محمد په قران کې ادعا کړې ده چې دی ټول جهان ته رحمت دی:
🔯 وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (۱۰۷)
سورة الأنبياء
📕 ژباړه: او ته مو نه یی لیږلی مګر جهانیانو ته رحمت یی.
د قران دغه خبره نن ځینې سوله پالي متدینان ښکته پورته کوي چې قران کافر او مسلم ته رحمت دی او رسول یې رحمت بللی دی او قران د سولې پيغام راوړی دی، خو که د هغه رسول اعمالو ته وګورو نو هغه رښتیا هم یوازې خپل قوم ته رحمت و؛ مګر نور قومونه یې غلامان کول او هیڅ رحمت یی نه دی ورته راوړی.
عالمین د نړیوال معادل نه دی چې دلته ذکر شوی خو که چېرې موږ له عالمین نه په ټوله نړی کې شته خلک مراد کړو نو قران هم د عالمین لفظ د ټولو جهانیانو لپاره نه کاروي:
🔯 وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِنْ رُوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ (۹۱)
سورة الأنبياء
📕 ژباړه: هغه میرمن چې خپله شرمګا یې ساتلی وه، موږ خپل روح پکښې پوه کړ او هغه او د هغې زوی مو عالمیانو ته نښه کړو.
په دغه ایت کې هم عالمیان راغلي دي، خو مریم یا د هغې زوی د ټول جهان لپاره نښه نه دی، بلکې د خپل وخت خلکو ته به د قران له ادعا سره سم نښه و.
🔯 وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ (۷۱)
📕 ژباړه: او موږ ده او لوط ته په هغه مځکه نجات ور کړ چې عالمیانو ته مو برکتناکه کړې وه.
سورة الأنبياء
دلته یوه خاصه مځکه ښيي او لوط هلته تللی دی، یوه خاصه ساحه به څنګه د جهانیانو لپاره برکتمنه شي؟ دلته یی بیا یوه خاصه طایفه هدف ده چی ټول خلک نه ښيي.
🔯 فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ (۱۵)
📕 ژباړه: موږ نوح او د کښتۍ خاوندانو ته نجات ور کړ او هغه کښتۍ مو عالمیانو ته یوه نښه وګرزوله.
سورة العنكبوت
دلته بیا هم کښتۍ ټول جهان نه ده لیدلې بلکې یواځې د یوې طایفې لپاره خبره کوي چې هغوی ته نښه وه. دا ټولی خبرې که فرضا پېښې شوي وبولو نو دغه هدف به یې وي.
محمد په خپله خوله د ده د رحمت للعالمین وضاحت کړی دی، د سیرت او حدیث په کتابونو کې دغه جملې د هغه ټولو کتابونو نقل کړی دی:
📝 إني أريدهم على كلمة واحدة يقولونها تدين لهم العرب وتؤدي إليهم «4» بها العجم «4» الجزية»
السيرة النبوية وأخبار الخلفاء لابن حبان (۱ / ۷۲)
📒 ژباړه: زه غواړم چې دوی پر یوه کلمه متحد شي، که دوی یې ووایي عرب به یې تابع او عجم به دوی ته د دې کلمې له وجې جزیه ور کوي.
د محمد خبره رښتیا شوه، عربو چې د اتحاد لپاره یې سمه نظریه نه درلوده د محمد پر ایډیالوژۍ سره راټول شول، اتحاد یی وکړ او خپلې ګټې یې خوندي کړې، بیا یې له عجمو جزیه هم واخیسته او تر ننه له عجمو د حج او عمرې ګټی دوی ته ور روانې دي او احترام یې هم کیږي.
که څه هم د عربو اتحاد ډېر دوام ونه کړ خو په لنډ وخت کې یې ګټې خوندي شوې او که نن پر ۲۰ ملکونو سره ویشلي هم دي خو دې دین او کتاب یې ژبې، قوم او یوې خاصې طبقې ته د ابد لپاره مالي او معنوي ګټه وکړه خو عجم به تل په کې سر خوري او زیان به ویني.
زه په دې برخه کې یو مثال خپل قوم ته د رحمت او یو مثال بل قوم ته د عذاب را اخلم او هوښیارانو ته اشاره کافي ده:
محمد چې مکه ونیوه، لس زره لښکر یې له عربو جوړ کړ او د خپلې سیمې خلک یې په زور اطاعت کولو ته اړ کړل، مکې ته په زور ننوت او هلته شته باغیان یا وتښتېدل یا هم تسلیم شول چی نور د مقاومت توان ور پاتې نه شو، تر دې وروسته چې له محمد سره یې د بدر، احد، خندق او ځینو نورو وړو یا لویو غزاګانو کی جنګونه کړی وو.
