د لرغونې يونان فيلسوفانو لكه سقراط، افلاطون او ارسطو دوه نيم زره كاله وړاندې د دغو پوښتنو د ځوابونو په لټه كښې سرونه سپين كړل، خو تر پايه يې جامع او د قناعت وړ ځوابونه ونه موندل.
د «پوهې» تعريفول د فلسفې د علم يوه بشپړه څانګه ده چې اېپيسټيمولوژي يا ”د پوهې پوهنه” يا ”پوهنپوهنه” بلل كيږي.
هره علمي څانګه چې د ”پوهې” دعوا كوي، بايد ځان ته يو منطقي اېپيسټيمولوژيكي دريځ ولري. لكه څنګه چې ساينس يو علم دى او د پوهې دعوا كوي، نو دى هم ځانته ځانګړى اېپيسټيمولوژيكي دريځ او دلايل لري.
كه څه هم ساينس فلسفي ډسپلين نه دى، خو بيا هم ساينسپوهان كله كله د فلسفي پوښتنو سره مخامخ كيږي، لكه: څنګه ته خبر يى يا څنګه ته پوهيږي؟
دې ډول پوښتنو ته ځواب وركول مدام آسانه نه وي او بحث فلسفې ته غزېږي. د ساينس ګڼ شمېر نامتو عالمانو د ګاليليا، نيوټن، بېكن، لاك او هيوم څخه نېولې بيا تر پوپر، بورن، پلانك، آينشټاين او نورو پورې، دوى ټولو پر ساينسي فلسفې باندې ګڼې ليكني كړي دي، چې موږ يې مهم ټكي دلته په لنډه توګه رانقلوو.
هدف مو دا دى چې د ساينس ښوونكي، زده كوونكي او شوقيان د ساينسي پوهې د لاس ته راړلو په طريقو او د هغه په حدودو پوه شي.
كله چې يو مورخ ادعا كوي چې په يو شي خبر دى يا پوهيږي، آيا دا عينا داسي ده لكه يو ساينسپوه چې د يو شي په اړوند د پوهې ادعا كوي؟
آيا يو ټولنپوه هم په همهغه اندازه اطمينان سره د پوهې ادعا درلودلاى شي؟
آيا د يو ملا د پوهې د ادعا ايپيسټيمولوژيكي وزن هم د ساينسپوه يا ټولنپوه يا مورخ په اندازه دى؟
طبعا د دې پوښتنو ځواب منفي دى. ساينس، ټولنپوهنه، تاريخ او اديان هر يو ځان ته بېلې د پوهنې او اطمينان حاصلولو طريقې لرې.
د ساينسي پوهنپوهنې څېړنې لپاره لاندې ډول اساسي پوښتنې په نظر كښې نيولاى شو، مثلا څنګه يو ساينسپوه پوهيږي چې:
اكثره لوستونكي او حتى ساينسپوهان لا پورته ادعاوي دستي په دستي د حقيقت په څېر مني، خو څنګه تاسو ”پوهيږئ” چې مځكه كروي شكل لري او خپل پر محور د ورځي او د لمر پر شاوخوا د كاله يو ځل راڅرخي؟
آيا تاسو په رښتيا په دې ”پوه” ياست كه صرف ”باور” په لرئ؟
كه تاسو مو باور ته توجيه وركولاى شئ نو پوهه لرئ، كه نه نو صرف باور لرئ.
حقيقت دا دى چې پورتني كشفيات د بېلابېلو ساينسپوهانو د كلونو كلونو زيارونو غونډه شوې او جمعي ثمره ده، لهذا ټول توجېهات يې حتى اكثرو فيزيكپوهانو ته لا نه دي معلوم.
يقينا د ارسطو د ساكنې مځكې استدلال دومره واكمن منطق درلود چې دوه زره كاله خلك په تېر وتلي وه. ارسطو به ويل چې كه مځكه متحركه واى موږ به يې حركت حسولاى، زورورو بادونو به مدام شيان چپه كولاى، كله چې شيان مو پورته غورځولاى، هغوى به تر موږ شاته يا وړاندي لوېدلاى.
كه يو څوك د ”پوهې” ادعا كوي، بايد مدام قادر ووسي چې د هغه لپاره ثبوت وړاندي كړي. كه د دې امكان نه وي نو هغه ته بيا ”پوهه” نه شو ويلاى، بلكه هغه صرف يو ”باور” دى.
