ټوله د نولسمې پېړۍ او تر هغه نه مخكې فيزيك ته كلاسيك فيزيك ويل كيږي، لكه: نيوټني ميخانيك يا اليكټرومګنيټيزم (برېښنا او مقناطيس).
كله چې د شلمې پېړۍ په اوايلو كښې مو د اټم داخلي جوړښت تر څېړنې لاندې ونيوئ، راته څرګند شول چې د كلاسيك فيزيك اصول نور په دغې ډېرې وړوكي نړۍ كښې كار نه وركاوه.
يو اټم په اوسط ډول د ¹⁰⁻10 مترو په شاوخوا كښې قطر لري. يعني كه تاسو سل ميليونه اټمونه سره قطار كړئ، صرف يو سانتي متر فضا به په اوږدوالي اشغال كړي.
په بل عبارت د اټم بر ميليون واري د انسان د وېښته تر بره وړوكى دى. په ١٩١١ كښې نيوزيلنډي فيزيكپوه ارنيسټ ردرفورډ وښودل چې د اټم تقريبا بشپړه كتله د هغه په مركز يعني هستې كښې متمركزه شوې ده چې مثبت چارج لري او پر شاوخوا يې د اليكټرون ذرات راڅرخي چې منفي چارج لري.
هسته په اوسط ډول ¹⁴⁻10 متره قطر لري، يعني د اټم د حجم په پرتله لس زره ځله وړوكې ده. د اټم %99.9999999 فيصده حجم تشيال دى. د هستې څخه يې تر نژدې ترين اليكټرونه پورې تقريبا خپله د هستې د بره د اندازې سل زره چنده واټن شتون لري.
كه اټم يو د فوټبال ستډيوم وي، نو هسته د يوې مردكۍ (تشلې) په اندازه حجم لري چې په مركز كښې يې پرته ده او اليكټرونونه د وړو شپږو په شان جسامت لري چې د هغه مردكې پر شاوخوا د سټډيوم په امتداد الوزي را الوزي.
ردرفورډ د هستې د مېنځ مثبت چارج لرونكي ذرات هم تشخيص كړل او پروټون يې ونومول او تر هغه لږ وروسته بل انګريزي فيزيكپوه جېمز چډويك د هستې د مېنځ بله خنثى (بې چارجه) ذره نيوټرون كشف كړل.
د ردرفورډ اټمي جوړښت چې عموما د مېنځني ښوونځۍ په فيزيك كښې ښوول كيږي ډېر ساده، آسانه او د ابتدايي زدكړې لپاره ګټور ماډل دى، خو يوه غټه ستونزه پكښې شتون لري.
په نوموړي كښې اټم د لمريځ نظام په څېر انځور شوى دى. هسته چې د پروټونونو او نيوټرونونو څخه متشكله ده د لمر په څېر په مركز كښې واقع ده او اليكټرونونه شاوخوا د سيارو په شان پر راڅرخي.
نيوټرون خو په چارج كښې رول نه لوبوي ځكه چې هغه يوه خنثى ذره ده، خو د هستې پاته ذرات يعني پروټونونه ټول مثبت چارج لري، لهذا هسته د مثبت چارج خاونده ده. د هستې پر شاوخوا مداروهونكي اليكټرونونه بيا ټول منفي چارج لري.
اوس د اليكټرومګنيټيزم (برېښنا او مقناطيس) د تيورۍ پر اساس مشابه چارجونه يو او بل سره دفع كوي او متضاد چارجونه يو او بل جذبوي. نو د ردرفورډ په ماډل كښې سوال پيدا كيږي چې ولې اليكټرون هستې ته نه ورجذبېږي او نه ورسره موښلي؟
يقينا دغه د شلمې پېړۍ د فيزيك د غټترينو معماوو څخه وه، تر څو د ردرفورډ يو شاګرد ډنماركي نيلز بور يې يو د قناعت وړ تحليل وړاندي كړ. خو مخكې له دې چې د بور اټمي ماډل توضيح كړم د يوې بلې بنسټي موضوع شرح اړينه بولم، يعني: د ”متفردو” او ”مداومو” ښكارندو تر مېنځ توپير.
د متفرد او مداوم تفكيك اساسا په رياضي كښې پيل كيږي. په رياضي كښې هغو كميتونو ته چې جلا جلا د شمېر وړ وي ”متفرد” كميتونه ويل كيږي، لكه صحيح يا بشپړ اعداد: ١، ٢، ٤، ١٠، ١٢٥…او داسي نور، او په مقايسه يې هغه كميتونه چې منفرد شمېر يې ناشونى وي او لايتناهي تداوم ولري ”مداوم” بلل كيږي، لكه حقيقي اعداد: ١، ١.١، ١.١١، ١.٢٥، ٥.٩٩٩٩٩… او داسي نور.
يعني د ١ او ٢ تر مېنځ موږ په مداوم ډول په لايناهي ژورتيا عشاريه لرونكي اعداد يا كسرونه افاده كولاى شو. همدارنګه په كمپيوټر كښې ټوله ډېټا (معلومات) په متفرده بڼه ذخيره كيږي ځكه چې هغه يو ګڼيال (ديجيټل) ماشين دى.
كه يو كمپيوټري انځور مو پر پردې باندې تر پايه درته نژدې كړئ، ډېرې وړوكي رنګيني ذرې به مو تر سترګو شي چې پيكسيل pixel ورته وايي. دغه پيكسيلونه د كمپيوټري انځور متفرد كميتونه بلل كېداى شي.
