رڼا او رنګونه – درېيمه برخه: اليكټرومقناطيسي طيف

اليكټرومقناطيسي

زه عموما ليكنو ته تاريخي ترتيب وركوم. كله چې غواړم كومه ساينسي موضوع تشرېح كړم، لومړى د اوايلو څخه نېولې بيا تر اوسه پوري د موضوع يوه لنډه تاريخچه بيانوم، بيا د اوسني تحليل جزياتو ته اقدام كوم.

خو د موډرن ساينس نه هاخوا د اكثرو موضوعاتو تحليلات ډېر ابتدايي، خرافاتي او افسانوي بڼې لري، نو زه د لرغوني زمانې د خرافاتي باورونو او افسانو ذكر ته مجبوره كېږم، چې د روانې د رڼا او رنګونو د سلسلې تېري برخې يې بېلګي دي.

خو د پخوانيو باورونو او افسانو شوقيانو ته دا ځل يو بد خبر لرم، هغه دا چې دا وارې د ليكنې د موضوع يعنې اليكټرومقناطيسي طيف په اړوند هيڅ كوم روايت يا افسانه نه لرم چې بحث په پيل كړم. پوهېږئ ولي؟

ځكه چي، د ليدلو د قابلي رڼا په استثنا، انسان اصلا خپل په طبيعي حواسو باندي د اليكټرومقناطيسي څپو د حسولو توان نه لري. له همدې كبله د هيڅ ولس په لرغوني تاريخ، فولكلور او آيين كښې د اليكټرومقناطيسي څپو افسانې خو پرېږده حتى يو ذكر يې لا نشته.

اليكټرومقناطيسي طيف Electromagnetic Spectrum څه شى دى؟

په لومړۍ برخه كښې مې څرګند كړل چې رڼا د انرژۍ د ډېرو وړو ذرو څخه چې فوټون بلل كېږي جوړه شوې ده. فوټونونه ډېر ګړندي خوځېزي او د خوځښت په وخت كښې خپلي د انرژۍ د تناسب په چټكتيا سره رېږدي او څپې تشكيلوي او متفاوتي څپې (فريكوينسياني) بيا موږ د بېلابېلو رنګونو په بڼه حسوو.

د رڼا د رنګونو وېش د ليدلو په قابل طيف Visible Spectrum كښې ښكاره شوى دى چې تقريبا د څلورنيم سوه ټيرا هرټزه 450THz فريكوينسۍ (سور رنګ) څخه پيل كېږي او تر اوه نيم سوه ټيراهرټزه 750THz (بنفشه يي رنګ) پوري رسېږي چې تشرېحي انځور يې په لومړۍ برخه كښې وړاندې شوى وو.

يعني زموږ سترګي د ذكر شوو فريكوينسيانو تر حدودو پوري د ليدلو توان لري. سوال پيدا كېږي چې آيا د رڼا څپې تر نوموړو حدودو كښته يا پورته فريكوينسياني هم لري يا دا چې رڼا صرف زموږ لپاره خلق شوې ده او حدود يې زموږ د ليدني په اندازه ټاكل شوي دي؟

ځواب دا دى چې: بلې هو، لري يې. په حقيقت كښي، لكه لومړى شكل چې ښيي، زموږ د ليدلو د قابلي رڼا د فريكوينسۍ حدود د رڼا د فريكوينسيانو د بشپړ وېش، چې اليكټرومقناطيسي طيف ورته ويل كېږي، يوه ډېره وړوكې برخه ده.

فريکونسي

د رڼا اكثره حصې موږ په سترګو نشو لېدلاى، خو د ساينس او ټيكنالوژۍ له بركته يې مدام په ژوندانه كښې كاروو او بېلابېلي ګټي ځني اخلو.

  • خو ولي د رڼا بشپړ وېش ته اليكټرومقناطيسي، يعني د برېښنا او مقناطيس طيف وايي؟
  • رڼا د برېښنا او مقناطيس سره څه اړيكه لري؟

په لومړیو كښې ساينسپوهانو فكر كاوه چې برېښنا او مقناطيس دوې بېلې قوې دي.

د اليكټرومقناطيسي تیورۍ ساینسپوهان

په ١٨٣٠ كښې د ډنماركي ساينسپوه هانس كريسټيان ارسټېډ تصادفي پام شو چې يوې بېټرۍ د ده د قطب نما ستني ته ښور وركاوه.

دغي پېښي دى په سوچ كښې واچاوه چې د برېښنا او مقناطيس تر مينځ اړيكه شته او په دې هكله يې تجربې او ليكني وكړې.

تر ده را وروسته انګرېزي فيزيكپوه مايكل فراډې په عملي توګه په اثبات ورسول چې د برېښنايي ډګر څخه مقناطيسي ډګر او برعكس د مقناطيسي ډګر څخه بېرته برېښنايي ډګر تشكيلېږي.