موږ بايد مدام د ناتوجيه شوو باورونو منلو ته پام وساتو، كه نه د حقايقو پر ځاى به عقايد د حقيقت په صفت منو. لكه پاسكال بليز چې ويلي دي:
”عقيده د تېروتنې مور ده چې موږ هوښيارولاى خو نشي، بلكه صرف د پوهې دروغجن اطمينان راكوي”.
پوهه چيشی ده؟ په ايپيسټيمولوژي كښې پوهه توجيه شوو يا اثبات شوو باورونو ته ويل كيږي. په بل عبارت، نوموړې فلسفه وايي چې موږ صرف او صرف په ”س” باندې هلته پوهېدلاى شو چې:
د بېلګي په ډول:
تر هغه حده چې د انسان تجربې ښودلې ده، لومړۍ څرګندونه تر اوسه پورې حقيقت لري. خو بيا هم څوك هغه ته په لاندې ډول وسعت وركولاى شي:
١. كله چې يو څوك د وني څخه لوېږي لاندې غورځيږي، خو سر له راتلونكي اونۍ څخه كله چې څوك د وني څخه ولوېد، پورته هوا ته به غورځېږي.
د استقرايي استدلال پر بنا دواړې پورته د لومړۍ څرګندونې بڼې منطقي صحت لري، خو لومړۍ يې صحيح او دوهمه يې باطله صرف هلته راختلاى شي چې د طبيعي نړۍ د فطرت په هكله يوه فرضيه ومنو، هغه دا چې: د طبېعت قوانين په هر زمان او مكان كښې يو شانته او نه بدلېدونكي دي.
دغه آند ته ”د طبېعت يووالى” وايي او پر دې باندې د ساينس بشپړ اصول ولاړ دي. د طبېعت يووالى د نسلونو نسلونو انسانانو د ژوندانه پر اوږدمهاله جمعي تجربې باندې بنا دى. همدارنګه د ليرو ليرو آسماني اجرامو او آسمانټولګو مشاهدات هم د هغه ګواهي وركوي.
د پوهي لاس ته راوړنه ګڼې شمېرې لارې او طريقې لري چې هره يوه يې ”ساينسي” نشي ګڼل كېداى.
مثلا د ټولنپوهانو، مورخينو او ملايانو د پوهې د لاس ته راوړلو طريقې د ساينسي طريقو څخه كاملا متفاوتې دي.
يو ټولنپوه ممكن آندټولونې سر ته ورسوي او د ډيموګرافيك ډېټا څخه پايلې واخلي.
يو مورخ ممكن اولنۍ سرچينو او اسنادو او لرغونو آثارو ته رجوع وكړي.
يو ملا ممكن د آسماني كتابونو يا مذهبي اقوالو يا د يو بل ملا پر آتوريټي او صلاحيت باندې تكيه وكړي.
خو يو ساسينپوه بيا د ملا په شان ادعاوي نشي كولاى، ځكه چې په ساينس كښې د ملايي په څېر مطلق واك يا آتوريټي شتون نه لري. د ساينس د پوهې د حاصلولو ټوله طريقې پر انساني استدلال باندې بنا دي.
د رشنليزم پلويان باورمن دي چې منطق د پوهې سرچينه ده او نوې پوهه د زړې پوهي څخه د قياس له لارې استخراجېدلاى شي. يو ډول استدلال چې ”استثنايي قياس” ورته وايي، لاندې شانته بڼه لري:
د بېلګې په ډول:
ښه، راځئ چې بله بېلګه وګورو. ارسطو صرف خپل د تعقل څخه په كار اخيستلو سره څرګند كړي وه چې اجسام خپل د وزن په تناسب لوېږي. يعني درانه اجسام تر سپكو اجسامو ګړندي لوېږي.
د عقل په حساب دا خبره كاملا طبېعي او صحيح ښكاري، خو تجربو د عقل پر خلاف ثابت كړې دي چي ټول اجسام په يوه سرعت مځكي ته تعجيل مومي (البته د هوا اصطكاك د هغو د كرارېدلو لامل ګرځي).
لهذا صرف تعقل بې له تجربې او ثبوته د پوهېدلو لپاره كافي نه دى.
