تصحېح: په ساينس كښي نظريې دوه ډوله وي:
هايپوتيسيس (Hypothesis) د يوې نظريې ابتدايي وړانديځي شانته پړاو ته ويل كيږي چي نه يې هغه وخت ثبوت تر لاسه شوى وي او نه يې هم كومه پېشبيني ريښتيا شوې وي. كله چي د هايپوتيټيكي نظريې كافي اندازه ثبوتونه لاس ته راشي او پېشبينۍ يې ريښتيا را وخېژي، هغه د ”ساينسي تيورۍ” مقام ته ترفېع كوي. لكه د نوم څخه چي يې ښكاره ده تكامل The Theory of Evolution هايپوتيسيس نه بلكه يوه ”تيوري” ده.
دا صرف يو نظر نه بلكه د ژوندپوهنې (بيالوژي) د علم ډېر معتبره او د استعمال وړ كارچوكاټ دى چي په مسلكي او اكاډميكه توګه په نړيواله كچه كار ځني اخيستل كيږي. نوموړې تيوري په بيالوژي كښي داسي مقام لري لكه جاذبه يا اليكټرومقناطيس چي يې په فيزيك كښي لري.
تصحېح: تكامل هيڅكله دا نه دي ويلې چې يوه نوع په بله نوع بدلېږي (دا خو جادو شو!). نه، تكامل يوه كاملا طبېعي پروسه ده چې په لړ كښې يې د موجوده اورګانيزمونو تر مېنځ په تدريجي توګه بېلابېلي مېنځ ته راځي، كوم چې په اوږده مهال كښې د انتواع speciation لامل ګرځي. په لنډ او ساده ډول د تكامل د تيورۍ اساسي اصول په لاندې ډول دي:
١. جينيټيكي بېلابېلي: د نوعي په نفوس كښي په انفرادي كچه جينېټيكي بېلابېلي وي چي د مخلوق پر فيزيكي صفاتو تاثير اچوي، مثلا د چا رنګ لږ تاريك يا روښانه وي، څوك تر نورو لږ جګ وي، څوك ټيټ وي، څوك پنډ وي، څوك نرى وي او داسي نور. د تكثر په وخت كښي جينونه (د ډي اين اې ماليكولونو سلسلې) د مور او پلاره څخه بچي ته كاپي كيږي. خو دا پروسه دقيقه نه ده او د كاپي كېدلو په ترځ كښي غلطياني كېږي چي ”ميوټېشن” ورته وايي. همدغه د كاپۍ د پروسې ناقصتوب يا نادقيقتوب د جينيټيكي تنوع لامل ګرځي.
٢. طبېعي انتخاب: چاپيريال مدام په تغير كښي دى او منابع محدود دي، نو موجودات تل تر انتخابي فشار لاندي وي. د نفوس د بېلابېلۍ له كبله د بعضو افرادو ځانګړي فيزيكي صفات د هغو د بقا لپاره ګټور تمامېږي او چانس ورته وركوي چي تر نورو ډېر وپايېږي، يعني: خواړه پيدا كړي، د مرګ څخه ځان وژغوري، د ناروغيو سره مقاومت وكړي او تر ټولو مهم وكړاى شي چي تكثر وكړي او خپل ګټور جينونه وروستي نسل ته انتقال كړي. دغي پروسې ته ”طبېعي انتخاب” ويل كېږي.
٣. نېستېدنه: ناكامه جينونه لږېږي او بالاخره د جينونو د مخزن نه پاكېږي (يعني نسل يا نوع نېستيږي). دغه ته نېستېدنه يا انقراض ويل كيږي. تر ٩٩ فيصده زيات د مځكي د ژوند انواع نېست شوي دي، لكه ډاينسوران يا د يخي د دورې ژوي.
٤. تدريجي تكامل: هغه افراد چي زياتره خپل د چاپيريال سره برابر وي پايېږي او د طبېعي انتخاب له لاري يې نسلونه تدريجا تكامل كوي. تر كافي وخت او تدريجي تكامل وروسته د برياليو نسلونو تر مېنځ جينيټيكي توپير دومره زياتيږي چي نور امكان نه وي د جنسي اړيكي له لاري تكثر وشي. هغه وخت نوموړي موجود ته عموما يوه نوې نوع ويل كيږي.
