سوالونه ډاټ کام مو ولې جوړ کړ؟

سوالونه ډاټ کام مو ولې جوړ کړ؟

سوالونه ډاټ کام

دین، کلتور، په یوه هېواد کې حاکم سیاسي واک او د یوې سیمې موقعیت په یوه انسان باندې له زېږېدنې تر مرګه اغېزې لري. دا څلور واړه د هغه ټولنې د هر فرد په سوچ، لباس او کړنو کې څرګندېږي.

په بله معنا همدا د یوې ټولنې سافت ویر جوړوي او د ټولنې د غړو بدنونه یې هارد ویر دي. سافت ویر هغه سېستم ته وايي چې یو کامپیوتر یا یو بل ماشین پرې چلېږي؛ هاردویر یې هغه له اوسپنې او نورو موادو جوړې پرزې دي.

نو که د یوه هېواد د وګړو لپاره ښه سافت ویر موجود وي هغه ټولنه ښه چلېږي او که سافت ویر کې مشکل وي بیا ټولنه سمه نه چلېږي باید سافت ویر کې تغیر راشي یا خو بیخي نوی شي.

د یوې ټولنې د سافت ویر په هره برخه تر هغې د نوي کېدو او یا تغیر بحث کېدی شي تر څو مقدسه نه وي. تقدس د یوې ټولنې له افرادو دا واک اخلي چې تغیر پکې راشي.

تقدس په دې معنا چې د پوښتنې او تر پوښتنو لاندې راوستلو حق څوک نه لري. چې څه اورې هغه منه. دا کټ مټ د دېکتاتورۍ یوه نوعه ده. دېکتاتوران هم انسانان  دي. دوی داسې فکر کوي چې دوی تر چا هوښیار دي او باید د ده حکم ومنل شي. دده په حکم کې مخالف د مرګ په معنا دی.

دېکتاتوران د څو لسیزو لپاره ژوندي وي. ځینې وقت یې زامن او لمسیان د نیکه دېکتاتورۍ ته دوام ورکوي. خو که چېرې د دېکتاتور سوچ مقدس وبلل شي د دېکتاتور، دده د زامنو او لمسیانو له مړینې وروسته هم دا سوچ په خلکو دېکتاتوري کوي.

که یو دېکتاتور امر وکړي چې هر چا زما د امر مخالفت کولو نو په هغه مجلس کې حاظر کس که دا مخالفت کونکی ونه وژلو نو بیا د مخالفت کونکي سره حاظر کس هم باید ووژل شي او که دریم تن په دوی دواړو غوږونه کاڼه واچول نو دری واړه باید ووژل شي. پدې بڼه د ځنځیري دېکتاتورۍ یوه سلسله پیل کېدی شي. که چېرې دېکتاتور مړ هم شي دده دېکتاتوري به جریان لري.

دینونه د پخوانیو انسانانو سوچونه دي چې په دېکتاتورانه بڼه تر مونږ را رسول شوي. دینونه د یوې سیمې د کلتور، رواجونه، کیسو، افسانو، د جهان په هکله د دوی د سوچونو، حاکمو نظامونو او د یوه ځانګړي فرد او وروسته د نورو ورته افرادو مجموعه ده.  که د امریکا په جنوبي برخو کې دینونه مطالعه شي د هغې سیمې د ولسونو کلتور، رواجونه او نور پکې را نغښتي.

په کومو سیموو کې دینونه نه وو؟

په هغه سیموو کې چې د مېشتو وګړو اړتیاوې د طبیعي منابعو پوره وې او د کمېدو وېره یې ورسره نه وه. هلته خلکو دې ته اړتیا نه لرله چې له مرګ وروسته د خیالي ژوند سوچونه طرحه کړي.

په کومو سیموو کې دینونه ډېر وو؟

په هغه سیموو کې د ژوند شرایط خراب وو. دوی اړ وو چې په هیلو ګذاره وکړي.

د حاکمیت لپاره د دین جوړونه چېرې شوې؟

په یونان او مصر کې حاکمانو ددې لپاره چې ولس د دوی هر امر پرته له مخالفت ومني دینونه جوړ کړل. ځینو به جوړ کړي قوانین په مستقیمه توګه حاکم ته منسوبول او ځینو نورو بیا آسمان ته منسوبول. په کوم حالت کې به چې حاکم ته منسوب شول نو هغه به ویل چې ده ته خدای ځانګړی قدرت ورکړی یا دا چې په ځمکه کې دده استاځی دی. په ځینو نورو سیموو کې به یې ویل چې دی خپله خدای دی.