بل مهم ټكى دا دى چې د انسان تعقل تر چاپيريالي او كلتوري تاثيراتو لاندې راتلاى شي. هر چا چې مذهبي او سياسي قشرونه څېړلي وي ښه پوهيږي چې خلك عموما په هغو شيانو باور كوي چې غواړي باور په وكړي.
كله چې خلك د يوې مفكورې سره موافق يي، د حقيقت په څېر يې مني او برعكس كله چې هغوى د كوم حقيقت سره توافق ونلري، كېداى شي د مفكورې په صفت يې رد كړي.
همدارنګه له ټولنيځ پلوه كله كله د يو چا په لومړنۍ انګېرنې سره د هغه په اړوند ناسم قضاوتونه كيږي. نو د دومره ډېرو خاميانو سره څنګه يوازي تعقل د پوهې د لاس ته راوړلو طريقه كيدلاى شي؟!
د ريلايېبليزم د مكتب پلويان متعقد دي چې باورونه د يوې موثقې طريقې له لارې چې د انسان تر فطري تعقل لوړه وي توجيه موندلاى شي.
داسي طريقې بايد عمومي وي او د انسان تر شخصي اغيزو لاندې را نشي، لكه د رياضي اصول يا بولي الجبر.
د بېلګې په توګه د 4x + 2 = 10 څخه څوك د الجبر د قوانينو په تعقيبولو سره په موثق ډول نتيجه اخلي چې x = 2. ښه، اوس راشئ او دغه لاندې مثال په نظر كښې ونيسئ چې پكښې x يو كميت او c ثابته عدد دى.
x = c
x² = cx
x² – c² = cx – c²
(x + c) (x – c) = c (x – c)
x + c = c
2c = c
2 = 1
آيا ٢ واقعا د ١ سره مساوي دي؟
واضح ده چې پايله مو ناسمه راوختل، ځكه چې د الجبر د يو قانون څخه مو سرغړونه وكړل.
مهم ټكى دلته دا دى چې كه ته غواړې چې د مصنوعي استنباط له لارې پوهه راوباسې، بايد بې اندازه محتاط ووسې چې د الجبر او منطق د اصولو څخه سرغړونه ونكړې، هغه هم په دې شرط چې هغه ټوله اصول درته معلوم وي.
د دې مكتب پلويان وايي: لكه د يو عمارت د خښتو انسجام چې ټوله تعمير ثابته ساتي، نظريات هم كله چې په منطقي توګه د يو او بل سره ملاتړ ولري، نوې پوهه لاس ته راوړي.
لهذا كوهيرينټيزم پر نړيواله اجماع باندې ډېره تكيه كوي. د اجماعيتي منطق څخه بالاخره نتيجه اخيستل كيږي چې: كه ټوله خلك په يو شي باور ولري، هغه باور بايد رښتيا وي.
مثلا: ايران او تاجكستان د افغانستان ګاونډي هيوادونه دي، يا د ايفل برج په پاريس كښې واقع دى.
ټوله د سالم عقل خاوندان له دغو څرګندونو سره موافقت لري. خو بعضي مثالونه څرګندوي چې صرف د خلكو اجماع د يو باور د حقانيت د ثابتولو لپاره كافي نه ده.
مثلا يو وخت خلكو باور دلورد چې مځكه اواره او ولاړه ده، يا ناروغيانې د خبيثو ارواوو يا پيريانو يا د بېلابېلو خدايانو د نارضايتۍ له امله مېنځ ته راځي.
خو نن ورځ اجماع موږ ته بل څه وايي. اجماعيت پر ”بشپړ اعتبار” باندې ولاړ دى چې هغه خپله يوه ناقصه فرضيه ده.
د برونز د زمانې خلكو ته كاملا معقول ښكارېدل چې: مځكه تر آسمانونو لاندې ده، يا دوږخونه تر مځكې لاندې دي، يا لمر د مځكې پر شاوخوا راڅرخي.
نه يوازې هغه وخت نوموړي باورونه معقول او منل شوي ”حقايق” وه، بلكه د خدايانو سره د انسان د روحاني اړيكو واكمنې وسيلې هم وې.
