آيا دا سوچ تاسو ته كوم وخت درلوېدلى دى چې آسمان ولي شين دى؟

رڼا او رنګونه – دوهمه برخه: د آسمان رنګ ولې شين دى؟

شين آسمنان

  • آيا دا سوچ تاسو ته كوم وخت درلوېدلى دى چې آسمان ولي شين دى؟
  • بل رنګ لكه ګلابي، بانجاڼي يا زرغون ولې نه دى؟

د لرغوني يونان څخه روايت را نقل كېږي چي: كله چې د خدايانو د خداى ”زيوس” لور شاهزادګۍ ”اتينا” وزېږېدل، نو زيوس دوې هيلې ورته ډالۍ كړې چې دې بايد تر غټېدلو وروسته ځني غوښتلي واى.

كله چې اتينا پينځه لس كلنه پېغله شوه، زيوس ځان ته راوغوښتله او ځنې ويې پوښتل، ”دوې هيلې دې څه دي، لوري؟”

اتينې تر ډېر چرت وروسته خواست وكړ چې لومړى دې د يونان يو ښار د دې په نامه شي او دوهم د نړۍ ټول خلك دې هره ورځ د دې د سترګو ديدار كوي.

هغه وو چې زيوس د يونان پايتخت آتن د دې په نامه كړ او اسمان ته يې د دې د سترګو په شان شين رنګ وركړ. نو د آسمان رنګ د هغه وخت راهیسي شين دى!

د تاريخ په اوږدو كښې دا ډول افسانوي او ميتافيزيكي دلايل هر ولس، نه يوازي د آسمان په باب، بلكه د طبېعت د بېلابېلو مسايلو لكه مځكه، لمر، ستوري، زلزله، تندر، كاينات، خلقت او داسي نورو په هكله جوړ كړي دي، خو هر څومره چې ساينس حقيقتونه څرګندوي، زموږ په فهم كښې د فيزيك رول زياتېږي او د ميتافيزيك رول برعكس مخ پر كمېدو دى.

نننی ساينس د آسمان شين والى څنګه تشرېح كوي؟

د سلسلې په لومړۍ برخي كښې مو د رڼا او رنګونو پيژندګلوى دركړ او توضيح مو كړل چې رنګ د رڼا د ذرو يعني فوټونونو د رېږدي د فريكوينسۍ او د اجسامو په واسطه د دوى د جذب او انعكاس په نتيجې كښې زموږ د سترګو د تل د غوزه-شكلو فوټوريسېپټر حجراتو له لاري زموږ په مغز كښې را مينځ ته كېږي.

رنګ نه په رڼا كښې شتون لري او نه هم په اجسامو كښې بلكه زموږ د مغز محصول دى. رڼا فقط فوټونونه لري او اجسام ماليكولونه چي بېل بېل فوټونونه جذب او منعكس کوي. د آسمان په رنګ كښې زموږ د ليدني سربېره درې نور شيان رول لري:

  • د لمر رڼا
  • د رنګونو تركيب
  • د مځكي اتموسفير

د لمر رڼا

كله چې د لمر رڼا تر منشور تيروو، د بوډۍ د ټال (رنګين كمان) د رنګونو سپېكټرم (طيف) لاس ته راځي (لومړى برخه). د دې څخه څرګندېږي چې د لمر په رڼا كښې د ټولو رنګونو فريكوينسياني شتون لري. خو د مځكي د كروي شكل له كبله د لمړ رڼا د دې پر ټولو برخو باندي مساوي اندازه نه لګېږي بلكه په مېنځنۍ حصې كښې تر لږ اتموسفير تېرېږي او سيده پر سطح لګېږي، په داسي حال كښې چې په پورتنيو او لاندنيو حصو كښې په ډېر اتموسفير كښې مزل كوي تر څو سطحي ته رارسېږي.

د لمر وړانګې

د رنګونو تركيب

زموږ سترګي فقط د درو اساسي رنګونو د حسولو لپاره د فوټوريسېپټر د حجراتو ډلي لري: سور، زرغون او شين. خو كله چې متعددي ډلي پر يوه وخت فعاله كېږي، موږ يې مربوطه رنګونه جلا جلا نه وينو، بلكه زموږ مغز دا ټوله رنګي تاثيرات سره مخلوطوي او په نتيجه كښې يې نور مركب رنګونه احساسېږي.

دا تاثير عينا په انځورګرۍ كښې د رنګونو د ګډولو په څېر دى: سور او زرغون چې سره ګډ كړې، ژر (زېړ) مينځ ته راځي. همدارنګه د شنه او سره د ګډولو څخه ارغواني يا د شنه او زرغونه د ګډولو څخه آسماني رنګ مينځ ته راځي.