د محمد ملګري یې وژلي او زخمي کړي وو، محمد یې له مکې ویستلی او د ده ملګري یې هم ویستلي وو، مالونه یې غصب کړي او په مکه کې یې د ده دوه ملګري یاسر او د هغه ښځه ډېر وختي لا وژلي وو، تر دې ټولو تېریو وروسته محمد له دوی سره څه وکړل:
📝 يا معشر قريش، ما ترون أني فاعل بكم؟ قالوا: خيرا، أخ كريم وابن أخ كريم، قال: فإني أقول لكم كما قال يوسف لإخوته: لا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ اذهبوا فأنتم الطلقاء.
📒 ژباړه: محمد وویل: اې قریشو! څه وینئ چې زه به څه درسره وکړم؟ دوی وویل: نیکي، ته مهربانه ورور یې او د ښه سړي زوی یې، ده وویل: زه تاسو ته هغه خبره کوم لکه یوسف چی خپلو وروڼو ته کړې وه: پر تاسو ملامتیا نن ورځ نه شته، ځئ ولاړ شئ تاسو ټول ازاد یئ.
الرحيق المختوم (ص: ۳۷۲)
محمد په دې الفاظو عمومي عفوه خپل قوم ته وکړه او د ابوالحکم عمرو بن هشام (ابوجهل) زوی چې مکې ته د ننوتلو مهال یې لا جنګ ور سره وکړ دوه ملګري یې ور مړه کړل هغه هم وبښل شو او د مهاجر ورور په القابو وستایل شو، خو بل مخ به یې د یهودو په یوه غزوه کې ووینو:
پر محمد چې د خندق په غزا کې زیات عرب راټول شول او که کنده یې نه وه ویستلې لنډه وه چې دین او ملګري یې له منځه تللی وو. په دې جنګ کې عربو هڅه وکړه چې په مدینه کې د یهودو شته یوه قبیله د ځان ملګرې کړي او د هغو په مرسته مدینې ته داخل شي څو له دننه پر محمد ګوزار وکړي، خو دا پلان یې بریالی نه شو،
د عربانو تر تلو وروسته محمد پر دې قبیله برید وکړ، ټول نارینه یې ور قتل کړل او ښځې و ماشومان یې د نجد په بازار کې په اسونو او اسلحو وپلورل، سیرت کتابونه وايي چې اوه سوه کسان یې ووژل شول، دا باید په ذهن کې ولرو چې دغې قبیلې محمد ته هیڅ زیان د جنګ په میدان کې نه وو رسولی او نه یې ورسره جنګ کړی و، یوازې یې له محمد سره کړی تړون مات کړی و چې د همدې عمل سزا یې د ټولو نارینه وو وژل شول، اما اهل مکې هم تړون مات کړ او هم یې جنګونه ورسره وکړل، هم یې له مکې ویستلی وو خو ټول یې وبښل، د سیرت څو حوالی او متنونه دلته درسره وګوری:
فبعثوا إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن أرسل إلينا أبا لبابة نستشيره، وكان حليفا لهم، وكانت أمواله وولده في منطقتهم، فلما رأوه قام إليه الرجال، وجهش النساء والصبيان يبكون في وجهه، فرق لهم، وقالوا: يا أبا لبابة أترى أن ننزل على حكم محمد؟قال:نعم! وأشار بيده إلى حلقه، يقول إنه الذبح
📒 ژباړه: یهودو محمد ته پيغام ولېږه چې دوی ته ابولبابه ور ولېږي دوی ورسره مشوره کوي، هغه تر اسلام مخکې د دوی دوست و، اوس یې هم مالونه او کورنۍ د دوی په سیمه کې اوسېدل، دوی چې هغه ولید دوی ته ورځي نو ښځې او ماشومان یی په ژړا ورته را مخته کړل د هغه زړه پر وسوځېد، یهودو پوښتنه ترې وکړه: ابولبابه! ته ښه راته بولې چې موږ د خپلو ځانو په اړه د محمد حکم ومنو او له کلاګانو ورښکته شو؟ ده وویل: وو، په لاس یی غاړې ته اشاره وکړه هدف یی ذبح (سر پریکول) وه.
الرحيق المختوم (ص: ۲۸۹)
له دی ښکاري چې محمد وختي لا د هغوی د بېخ کندنې پرېکړه کړې وه او ځینې ملګري یې پرې خبر هم وو.
وروسته څه وشول:
📝 فإني أحكم فيهم أن يقتل الرجال، وتسبى الذرية، وتقسم الأموال، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لقد حكمت فيهم بحكم الله من فوق سبع سماوات»
الرحيق المختوم (ص: ۲۹۰)
📒 ژباړه: د محمد یوه نيژدې ملګري سعد بن معاذ د یهودو په اړه فیصله وکړه: زه پرېکړه کوم چې نارینه دې ووژل شي، اولادونه دې بندیان شي او مالونه یې دې ووېشل شي، محمد ورته ویل: تا تر اوو اسمانو لوړ د خدای په رقم پریکړه وکړه.
