رڼا او رنګونه – لومړۍ برخه: رنګ څه شي دى؟

رابرټ هوک او اسحق نيوټن

په عامه او بنسټي توګه موږ رنګ هر هغه څه ته ويلاى شو چې په سترګو ليدل كېږي. خو د رڼا (نور) په نشتون كښې موږ هيڅ هم نشو ليدلاى.

لهذا په رنګ باندي د سر خلاصولو لپاره لومړى اړينه ده چې رڼا تعريف كړو چې رڼا څه شي ده؟

په لومړیو كښې خلكو باور درلود چې سپينه رڼا (لكه د لمر) خالصه او سپېڅلې رڼا ده چې سيده د خداى له درباره رانازلېږي.

د دې لرغوني خرافت اثر تر اوسه پورې زموږ په كلتور كښې ملاحظه كيداى شي. مثلا يوه نظيف ږيرور روحاني-صفته سړي ته وايو چې ښه ”نوراني” څېره لرې.

د ديارلسمي پېړۍ را په دې خوا خلك پوه شوي وه چې ښيښه رڼا كږولاى شي او عدسيې اېجاد شوې وې. د اوه لسمي پېړۍ انګريزي ساينسپوه رابرټ هوك خپل په تاريخي كتاب ”مايكروګرافيا” كي درجوي چې د صابون د ځګ او د بعضو مينرالونو په مايكروسكوپي مطالعې كښې بېلابېل رنګين انوار ځانونه څرګندوي.

خو لكه څنګه چې ساده (سپينه) رڼا خالصه ده، دى نتيجه اخلي چې رنګونه هلته مينځ ته راځي چې دغه رڼا د مختلفو شيانو سره په تماس كښې كېږي. خو د هوك تيوري ډېر ژر د ده د سيال ساينسپوه اسحق نيوټن له خوا غلطه په اثبات ورسېدل.

نيوټن په يوې تاريخي تجربې كښې د لمر وړانګه تر دوو منشورونو تېره كړل.

  • لومړي منشور د معمول په ډول د بوډۍ د ټال (رنګين كمان) د رنګونو طيف وښود.
منشور رنګونه
  • په دوهم پړاو كښې يې د دغو رنګونو څخه يو رنګ انتخاب كړ او تر دوهم منشور يې تېر كړ.
د رنګونو تجزیه

كه رڼا خالصه واى او د هوك د نظريې پر اساس يې په منشور كښې د تېرېدلو له كبله رنګ اخيستلاى نو د دوهم منشور نتيجه بايد بيرته د بوډۍ د ټال د رنګونو طيف واى، خو نيوټن ملاحظه كړل چې داسې نه وو او دوهم منشور صرف اخيستل شوى رنګ خپراوه.

د دې څخه نيوټن په اثبات ورسوله چې سپينه رڼا خالصه نه ده بلكه د بېلابېلو رنګونو څخه جوړه شوې ده او منشور پر رڼا باندي رنګونه نه اضافه كوي بلكه د رڼا متشكل رنګ يعني سپين په بېلو حصو، يعني نورو رنګونو، وېشي.

د اوسني ساينس له لحاظه رڼا د انرژۍ د ډېرو وړو ذرو څخه جوړه شوې ده چې ”فوټون” photon بلل كېږي. فوټونونه ډېر ګړندی، په ثانيه كښې درې لكه كيلومتره، په فضا كښې حركت كوي او په بې ساري چټكتيا سره رېږدي (اهتزاز كوي) چې د دغه رېږدي د ټاكلي مودې شمېر ته يې فريكوينسي ويل كېږي او په هرټز باندي Hz اندازه كېږي.

فوټونونه متفاوتي فريكوينسياني لري. مثلا د لمر فوټونونه په ثانيې كښې د ٤٥٠ تريليونه څخه بيا تر٧٥٠ تريليونه وارو پوري رېږدي (يو تريليون ١،٠٠٠،٠٠٠،٠٠٠،٠٠٠ د يو ميليون واري ميليون سره برابر دي).

زموږ د سترګو په تل (ريټينا) كښې د فوټوريسېپټر په نامه په ميليونونو وړوكي غوزه-شكله حجرات راټول شوي دي چې د فوټونونو رېږده حسوي او په مقابل كښې يې عكس العمل كوي او عصبي سيګنلونه مغز ته لېږي.

