ولې ژوند له تنوع څخه ډک دى؟

د ژوند تنوع

تنوع یا بېلابېلي

ساينسپوهانو د ځمکې د اوسنيو ژونديو موجوداتو (ژوو او نباتاتو) انواع او اقسام تقريبا ٨.٧ ميليونه ډوله سنجولي دي. كشفيات لا هم روان دي او تر اوسه سل په سله كښې نه ده معلومه چي مجموعا څو ډوله مخلوق په نړۍ كښي اوسېږي، خو قياسي شمېر تر دېرشو ميليونو ډولونو پوري رسيږي.

د ژوند تنوع
د ژوند تنوع

البته دا صرف د اوسنيو موجوداتو د ډولونو شمېر دى. د ځمکې د بشپړ تاريخ د ژوند د انواعو شمېر څه د پاسه پينځه ميليارډه سنجول شوى دى، چي تر ٩٩ فيصده زياته برخه يې له مېنځه تللي او بېخي نسلونه يې ورك شوي دي.

  • اوس پوښتنې دا رامینځ ته كيږي چي ولي په نړۍ كښي داسي بې سارې او هېښوونكې د ژوند بېلابېلي شتون لري؟
  • دا بې حسابه د ژوو او نباتاتو انواع او اقسام څنګه او چېرې توليديږي؟
  • ولې د ٩٩ فيصدو انواعو نسلونه له مینځه تللي دي او موجب يې څه شی دى؟
  • ولې په موجوداتو كښې د تنوع سره سره شباهتونه شتون لري؟

د پورتنیو پوښتنو په څېر ډېرو نور پوښتنو له ابتدا څخه انسان په تحير او تفكر كښې اچولى دى او د طبېعت د اكثرو نورو رازونو په څېر، چې بعضې يې په پاڼه كښې توضېح شوي دي لكه: (زلزله، ورښت، د بوډۍ ټال او داسې نور) د پخوا خلكو د ژوند په هكله هم د تاريخ په اوږدو كښې بېلابېل خرافاتي او ماوراطبېعي تحليلات درلودلي دي. خو علمي هڅې په دې هكله د معمول په شان د لرغوني يونان څخه راپيل كيږي.

٥٥٠ كاله تر ميلاد مخكې يوناني فيلسوف اناكسيماندر وړانديز وكړ چې ژوند په اوبو كښې را مېنځ ته شوى او بيا يې طبېعي تكامل كړى دى.

اناكسيماندر Anaximander

په ١٢٠٢ كښې د بغداد نامتو رياضيپوه، منجم او فيلسوف نصير الدين الطوسي د ژوو د تصنيف هڅه او د هغو تدريجي تكامل ته اشاره وكړه.

نصير الدين الطوسي
نصير الدين الطوسي

په ١٣٧٧ كښې تونيسي ټولنپوه او مورخ ابن خلدون خپل په كتاب ”القدمه” كښې د مخلوقاتو د خپلوۍ او د يوې نوعي څخه بلې نوعې ته د تكامل وړانديز وكړ.

ابن خلدون

په ١٨٠٩ كښي فرانسوي طبېعت پېژندونكي جان باتيست لامارك د لومړي ځل لپاره د ژوند د تدريجي تكامل مفصله تيوري خپره كړه، خو هغه وخت د خلكو د پاملرنې وړ و نه ګرځېده.

جان باتيست لامارک – Jean-Baptiste Lamarck

په ١٨٥٩ كښې انګرېزي طبېعت پېژندونكي چارلز ډاروين ”د طبېعي انتخاب له لاري د تكامل” (Natural Selection) په تيورۍ كښې د ژوند د تنوع صحيح او جامع تشرېح خپل ”د انواعو د اصل” (The Origin of Species) په كتاب كښې خپاره كړل، چې د اوسنۍ بيالوژۍ يا ژوندپوهنې د علم بنسټ ګرځېدلی دی.