دلته مهم ټكى دا دى چي د يوې نوعي څخه نورو انواعو ته تكامل ډېره كراره او تدريجي پروسه ده او ميليونونه كلونه په بر كښي نيسي. د مثال په ډول مرغانو د ډاينسورانو څخه ارتقا كړې ده خو د هغوى د تكامل په بشپړ تاريخ كښي هيڅ داسي يو مرغه نشته چي پلار ته يې ډاينسور وويل شي. د مرغه پلار مدام مرغه او د ډاينسور پلار مدام ډاينسور وي، او د دوی تر مېنځ تكامل د ميليونونو كلونو د تدريجي جينټيكي بدلونونو او سازښتونو نتيجه ده.
تصحېح: دا د تكامل د تيورۍ كار نه دى! د تكامل تيوري په مځكه كښي د ژوند د بېلابېلي يا تنوع biodiversity تشرېح وركوي. تكامل د ژوند د منشا تيوري كېداى نشي ځكه د تكامل لومړنى شرط جينيټيكي بېلابېلي ده، او جينيټيكي بېلابېلي هلته مېنځ ته راتلاى شي چي ژوند مخكي لا پيل شوى وي.
البته د ژوند د منشا تشرېح كول د اېبايوجينيسيس Abiogenesis تر علم لاندي راځي چي دا هم د بيالوژۍ يا ژوندپوهني يوه څانګه ده چې نظريات يې كه څه هم تر اوسه بشپړ نه دي ثابت شوي، خو بيا هم د كريېشنيزم د جادوګري تخليق تر ادعاوو معقول دي، ځكه چې پر ساينسي ميتود ولاړ دي، يعني دقيق افاده شوي او قابل د بطلان دي.
تصحېح: لنډ مهاله تكامل په لابراتوارونو كښي پر نباتاتو، بكترياوو او حشراتو باندي امتحان شوى دى او ملاحظه شوې ده چي طبېعي انتخاب، كروموزومي بدلونونه، سيمبيوسيس او دوه-رګي د وخت په تېرېدلو سره په نفوس كښي ژور تغيرات راوستلاى شي.
اوږدمهاله تكامل په اوږده وخت كښي د ګڼو شمېرو لنډمهالو تكاملونو (يعني ګڼ شمېرو وړوكو تدريجي تغيراتو) مجموعي تاثير دى. د دې بشپړه پروسه يو انسان په سترګو نشي مشاهده كولاى ځكه انسان حد اكثر د سلو كلونو په شاوخوا كښي ژوند كوي په داسي حال كښې چي د يوې نوعې څخه نورو انواعو ته ارتقا ميليونونه كلونه په بر كښي نيسي.
البته څه چي فوسيلي ريكارډونو تر اوسه موندل شوي دي د تكامل د تيورۍ د پېشبينۍ سره سمون خوري. د بېلګي په توګه هر څومره چي د يوې نوعي په فوسيلي ريكارډ كښي وړاندي ځو، هغومره د فوسيلونو شكلونه پخواني فوسيل ته شباهت پيدا كوي او د وروستي فوسيل څخه متفاوت كيږي. اوږدمهاله تكامل ډېر ساده غلط ثابتېداى شي. كه ته يو دانه فوسيل هم لاس ته راوړې چي د ذكر شوي تكاملي ترتيب سره سمون نه خوري، مثلا د اوسني انسان فوسيل پيدا كړې چي د هومو-هبليس homohabilis تر رېكارډ شوو فوسيلونو زوړ وي، د تكامل تيوري دې باطله كړل او شايد د نوبل جايزه وګټې. خو تر اوسه څوك په دې كار نه دى بريالى شوى.
تصحېح: كله كله ممكن كومه مشخصه تكاملي مسئله (مثلا يو فوسيل) تر بحث لاندي وي يا د نظر اختلاف پكښي وي خو د تيورۍ پر اساساتو هيڅ اختلاف نشته.
په ساينسي او اكاډميكو ټولنو كښي ٩٧ فيصده د دې تيورۍ ملاتړ شته. اكثره عام وګړي د مذهبي او عقيدوي دلايلو په خاطر د دې تيوري سره مخالفت څرګندوي.
