آیا خدای ممکن دی؟ - (دویمه برخه)

د خدای پاچاهي؟

په تېره لیکنه کې په دې رڼا واچول شوه چې د مادې او غیر مادې تر منځ تړاو ممکن ندی او غیر ماده څوک تشرېح کولی نشي نو غیر مادې ته مادي صفات ورکول دوکه ده. دینونو کې خدایان غیر مادي بلل شوي خو همدې غیر مادې ته بیا مادي انساني صفات ورکړل شوي.

بل دا چې دینونو کې د مادې او غیرې مادې (خدای) تر منځ علیت ندی تشرېح شوی. د بېلګې په توګه دا چې غیر مادي خدای د جهان جوړلو لپاره سېګنلونه څرنګه استول دا ندي واضح شوي. دا هم نده څرګنده شوې چې خدای له څه شي ماده جوړه کړه او دغه د مادې جوړولو پروسې څه ډول صورت ونیولو پداسې حال کې دی خپله ماده ندی!

طبیعت کې یوه ماده په بله ماده اغېزه لري یا هم انرژي په ماده اغېزه لري چې انرژي خپله د مادې یو حالت دی. د مادې او انرژي په هکله په لومړۍ لیکنه هم کې هم یو څه معلومات شریک شوي. غږ، نور، څپه، برېښنا، الکترومقناطیس، وړانګه او داسې نور دا ټول مادي دي. دینپالان چې خدای غیر مادي بولي نو خدای کې د مادې یو خاصیت هم باید نه وي ځکه چې  دده او مادې تر منځ علیت/اړیکه را منځ ته کېدل ممکن ندي.

دینپالان وایې خدای  کن فیکن دی. یعنې چې ووايي وشه هغه کار وشي. د کن امر، خبره یا اشاره څه و؟
یعنې خدای چې غیر مادي دی په څه ډول اشاره وکړه او څه ته یې اشاره وکړه چې جهان جوړ شي. دده، اشارې او هغه څه چې ماده ترې جوړېده تړاو څه ډول و؟

که کن غږ و نو غږ خو له مادې راوځي. غږ هغه انرژي ده چې د څپې په بڼه  په مادي محیط کې انتقال مومي. د ځمکې او شاوخوا سیارو تر منځ خلا ده. یعنې د ننه یې په نشت حساب ګاذونه او بیخي واړه ذرات قرار لري په همدې اساس هلته د غږ څپه انتقال نه موموي. که خلا نه وی نو د نورو سیارو د ګردش له کبله چې کوم غږ راځي هغه به مونږ دلته اورېدو.

اوس چې نه سپېس وي، نه پکې ګازات وي نو د خدای د کن حکم مطلوب جهت ته انتقال نشي موندلی. د جهان له پیل مخکې خو مادي چاپېریال نه و چې د خدای حکم پکې انتقال شي. که کن رڼا وه نو رڼا خو فوټونونه دي دا هم ماده ده.  فوټونونه له ستورو منشا اخلي. هغه هم د هایدروجن د نیوکلیر فیوژن څخه منځ ته راځي. هایدروجن په هېلیم اوړي او دې پروسه کې تودوخه او رڼا تولیدي شي چې شاوخوا خپرېږي. آیا خدای هم هایدروجن دی؟

که کن باد و باد هم انرژي ده. باید د کن منبع ماده وي چې د کن امر ترې وشي بیا جهان جوړ کړي. که فرض کړو د جهان څه ابتدايي مواد موجود وو دې ته امر وشو نو امر کونکی باید  ماده  وي او د مادې داسې ترکیب  چې په عربي پوه شي. عربي هم هغه وقت ممکنه ده چې خوله، ژبه، سر، ماغزه، عضلات او نور غړي ولرو.

ددغه غړو د فعالیت لپاره خوراک وکړو. پرته له داسې جوړښت خبرې نه دي ممکنې. چې خدای ماده ندی نو خبرې یې هم ممکنې ندي. جهان کې اټومونه په فردي بڼه خبرې نه کوي او نه کومه ژبه لري. نو د کن (وشه) اغېزه نا ممکنه ده او خپل کن هم ناممکن دی. که خدای انرژي بولې نو انرژي هم د مادې یو حالت دی. انرژي نه خلق کېږي او نه له منځ ځي بلکې دایما وجود لري. یواځې د انرژي بڼه یې بدلون مومي. 

