زه خیرالله د لوګر ولایت اوسېدونکی یم، په دې نيږدې وختونو کې مې په فېسبوک کې ولیدل چې د طالبانو یو ملا وایي چې ښځه ناقص العقله ده. ماته ځينې پوښتنې راپیدا شوې او هغه دا چې الله پاک خو مهربانه ذات دی نو ولې الله پاک ښځه ناقص العقله پیدا کوله؟
• د ښځې په ناقص العقله پيدا کولو کې به د الله پاک څه حکمت وو؟
• ایا دا به ګټمن نه وای چې ښځو ښه عقل درلودی تر څو د خپلو خاوندانو او کورنیو سره یې په چارو کې مرسته کولای؟ څه مشکل به پېښ شوی وی که چېرې ښځو کامل عقل درلودی؟
• په کامل عقل سره یوه ښځه کولای شي چې له بدو اعمالو څخه ځان را وګرځوي او ښه کارونه ترسره کړي او له خلکو سره مرستې وکړي؟
• ایا نن چې ښځې کومه خطا کوي نو مسؤلیت یې بېرته خدای پاک ته نه ور ګرځي ځکه چې الله پاک ناقص العقله پيدا کړي او دوی خو د دې اختیار نه لرلو چې په خپله خوښه ځانونو ته عقل انتخاب کړي؟
• بله خبره دا چې زموږ خوږ پیغمبر څلور نارینه یاران درلودل او ۱۱ دانې ناقص العقله ښځې یې درلودې نو ولې د الله رسول له دومره ډېرو ناقص العقلو سره ژوند کاوه؟
ماته مې خپل فکر دا وايي کله چې ښځې په کور کښې وساتو، تعلیم ورنکړو، شاوخوا چاپېریال ور ونه ښيو نو د دوی خوارانو ماغزه به څنګه انکشاف وکړي؟ ځکه ماغزه خو په تجربه او تعلیم لوړیږي او انکشاف کوي، دا چې د افغانستان ښځې د نارینوو په نسبت په تعليمي لحاظ کښته دي نو عمده دلیل یې همدا دی چې دوی په کور کښې ساتل کیږي خو دغه د کم عقلئ خبره بیا په غربي نړۍ کې نشته.
د نړۍ لومړی کامپیوټري پروګرام یوې ښځې جوړکړی، د فیزیک د علم په برخه کښې د نوبل جایزې هم ځنیو ښځو ترلاسه کړې، یعنې که څوک په ګوګل کې پلټنه وکړي او یا په دغه لاندې لېنک کلېک وکړي نو وبه ګوري چې ښځو څومره په ساینسي ډګر کښې رول لوبولی خو پوښتنه دا ده چې څنګه ناقص العقله په دې بریالۍ کيږي چې داسې اختراعات وکړي؟
https://fellowsblog.ted.com/meet-12-badass-scientists-who-also-happen-to-be-women-ace8d797bcad
• وروستۍ پوښتنه دا چې دا څنګه امکان لري چې له یوه ناقص العقله انسان څخه دې کامل العقله انسان نړۍ ته راشي؟ ایا د پيغمبرانو خویندې، میندې او مېرمنې ټولې ناقص العقله وې؟
هيله ده چې زما د پوښتنې ځواب د ایات او حديث په رڼا کې راکړئ او له پوچو الفاظو څخه ډډه وکړئ ځکه چې رسول الله او الله پاک فحش ویونکي انسانان نه خوښوي.
سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.