د مځكي اتموسفير

په لاندې انځور كښې وګورئ چې د لمر رڼا مځكه او د سپوږمۍ سطح دواړه روښانه كړي دي. سوال پيدا كېږي چې د لمر وړانګې خو د مځكي او سپوږمي په مينځ او نوري شاوخوا فضا كښې هم خپرېږي، خو ولي صرف مځكه او سپوږمۍ روښانه معلومېږي او پاته شاوخوا فضا تاريكه؟

ځواب دا دى چې په پاته فضا كښې نور داسې شى نشته چې د لمر رڼا منعكسه كړي يا يې سره وپاشي. كه د سپوږمۍ څخه اسمان ته وګورئ هغه تور ښكاري، اما د مځكي څخه شين. دا بيا ولي؟

د دې وجه د مځكي اتموسفير (يعني ماليكولونه) دى. كه اتموسفير نه واى د مځكي څخه به هم اسمان تور ښكارېدلاى.

د سپوږمۍ سطحه

د مځكي اتموسفير (هوا) د بېلابېلو ګازونو لكه نايټروجن، اكسيجن او كاربن ډاى اوكسايډ څخه ډك دى. كله چې د لمر رڼا چې سپينه او د مختلفو فريكوينسيانو (رنګونو) څخه متشكله ده، د مځكي اتموسفير ته راننوځي، د هوا د ماليكولونو سره په تماس كښې كېږي او سره پاشل كېږي.

خو د هوا ماليكولونه د رڼا د څپو د اوږدوالي په وړاندې ډېر وړوكي دي. په نتيجه كښې لوړې فريكوينسيانې (شنه او زرغونه رنګونه) تر كښتو فريكوينسيانو (لكه سور رنګ) ډېري پاشل كېږي.

كښته فريكوينسياني اوږدې څپې لري نو سيده تر اتموسفير تېريږي، په داسي حال كښې چې لنډي څپې درلودونكي لوړي فريكوينسياني د اتموسفير د ماليكولونو سره ډېره اړيكه نيسي او په آسمان كښې پاشل كېږي.

شين او زرغون چي سره يو ځاى شي ”آسماني” شين لاس ته راځي. له همدې كبله د اسمان رنګ شين دى.

ريلې

د څپې د اوږدوالي او پاشېدني تر مينځ تناسب د ”رېلي د پاشېدني” Rayleigh Scattering په معادلې I = 1/^4 افاده كېږي، په كوم كښې چې I د پاشېدني شدت او يوناني تورى لامډا  په نانوميتر nm د څپې د اوږدوالي اندازه ده چې د څلورو 4 توان ته پورته شوې ده.

د دې فورمول په مطابق شين رنګ تر سره رنګ شپږ واري ډېر پاشل كېږي چې محاسبه يې په لاندې انځور کښې ښودل شوې ده.

ريلې پاشېدنه

دلته یو ځل بیا سوال پيدا كېږي چې د بنفشه يي رنګ فريكوينسي خو تر شنه لا لوړه ده، نو ولي آسمان بنفشه يي نه دى؟

د دې دوې وجي دي. لومړى خو د لمر په رڼا كښې شنه فريكوينسي تر بنفشه يي ډېره ده، او دوهم دا چې زموږ سترګي نسبت و بنفشه يي رنګ ته د شنه رنګ په وړاندي ډيري حساسي دي.

د ورځي لخوا آسمان شين وي خو د لمر لوېدلو (غروب) پر مهال بيا شين رنګ تدريجا وركېږي او پر ځاى يې سره بخون رنګونه لكه سور او نارنجي راښكاره كېږي.

د ماسپښين مهال

د دې وجه دا ده چې د غروب پر مهال د لمر وړانګي په اتموسفير كښې په مراتب ډېر مزل كوي. نتيجه دا چې شنې فريكوينسياني د اتموسفير په اوږده مزل كښې ټوله سره پاشل كېږي، نو يوازي سرې او يو لږ اندازه زرغونې فريكوينسياني مو تر سترګو پوري را رسېدلاى شي (لومړى او پينځم انځور).

لمر لوېدل

د ورېځو ماليكولونه يعني د اوبو د بخار ذرې د هوا د نورو ماليكولونو په پرتله خورا پنډ دي او د دې توان لري چې د رڼا ټوله فريكوينسياني مساويانه سره وپاشي. له همدې كبله د آسمان ورېځې سپينې ښكاري.

📌 سرچينې

  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • Atmo Arizona
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • Hyperphysics
  • د وېبپاڼې نوم یا متن:
  • E2bn
  • وروستۍ ليکنې