پدې اساس کن فیکن تشه ادعا ده. د طبیعت د ننه داسې څه ممکن ندي. یواځې د انسان د مغز د ننه یو خیال کېدی شي یا یوه خیالي هیله کېدی شي.  لاکن خیالات چې خلکو ته حقیقت په نامه ووېل شي دلته فکري فساد ته لاره جوړه شي کومه لاره چې مونږ د خدای او دین په نامه تر ننه ورسره مخ یوو.

د لیکنو یو هدف دادی چې خیالیګر له خیال نه پښېمانه کړو. مونږ هم سینما کې داسې فلمونه وینوو چې حقیقت نه لري خو نورو ته نه وایوو چې دا خیالي فلم حقیقت دی او خپل ژوند باید د دې په اساس تېر کړي. د خدای د شتون ادعا خدای پالان کوي. دوی خدای ندی لیدلی او نه یې حاظرولی شي. یواځې د دوی ګمان دادی چې خدای شته. تر شته والي ور اخوا دوی خدای د انسان د ژوند په هره چاره کې مداخلې ته خوشي کړی.

مونږ د موجوده پوهې په اساس د دوی ادعا چلنج کوو چې دا څه تاسې خدای بولی دا ممکن ندی. که خپله جهان چې ماده ده یا انرژي چې د مادې یو حالت دی خدای بولی بیا سمه ده خو په دې حالت کې د بنده او بندګۍ اړیکه له منځه ځي ځکه انسان د جهان برخه دی او جهان کې یوه برخه په بله لوړه نده. د داسې خدای په نامه وژنې هم نشې کېدی او نه هم دینونه ممکن  کېدی شي. وحدت الوجود یا پانتیزم همدا ډول یو سوچ دی چې جهان خپله خدای بولي. سپېنوزه یو مشهور فلسفي و هغه په همدې باور و. انشتین هم ویلي چې زه د سپېنوزه خدای منم. پدې صورت کې نوره لانجه ختمه ده. زه یې جهان، طبیعت، یونیورس بولم او ته یې خدای بوله.

دینپالان استدلال کوي چې خدای ځکه ماده ندی چې ماده ابدي نده؛  تغیر کوي. تغیر د محوې په معنا ندی چې یو څه تغیر کوي هغه محوه شي. بېګ بنګ نه مخکې مادده د انرژي په بڼه موجوده وه تغیر یې وکړ یوه برخه یې په هایدروجن بدله شوه. له هغه هایروجن ستوري جوړ شول. هغه ستوري وچاودېدل او سیارې ترې جوړې شوې. سیارو کې یوه لویه برخه د هایدروجن په نورو عناصرو بدل شو.

نن زمونږ بدن او هم شاوخوا له هغې هایدروجن او له هغه هایروجن نه جوړو شوو عناصرو څخه جوړ دی. دلته د انرژي بدولن په هایدروجن او هایدروجن بدلون په نورو عناصرو د هغه ذراتو د محوې سبب نشو چې هایدروجن ترې جوړ دی. کله چې ته له خاورې کلا جوړوې د کلا جوړولو مخکې خاوره په ځمکې کې وه، تا ترې کلا جوړه کړه، که یې سېلاب ړنګه کړي بیا هم هغه خاوره شوه. خاوره له تیږو جوړه ده. تیږه او خاوره  اټومونه دي. اټوم واړه واړه ذرات دي. ستا وجود او نور ژوندي ژوي هم له اټومونو جوړ دي. ستا د وجود بېلګه هم د هغې کلا غوندې ده چې له خاورې جوړه وه. له ځمکې جوړ شې، وې او بېرته ځمکه شې. هغه اټومونه چې ستا وجود ترې جوړ دی او کلا ترې جوړه ده ۱۳.۸ میلیارده زاړه دي.

البته لومړنی اتوم هایدروجن او په لږ مقدار هیلیم دي چې له لویې چاودنې وروسته منځ ته راغلل. د هایدروجن له ورېځو ستوري جوړ او د ستورو د ننه د نیوکلیر فیوژن د تعامل په ترڅ کې نور عناصر جوړ شول چې دغه موضوع به په راتلونکو برخو کې په بشپړه توګه تشرېح شي. اټوم همغه پخوانی اټوم دی. تغیر نه کوي له هغې مخکې انرژي وه. اتوم (ماده) په انرژي اوړي او انرژي په ماده اوړي. انرژي نه تولید کېږي او نه له منځه ځي بلکې دایما شته. نو همدا انرژي خدای نه بولې ؟

که ته غواړې یوه پوقانه کې تغیر راولې یا حرکت ورکړې نو پوف کوې یې، په چوخ یې  وهې، په  ګوته یې وهې، په لرګي به یې ټېله کوې یا په یو څه به یې ولې چې له خپل ځای بې ځایه شي. مطلب دا چې ته باید ماده و اوسې چې په بله ماده (پوقانه) کې تغیر راولې یا یې له یوه ځای بل ځای ته کړې. 