خو نن ورځ ټول غلط ثابت شوي دي.”بشپړ اعتبار” ممكن په تعليمي ارګانونو لكه ښوونځيو كښې د ګټي وړ تمام شي، خو پر دې طريقي باندې كلي اتكا د پوهې د حاصلولو لپاره ستونزمنه ده، ځكه چې په ډېرو مواقعو كښې صلاحيت لرونكي لا ټول سره موافق نه وي.
د مثال په ډول ټول اديان او مذاهب د حقيقت ادعاوي كوي مګر يو د بله بيا په مېنځ كښې سره ضد او نقيض دي. دوى ټوله خو حق كېداى نشي!
بله بېلګه: فالبينان او سايستمداران ممكن د شخصي ګټو په خاطر د كاذبو ادعاوو له لارې د خلكو اعتبار حاصل كړى وي، نو آيا د دوى ټوله ضد او نقيضې ادعاوي بايد موږ د حقيقت په صفت ومنو؟!
د ايمپيريسيزم پلويان (ننني ساينسپوهان) باورمن دى چې هغه منطق چې د مشاهدې او تجربې له لارې تاييدېدلاى شي، د پوهې د حاصلولو تر ټولو معتبره لار ده.
د بېلګي په ډول د استدلال او مشاهدې له لارې ساينسټيسټان پوهېدلي دي چې مځكه كروي بڼه لري. څارونكي متوجه شوي دي چې د شمال ستورى د هغو كسانو لپاره چې د شمال څخه سهيل ته د استوا ليكه پاروي تر شمالي افق لاندې څرګنديږي،
يا د بېړۍ د بادوان سر مدام د هغې د عرشې څخه ډېره موده وروسته له افق نه غايبيږي. همدارنګه د مځكې پر شاوخوا له هر لورې نه د راګرځېدلو امكان يا د خسوف په وخت كښې پر سپوږمۍ باندې د مځكې د سايې لوېدل… دا ټوله مشاهدات د مځكي د كروي بڼې ثبوتونه دي.
په ساده توګه څوك خپلې د شخصي تجربې له لارې هم تر يو حده پوهه حاصلولاى شي. مثلا كه دې سرې سكروټي ته ګوته وروړل، په اثبات رسولاى شې چې هغه دي ګوته درسوزي.
ممكن ګوته دي سره شي، يا تڼاكه پر راوخيژي يا سوزش وكړي. په سكروټې باندې د ګوتي د سوزيدلو باور صرف باور نه بلكه پوهه ده، ځكه چې پر ثبوت او سالم استدلال ولاړه ده. خو بايد هېر نه كړو چې شخصي تجارب مدام په مطلق ډول پوهه نشي حاصلولاى.
بعضي تجارب ممكن د بېلابېلو خلكو له خوا په بېلابېلو ډولونو تحليل شي. بعضي خلك د شخصي تجاربو پر بنا خرافاتي باورونه اختياروي چې د نورو خلكو د مشابهو شخصي تجربو سره تناقض لري.
د شاهدانو نشتون چې د مدعي تجربه دي د هغه په شان تحليل كړاى شي، د شخصي تجربې د لارې نه د حاصل شوي باور ضعف څرګندوي.
د ټيكنالوژۍ پرمختګ زموږ حواسو ته وسعت وركوي. نوې مشاهدات نويو كشفياتو ته لاره اواروي چې ممكن حاضره ساينسي پوهه نامكمله راوباسي.
د ساينس تاريخ په داسي ماډلونو ډك دى چې د وخت په بهير كښې باطل ثابت شوي دي. د ټولو نننيو منل شوو ساينسي تيوريانو لكه لمريځ نظام، تكامل، اټم، د جاذبې قوه او داسي نورو د تواريخو بياكتنه څرګندوي چې ساينسپوهان خپل زيات شمېر وخت د ثبوتونو په رڼا كښې د مجددو ساينسي ماډلونو په جوړولو، مقايسه كولو، امتحانولو او بيا كتنو تيروي.
له همدې كبله ساينس هيڅكله د مطلق او تلپاته حقيقت ادعا نشي كولاى. خو دا د دې معنا نه لري چې د ساينس اوسنۍ پوهه ضعيفه ده.
د منل شوي ساينس د اكثرو اساسي برخو د بدلېدلو احتمال ډېر لږ دى، ځكه چې پر خلاف يې هيڅ منطقي دليل شتون نلري.