رومیانو په همدې منظور عیسویت جوړ کړ. داسې تاریخي شواهد شده چې د عیسویت بنسټ رومیانو ايښی تر څو بغاوتونو ته د پای ټکی کېږدي. که چېرې د ولس ذهن کې روم مقدس شي بیا دوی هېڅکله بغاوت نه کوي. د دوی دې پالیسۍ څلور پېړۍ په مستقیمه توګه او له هغې وروسته اولس پېړۍ په غیر مستقیمه توګه اغېز لرلو. تر نن پورې د روم د هغې سیاسي لوبې اغېزې شته.

معمولا د یوې سیمې په دین کې د بلې سیمې د دین افسانې هم ګډېدې. په  زردشتیزم، یوناني ادیانو، مصري ادیانو، یهودیت، عیسویت، اسلام او هندوییزم کې ډېر مشابهتونه شته. په دې سیموو کې چې د ستورې پېژندې، ځمکې او لمر په هکله کوم فکر موجود وو هغه په اکثرو یادو شوو ادیانو کې سره ورته توګه یاد شوی.

د طبیعت په هکله د کره پوهې د نه موجودیت له کبله د زلزلو، غرونو، ستورو ، لمر، اوبو او انسان په هکله له یوې خوا هر انسان غوښتل پوه شي خو له بلې خوا دوی په اټکلي انداز لګیا وو. هر څه به چې د دوی د منطق سره سم برېښېدل نو هغسې یې بیانول. دوی فکر کولو چې آسمان یو چت دی. دا چت ستنې نه لري نو خامخا یوه ځانګړي قدرت داسې درولی او هغه باید خدای وي. په داسې حال کې چې اسمان ګازونه دي چې ستنو ته اړتیا نه لري.

تر دې ځایه پوه شوو چې دینونه د کلتور، حاکمیت، سیاست، انساني ناپوهۍ، حرص او جذباتو مجموعه ده. مونږ پښتنو خپل کلتور لرلو او د خدای او دین په نامه پکې څه نه وو. د وقت او اړتیا سره سم جرګه زمونږ د قوانینو او ټولنیزو چارو د سمبالولو وسیله وه. جرګه کې بحث کېدو او د بحث پایلو کې پرېکړې کېدې.

دغه اوسني پارلمانونه،د ولسوالۍ شورا او ولایتي شورا زمونږ د پښتنو له پخوا دود و. له بلې خوا پښتانه کوچیان وو. دوی به هلته کډه کول چې طبیعي موسم به ښه و. د خدای او دین لپاره دایمي مېشت ځای ته اړتیا وي. مونږ نشوی کولی په اوښانو خدایانو بار کړو. په لاره د ځناورو د شر  نه د بچ کېدو لپاره مونږ غټ سپیان ساتل. هغه سپیانو له ډېرو بلاوو ساتلوو. خو له تېرو دولسو پېړیو راهیسې مونږ ته پردي راغلل او دی ووېل چې خدای د دوی له یوه مشر سره اړیکه ساتلې وه.

خدای ورته دا او هغه ویلي و. تاسې باید زمونږ خدای او د هغې هغه خبرې چې زمونږ مشر ته یې کړې ومنی. له ډېرو جګړو وروسته چې دې یرغلګرو زمونږ ناموسونه رانه بوتلل مجور شوو د دوی خدای او د هغې خبرې ومنوو. تر ننه پورې زمونږ اکثریت په هغه خبرو نه پوهېږي چې د دوی خدای څه ویلي خو نسل په نسل یې یو بل ته لېږدوو.

د روس او غرب تر منځ د کمونیزم او کپیتلیزم لانجې لوی قدرتونه اړ کړل چې مونږ ته هغه عربي دین په پښتو وژباړي. مونږ پکې زده کړل چې د عربو خدای له قتل او قاتل سره مینه لري، څوک چې دده لپاره قتل وکړي هغې ته ډالۍ ورکوي، د عربو خدای په قبر کې انسان ته سزاوې ورکوي او د نړۍ له ختم وروسته بیا سزاوې او انعامونه ورکوي.

دا پنځه څلوېشت کاله مو د همدې خبرو لپاره سره ووژل او لا لګیا یوو. په لکونو تنه ووژل شول، ټپیان شول، معیبوب شول، مهاجر شول او ورک شول. په ۲۰۰۸ م کې کال چې فېسبوک نوی افغانانو کې رواج شو نو یوه نیم دا پوښتنې پورته کړې چې آیا دا عربي خدای په ریښتیا شته او که هسې یو کرکټر دی.