چارلز ډاروين – Charles Darwin

اكثره خلك د تكامل يا ارتقا Evolution د تيورۍ بشپړ وياړ ډاروين ته وربخښي، خو لكه مخكي چې مو یادونه وکړه د ژوند د تدريجي تكامل وړانديز تر ډاروين زرګونو كلونه مخكې لا شوى وو. د ډاروين ابتكار په دې كښې وو چې ”طبېعي انتخاب” يې د تكامل اساسي موجب تشخيص كړ.

دوهم دا چي د ساينسي تيورۍ په بڼه يې يو مفصل تحليل د متعددو جزياتو او مشخصو بېلګو سره وړاندې كړ چې نه يوازې اساسا تر اوسه باطل شوى نه دى بلكه د لرغون پېژندنې، پېلينټالوژي، ايكالوژي، بايوكېميسټري (بيوشيمي)، فيزيالوژي، ايمبريالوژي او بالخصوص وراثت او ماليكولي بيالوژي او ټيكنالوژۍ د پرمختګ سره نور هم تكميل او معتبره شوى دى. طبېعت د بيالوژيكي تكامل بشپړه تاريخچه د مخلوقاتو په ډي اېن اې DNA كښي ثبت كړې ده چي ژوندپوهان يې د نن ورځې په واكمنو او ګړنديو كمپيوټرونو باندې په بې ساري ځير سره څېړي.

په لنډ ډول د بيالوژيكي تكامل تيوري پر لاندنيو اساسي اصولو ولاړه ده:

١. جينيټيكي بېلابېلي:

د نوعې په نفوس كښې په انفرادي كچه جينېټيكي بېلابېلي وي چې د مخلوق پر فيزيكي صفاتو تاثير اچوي، مثلا د چا رنګ لږ تاريك يا روښانه وي، څوك تر نورو لږ جګ وي، څوك ټيټ وي، څوك پنډ وي، څوك نرى وي او داسي نور.

د تكثر په وخت كښې جينونه (د ډي اين اې ماليكولونو سلسلې) د مور او پلاره څخه بچي ته كاپي كيږي. خو دا پروسه دقيقه نه ده او د كاپي كېدلو په ترڅ كښي تېروتنې كېږي چې ”ميوټېشن” mutation ورته وايي. همدغه د كاپي د پروسې ناقصتوب يا نادقيقتوب د جينيټيكي تنوع لامل ګرځي.

٢. طبېعي انتخاب:

چاپيريال مدام په تغير كښي دى او منابع محدود دي، نو موجودات تل تر انتخابي فشار لاندي وي. د نفوس د بېلابېلۍ له كبله د بعضو افرادو ځانګړي فيزيكي صفات د هغو د بقا لپاره ګټور تمامېږي او چانس ورته وركوي چي تر نورو ډېر وپايېږي، يعني: خواړه پيدا كړي، د مرګ څخه ځان وژغوري، د ناروغيو سره مقاومت وكړي او تر ټولو مهم وكړاى شي چي تكثر وكړي او خپل ګټور جينونه وروستي نسل ته انتقال كړي. دغي پروسې ته ”طبېعي انتخاب” ويل كېږي.

٣. نېستېدنه:

ناكامه جينونه لږېږي او بالاخره د جينونو د مخزن نه پاكېږي (يعني نسل يا نوع نېستيږي). دغه ته نېستېدنه يا انقراض extinction ويل كيږي. تر ٩٩ فيصده زيات د ځمکې د ژوند انواع نېست شوي دي، لكه ډاينسوران يا د يخي د دورې ژوي.

٤. تدريجي تكامل:

هغه افراد چې زياتره خپل د چاپيريال سره برابر وي پايېږي او نسلونه یې په تدريجي توګه تكامل كوي. تر كافي وخت او تدريجي تكامل وروسته د برياليو نسلونو تر مینځ جينيټيكي توپير دومره زياتيږي چې نور امكان نه وي د جنسي اړيكې له لارې تكثر وشي. هغه وخت نوموړي موجود ته عموما يوه نوې نوع يا species ويل كيږي.