په مقايسه يې د داېرې د محيط او قطر نسبت ”پاى” π د لايتناهي وېش قابليت لري، لهذا هغه يو مداوم كميت دى. البته په فيزيك كښې كوانټم Quantum همدغه متفرد مقدار ته ويل كيږي تر كوم لاندې چې نور وېش ناشونى وي، او د يو شي په داسې متفردانه توګه وېشلو ته كوانټايزول quantisation ويل كيږي، چې په كمپيوټر ساينس كښې هم ډېر د استعمال موارد لري.
په ١٩٠٠ كښې جرمني فيزيكپوه مكس پلانك د تور جسم د تشعشع ستونزه په برياليتوب سره د رڼا د انرژۍ په كوانټايزولو حل كړې وه. تر هغه پينځه كاله وروسته البرټ آينشټاين هم د فوټواليكټريك اغيزې معما په ”فوټون” سره د رڼا په كوانټايزولو حل كړه، چې وروسته يې په هغه خاطر د نوبل جايزه هم تر لاسه كړه.
ويل كيږي چې ساينس د هاليووډ د سينما په څېر دى: تر هغه وخته چې يو نظر ګټور تماميږي تقليديږي او نوې برخې يې راوځي! د ردرفورډ د اټمي ماډل ياده شوې ستونزه هم ”نيلز بور” د الېكټرون د مداري حدودو په كوانټايزولو حل كړه.
د بور اټمي ماډل د ردرفورډ د ماډل په شان جوړښت لري، خو اليكټرونونه پكښې پر هرې نقطې مدار نشي وهلاى بلكه خپلې ځانګړې متفردې د مدار كچې يا پوړونه لري.
الېكټرونونه د يوه پوړ څخه بل ته پورته يا كښته ټوپ وهلاى شي خو هيڅكله د دوو پوړونو په مېنځ كښې نشي واقع كيدلاى. له همدې كبله اليكټرون هيڅكله هستې ته نه ورلوېږي.
نوموړي مداري پوړونه هستې ته د نژدې ترينې حلقې څخه پيل كيږي او د بهر خوا ته په متفردانه ډول وسعت مومي.
هر څومره چې پوړ لوړېږي هغومره يې د اشغالولو لپاره د انرژۍ د مقدار اړتيا زياتيږي. لهذا كله چې اليكټرون د لوړ پوړ څخه لاندې ته ټوپ وهي د فوټون په بڼه انرژي خوشي كوي او برعكس د كښته پوړ څخه لوړ ته ټوپ وهلو لپاره اليكټرون ته بايد اضافي انرژي وركړل شي.
د بور د مدار كوانټايزول خپل په وخت كښې يوه خورا اريانوونكې او انقلابي نظريه وه. پوښتنې را مېنځ ته كيدلې چې آيا سيارات هم د لمر پر شاوخوا د اليكټرونونو په څېر صرف په ځانګړو متفردو كچو مدار وهلاى شي؟
كله چې يو ګيند پورته شوټوو آيا هغه هم په هوا كښې د متفردو طبقاتو تر مېنځ ټوپونه وهي كه په يو صاف او مداوم ډول حركت كوي؟
واضح ده چې نه يوازي ګيند او سيارات بلكه موږ مو د ورځني ژوندانه په چاپيريال كښې د ټولو اجسامو حركات په مداومه بڼه مشاهده او تجربه كوو. چې داسې ده نو د اټمي نظام او غټو نظامونو د فيزيك تر مېنځ دا تناقض څنګه حلولاى شو؟
ځواب دا دى چې د ګيند د حركت د متفردو طبقاتو او د سيارې د مدار د متفردو پوړونو تر مېنځ ”واټن” دومره وړوكى دى چې هيڅ د اندازه كولو امكان يې نشته. همدغه وجه ده چې د كوانټم ميخانيك قوانين د غټو د نظام په كچه تاثير نه لري.
په مقايسه يې اټم د ګيند په پرتله بېخي ډېړ وړوكى دى، له همدې كبله په اټمي نظام كښې كوانټمي اغيزې ډېرې څرګندې او متنفذې تجربه كيږي.
په ١٩٢٦ كښې اتريشي فيزيكپوه اروين شروډينګر د بور اټمي ماډل يو ګام نور هم مخته بوت او په اټم كښې د اليكټرون د موقعيت د تشخيصولو رياضيات يې پر اضافه كړل. نوموړى نن ورځ ”د كوانټم ميخانيك اټمي ماډل” بلل كيږي او په اوسني ساينس كښې تر ټولو بشپړ او دقيق د اټم ماډل دى.
په دې ماډل كښې د بور د ماډل دايروي مدارونه په څپه-يي شانته مدارټولګو بدل شوي دي چې په يو وخت كښې د اليكټرون د موقعيت د موندلو د احتمال استازيتوب كوي.
د انځوري لحاظه په دې ماډل كښې د مركز هسته شاوخوا اليكټروني ”وريځو” چاپېره كړې ده چې په مختلفو نقاطو كښې بېلابېل تراكم لري. په هغو ځايونو كښې چې يې تراكم ډېر څرګنديږي د اليكټرون د پيدا كولو احتمال لوړ او برعكس په لږ متراكمو ساحو كښې يې د موندلو احتمال كښته وي.
په پاى كښې غواړم چې د يوې پوښتنې سره مو په غور كښې پرېږدم. پورته مې څرګند كړي دي چې د اټم تقريبا ټوله يعني ٩٩.٩٩٩٩٩٩٩ فيصده حجم تشيال يا خلا تشكيل كړى دى. كه دا خبره واقعيت لري نو ولي موږ د ديوالونو په مېنځ كښې نشو تېرېدلاى؟
ځواب مو لاندې په كامېنټ كښې راته پرېږدئ.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.