په لومړیو کې د ټولو لپاره یو شاک و. کرار، کرار دا پوښتنې ډېرې او ورسره مخالفت هم ډېرېدو. خو د پوښتنو او مخالفینو تر منځ واټن ډېر و نو یو بل ته یې ضرر نشوی رسولی. دې بحثونو ته د هر افغان تلوسه شوه چې حقیقت څه دی او څه به کېږي. د پوښتونکو استدلال دا و چې که خدای شته باید یو کنترول او تفتیش وشي چې دا دین دده لخوا دی که نه انسانانو جوړ کړی. دی خپله شته که بیخي دده درک هم نشته. که چېرې یې پته ولګېده نو پکار ده ټولو په دین هغسې عمل وکړو لکه چې د دین غوښتنه ده او که چېرې ټول دروغ وي بیا پکار ده چې نور وقت پرې ضایع نه کړو.

پوښتونکو چې څومره پوښتنې کولې د دین کیسه خرابېده. زرګونو دلایلو دا ثابته کړه چې ادیانو د انسانانو د ذهنونو زېږنده دي. نو چې داسې ده باید هر افغان پدې خبره پوه شي یا حد اقل تر ذهن یې دا حقیقت ور ورسول شي چې ادیانو او خدایان یې هسې دروغ دي.

حتمي نده چې هر افغان بې دینه شي خو دا حتمي ده چې تر مغز یې دا خبره ورسي چې دینونه دروغ دي. د دې کار ګټه داده چې بیا نه خپله دی هومره وقت پرې ضایع کوي او نه نور اړ باسي چې دیني دروغ ومني. افغانان د عربي دروغو په ځای په خپل منطق تکیه کوي.

مونږ پوښتونکي زورو خلک نه یوو. د سګرټ لایتر اور ته هم دری ثانیې ګوته نشو نیولی نو بیا د دوزخ قبر ته څنګه امکان لري چې د ټینګې وو؟

خو خبره داده چې دا ټول دروغ دي. د انسانان د کنترول او وېره کې ساتلو لپاره دا دروغ ویل شوي. هر انسان حق لري پوه شي چې حقایق څه دي او ولې دروغ ورته ویل شوي.

په دې وېب سایټ کې به د هر څه په هکله پوښتنو ته ځای ورکول کېږي. د خدایانو، ادیانو، پیغمبرانو، معجزو، اخوندانو، سیاسي ادېدیالوژیو، ساینسي حقایقو او جهان په هکله به د پوښتنو یو سمندر را منځ ته کړو.

مونږ کومه سیاسي ډله نه یوو چې د کومې ځانګړې سیاسي اېدیالوژۍ په ننګه راوتي یوو. د هرې سیاسي اېدیالوژۍ په هکله پوښتنه اونقد باید موجود وي تر څو افغانان وکړی شي هغه سوچ چې هېواد ته ګټور دی ترې خوښ کړي.

د هرې اېدیالوژۍ په هکله یو اړیخ معلومات انسان ړانده ساتي. د دین په حق کې په لګونو وېب سایټونه، یوتیوب چینلونه، توېتر، فېسبوک ګروپونه او پېجونه او نورې منابع شته. په شمالي کوریا کې خامخا د کمونیږم په حق کې هر ډول معلومات شته. پکار ده د دواړو په رد کې هم د معلوماتو یوه منبع وي تر څوک لوستونکي دواړه ډوله معلوماتو سره وتلي.

په لنډو کې مونږ د پښتنو رېنسانس پیل کړی. رېنسانس څو پېړۍ وړاندې اروپا کې پیل شو چې پیل یې له پوښتنو و. پینځه سوه کاله یې دوام وموند چې اوسنۍ کچې ته ورسېد. دا چې اوس انترنېت او معلوماتو ته لاس رسی لڼډ دی نو زمونږ رېسانس به په دېرشو کلونو کې خپل منزل ته ورسي.

دا مهمه نه ده چې کابل کې حاکم حکومت د چا دی. مهمه داده چې دا پوښتنې او ځوابونه هر افغان ته ورسي. یو داعشي او طالب په سنګر کې دا پوښتنې او ځوابونه ولوي او د ملي اردو او پولیسو یو افسر یې هم خپل سنګر او دنده کې ولولي. د دولت یو مامور او مکتب او مدرسې ته تلونکی یو تلونکی متعلم او طالب هم پوښتنې وکړي، پوښتنې مطرح کړي او ځوابونه ولولي. د ځوابو په حق کې یا خلاف استدلال وکړي.

د رېسانس تاریخ په لاندې ویدې کې بیان شوی

  • وروستۍ ليکنې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې