په قران کې د تروريزم هڅونې ایتونه

جنایتکاران

هرکله چې تاسو د کوم ملا یا ديني تبليغي سره مخ شئ دوي به درته اسلام د امن دین معرفي کوي. دا منم چې هر دینپال چې یو چاته د خپل دین لپاره کوم بل کس ته تبلیغ کوي په لومړیو کې ورته هغه خبرې کوي، چې ډېرې نرمې او زړه راښکونکې وي تر څو تاسو راجلب کړي. د دوی په دې خبرو کې یوه عجیبه مکاري موجوده وي.

که چېرې یو کتاب د سولې او امن پیغام ورکوي او خلک یې د لوستلو وروسته جګړې ته دوام ورکوي، دلته ویل کېږي چې کتاب غلط نه دی بلکه لوستونکي یې غلط تفسیر کوي. نو ایا یوازې د لوستونکو ګناه او قصور ده؟

نه هېڅکله هم نه بلکه قصور د هغه کتاب د ليکونکي او د هغه کتاب دی چې په کتاب کې یې دومره ځای ولې ورکړی دی؟

یا یې پيغام دومره له ابهام څخه ډک ولې پرې ایښی دی چې خلک ورڅخه غلطه استفاده واخلي او وحشي تفسیر ترې وباسي. دا باید یو نیمګړی، بې کاره او نااهله کتاب وګڼل شي. دلته ټول عیبونه په قران او اسلام پورې تړلي دي، که دا دومره بې عیبه او له امن څخه ډک کتاب وي، نو بیا ولې مسلمانان د دې په لوستلو لوستلو سره ګمراه کیږي؟ اوس دلته یوازې مسلمانان د قرآن او سنتو متابعت کوي، مسیحیان یا هندوان خو یې نه کوي.

اوس هر هغه څوک چې ترهګري او وحشتونه کوي د قران په لوستلو سره یې کوي، نه د ګیتا یا بایبل په لوستلو سره. دا پدې معنی چې قرآن عیب لري او ناقص دی نه مسلمان. راځم تاسو د قرآن هغه یو درجن ایتونه وړاندې کوم په کومو کې چې وحشت او ډله اییزې وژنې ته لمن وهي له ژباړې سره یې ولولئ.

① ـــ د سورة البقرة (غوا) 191 آية:

📕 ژباړه: له هغو سره هر چيري چي مخامخ شئ ویې وژنئ، هغوى له هغه ځايه وباسئ کوم چي تاسي يې ايستلي ياست؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده؛ او مسجد حرام ته نژدې چي تر څو پوري هغوى له تاسي سره نه وي جنګېدلي، تاسي هم ورسره مه جنګېږئ. خو تر څو پوري چي هغو هلته له جنګېدو څخه لاس نه وي اخيستى، نو تاسي هم بې له كومي اندېښنې هغوى ووژنئ، چي د داسي كافرانو همدا سزا ده.

② ـــ د سورة العمران 28 آية:

📕 ژباړه: مؤمنان دي هیڅكله داسي نه كوي چي مؤمنان پرېږدي او له كافرانو سره ملګرتيا او دوستي وکړي. څوك چي داسي چلن وکړي، د هغه له الله سره هیڅ اړیکه نشته. خو كه تاسي د هغوی (کافرانو) له ظلم څخه د ځان ژغورلو په خاطر، په ظاهره دغه ډول چلند غوره کړئ، نو (بیا څه باک نشته). خو الله تاسي له خپله ځانه ويروي او د هماغه (الله) لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي.

③ ـــ سورة العمران 85 آية:

📕 ژباړه: له اسلام څخه پرته چي هر څوك كوم بل دين غوره کړي، هیڅكله به ورڅخه قبول نکړی شي او په اخرت کي به هغه ناكام او زيانمن وي.

④ ـــ سورة المائدة 33 آية:

📕 ژباړه: كوم خلك چي له الله او د هغه له پېغمبر سره جنګیږي او په ځمکه کښي ددې لپاره منډي ترډي كوي چي فساد را ولاړ کړي، نو د هغو سزا دا ده چي ووژل شي، يا په دار وځړول شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅي کړای شي، يا له وطنه وشړل شي. دا ذلت او سپكاوى خو د هغو لپاره په دُنيا کښي دى، او په اخرت کښي د هغو لپاره له دې څخه هم لويه سزا ده.

⑤ ـــ سورة الانفال 12 آية:

📕 ژباړه: هغه وخت (یاد کړئ) چي كله ستا رب پرښتو ته اشاره كوله چي: “زه ستاسي سره يم د مؤمنانو قدمونه ثابت کړئ. زه به همدا اوس د كافرانو په زړونو کښي وېره واچوم، نو تاسي د هغوى پر غاړو باندي ګوزار وکړئ او بند بند یې ووهئ.

⑤ ـــ سورة الانفال 60 آية:

📕 ژباړه: او تاسي تر خپلي وسي وسي ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ. تر څو چي په دې وسيله د الله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولئ، چي تاسي یې نه پيژنئ خو الله یې پېژني. د الله په لاره کښي چي تاسي هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړ مكافات به ستاسي لوري ته راوګرځول شي. او ستاسي سره به هیڅكله ظلم ونه شي.

⑦ ـــ سورة الانفال 65 آية:

📕 ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنان (د کفارو په مقابل کي) جنګ ته وهڅوه. كه ستاسي نه شل تنه صابران وي، نو هغوى به پر دوو سوو برلاسي شي؛ او كه سل تنه داسي وي، نو د حق د منكرانو پر زرو تنو باندي به برلاسي شي. ځكه چي منکران داسي خلك دي چي پوهه نه لري.

⑧ ـــ سورة التوبة 5 آية:

📕 ژباړه: نو كله چي حرامي مياشتي تيري شي، نو مشركان ووژنئ چيري چي يې ومومئ او هغوى ونيسئ او ايسار یې کړئ، او په هر څارنځي کښي د هغوى لپاره کښېنئ. نو كه هغوى توبه وباسي او لمونځ قايم کړي او زكات ورکړي، نو خوشي یې کړئ. الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

⑨ ـــ سورة التوبة 30 آية:

📕 ژباړه: او يهوديان وايي چي عُزير(ع) د الله زوى دى او عيسويان وايي چي مسيح (ع) د الله زوى دى. دا بې حقيقته خبري دي چي هغوى یې له خپلو خولو څخه راباسي؛ له هغو خلكو سره سيالۍ کوي چي له دوى څخه مخکي په كفر کښي اخته شوي ول. دوى خداى ووهل، دوى له كومي خوا غولېږي!

⑩ ـــ سورة التوبة 123 آية:

📕 ژباړه: اې مؤمنانو! د حق هغه منكران ووژنئ چي تاسي ته نژدې دي؛ او بايد هغوی په تاسي کښي کلکوالی (زیږوالی) ومومي؛ او وپوهېږئ چي الله د پرهېزګارانو ملګرى دى.

⑪ ـــ سورة الحج 19 آية:

📕 ژباړه: دا دوې ډلي (مؤمنان او کافران) چي په منځ کښي يې د خپل رب په باب جګړه ده؛ نو له دوی څخه د هغو خلکو لپاره چي کافران شویدي، د اور جامې جوړي شويدي، د هغو د سرونو د پاسه به خوټېدلي اوبه واړولای شي.

⑫ ـــ سورة محمد 4 آية:

📕 ژباړه: نو كله چي له دغو كافرانو سره (په جنګ کي) مخامخ شئ، نو ستاسي لومړی كار (د هغو) د ورمیږونو وهل دي، تر دې پوري چي كله تاسي هغوی ښه وټكوئ، هله نو بنديان كلك وتړئ. د هغه وروسته (ستاسي خپله خوښه ده چي) ښېګنه كوئ (دوی وړیا خوشي کوئ) او كه (د دوی د آزادولو په مقابل کي) د فدیې معامله كوئ تر هغه پوري چي (جنګ کوونکي) خپله وسله وغورځوي. دغه ستاسي د كولو كار دی، كه الله غوښتي واى، نو پخپله به یې له هغو څخه غچ اخستى وای، خو (دغه کړنلاره هغه د دې لپاره غوره کړېده) چي تاسي يو د بل په وسيله وازمايي. او كوم كسان چي د الله په لاره کښي ووژل شي، الله به د هغو عملونه هيڅكله ضايع نکړي.

په پورتنو یو درجن ایتونو فکر وکړئ، نن سبا چې کومې ډلې او فرقې د جهاد په نوم جګړې کوي د همدې ايتونو په تطبيق سره یې کوي. ټالیب، داعش، القاعده، جیش محمد، حزب الله، الحقاني او داسې نورې ډلې چې جګړې کوي ټولې د اسلام تر چتر لاندې یې کوي. پدوي کې هيڅ کومه ډله د عیسویت، یهودیت او هندویزم نه ده بلکې همدا ټولې ډلې اسلامي ډلې دي او یوه ډله هم دا نه وايي چې موږ مسلمانان نه یو او دوی تل دا ادعا او اعتراف کړی چې موږ د اسلام د سپېڅلي دین لاره تعقیبوو او تطبيقوو .

همدا ډول په صحیح الستة احادیثو کې هم د جهاد او جګړې ډېر ایتونه موجود دي چې تاسو ته به یې په راتلونکې لیکنو کې وړاندې کړو.

  • وروستۍ ليکنې
جنایتکاران
جنایتکاران