ایا شیطان ملایکه دی او که پېری؟

ملایکه او شیطان

حشمت حنيفي ورور پوښتنه کوي چې ایا شیطان ملایکه دی او که پېری؟

ځکه دا دواړه خو مختلف موجودات دي ملایکې معنوي او مطيع موجودات دي چې د خدای له اوامر څخه سرغړونه نه کوي او ټول وخت د خدای اطاعت او عبادت کوي. لېکن پېریان بیا لکه د انسانانو غوندې موجودات بیان شوي چې خطا کوي او ثواب هم ګټي او پيغمبرانو ته اړتیا لري. په قران کې په اکثره مواردو کې شیطان ملایکه بلل شوی خو په یوه مورد کې هغه بیا پېری یا جن بلل شوی نو په دې کيسه مې لږ پوه کړئ چې شیطان کوم یو وو؟ ایا ملایکه او که پېری؟

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

شیطان ملایکه دی

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿٣٤﴾

📕 ژباړه: او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه.

سورة بقره

🔯 فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿٣٠﴾ إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿٣١﴾

📕 ژباړه: نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه. له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي.

سورة حجر

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

شیطان پېری (جن) دی

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ ﴿٥٠﴾

📕 ژباړه: او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، دا له جناتو څخه وو.

سورة الکهف

  • که چېرې شیطان پېری وي نو پېری خو له خدای سره خبرې نشي کولای؟

  • که ملایکه وو نو اختیار یې څنګه پيدا کړ چې د خدای بې اطاعتي وکړي؟ ځکه چې ملایکې اختیار نلري او شیطان بیا اختیار لري چې دغه ټکي زه بيخي ګنګس کړی یم

  • ولې د شیطان خبره منل کېږي او د انسانانو نه منل کېږي، شیطان خو حتا له خدای سره مسقيمې خبرې هم کړي او له خدای پاک څخه یې چې هر څه غوښتي نو هغه یې ورته منلي نو بیا خو باید شیطان اشرف المخلوقات وی نه انسان ځکه چې د انسانانو هېڅ خبره نه ده منل شوې.

کیدای شي بعضې شیان مې غلط اورېدلي وي ځکه یو څه مې لوستي او یو څه مې د پېښور په مدرسو او جوماتونو کې اورېدلي، هيله ده چې پوښتنې مې په چا بدې ونه لګيږي او ډېره بښنه غواړم چې صحيح سرچينې نلرم نو که تاسې راته علمي او منطقي ځوابونه راکړئ نو زما به د زړه تسکين وشي، که چېرې ښکنځلې مو وکړې نو سيرت النبي ته رجوع وکړئ.

ملګرو د دې ورور پوښتنې ته ديني عالمان را منشن یا ټګ کړئ تر څو د دې ورور پوښتنې ځواب کړي.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

  • وروستۍ ليکنې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.