دلته ټول هغه وسایل ستا د وجود په شمول چې د پوقانې د حرکت، پړسولو، چاودلو او یا را اخیستو لپاره کاروې مادي دي. پوقانه هم ماده ده. ستا او پوقانې تر منځ هوا هم ماده ده. نو ستا (مادې) او پوقانې (مادې) تر منځ علیت ممکن دی. اوس که ته خدای وې نو ته خو ماده نه یې په هېڅ بڼه ستا او پوقانې تر منځ اړیکه ممکنه نده. ځکه ته هېڅ مادي خاصیت نه لرې چې په پوقانه اغېزه وکړې.

اوس که ته ماده نه یې او زه تاته د عادل، ظالم، مهربان، غصه کېدونکي، خبرې کونکي، عربي ویونکي، انعام ورکوونکي او ورته نور صفات منسوبوم دا خو غیر منطقي کار دی ځکه دا صفات خو د مادې دي او ته (خدای) خو ماده نه یې. نو د خدای په نامه چې کوم تصور جوړ شوی همداسې دوکه پکې شوې. له یوې خوا یې ماده نه بولې او له بلې خوا مادي خواص ورکوي!

دا کار دوی ځکه کوي چې که خدای ماده وبولي. د بېلګې په توګه توره انرژي یې وبولي یا یې توره ماده وبولي بیا خو نو هغه ماده شوه او انسان هم ماده دی. دلته د عبادت، دین او سیاست سوداګري نوره ممکنه نده. دوی قصدا خدای غیر ماده بولي (کومه چې اصلا وجود نه لري). بیا یې یوه ډله له جهان د باندې بولي لا مکان او لا زمان یې بولي. بله یې د جهان د ننه بولي. فقط دومره کار کوي چې دا کرکټر داسې جوړوي چې خلکو ته ځانګړی وي.

انسان ته هغه څه چې لا یې نه وي لیدلی ډېر جالب وي. بیا دوی ددې کرکټر او خلکو تر منځ دلالي او سوداګري کوي. دینپالان استدلال کوي چې که چېرې یو څه ستا تصور کې راشي هغه بیا خدای نشي کېدی ځکه خدای باید داسې وي چې د انسان د تصور نه پورته وي. دلته د خدای کرکتر دوی داسې دیزاین کوي چې انسان ته جالب وي. ښه چې له انساني تصور پورته شو بیا په کوم اساس مادي صفات ورته منسوبوې؟

خبرې، غصه، مینه، کرکه، دښمني، سزا، انعام او داسې نور خو یواځې په یوه مادي مغز کې ممکن دي. که د یوې خو ا دوی د خدای د خاص کول لپاره اړ دي چې خدای باید داسې وي چې د انسان تصور کې رانشي له بلې خوا دوی بیا دا کرکټر نشي کولی د انسان ذهن ته د ننه کړي. تر څو مادي صفات پرې ونه چسپوي د انسان ذهن ته نشي د ننه کېدی.

ښه او بد صفات د ځمکې په مختلفو برخو کې متفاوت دي. ځکه خو د خدای نومونه او صفات هم په مختلفو سیموو کې د هغې سیمې د ښو او بدو د معیار په اساس مختلف دي. په کومه ټولنه کې چې غصه بد صفت دی هلته خدای نه غصه کېږي خو چېرته چې غصه هم د غیرت یوه نښه ده بیا هلته خدای د غصه ناک صفت لري.

د عربو خدای ته یوه منسوبه جمله ده چې وايي بېشکه خدای له هغه چا سره مینه لري چې دده په لاره کې قتل کوي. د اسلام د جوړونکو له یهود سره کرکه لرله. ځکه خو اسلام خدای کې هم د یهودو په وړاندې غصه موجوده ده. یعنې هغه انساني سیاسي او اجتماعي حالت چې هغلته انسانانانو لرلو هغه خواص یې خپل تصوري خدای پسې تړلي دي.

مدینه کې یهودو د دوی خبرې نه منلې او یهود یو څه منظم او شتمن وو. یهودو دوی ته پیسې په سود ورکولې. یهود ته ویل کېدل چې زمونږ د پیغمبر نوم ستاسې کتاب کې راغلی یهودو به ویل چې یوه څه ورته نوم چې مېحمت دی هغه د سېلیمان پاچا خپلې معشوقې ته شعر کې ویلی. په شعر کې سلېمان باچا ښځینه ضمایر خپلې معشوقې ته کارولې.

په اردو ژبه کې فېرني ته کهېر وایي. په فارسي کې د نازینه تناسلې آلې ته کېر وایي. په مختلفو ژبو کې داسې نومونه شته چې یو بل ته ورته دي او معنا یې سره مختلفه ده. ممکه کومه ژبه کې بېټ کوم لغت وي ددې معنا دا نده چې مونږ به وایوو چې خامخا یې بېټ نیکه یاد کړی.

په لاندې وېدیو کې د سلېمان شعر و خپلې معشوقې ته او ورسره مل تحلیل واورئ.

یهودو نور انسانان د یهود د خدمت لپاره پیدا شوي بلل.  سلېمان د دوی یو باچا و. پخواني پاچایان د دوی د دربار کاریګرو په اوږو له تخت سره یوځای وړل. شاعرانو د دوی تخت له اوږو هوا ته پورته کړی او وروسته خوله په خوله په هوا تر نورو رسېدلی. هغه افسانه چې تخت پکې په هوا درومي انسان ته خوند ورکوي او ښه یې یادوي نسبت هغې ته چې په اوږو وړل شوی وي.

یهود هم د خپل باچایانو او مشرانو لپاره داسې افسانوي داستانونه جوړول چې د خدای تر استاځولی پورې یې رسول. که له یوې خوا دې داستانو دوی ته غرور احساس ورکولو خو له بلې خوا دنورو انسانو له کرکې سره مخ کېدل. د یهودو په هکله به بېله لیکنه کې بشپړ بحث وشي.

د شعر یوه فراسي کاپي داسې ده:

  • غزل‌ غزلها كه‌ از آن‌ سلیمان‌ است‌.
  • محبوبه‌: او مرا به‌ بوسه‌های‌ دهان‌ خود ببوسد زیرا كه‌ محبّت‌ تو از شراب‌ نیكوتر است‌.
  • عطرهای‌ تو بوی‌ خوش‌ دارد و اسم‌ تو مثل‌ عطر ریخته‌ شده‌ می‌باشد. بنابراین‌ دوشیزگان‌، تو را دوست‌ می‌دارند.
  • مرا بِكِش‌ تا در عقب‌ تو بدویم‌. پادشاه‌ مرا به‌ حجله‌های‌ خود آورد. از تو وجد و شادی‌ خواهیم‌ كرد. محبّت‌ تو را از شراب‌ زیاده‌ ذكر خواهیم‌ نمود. تو را از روی‌ خلوص‌ دوست‌ می‌دارند.
  • ای‌ دختران‌ اورشلیم‌، من‌ سیه‌ فام‌ امّا جمیل‌ هستم‌، مثل‌ خیمه‌های‌ قیدار و مانند پرده‌های‌ سلیمان‌.
  • بر من‌ نگاه‌ نكنید چونكه‌ سیه‌فام‌ هستم‌، زیرا كه‌ آفتاب‌ مرا سوخته‌ است‌. پسران‌ مادرم‌ بر من‌ خشم‌ نموده‌، مرا ناطور تاكستانها ساختند، امّا تاكستان‌ خود را دیده‌بانی‌ ننمودم‌.
  • ای‌ حبیب‌ جان‌ من‌، مرا خبر ده‌ كه‌ كجا می‌چرانی‌ و در وقت‌ ظهر گلّه‌ را كجا می‌خوابانی‌؟ زیرا چرا نزد گله‌های‌ رفیقانت‌ مثل‌ آواره‌ گردم‌.
  • محبوب‌: ای‌ جمیل‌تر از زنان‌، اگر نمی‌دانی‌، در اثر گله‌ها بیرون‌ رو و بزغاله‌هایت‌ را نزد مسكن‌های‌شبانان‌ بچران‌.
  • ای‌ محبوبه‌ من‌، تو را به‌ اسبی‌ كه‌ در ارابۀ فرعون‌ باشد تشبیه‌ داده‌ام‌.
  • رخسارهایت‌ به‌ جواهرها و گردنت‌ به‌ گردن‌بندها چه‌ بسیار جمیل‌ است‌.
  • محبوبه‌: زنجیرهای‌ طلا با حَبّه‌های‌ نقره‌ برای‌ تو خواهیم‌ ساخت‌.
  • چون‌ پادشاه‌ بر سفره‌ خود می‌نشیند، سنبل‌ من‌ بوی‌ خود را می‌دهد.
  • محبوب‌ من‌، مرا مثل‌ طَبله‌ مرّ است‌ كه‌ در میان‌ پستانهای‌ من‌ می‌خوابد.
  • محبوب‌: محبوب‌ من‌، برایم‌ مثل‌ خوشه‌بان‌ در باغهای‌ عین‌جدی‌ می‌باشد.
  • اینك‌ تو زیبا هستی‌ ای‌ محبوبه‌ من‌، اینك‌ تو زیبا هستی‌ و چشمانت‌ مثل‌ چشمان‌ كبوتر است‌.
  • محبوبه‌: اینك‌ تو زیبا و شیرین‌ هستی‌ ای‌ محبوب‌ من‌ و تخت‌ ما هم‌ سبز است‌.
  • محبوب‌: تیرهای‌ خانه‌ ما از سرو آزاد است‌ و سقف‌ ما از چوب‌ صنوبر.