نوموړي غوزه-شكله حجرات د كيمياوي جوړښت له لحاظه په دريو ډلو وېشل كېږي:

  • د سرو ډله
  • د زرغونو ډله
  • د شنو ډله

هره يوه ډله يې د فوټونونو د فريكوينسۍ د متفاوت رديف په وړاندي حساسه ده. د سرو ډله د هغو فوټونونو په وړاندي حساسه ده چې په ثانيې كښې د پينځو سوو تريليونو په شاوخوا كښې رېږدي.

همدارنګه د زرغونو ډله د پينځه نيم سوه تريليونه اود شنو ډله د شپږنيم سوه تريليونه د فريكوينسيانو په وړاندي عكس العمل ښيي.

كه فريكوينسي د ذكر شوو ارقامو څخه لږ څه لوړه يا كښته وي، بيا هم عكس العمل ښودل كېږي خو په لږ اندازه او كه تفاوت بېخي ډېر وي نو هيڅ عكس العمل نه ښودل كېږي. د فوټوريسيپټرونو او فوټونونو ياد شوى تړون په لاندي جدول كښې خلص كېداى شي:

فوټوريسيپټر – د فوټون د رېږدي د فريكوينسۍ تمركز

فريکونسي
  • د سرو ډله – پينځه سوه تريليونه رېږدي په ثانيې كښې 500THz
  • د زرغونو ډله – پينځه نيم سوه تريليونه رېږدي په ثانيې كښې 550THz
  • د شنو ډله – شپږ سوه تريليونه رېږدي په ثانيې كښې 600THz

اجسام د بېلابېلو كيميايي عناصرو او ماليكولونه څخه جوړ شوي دي چې هر يو يې د بېلو فريكوينسيانو فوټونونه جذبوي.

مثلا انار د خپل ځانګړي كيمياوي جورښت له كبله د پينځه نيم سوه او شپږ نيم سوه تريليونيځ فريكوينسۍ فوټونونه ښه جذبوي، خو د پينځه سوه تريليونيځ فريكوينسۍ فوټونونه نشي جذبولاى، لهذا هغه بيرته منعكس كېږي.

كله چې انار ته ګورو، نوموړي منعكس شوي فوټونونه مو سترګو ته راننوځي او زموږ د سترګو د فوټوريسېپټرونو د سرو ډله فعاله كوي، چې په نتيجه كښې يې انار سور راته ښكاري.

د ونو پاڼي د ضيايي تركيب د عمليې په لړ كښې د كلوروفيل له لاري د لمر د وړانګو د پينځه سوه او شپږ سوه تريليونيځ فريكوينسيانو په مرسته قندي مواد توليدوي او پاته پنځه نيم سوه تريليونيځ فريكوينسياني منعكسي كېږي چې په نتيجه كښې يې موږ پاڼي زرغونې وينو.

كله چې د بېلو ډلو فوټوريسيپټرونه پر يوه وخت فعاله شي، موږ د هغو مربوطه رنګونه جلا جلا نه وينو، بلكه زموږ مغز دا ټوله رنګي تاثيرات سره مخلوطوي او په نتيجه كښې يې نور مركب رنګونه احساسېږي.

فوټو رېسېپټرونه

مثلا كيله دواړي د سرو او زرغونو ډلې فعاله كوي او په مغز كښې مو ژړ رنګ ترسيموي. داسې اجسام هم شته لكه بوره چې ټوله ډلي فعاله كوي، نو هغه شى سپين راته ښكاري، يا ټوله فوټونونه جذبوي، نوهغه شى تور راته څرګندېږي.

بېل بېل اجسام بېلابېلي د رڼا فريكوينسياني منعكسي كوي. د دې څخه په ميليونونو ډوله رنګونه مينځ ته راځي. خو مهم ټكى دا دى چې رنګ نه په رڼا كښې شتون لري او نه هم په اجسامو كښي، بلكه زموږ د مغز محصول دى.

له همدې كبله بېل ليدونكي موجودات رنګارنګ د رنګونو مجموعې حسوي. مثلا مچمچياني د شپږسوه تريليونه څخه پورته ماوراء بنفش فريكوينسياني حسوي او په مرسته يې د ګلانو شيره پيدا كوي. همدارنګه اكثره د اوبو تي لرونكي ژوي صرف مونوكروماټيكه (توره او سپينه) ليدنه لري.

📌 سرچينې

  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • ScienceLearn
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • BBC
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • WikiBooks
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • Sciencing
  • وروستۍ ليکنې