د پوهانو لخوا تشرېح شوې.

د بېلګې په توګه یوناني څېړونکو د اټوم تعریف د میلاد وړاندې کړی. همدارنګه د مور رحم کې د ماشوم د نمو مختلف مراحل د میلاد نه مخکې د یوناني ساینس پوهانو لخوا بیان شوي. دوی به خلکو ته ویل چې کوم ماشومان مخکې له مودې مري جسد یې دوی ته وسپاري. پدې توګه دوی کتل چې ماشوم د څو میاشتو دی او له څه تشکیل دی. پدې هکله په دغه لیکنه کې په انګلیسیي ژبه پوره توضیحات شوي.1

له تاریخي پلوه د مالومات راوړنې او د اینده په اړه د وړاندوینې په برخه کې خو يې نن نوي علم ډېری موضوعات او ادعاوي ناسمې، بې بنیاده او پر خیالاتو و وهمیاتو ولاړي ثابتې کړې. د پيریانو، شیطانانو، ملایکو، روحونو، د عمر او مرګ د ټاکلې موضوع، د نوح د ۹۵۰ سوه کاله عمر، له یوه ادمه د ټول انسانیت د پيدا کېدای ادعا، له ملا د نارینه د مني راوتلو او  داسې نورو ادعاوو په اړه نوي علم تر قران ډېر دقیق مالومات وړاندي کړي چې دېری مسلمان مفسرین يې د قران د ايتونو تاویل او له پخوانو جلا تعبیر ته اړ کړي.

  • تر خپل منځ د ټکر موضوعات که يې را وڅېړو نو دلته به خبره ډېره اوږده شي دا موضوع به د کتاب په راتلونکو برخو کې پر خپل ځای را وسپړو.
  • د ادبیاتو په اړه که يې سپنه خبره وکړو، نو له هغه دوره بیا تر ننه ډېری عرب ادب پوهانو يې پر ګڼو اياتونو له ادبي، فني او معیاري اړخه نیوکې کړې دي.
  • د قران مبهم شي ته چېلنج عینا هغه د پښتنو خبره ده چې که جنګ نه کوې، نو لویه تيږه اخله. بس قران  همداسې کړي.

قران که د مینه ناک خدای کتاب وي نو خپل مخلوق بايد د ډار پر ځای مینې ته را وبولې، قران  ولې د واړه انسان د ډارولو هڅې کوي؟ یوه هستۍ چې رحمت، مینه، ترحم، زړه سوی، پر خپل مخلوق شفقت او مهرباني و بخښنه يې تر انساني تصور لوړه وي، هغه به ګام پر ګام د واړه انسان د ډارولو کوښښ کوي، که به يې هر ايت د مینې، عاطفې، ترحم، شفقت، زړه سوي، مهرباني او بخښنې پيغام ور کوي؟ د کایناتو د رب او د بې پایانه رحمت لرونکي خدای له شان سره هيڅ دا نه ښايي چې خپل بنده انسان ته  داسې سزا ور کړي چې اور به يې په ډبرو بلېږي؟

خدای  ولې هغه ډول پيغام ور کوي لکه په تېرو زمانو کې چې انسانانو له یو بل سره  همداسې چلند کاوه؟ که قران د خدای کتاب وای او د هرې زمانې لپاره وای، نو نن انسان هم په دې پوهېږي چې یو پيغام تر سختي او تشدد په مینه او عاطفه ښه خپرېږي، د محمد ادعا شوی خدای  ولې د دې دور د انسانانو خیال نه دی ساتلی؟ یا به قران د هر دور لپاره نه وي، یا به خدای خبر نه وي او یا به محمد له ځانه خیالي خدای جوړ کړی وي او د کایناتو خالق په دومره وړو کارونو د ځان بې هدفه ښوونې او کوچني ښودنې هڅه نه کوي.

په دې ايت کې یو شی  داسې دی چې نن په ساینسي برخه کې ځينې کسان د قران اعجاز په نوم ترې استدلال کوي. هغه د ډبرونو سوځل دي. دوی وايي چې قران ډېر پخوا د تيږو د ويليدا او سوځلو ویلي وو نو دا د هغه اعجاز دی او قران د خدای کتاب دی. اما دا خبره سمه نه ده. تر قران مخکې هم خلګو ته ثابته وه چې ډبره تېز اور ویلولای شي. پخوانو خلګو له اور غورځونکي غرونو، پخو خښتو او ښايي نورو څېړنو څخه دا ثابته کړې وه چې ډبره هم ویلې کېدای شي. ځکه تر عربو زرونه کاله پخوا مصریانو هغه ډول تمدن در لود چې عربو د محمد په وخت که نه در لود. یونان  همداسې واخله.

عرب چې له هغو سره نژدې پراته وو لازما د هغو له ساینسي پرمختګونو خبرېدل او محمد همدا ساینسي انکشاف د قران برخه کړ چې خلګو ته د خپل کتاب علمیت وښيي. په قرآن کې هېڅ داسې څه نشته چې له محمد وړاندې انسانانو ته نه وو معلوم. تر دې چې د ګوتو د سر نښې اوه زره کاله پخوا په چین او له میلاد وړاندې بابلیانو د لاسلیک په توګه کاروله.

ژباړه له عربي؛ د ژباړونوکي له زیاتونې سره

  1. History of Embryology ↩︎

📌 سرچينې

  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • History of Embryology
  • وروستۍ ليکنې
جنایتکاران
جنایتکاران