دوی همدا کرکټر چې دوی طراحي کړی په مادي نومونو نوموي کوم چې د نارینه انسان (مادې) نومونه دي دا چې ښځینه دین جوړونکو ته کمروزې ښکارېده نو د نارینه ضمیر ورته کاروي. هغه نومونه چې ددوی ژبه کې په ښه نوم مروج دي هغه ورته منصوبوي او بیا ځینې نور د نارینه انسان صفات ورکوي. ځکه خو د خدای نومونه هم ډېر دي او هر دین ادعا کوي چې د دوی د دین نومونه د خدای اصلي نوم دی.

دوی له خدای یو خیالي پاچا جوړوي چې دربار لرې، کاریګر (ملایکې) لري، کرسۍ لري، پاس پرې ناست وی، انعامونه ورکوي، ظالم ته سزا ورکوي او خپل استاځي استوي. مکمل هغه د پخوانیو پاچایانو یو کرکتر یې ورکړی د پاچا شاوخوا هم دده نېږدې کسان ناست وي. د خدای خدمت ته هم ملایکې چمتو ناستې وي. دوی همدا د پاچا د دربار تصور اخیستی او خپل تصوري خدای ته یې منسوب کړی.

پاچا په خپل کرسۍ ډډه وهلي وه او خدای هم په خپله عرش ډډه اچولې. لکه پاچا امرونه ورکوي. څوک بښي او چا ته سزا ورکوي. دا چې د جهان په فزیکي جوړښت دوی نه پوهېدل نو دوی سوچ کولو چې خامخا د جهان هم همداسې یو پاچا دی خو تر دې نورو لوی دی او پاس دی. په داسې حال کې چې جهان کې پاس او کښته له سره نشته. که اروپا کې پاس وې استرالیا کې پاس کومې خواته دی؟

بیا همدا په نامعلوم تصوري موقعیت کې ناست باچا په ځمکه د ځینو انسانانو سره ځانګړې اړیکې ساتي. هغوی ته خوب کې خبرې کوي. خبرې یې هم ټولې د انسان په بڼه وي. یواځې یې په عربي او عبري خبرې کړې داسې ښکاري چې نورې ژبې یې نه وې زده یا یې کیسه کې نه وږ.

د ځمکې د نورو سیموو او خلکو ندی خبر. د چین، روس او نورو لوی شمېر واله ولسونو په تاریخې کې د پیغمبرنوم نشته. د انسانانو تاریخ تر شپږ میلیونو رسي. د اوسني انسان تاریخ چې په اوسني شکل موجود دی تر دوه لکو کلونو پورې رسي خو د پیغمبرانو تاریخ تر څلور زر کلونو پورته ندی او هغه هم یواځې منځني ختیځ کې تېر شوي.