فراډې كه څه هم يو ډېر تكړه مخترع او عملي فيزيكپوه وو خو په رياضي كښې ضعيفه وو او نه يې شواى كولاى چې خپلي موندني په نظري توګه افاده كړي، تر څو په ١٨٦٥ كښې سكاټلنډى جېمز كلرك مكسوېل ميدان ته را ننوت.

مكسوېل يو تكړه او ذهين رياضي پوه او نظري فيزيكپوه وو. ده د برېښنا او مقناطيس په څانګه كښې د ټولو فيزيكپوهانو موندني سره را غونډي كړلې او د ”اليكټرومقناطيس” په نامه يې يوه واحده تيوري ځني استخراج كړل چې په نظري توګه يې د رياضياتو څخه استنتاجېدل چې برېښنا او مقناطيس د يوې قوې دوه مخه دي.

همدارنګه د مكسوېل د فورمولونو څخه دا هم څرګند شول چې رڼا يوه اليكټرومقناطيسي څپه ده چې په مطلق سرعت سره بېله كومې وسيلې په خلا كښې خپرېږي.

اليكټرومقناطيسي څپه

برېښنا او مقناطيس يو ډېر پراخ مضمون دى چې په راتلونكي كښې به يوه بېله سلسله ورته اختصاص كړو، خو اوس به بيرته راګرځو د نن و موضوع يعني اليكټرومقناطيسي څپو ته.

اليكټرومقناطيسي څپې د اوبو د څپو په شان لوړې او كښتې لري، چې د دوو لوړو يا دوو كښتو تر مينځ واټن ته يې د ”څپې اوږدوالى” وايي او په متر اندازه كېږي.

همدارنګه په ثانيې كښې د رېږدېدلو يا رپېدلو شمېر يعني فريكوينسي يې په هرټز Hz باندې اندازه كېږي. ټوله د اليكټرومقناطيسي څپو انواع او اقسام په فضا كښې د رڼا په سرعت يعني تقريبا درې سوه ميليونه متره په ثانيې كښې 299,792,458m/s مزل كوي.

د اليكټرومقناطيسي څپې اوږدوالى د هغې د انرژي او فريكوينسۍ سره معكوسا متناسب دى چې فورمولونه يې په لاندې انځور کې ښودل شوی.

رڼا او څپې

د رڼا د څپو بشپړ وېش په اليكټرومقناطيسي طيف كښې افاده كېږي (لومړى او څلورم انځور)، چې د كښته فريكوينسۍ څخه لوړي ته په لاندي ډول درجه بندي شوى دى.

د ليدو قابله رڼا

راډيويي څپې Radio Waves

آيا كوم وخت مو سوچ وهلى دى چې د ټلويزيون تصوير څنګه د سټډيو څخه په ژوندۍ بڼه ستاسو تر كوره پوري رسېږي، يا د ملګري ږغ مو چې در څخه په زرونو كيلومتره ليري دى څنګه د سترګو په رپ كښې ستاسو تر ټيليفونه رسېږي؟

راډيويي څپې دا ټوله معجزې ممكن ګرځوي. راډيويي څپې تر ټولو اوږدې د رڼا څپې دي چې د مخابراتو په بېلابېلو څانګو كښې كار ځني اخيستل كېږي، لكه: راډيو، ټلويزيون، رادار، مصنوعي سپوږمۍ، ټيليفون، مخابره، موبايل او داسې نور.

راډيويي څپې تر بعضو جامداتو تېرېدلاى شي: لكه تخته، خښتي، كانكرېټ او داسې نور. د يو متر څخه نيولې بيا تر سل كيلومتره پوري يې د څپې اوږدوالى دى.

مايكروويۋ Microwaves څپې

تر راډيويې څپو راورسته بيا مايكروويۋ اوږدې د رڼا څپې دي چې ډېر پېژندل شوى د استعمال مورد يې د مايكروويۋ داښ دى. د كمپيوټر بې سيمه شبكې لكه وايفاى WIFI او بلوټوت Bluetooth هم د دغو څپو څخه كار اخلي.

همدارنګه د كايناتو د زوكړي د وخت وړانګي چې ”عالمي د مايكروويۋ شاليدي وړانګي” Cosmic Microwave Background Radiation بلل كېږي په نوموړي رديف كښې راځي، چې د ”ستر درز” Big Bang د تيورۍ يو مهم ثبوت دى. د دې څپو د څپې اوږدوالى د يوه ميلي متره څخه تر يو متره پوري دى.

اينفرارېډ Infrared يا تر سره رنګ كښته وړانګي

آيا كله مو فكر كړى دى چې د ټلويزيون ريموټ كنټرول مو څنګه كار كوي؟ د ټلويزيون ريموټ كنټرولونه اكثره د اينفرارېډ د وړانګو په وسيله د ټلويزيون سره بې سيمه اړيكه نيسي او د كنټرول سيګنلونه وراستوي.

