ادیانو ډیر داسې څه چې د وخت خلکو ته عجیبه ښکارېدل، خو د اوسني علومو په اساس عادي طبیعي قوانین دي، د معجزې په شان بیانول.
مثلا” هندوان په دې باور دي چې د ګنګا سیند یوه ورځ خدای له آسمانه دوی ته راښکته کړ او تر اوسه بهیږي. ګنګا هغوی ته معجزه ده. خو نن ساینس او جغرافیه دا روښانه ښیي چې ګنګا د طبیعي میکانیزم پر بنسټ، د همالیا له جګو غرونو سرچینه اخلي.
په اسلام کې هم د نورو ادیانو په شان، داسې اپلتې شته دي. نن ورځ اکثره مسلمانان د قرآن آیتونو ته اشاره کوي او په انټرنټ کې د دوو سیندونو د نه یوځای کېدو عکسونه راباسي او بیا یې د خدای او د رسول معجزه بولي، د بېلګې په توګه:
🔯 مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿١٩﴾ بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ﴿٢٠﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٢١﴾
سورة الرحمن
📕 ژباړه: هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یو له بله سره یوځای کېږي د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ور ګډېږي. نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
راځئ په دې لیکنه کې به لومړی په پورتنیو آیتونو کې پرتې تېروتنې وسپړو:
لومړی دا چې په آیت کې بحرین راغلي، یعنې بحر مفرد دی او که چیرې دوه شي نو بیا بحرین او که له دوو ډیر وي نو جمع یې ابحار کېږي.
د اوبو د نه ګډیدلو پدیده په کوم خاص دریاب یا ځای پورې نه ده محدود او دا د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې لیدل کېږي، خو داسې معلومېږي چې محمد هغه مهال یواځې له یوه ځایه خبر و (هغه هم ښایي د مدیترانې او اطلس سمندر د اوبو د یوځای کېدو نقطه چې شمالي افریقا او عربستان ته نژدې وه او ډیر امکان لري چې د دغو سیمو خلکو یې په اړه هغه مهال هم اورېدلي اوسي، لکه د قفقاز د غره نوم چې د کوه قاف په نامه بیلابیلو هېوادونو کې مشهور و).
پیغمبر د نړۍ په نورو سیمو کې د دې پدیدې له شتون څخه ناخبره و، مثلا د بالتیک او شمل سمندرګیو ترمنځ د اوبو د نه ګډیدو منظره او یا لسګونه نور ځایونه چې دلته یې موږ یو شمیر انځورونه ستاسو سره شریکوو.
په درېیم آیت کې وایي چې د دوو بحرونو د اوبو ترمنځ برزخ دی چې دا دوه سره ګډیدو ته نه پرېږدي.
برزخ هغه شي ته ویل کیږي چې د دوو ترمنځ واقع شوي وي او هغوی سره جلا کوي. دا د هغه وخت د خلکو ادراک و چې فکر یې کاوه د دوو بحرونو د اوبو ترمنځ کومه پرده شته چې سره جلا کوي یې، خو نن ساینس معلومه کړې چې د هغو اوبو ترمنځ هیڅ کومه پرده یا بل ډول برزخ نشته، دوه ډوله اوبه دې یو له بله په تماس کې دي خو په سختۍ ګډیږي.
درېیمه تېروتنه یې دا چې قرآن د دوو دریابونو د اوبو نه ګډېدل هم یو ډول نعمت بللی چې باید ترې انکار ونشي (فبای آلا ربکما تکذبان).
اوس به راشو دې ته چې د اوبو د نه ګډېدو عامل څه دی؟
تر هرڅه مهم دا دی چې د قرآن د ادعا خلاف دغه ډول دوه رنګه اوبه په پای کې سره ګډیږي هر چیرته چې وي. خو په سر کې د ځینو کیمیاوي او فزیکي عواملو له امله په آسانۍ نه سره ګډیږي.
د ساینس پر بنا کله چې د اوبو دوه یا تر دوو ډیر ستر جریانونه په یوه نقطه کې سره ونښلي، نو هغه ځای ته کانفلوینس وایي یعنې د اوبو د جریاناتو د یوځای کېدو نقطه (په دري کې: (همریختن ګاه).
دغه د اوبو ستر جریانونه که د مالګې، لوخړو، کثافت، او کیمیاوي موادو د غلظت له پلوه متفاوت وي نو د کيمیا د انفيوژن او دیفيوژن قوانینو پر بنسټ اوبه یې په آسانې یو له بل سره نه حل کیږي.
البته د جریان په اوږېدو بیا د غلظت توپیر یې کمیږي او د واړه جریان اوبه، په ستر جریان کې آخر ګډېږي. لکه د جبل الطارق له تنګۍ وروسته چې د مدیترانې سمندرګي اوبه، په اطلس سمندر کې یو څه په متفاوته بڼه مخ ته ځي خو په پای کې ورسره ګډې شي او ټول یو رنګ شي.
اوس نو دې ته راځو چې د قران دا خبره ولې باید یوه معجزه وبلل شي؟
د طبیعت قوانین خو معجزه نه ده، مثلا که زه یوه طبیعي تجربه وکړم (اوبه په یخچال کې کېږدم او بیا کنګل راوباسم) نو دا زه معجزه وبلم؟
دا خو یوه عادي پروسه ده، خو که چا یخی نه وي لیدلی، بیا ښایي ورته معجزه وي. نو عربانو خو د دوو بحرونو د یوځای کېدو ځای نه و لیدلی، خو په اړه یې خامخا اورېدلي و (تاجران هغه وخت له اروپا څخه نیولې بیا تر چین او ایرانه پورې تګ راتګ کاوه، مکه هم د تاجرانو یوه لاره وه).
مګر اوس چې د دوو سیندونو د اوبو د نه ګډېدو لسګونه تصویرونه ګورو، او د کیمیا او فزیک له پلوه یې په عواملو هم پوهیږو، او په دې هم پوهیږو چې د هغو اوبو ترمنځ کوم برزخ مرزخ وجود نه لري، نو که په دې باب قران ته اشاره کوو او معجزه یې ګڼو له موږ به نور بې عقله کسان پر ځمکه نه وي!
فکر وکړئ
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.