د اسلام خدای ته یواځې د هغه حیوان نوم ور زده دی چې د هغې د محمد د اوسېدو په سیمه کې شته چېرته چې ده له خپلو کسانو سره خبرې کړې. لوی لوی ولسونه لکه چین، روس، اروپایان او نورو ته استاځي نه ټاکي  نه دی پرې خبر دی. د ښځو په نوبت کې کار لري چې په نوبت ورسره دده استاځی ویده شي؛ که نه نوبت ته اړتیا نده. ددې لپاره چې غیر مادي خدای د خلکو ژوند کې د مداخلې چانس پیدا کړي هغې ته یې مادي خواص ورکړي او بیخي یو کلیوال مشر یې ترې جوړ کړی. هم یې خر جوړ کړی هم یې بد ایشي، هم یې خوګ جوړ کړی هم یې بد ایشي. هم یې انسانان جوړ کړي هم ورته حرامیان وايي. تر دې چې وايي د دده په لاره کې له قاتلانو سره مینه لري.

د ین د دوکې تجارت او د دوکې سیاست دی. یواځې د عیسویت کلنی کاروبار تر یو ټریلیون ډالرو رسي. د هندوانو د مختلفو خدایانو او دینونو کاربار هم لوی کاروبار دی. د حج له لارې سعودي د کال تر شلو میلیاردو ډالرو ډېر ګټي. د یوې وړې سیمې عربو ددې چال په مرسته د ډېرو نورو انسانانو ځمکې لاندې کړې، د هغوی کلتور یې ور خراب کړ، ښځې یې ترې وینځې کړې، شته یې ترې یوړل او بیا یې بغداد، دمشق او نورو سیمو کې پاچاهۍ پرې جوړې کړې. مونږ یې د خیالي جنت لپاره تر ننه په سجدو روږدي کړو او تر ننه خپلو کې د جنت ګټلو لپاره سره وژنوو.

انسانان مادي دي. د دوی اړتیاوې  هم مادي دي. دوی به په مادي منطق خپلې اړتیاوې پوره کوي. خیالي غیر مادي کرکټر د دوی اړتیاوې نشي پوره کولی. د اسلام وړاندې افغانانو د بزګرۍ او سوادګرۍ له لارې خپلې مادي اړتیاوې حل کولې. دوی ته د جهاد او حورو لالچ نه و ورکړل شوی چې خپلو کې سره ووژني او خپل جنتي وطن د خیالي جنت لپاره وران کړي.

د اسلامي مافیايي ادېالوژۍ په وړاندې افغانانو دوه سوه کاله مقاومت وکړو خو کله چې دوی زورو شول د افغانانو ذهنتونه یې په داسې خیال پرستۍ روږدي کړل چې تر ننه د هر ډول پرمختګ په وړاندې حساس دي. هر کس او ناکس یې د مرکزي حکومت په ضد هڅوي. په همدې منظور چې کله هم واکمنو هڅه کړې تر څو د عصر سره سم هېواد ته پرمختګ ورکړي نو خیال پرست یې په ضد را پورته شوي او پدې توګه یې د پرمختګ مخه ډب کړې. خیال پرسته مختلفې کتګورۍ لري خو تر ټولو بې عقله یې ټوپک په لاس خیال پرستي کوي.

انګلیسان او د انګلیسانو لاس پوڅي پدې مادي او غیر مادي بحث پوه وو. دوی د داروین لیکنې مطالعه کړې وې. دوی کولی شوی د نورو ټولنو وګړي هم پوه کړي. بد بختانه د دوی د سیاسي مشرانو انساني حرص د نورو د پوهولو په ځای د نورو د ناپوه ساتلو او ددوی د وسایلو دچور کولو لپاره نور انسانان نور هم په خیال پرستۍ کې بوخت وساتل.

یوه کیسه ده چې کوم هندو غوا وهله یو انګلیس له آس ور کښته شو هغې غوا ته یې سجده وکړه. وروسته بل انګلیس ترې پوښتلي و چې داسې دې ولې وکړل ده ورته ویلي که هندوان په خپله خیال پرستۍ پوه شول بیا مونږ په دوی حکومت نشو کړی. تر دې چې د هندي مسلمانانو لپاره دوی دیوبند جوړ کړ او پل خیشتي جومات کې یې خپل نفر د خیال پرستۍ لپاره امام کړ.