اينفرارېډ د تودوخي شعاع هم ده ځكه چې د هر تود شى څخه د اينفرارېډ وړانګي پورته كېږي. د اينفرارېډ عينكو يا دوربين په ذرېعه موږ كولاى شو چې په توره تياره كښې نور ژوندي موجودات يا داسې شيان چې تودوخه لري ووينو.

د ليدلو قابله رڼا Visible Light

دا هغه ساده ورځنۍ رڼا ده لكه د لمر وړانګي چې موږ يې په تشو سترګو وينو. د دې رڼا متفاوتي فريكوينسياني رنګونه مينځ ته راولي چې د ليدلو په قابل طيف Visible Spectrum كښې افاده شوي دي.

نباتات او زيات شمېر باكترياوي د ضيايي تركيب د عمليې په لړ كښې د لمر د وړانګو انرژي په كيمياوي انرژي اړوي او بالنتيجه نورو موجوداتو ته ژوند ممكن ګرځوي.

يو انسان په اوسط ډول سره د څلورسوه نانو متره څخه تر اوه نيم سوه نانو مترو اوږدې د رڼا څپې تش په سترګو ليداى شي.

ماوراء بنفش Ultraviolet يا تر بنفشه يي رنګ پورته وړانګي

دا د ليدلو د قابل د طيف د بنفشه يي رنګ څخه پورته د رڼا د فريكوينسۍ رديف دى چې د لمر په وړانګو كښې هم شتون لري. همدغه وجه ده چې زموږ پوست په لمر كښې تورېږي.

ماوراء بنفش رڼا عموما د ژونديو موجوداتو لپاره زيانمنه ده او د پوست د سرطان سبب ګرځي، خو په طبابت كښې مثبت د استعمال موارد هم لري، لكه د آلاتو تحكيمول. يوه ماوراء بنفش څپه د لس نانومتره څخه نيولې بيا تر څلورسوه نانو متره پوري اوږدوالى لري.

ايكسرې X-rays يا د ايكس شعاع

ايكسرې ډېري د انرژۍ نه ډكي وړانګي دي چې د بدن د اټمونو په مينځ كښې مو تېرېداى شي، په داسې حال كښې چې موږ يې نه وينو او نه يې هم حسوو.

د اېكسرې د انځور اخيستني په وخت كښې د دغي شعاع بعضي فوټونونه په بدن كښې جذبېږي او بعضي يې تېرېږي او تر هغه بلي خوا راوزي. په نتيجه كښې د بدن د دننه عكس اخيستل كېږي.

دا ټيكنالوژي په طبابت او د هوايي ډګر په امنيت كښې ډېره كارول كېږي. د ايكسرې څپه د ٠،٠١ نانومتره څخه نيولې بيا تر لس نانو متره پوري اوږدوالى لري.

د ګاما شعاع Gamma rays

ګاما د ليدلو د ناقابلي رڼا انتهايي واكمني وړانګي دي چې په اليكټرومقناطيسي وېش كښې تر ټولو زياته انرژي، لوړي فريكوينسياني او لنډي څپې لري. دوى عموما د ستورو د چاودنو او نورو واكمنو ذروي تعاملاتو په لړ كښې مينځ ته راځي.

د ګاما وړانګي د اټم د هستې په مينځ كښې د تېرېدلو واك لري، لھذا عموما د ژونديو موجوداتو لپاره زيانمني دي، خو په طبابت كښې د سرطاني حجراتو د وژلو (راډيوتراپي Radiotherapy) لپاره مثبت كار ځني اخيستل كېداى شي.

د يادوني وړ ده چې نوموړي د رڼا انواع او اقسام يوازي د انسانانو د برقي وسايلو په ذرېعه نه توليدېږي بلكه په طبېعي ډول هم په پېخر په كايناتو كښې شتون لري.

د هر ډول څپو لپاره ځانګړي ټيليسكوپونه او وسايل جوړ شوي دي چې د هغو د لارې ساينسپوهان او ستوري پېژندونكي د مځكي، چاپيريال، ستورو، سيارو، كهكشانونو او د كايناتو د نورو بېلابېلو برخو څېړني كوي.

د ليدو قابله رڼا

مثلا د ٢٠١٩ كال د تور سوري لومړى عكس د راډيويې ټيليسكوپونو په مرسته واخيستل شو.

همدارنګه د جېمز وېب فضايي ټيليسكوپ د ناسا يو ستر ټيليسكوپ دى چې خاص د اينفرارېډ د څپو د رديف د څارني لپاره ډيزاين شوى دى چې ستوري پېژندونكي به وتوانوي چې په وخت كښې شاته ولاړ شي او د ميلياړدونو كالو پخوا لومړي تشكيل شوي كهكشانونه وڅېړي.

📌 سرچينې

  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • ScienLearn
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • LumenLearning
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • nasa.gov
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • LiveScience
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • ChemGuide
  • وروستۍ ليکنې