استقرايي او استنتاجي استدلال د ايمپيريسيزم يا تجريبيت د مېتودولوژۍ اساس تشكيل كړى دى.
استقرا د منطقي استدلال يوه طريقه ده په كوم كښې چې د څو ځانګړو نمونو د ټولګۍ څخه عمومي پوهه را ايستل كيږي. په استنتاجي استدلال كښې بيا برعكس د عمومي پوهې د اصولو څخه ځانګړې پوهه استخراجيږي.
مثلا: د ميوو په پلورنځۍ كښې د خوږو مڼو په لټه كښي يې، مخې ته دې د مڼو خرمن پروت دى او غواړې معلوم كړې چې دغه مڼې خوږې دي كه تروې. په يوې مڼې غاښ لګوې، تروه راوځي. په بلې غاښ لګوې، هغه هم تروه راوځي. مخكي له دې څخه چې دريمه مڼه امتحان كړې، د مڼو پر خرمن اوږد نظر تېروي او متوجه كيږي چې مڼې ټوله كلكې او شنې درته ښكاري. لهذا پايله اخلې چې: د خرمن ټوله مڼې تروې دي او د رانيولو څخه يې منصرف كيږې.
د منطق له لحاظه په دې مثال كښې ستا د استدلال پروسه په لاندې توګه افاده كيږي:
يعني ته د څو نمونه يي ثبوتونو پر بنا عمومي پايلې ته رسيږې. همدا شان ستا وروستى استدلال په لاندې توګه افاده كيږي:
پورته ډول استدلال ته په منطق كښې استنتاج ويل كيږي، په كوم كښې چې تا د استقرايي استدلال له پايلې څخه ځانګړې استنتاجي پرېكړه وكړل.
د يادونې وړ ده چې تش استقرا او استنتاج د ساينسپوه لپاره ارزښت نه لري او نه هم دى يا دا د هغو پر بنا د پوهې ادعاوي كوي. لكه:
دغه ډول تش منطق په ساينس كښې هيڅ مهم نه دى، بلكه د پوهې په صفت د منلو لپاره يې مشاهدوي ثبوت ته اړتيا ده.
احتمالي قياس په ساينس كښې بېلابېلو منطقي تحليلاتو ته سا وركوي او د هايپوتيسيسونو يعني ساينسي وړانديځونو يا نظرياتو اساس تشكيلوي.
په احتمالي قياس كښې عموما د موجوده پوهې په كار اخيستلو سره هايپوتيسيسونه په داسي توګه طرح كيږي چې د ستونزي په اړوند تشرېح او پېشبينۍ وړاندي كړي.
مثلا د مڼو په بېلګي كښې څوك كولاى شي هايپوتيسيس جوړ كړي چې: خوږ والى د بورې يا قند څخه مېنځ ته راځي، لهذا په شنو او كلكو مڼو كښې د خوږوالي نشتون بايد په دوى كښې د طبېعي قندونو د نشتون له امله وي.
دا نظر هم د مڼو د ناخوږوالي تشرېح وركوي او هم داسي پيشبيني وركوي چې څوك يې امتحان كړاى شي. البته په احتمالي قياس كښې ساده توب ته عموما ترجېح وركول كيږي. مثلا سهار وختي راويښېږې او وينې چې دسترخوان اوار دى او په خواړو لړلې مګر تش لوښي پر پراته دي. دا څنګه كيسه ده؟ ته د دغې معما د حلولو لپاره دوې نظريې وړاندي كوې:
په احتمالي قياس كښې لومړۍ نظريې ته ترجېح وركول كيږي، ځكه چې ساده ده او احتمال يې ډېر دى.
د ساينسي استقرا پروسه پر مشاهدې او تجربې باندې ډېره ولاړه ده. ژوندپوهان، مځكه پوهان او هواپوهان خپل اكثره وخت د طبېعت په مشاهدوي څارنو باندي تېروي او نمونې راټولوي او بيا د هغو څخه د عمومي نتيجې اخيستلو هڅې كوي.
همدا رنګه په فيزيك كښې د نيوټن د حركت قوانين او جاذبوي قانون، د اوم قانون، د انرژۍ او چارج د تحفظ قوانين او داسي نور ټوله د تجربې پر بنا د استقرا بېلګي دي.