امریکایانو سره له دې چې ولس یې عیسوي خیال پرستي مني خو واکمن یې په دیني افسانو پوه دي. دوی هم د سیاست لپاره مونږ ته د ج جهاد او ټ ټوپک کتابونه په نبراسکا کې ولیکل. نن هم پاکستاني جنرالان پدې خبرو پوه دي چې خدای نشته. ځکه خو نه دوی ځانونه او نه یې زامن د جنت لپاره هڅوي. خو د غریب د ناپوه ساتلو لپاره د تبلیغ جماعت جوړوي چې خلک په غربت مین کړي (تبلیغیان فکر کوي چې بیا له مرګ وروسته د جنت چانس ډېر وي چې کله پدې دنیا څه ونه لرې) او یا یې کشمیر او افغانستان لپاره جهادي ډلې او پنځوس زره مدرسې جوړې کړې.

د پاکستان پوځ که وغواړي په یوه ورځ کې پاکستان کې پوره شریعت پلی کولی شي خو داسې ځکه نه کوي چې بیا د دوی لاسونه هم پرې کېږي او دوی هم باید له سندرو، ساز، آزاد ژوند او نورو لاس واخلي. دوی نه غواړي خپل اشرافیت له لاسه ورکړي خو پښتون، ازبک او تاجک ته د ګنګس ساتلو لپاره بیا پنځوس زره مدرسې جوړي. ددې خبرې مطلب دا ندی چې لاس پرې کول ښه ډول د سزا دی خو هدف دادی چې دوی اسلام نورم ته غواړي نه ځانو ته.

پاکستان د قضیې یو اړخ دی. په روس، انګلستان، جرمني، امریکا او نورو هېوادو کې خو پاکستان نشته. هلته هم افغان خیال پرستي کوي تر دې چې پخواني خلقیان تر نورو پکې په دیني اکتڼګ کې وړاندې شوي. چې تاسې خیال پرستي کوی بیا د یوه کلیوال ځوان له خیال پرستۍ یا د خیالي انعامونو (جنت) د تر لاسه کولو لپاره دده  وسله واله مبارزه ولې تر نیوکې لاندې نیسی؟

چې څه کړنې طالب او داعش کوي همدا اصل دین دی. په دوی پدې نیوکه نشی کولی چې ولې ستاسې ماډل اسلام نه پلی کوي کوم چې مکه کې و. مکه کې د محمد غیر منطقي خبرې چا نه منلې او په ځلونو یې ورته ویلي چې دا زړې کیسې دي او دوی ته معلومې دي.محمد ونشو کولی د هغوی قناعت تر لاسه کړي. دیارلس کاله یې هلته تېر کړل خو سل تنه هم مسلمانان نشول په مکه کې ۸۴-۸۶ پورې سورتونه جوړ شوي. پاتې نور په مدینه کې په لسو کالو کې جوړ شوي. تاسې د ۲۸ مدني سورتونو ژباړه ولولی چې د داعش او طالب په ادعا پوه شی چې دوی اصل اسلام پلی کوي کنه. د دوی سوچ او  کړنې غیر انساني، غیر منطقي او د پښتونولۍ خلاف دي خو دا نشې ویلی چې اسلامي ندي. دغه لېنک کې د ۹۴ جګړو نومونه دي چې د اسلام پغمبر په لسو کلونو کې خپله کړې یا یې امر ورکړی.

https://fa.wikipedia.org/wiki/فهرست_جنگ%E2%80%8Cهای_محمد

دا موضوع مې ځکه یاده کړه چې د جنت تصور څرقم جوړ شوی. دوزخ هم چې جهنم یې بولي دا په اوسني فلسطین یا اسراییلو کې یوه لویه دره ده چې د کندې شکل لري

https://en.wikipedia.org/wiki/Gehenna

پخوانیو انسانان فکر کولو چې د انسان بدن کې کوم خاص څه دي چې مړ شې له وجود دې بهر شي. په داسې حال کې چې وروستی نفس د ننه کولی نشې بلکې د جاذبې قوه ستا په سږو فشار راوړي او پاتې اضافي هوا درنه ووځي.  په دې اساس عذاب قبر، برزخ ژوند او نورې کیسې ټولې دوکې دي تر څو تاسې تېر باسي.

د لیکنې لڼدیز دادی چې غیر ماده وجود نه لري او نه ممکنه ده. د غیر مادې او مادې تر منځ اړیکه/علیت ممکن ندی. جهان انرژي ده. انرژي نه جوړېږي او نه له منځه ځي فقط له یوه ډول بلې ته اوړوي. د خدای کرکټر د انسان د ناپوهۍ زېږنده ده چې وروسته یې یو مداخله ګر کرکټر ترې جوړ کړ تر څو غریب او ساده انسانان پرې دوکه کړي.