دلته مهم ټكى دا دى چې د يوې نوعې څخه بلي نوعي ته تكامل ډېره كراره او تدريجي پروسه ده او ميليونونه كلونه په بر كښې نيسي. د مثال په ډول مرغانو د ډاينسورانو څخه ارتقا كړې ده خو د هغوى د تكامل په بشپړ تاريخ كښې هېڅ داسې يو مرغه نشته چي پلار ته يې ډاينسور وويل شي. د مرغه پلار مدام مرغه او د ډاينسور پلار مدام ډاينسور وى، او د دوی تر مېنځ تكامل د ميليونونو كلونو د تدريجي جينټيكي بدلونونو او سازښتونو نتيجه ده.


د تکامل ډولونه

تكامل په دوو ډولونو وېشل كیږي: لنډ مهاله تكامل Micro-evolution او اوږد مهاله تكامل Macro-evolution


۱. لنډ مهاله تكامل Micro-evolution

لنډ-مهاله-تكامل-Micro-evolution

د لنډمهاله تكامل كلاسيكه بېلګه چې تر اوسه پوري په پوهنتونونو كښې تدريسيږي د اتلسمي پېړۍ د لندن د ښار د خړو پتنګانو پېښه ده. تر صنعتي انقلاب مخكې د اكثرو نوموړو پتنګانو رنګ شاته سپين وو او سربېره به يې خړ خالونه او نقشونه درلودل. دغو رنګونو دوى ته توان وركاوه چې د ښكاري مرغانو څخه د ښار په خړو ونو كښې پټ شي. البته په دوى كښې يوې نايابې اقليت ډلې هم شتون درلود چې تېز خړ او تور رنګونه يې درلودل چې طبعا مرغانو به په اسانۍ سره پر ونو ليدلاى او ښكارولاى شواى.

د صنعتي انقلاب په اوج كښي د ښار هوا د فابريكو د دودانو دومره ډكه شول چې د ونو رنګ يې لا واړاوه او توربخن يې كړ. نتيجه دا چې هغه اكثريت ډله روښانرنګه پتنګان به مرغانو په اسانۍ ليدل او ښكارول او برعكس د هغو اقليتو تاريكرنګو پتنګانو د بقا چانس زيات شوى وو، ځكه پر توربخنو ونو يې ښه ځانونه كموفلاژولاى او پټولاى شواى.

د وخت په تېرېدلو سره د لندن په ښار كښې تدريجا تاريكرنګه پتنګان اكثريت او روښانرنګه اقليت وګرځېدل. د لنډمهامه تكامل نور په زړه پوري مثالونه د انټي بايوټيك په وړاندې د باكترياوو تكامل يا د رېزش د ويروس تكامل دى چي تفصيلات يې په اينټرنيټ كښي موندلاى شئ.

۲. اوږد مهاله تكامل Macro-evolution

اوږدمهاله تكامل په ميليونونو كلونه په بر كښې نيسي او په ترځ كښې يې يوه نوع نورو نوعو ته ارتقا كولاى شي. د دې پروسې همدغه اوږدمهالتوب دى چې د مسئلې درک يې زموږ لپاره ستونزمن ګرځولى دى. انسان حد اكثر د سلو كلونو په شاوخوا كښې عمر كوي، لهذا ذهن مو د دومره اوږدې مودې (لكه ميليون كلونه) د تصور ظرفيت نلري. كه د اوږې څخه نيولې بيا تر نوک پورې ټول لاس مو د ځمکې د بشپړ ژوند د تكامل تاريخچه شي نو د بشر تاریخ يې صرف د يوه نوک ځاى نيسي.

