مریم وفا له هالنډ څخه پوښتنې را لېږلې او هيله ده چې پوښتنې یې لومړی لږ دقیقې ولولئ:
• هغه وايي الله ج خو عادل ذات دی نو بیا ولې خلکو د بې انصافۍ نسبت ورته کړی؟
هغه ليکي وايي په مختلفو وختونو کې مختلفو اشخاصو د نبوت دعوې کړي، چې د هغو له جملې څخه یو هم نبي کريم حضرت محمد ص وو. نبي کريم ص ډيرې ځانګړتیاوې لرلې او د هغو له جملې څخه نن په عام والي د نبوت باندې بحث کول غواړم.
د قرانکریم په مختلفو ایتونو کې راغلي چې د حضرت محمدص نبوت عام ده یعنې د ټولو انسانانو او ټولو پېریانو لپاره رالېږل شوی وو او الله ج فرمایي:
🔯 وَمَآ أَرْسَلْنٰكَ إِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (۲۸)
سُوۡرَةُ سَبَإ
📕 ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)!] موږ ته د ټولو انسانانو لپاره یوازې زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلی یې، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
همدارنګه دپیریانو لپاره هم رالېږل شوي، الله ج فرمایي:
🔯وَإِذْ صَرَفْنَآ إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓا أَنصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِىَ وَلَّوْا إِلٰى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ (۲۹)
سُوۡرَةُ الاٴحقاف
📕 ژباړه: (او هغه پېښه هم د يادونې وړ ده). كله چي موږ د پېريانو يوه ډله ستا خوا ته راوستې وه، تر څو چي قُرآن واوري؛ كله چي هغوی هغه ځاى ته ورسېدل (چي هلته تا قُرآن لوسته) نو هغوى پخپلو منځو کښې سره وويل چوپ شئ! بيا كله چې هغه ولوستل شو، نو دوى خبرداروونكي د خپل قوم لوري ته ستانه شول.
له پورتنیو ایتونو څخه دا ثابتيږي چې حضرت محمد ص د ټولو انسانانو او پېریانو لپاره رالېږل شوی وو او دا یوازې د ده ځانګړتیا وه، نور پیغمبران دا شان نه دي، یعنې نور پیغمبران فقط د خپلو قومونو لپاره رالېږل شوي وو او یوازې انسانانو ته رالېږل شوي وو نه د پیریانو لپاره.
مګر دغې ځانګړتیا زما په ذهن کې لاندې پوښتنې را ولاړې کړي چې غواړم تاسې یې علمي او منطقي ځواب راته راکړئ:
آیا دا بې انصافي به ریښتیا هغه عادل ذات کړي وي که به خلکو خپله دا امتیازات ځان ته ورکړي وي؟
ملګرو هيله ده چې تکړه تکړه علماء را منشن کړئ تر څو په موضوع باندې علمي بحث وکړي او د دې خورکۍ پوښتنې ورځواب کړي.
سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.