مونږ له مادې (اټومونو) جوړ یوو او مشکلات مو مادي دي. مادي مشکلات په مادي منطق حل کېږي او هغه هم د عصر مطابق وسایلو او حل لاره په مرسته. دوه زره کاله مخکې افغانستان کې ممکن یو لک انسانان وو اوس دری سوه او پنځوس لکه تنه ژوند کوي. مونږ ددوی ژوند د پخوانیو انسانان په سوچ او طریقو نشو حل کولی. تقدس ډېر بد لغت دی. لغاتونه لکه خدای جوړول بیا تقدس ورکول دوی له نیوکو ساتي. ددغه لغاتو ضرر ته دوام ورکوي. مخدره توکي د قاچاقبرو لپاره د ګټې شی دي خو د کاروونکو لپاره ضرر لري.

دین هم داسې یو اپین دی چې ښې سیاسې لوبې پرې کړی شې خو ولس ګنګس، شوده او په شوده توب فخر کونکی ساتي. روح نشته، جنت او دوزخ ، ملایکې، وحې، شیطان او نور تش کرکټر دي. په نورو لیکنو کې په پدې کرکټرو پراخ بحث وشي. جهان حقیت دی راځی جهان په حقیقي بڼه وپېژنو او د خیال پرستۍ عینکې لرې کړو. که ټول دا کار وکړو هغه ماشوم چې نن یو کلن دی شل کاله وروسته به انتحار او افسانه پرستي نه کوي. که منافقت وکړو او چوپ شو بیا شل کاله وروسته ته نشې کړی هغه قانع کړی چې اوښه له تیږې نشي راوتلی.

له جهاد یې نشې منعه کولی. خپل پولیس او مامور به وژني تر څو دی جنت ته لاړ شي. ټول افغانان مسلمانان نشي کړی؛ یو پاکستان جنرال انتحاري برید ته چمتو کړي. ځکه هغه پوه دی چې خدای او دینونه ګپ دی. که ته خپله ولس پوه کړې هغوی هم پوهېږي. د ترهګرو سره دا بحث بې ځایه دی چې د د دوی اسلام سم اسلام ندی. پدې بحث پکار دی چې آیا خدای ممکن دی که ندی. که خدای ممکن ندی بیا دینونه ټول بې معنا دي.

که ټول انسانان بې دینه وي بیا هم د دوی حرص شته. د دوی احساسات شته. د هتلر وروسته لویو قدرتونو خپله جګړې ندي کړي. دوی نور کارولي. که دا نور پوه شي دوی به هم د لویو قدرتونو د جګړو د سوند توکي نه وي. د حرص د کنترول لپاره بیا فلسفې ته اړتیا ده. کله چې ته پدې پوه شې چې اټوم نه مري او ته داسې یې لکه د سمندر یو څپه چې جوړه شي تر ساحل ورسي او ختمه شي. لاکن د هغې څپې اوبه بیا هم سمندر کې دي.

ستا وجود هم جهان کې یوه وړه څپه ده. پدې اساس مرګ او ژوند صرف دوه لغتونه دي. که له اوسپنې موټر جوړ شي او موټر بیا چپه شي هلته یې اوسپنه زنګ ووهي نو اوسپنه خو پخوا هم وه او اوس هم شته. دغه د موټر حالت ته یې ته ژوند او هغه چې خاوره کې وه  یا اوس بیا خاورې سره ګډه شوه دې حالت ته یې مرګ وایې. د ژوند او مرګ حالت یواځې ستا یو ذهنیت دی. ستا د وجود اټومونه او د ټول جهان اټومونه یو ډول دي. ته د جهان یوه وړه نمونه یې او جهان ستا د وجود یوه لویه نمونه ده. ټول انسانان له هغې اټومونه جوړ دي چې ته ترې جوړ یې. نو ټول انسانیت یو بدن شو. بلکې ټول جهان یو بدن شو. دلته حرص نور ختمېږي.

حرص هلته پیل شي چې ځان به جهان بېل وبولې په داسې حال کې چې بیل نه یې. ځان اشرف مخلوقات وبولې. په خپل ذهن کې جهان په خالق او مخلوق وویشې بیا ځان مخلوقاتو کې اشرف وبولې. دا د خیال پلوی پیک دی.

نور په دریمه برخه کې ولولئ

  • وروستۍ ليکنې