تصحېح: دا داسي مثال لري لكه يو څوك چي ووايي: كه كوچنيان د لويانو څخه پيدا شوي دي نو ولي لويان شتون لري. تكامل نه وايي چي انسان د بيزو څخه ارتقا كړې ده، بلكه استنتاج كوي چي بيزو او انسان مشترك سرنيكه لري، چي فوسيلي ريكارډ او جينيټيكي ثبوت دواړه دا تاييدوي (انسان ٩٨ فيصده د شمپانزي سره مشترك ډي اين اې لري). نو بيزو او انسان دواړو جلا جلا او تر بېلو شرايطو لاندې ارتقا كړې ده، خو د يو مشترك سرنيكه څخه.
تصحېح: راغلي دي پلېنټولوجيسټانو (فوسيل پېژندونكو) ګڼ شمېر داسي فوسيلونه موندلي ده. مثلا:
تصحېح: صحيح دى چي په تكامل كښي ميوټېشن mutation (د كاپي په ترځ كښي د ډي اين اې تغير) چانسي دى خو نوموړى د بېلابېلى لامل دى، نه د تكامل! د تكامل لومړنى او مهم عامل د طبېعي انتخاب پروسه ده چي چانسي نه بلكه سازښتي ده او د موجوداتو ښه صفات چي د دوى د بقا لپاره مرستندوى وي پكښې انتخابېږي.
تصحېح: تكامل د مدام بدلېدونكي چاپيريال، ايكالوژيكي غذايي ځنځير او منابعو د محدوديت نتيجه ده. تر څو چي نوموړي شرايط موجود وي، او ژوند وي، بيالوژيكي تكامل هم جريان لري. خو دا بهير ډېر ورو او تدريجي دى او زرونه نسلونه غواړي تر څو د توجه وړ تغير په نفوس كښي څرګند شي.
فرض كړئ د پيدايښت څخه تر بوډاتوبه پوري مو هره ورځ د ځان يو عكس اخيستى وي. اوس خپل د عكسونو د مجموعې څخه د دوو پرله پسې ورځو عكسونه راواخلئ او سره مقايسه يې كړئ آيا كوم تغير پكښي وينئ؟
احتمال ډېر دى چي نه. اوس د لسو كلونو بېل عكسونه سره مقايسه كړئ، توپير به له ورايه درته څرګند شي.
تصحېح: كله چي يو بې ثبوته باور د اثبات شوي حقيقت سره په ټكر كښي واقع شي، باور ته بايد تصحېح وركړل شي، ځكه د درواغو باور انسان ګمراه كوي.
باورونه مدام يو شان نه پاته كيږي بلكه د وخت په تېرېدلو سره تكامل كوي، ځكه چې ژوند په تكامل كښي دى او انسان نوي شيان زده كوي. خو هر څومره چي لږ وخت په دې لړ كښي ضايع شي ښه دى.
پينځه سوه كاله پخوا مسلمانانو مطبعه (د چاپ ټيكنالوژي) د مذهبي باورونو پر بنا حرامه وګڼل او ځانونه يې د ٢٧٠ کلونو په ناپوهۍ محكوم كړل. نن ورځ قرآني نسخې لا ټول په ماشين چاپېږي.
اكثرو تحصیل لرونكو كسانو چي د تكامل په تيورۍ ښه ځان پوهولى دى، د حقيقت څخه يې سترګي نشي پټولاى او په يو ډول نه يو ډول يې د تكامل او خپل مذهبي عقايدو تر مېنځ سازښت راوستلى دى او په خوښۍ سره يې علم او مذهب دواړو ته دوام وركړى دى.
د كاتوليكو نړيوال مشر پاپ فرانسيز په ٢٠١٤ كښي په يوه عام اعلان كښي د تكامل او ستر درز تيورياني دواړه ومنلې او اضافه يې كړل چي: ”خداى كوم جادوګر نه دى..” يعني خداى د طبېعي لارو نه عمل كوي. همدا شان بعضى لوړلوستي اسلامي علما چي نوموړې تيورې يې لوستلې او سر يې په خلاص كړى دى، لكه شيخ ياسر قاضي، يې هم د حقيقت په صفت مني.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.