له اسټرلیا څخه د عبدالولي حنفي په نامه یوه وروره پوښتنه رالېږلې وايي زه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ څخه یم، لس کاله مې کېږي چې اسټرلیا ته راغلی یم، په ننګرهار کې مي وړه دوره هم کړې وه او له دیني مطالعې سره ډېر زیات شوق لرم او سلګونه دیني کتابونه مي لوستي، تر اوسه چې هره پوښتنه راته پیدا شوې هغې ته مې ځواب موندلی خو دې پوښتني ته په ځواب لټولو بیخي لېونی شوی یم، په همدې خاطر له تاسو څخه هیله کوم چې زما دا پوښتنه له دیني عالمانو، استادانو او محصلینو سره مطرح کړئ تر څو ماته ځواب پیدا کړي.
هغه زیاتوي وايي پوښتنه د منطق په یو اصل پیلوم، په منطق کې یو اصل دی چې وایي: (د نقیضینو جمع محاله ده) د دې منظور دا دی چې هېڅکله دوه د یو بل ضد خبرې نه شي سره یو ځای کیدلی، حتماً به یې یوه غلطه او بله سمه وي. فرض کړئ پرون ورځ په قاسم سلیماني تر حملې ورسته ایران دا خبر خپور کړی وی چې سلیماني په حمله کې بچ دی او نه دی مړ، خو امریکا بیا خبر خپور کړی وی چې سلیماني مو مړ کړ، په دې دوو خبرو کې چې دواړه د یو بل ضد دي، حتماً یوه یې سمه ده یا سلیماني مړ دی یا ژوندی ځکه داسې امکان نلري چې هم دې سلیماني مړ وي هم ژوندی. هم دې د امریکا خبره سمه وي او هم د ایران.
فکر کوم د منطق پدې اصل به مو اوس سر خلاص شوی وي نو راځم اصلې پوښتنې ته:
زه چې کله په مدرسه کې وم نو ملا صاحب به موږ ته د خدای ج د صفاتو په اړه ډېر غږېده، هغه به ویل چې
مطمین یم تر دې ځایه تاسو هم موافق یاست، اوس که چېرې په نړۍ کې جنګونو، ظلمونو، غربت او لوږه او طبعي آفات په نظر کې ونیسو نو وبه ګورو چې رښتیا هم په نړۍ کې لوږه، جنګونه او طبعې ناورینونه شته؟ ښايي هېڅوک هم له دې څخه انکار ونه کړي.
یوازې په تېرو څو ورځو کې د استرلیا په ځنګلونو کې تر ۵۰۰ میلیونه (نيم میلیارد) حیوانات په ډېره ېرحمۍ سره ژوندي کباب شول، ۳۰ میلونه جریبه ځمکه سوځیدلې چې خورا زیات مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي او ورته اورونه د نړۍ په نورو برخو لکه د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې هم هر کال لګیږي.
اوس که هغه لمړي منطقي اصل دا چې (د نقیضینو جمع محال دی) په نظر کې ونیسو نو دا دغه دوه شیان د جمع کېدلو وړ نه دي.
اوس د استرلیا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې په وجه سلګونه میلیونونه بې ګناه حیوانات په بې رحمانه توګه پکې مړه شول، میلیاردونه ونې او بوټي پکې وسوځېدل، کوم چې مالومه ده شر،آفت او ناورین دی.
که پورتنيو پوښتنو کې مو کومې ته ځواب هو وي بیا نو تاسو په هغه خدای باور نه لرئ کوم چې موږ مسلمان ورباندي باور لرو.
که چیرته څوک ووایې چې خدای پاک په دې شر کې خیر درلود چې زموږ تر عقل پورته موضوع ده، آیا خدای داسې نشوی کولای چې بې له دې شره یې خیر را نازل کړی وای؟
که چیرته کوم بل څوک وایې چې خدای پاک دا د شرارت کارونه د دې لپاره کوي چې نورو ته درس ورکړي او نور ورڅخه عبرت واخلي نو دا دلیل هم ماشومانه دی، سمه ده موږ د یوه کانګرو د بچې له سوځلو څه زده کولی شو، تنها دا چې یا خدای ظالم دی (العیاذ بالله) یا دا چې خدای نشته (نعوذوبالله) او هغه د کانګرو بچی خو په خپل ځای پریږده د هغه درد او کړاو نو بنا زما له مولوي صیبانو، استادانو او محصلینو څخه دا پوښتنه ده چې پورتنیو پوښتنو ته ځواب ووایې تر څو زما اطمنان حاصل شي.
سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.