د یهودو شمېر په اړه کتابونه وايي:
📝 وكانوا ما بين الستمائة إلى السبعمائة، فضربت أعناقهم.
الرحيق المختوم (ص: ۲۹۰)
📒 ژباړه: یهود له شپږ سوو نه واخله تر اوه سوه پورې کېدل.
📝 قال سعد: فإني أحكم فيهم أن تقتل الرجال، وفي لفظ: أن يقتل كل من جرت عليه الموسى، وتغنم الأموال، وتسبى الذراري والنساء، زاد بعضهم: وتكون الديار للمهاجرين دون الأنصار.
📒 ژباړه: سعد وویل: زه پریکړه کوم د دوی په اړه چې نارینه به یې وژل کېږي، په بل روایت کې دي چې هر چا چې چاړه استعمال کړې وي هغه به وژل کېږي، مالونه به یې تقسیم کېږي او ښځې او ماشومان به یې غلامان کېږي، دغه سیمه به د مهاجرینو لپاره وي نه د انصارو.
السيرة الحلبية = إنسان العيون في سيرة الأمين المأمون (۲/ ۴۴۸)
📝 فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم لسعد: «لقد حكمت فيهم بحكم الله من فوق سبعة أرقعة»
📒 ژباړه: رسول الله ورته وويل: تر اوه اسمانه دې د خدای له پرېکړې سره سمه پرېکړه وکړه.
یهودو ته یی خندقونه وښکل او هلته یې دوی ږوژل او وروسته یې خاورې پرې واړولې، د وژلو پر مهال یې یو کتاب منظره انځور کړې ده:
📝 وعند قتلهم صاحت نساؤهم، وشقت جيوبها، ونشرت شعورها، وضربت خدودها، وملأت المدينة نواحا.
📒 ژباړه: د یهودو د وژلو مهال مېرمنو یې چیغې کړې، خپل ګریوانونه یې وڅیرل، سد یې سرته راغئ، خپل مخونه یې له غمه وهل او درسته مدینه چیغو او فریادونو نیولې وه.
السيرة الحلبية = إنسان العيون في سيرة الأمين المأمون (۲/ ۴۴۹)
دلته وینئ چې محمد د یهودو پر ښځو او ماشومانو هېڅ زړه سوی ونه کړ او په ډېر بد ډول یې یهود قتل عام کړل نه یې د مېرمنو چيغو له دې کاره اراده بدله کړه او نه د ماشومانو کریغو. دغه دی رحمت د جهانیانو لپاره!
📝 فيكون قسموا ثلاثة أقسام: قسم أعطي لسعد بن زيد، وقسم أعطي لسعد بن عبادة، وقسم اشتراه عثمان وعبد الرحمن.
📒 ژباړه: ده هغه بندیان درې ډلې کړل: یوه ډله یې سعد بن زید ته ور کړه، بله یې سعد بن عباده ته ور کړه او یوه ډله یې عثمان او عبد الرحمن تجارانو د تجارت لپاره ترې وپيرله.
السيرة الحلبية = إنسان العيون في سيرة الأمين المأمون (۲/ ۴۵۵)
له بندیانو سره یی څه وکړل:
📝 بعث رسول الله صلى الله عليه وسلم بطائفة إلى الشام مع سعد بن عبادة رضي الله عنه يبيعهم ويشتري سلاحا.
📒 ژباړه: د خدای رسول د هغو بندیانو یوه ډله له سعد بن عباده سره شام ته ولېږله چې هغه یې وپلوري او اسلحه پرې واخلي.
السيرة الحلبية = إنسان العيون في سيرة الأمين المأمون (۲/ ۴۵۶)
محمد رحمت د عالمیانو لپاره دی دلته وګورئ چې محمد له خپلو خلکو سره څه وکړل او له یهودو سره یې څه وکړل؟
محمد د خپل رسالت په اعاد خپل قوم ژبې ته خدمت وکړ، سیمې ته یې خدمت وکړ، قوم یې سره متحد کړ، اقتصادي ګټې یې ورته ابدي کړې او پر ټولو نورو قومونو یې هغوی ته فوقیت او لوړوالی ور کړ، له ده سره ملګري شوي کسان یې دومره لوړ کړ چې د هغوی خبرې وروسته معیار شوې.
هغه بدوي کوچیان یې خلکو ته د د مشرانو په توګه وټاکل او تر ننه خلک دعوه کوي چې پلاني صحابي داسې وکړل او بستانکي هغه وکړل، سره له دې چې هغوی وحشي کوچیان وو، نه یې ژوند پيژندلو، نه یې دونیا، یوازې وحشت یې زده وو چې اول یې تر خپل منځ سره کاوه او بیا سره متحد شو له نژدې ګاونډیانو سره یې هم وکړ چې شوي ظلمونه یې اوس هم په تاریخ کې ثبت دي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.