د يادونې وړ ده چې په نظري فيزيك كښې هم استقرا ډېره موثره ثابته شوې ده او نويو كشفياتو ته يې لاره موندلې ده، لكه:
د مكسوېل د اليكټرومقناطيس تيوري يا د آينشټاين نسبيت.
استنتاج هم په ساينس او انجينيرۍ دواړو كښې ډېر د استعمال موارد لري. په ځانګړو حالاتو كښې د فورمولونو له لارې پيشبيني د استنتاج يو عام د استعمال مورد دى.
مثلا يو موټر په يوې معينې كتلې او واك سره څومره ګړندى تللاى شي، يا د يو معين ولټاژ او مقاومت څخه څومره د برېښنا بهير راوتلاى شي او داسي نور.
اكثره ټيكنالوژيانې چې تاسو نن ورځ ګټې ځنې اخلئ د استنتاجي پروسې په لړ كښې ډيزاين شوي دي:
د نانوټيكنالوژۍ څخه نيولې بيا تر الوتكو او سټلايټونو پورې! ستورپوهانو هم د استنتاج څخه ډېره موثره استفاده كړې ده.
مثلا اډوين هبل د ستورو او آسمانټولګو د څار او حركاتو څخه د كايناتو عمر محاسبه كړ. يا تر هغه دمخه د نيوټن د جاذبوي قانون او يوې سپوږمۍ د مدار څخه ستورپوهانو د مشتري سيارې كتله استنتاج كړل.
ساينس پر منطقي استدلال او عيني ثبوتونو باندى بنا پوهه ده. كه څه هم دا آزمايښتى علم دى خو په عين حال كښې ډېر مستحكم او پايداره اصول لري چې د تغير احتمال يې تر زياته حده نشته.
د ساينس منل شوي پوهې داسي پوهې دي چې پېشبينۍ وركوي او د ګڼو شمېرو مثبتو او منفي امتحانونو څخه بريالۍ راوتلي دي تر څو د منلو وړ ګرځېدلي دي.
په ساينس كښې كوم مركزي صلاحيت يا آتوريټي نشته بلكه خپله طبېعت د سمو او ناسمو څرګندونو پرېكړندوى دى. تر ساينسي انقلاب وړاندې صحيح او غلط وړانديځونه د سنتي او مذهبي مقتدرينو لخوا په ډوګماتيكي توګه متمايزېدل.
تر ساينسي انقلاب وروسته د اصولو، قوانينو، نظرياتو، تيوريانو اوهايپوتيسيسونو حقانيت د بې طرفانه ثبوتونو او منطق په رڼا كښې ټاكل كيږي.
لكه څنګه چې د ساينس پايلې بالاخره پر عيني او تجربوي ثبوتونو باندې درېږي، هغه نشي كولاى چې داسي پوښتنو ته ځواب وركړي چې عيني يا تجربوي بنسټ ونلري، د بېلګې په ډول:
خو ساينسي موندنې كولاى شي چې د نويو معلوماتو په محيا كولو سره ستاسو انساني او اخلاقي ارزښتونو ته تكامل دركړي.
په عمومي توګه ساينس بطلان نموندونكي ادعاوي نشي ثابتولاى. په بل عبارت هر ساينسي وړانديځ يا هايپوتيسيس بايد د باطلېدلو امكان ولري، د بېلګي په توګه:
ټوله بتي سپيني دي. دا يوه بطلان موندونكې ادعا ده ځكه د باطلو لپاره يې زه كولاى شم چې توره بته وپلټم.
برعكس: مځكه د يوه غوايي پر ښكر ولاړه ده چې موږ يې نشو ليداى يا حسواى. دغه يوه بطلان نموندونكې ادعا ده، ځكه نه خو زه دا غويي ليدلاى شم او نه يې هم حسولاى شم، نو هيڅ تجربه نشم سرته رسولاى چې دغه ادعا باطله كړم.
لهذا نوموړې غير ساينسي او خرافاتي ادعا ده.
دا ليكنه تر زياته حده د لاندې اكاډميكې څېړنې مختصره ژباړه ده: ساينسي اېپيسټيمولوژي: څنګه ساينسپوهان پوهيږي چې پوهيږي؟
كارل جې وينينګ، د فيزيك د ښووني متخصص، د فيزيك ډيپارټمنټ، د ايلينوى پوهنتون
ژباړونکی: ن. ا. ر. پسرلى
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.