يو په زړه پوري تشبېهي مثال چې ممكن مرسته در سره وكړي د ژبو تكامل دى. د نن ورځې په پښتو كښې په كافي اندازه بېلابېلې (لهجې) شتون لري خو تر ډېرې اندازې يو په بل پوهيږو. د نن او د سلونو كلونو پخوا پښتو كه سره مقايسه كړئ بيا هم احتمال يې ډېر دى چي په اكثرو لغتونو يې پوه شئ.

ښه، اوس زرونو كلونه وړاندې ولاړ شئ، د بېلګې په توګه څلور زره كاله وړاندې د ختيځې آريايي ژبي سره مخامخ كيږئ چې د پښتو، بلوڅي او كردي ژبو مور ده، ممكن صرف يو څو لغته پكښي اشنا درته ښكاره شي. همدا شان كه نور وړاندي ولاړ شئ، لرغوني هندو-اروپايي ته رسېږي چې د اكثرو آريايي او اروپايي ژبو ريښه ګڼل كيږي. د هندو-اروپايي ژبو د شجرې څخه څرګنديږي چې پاړسي او انګرېزي دواړو د يوې ريښې څخه تكامل كړى دى، خو د تكاملي مزل په ترځ كښې يې لارې بېلې شوي او مخالفو جهاتو ته تللي دي. نن ورځ د دوى په مېنځ كښي صرف يو څو مشترك لغتونه موندل كېداى شي، لكه: مادر mother يا برادر brother، پاته بلكل متفاوتې ژبې ګرځېدلي دي.

بيالوژيكي تكامل هم عينا همداسې شجره-يي بڼه لري. سپى او ګيدړه د ظاهري ورته والي سره سره متفاوت انواع ګڼل كيږي ځكه چې بچيان نشي سره زېږولاى. خو د دوى تكاملي څانګې د ”ژوند په شجرې” كښې وړاندې سره يو ځاى كيږي او يو مشترك نيكه ته رسيږي. نور چې وړاندې ولاړ شئ، ٥٠ ميليونه كاله وړاندې، د پيشو، سپي او ګيدړې د نيكه ماياكويډيا Miacoideaسره وينئ او ميليونونه كاله نور وړاندي د ټولو تي لرونكو ژوو د نيكه سره مخامخ كيږئ او داسې نور.

د پاملرنې وړ ده چې كه څه هم ما دلته مفرد نومونه كارولي دي خو د تكامل پروسه انفرادي نه بلكه د نفوس په سطح ده. په بل عبارت، د يوې نوعې بشپړ نفوس د بلې نوعې نفوس ته تدريجي تكامل كوي، نه يو فرد!

په پاى كښې بايد وويل شي چې د تكامل تيوري د ساينس يوه اثبات شوې او معتبره تيوري ده. نوموړې تيوري په ژوندپوهنه (بيالوژي) كښې داسې مقام لري لكه جاذبه يا اليكټرومقناطيس چې يې په فيزيك كښي لري. په ساينسي او اكاډميكو ټولنو كښې ٩٧ فيصده د دې تيورۍ ملاتړ شته.

په مذهبي او سنتي قشرونو كښي كه څه هم په ابتدا كښي مخالفت ډېر وو، خو د تعليم په لوړېدلو او ثبوتونو په ډېرېدلو سره مقاومت مخ پر لږېدلو شوى دى. مثلا د كاتوليكو نړيوال مشر پاپ فرانسيز په ٢٠١٤ كښې په يوه عام اعلان كښې د تكامل او ستر درز تيوريانې دواړه ومنلې او اضافه يې كړل چې: ”خداى كوم جادوګر نه دى..” يعني خداى د طبېعي لارو نه عمل كوي. همدا شان بعضى تحصیل لرونكي اسلامي علما چي نوموړې تيوري يې لوستې او سر يې پرې خلاص كړى دى، لكه شېخ ياسر قاضي، هم دا تيوري د حقيقت په صفت مني.


د تكامل په هكله د شيخ ياسر قاضي بيان:

د تكامل د ثبوتونو معلوماتي ويډيو:

  • وروستۍ ليکنې
د ژوند تنوع